وروستی, د ترکیې بې پیلوټه الوتکې د چورلکې غورځېدو سیمه کې حرارت ليدلی
ایراني رسنيو راپور ورکړی چې د عاشورا قول اردو قومندان تائيد کړې چې د الوتکې پرېوتو سيمه کې يې د تودوخې ځای موندلی. دوی وايي دا ښايي د ولسمشر د چورلکې د تودوخې له امله رامنځ ته شوې وي.
تر دې مخکې د ترکيې دولتي خبري اژانس ليکلي وو چې د دغه هېواد بې پیلوټه الوتکې د ایران د ولسمشر د سپرلۍ د چورلکې د غورځېدو احتمالي ځای موندلی او په دې اړه يې لهایراني چارواکو سرههمغږي کړې ده.
د ایرنا خبري اژانس هملیکلي چې د ترکیې ډرون الوتکې "حرارتي ټکی" کشف کړی او اړوند معلومات يې د ايران له حکومت سره شریک کړي دي.