تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ابراهیم رئیسي او نورو وژل شویو جسدونه تهران ته ولېږدول شول
د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو جسدونه د جنازې د مراسمو لپاره قم ته وړل شوي، هغه ځای چې د ډېری شیعه مذهبي چارواکي به ګډون پکې کوي. د الوتکې غورځېدو پېښه کې د رئیسي او ورسره مل کسانو د وژل کېدا د خبر له رسمي اعلان یوه ورځ وروسته د ایران د رهبرۍ د کارپوهانو شورا شپږمه غونډه پیل شوه. ایران پنځه ورځې عمومي ویر اعلان کړ. چارشنبه به تهران کې د رئیسي د جنازې مراسم وشي. د نړۍ ګڼو مشرانو د رئیسي او ورسره مل کسانو پر وژل کېدو د غمشریکۍ پیغامونه اعلان کړي، خو په ایران کې د ننه او بهر د رئیسي وژل کېدو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.
ژوندی پوښښ
برلین کې د ایران د سفارت مخې ته د اسلامي جمهوریت د مخالفینو غونډه
د ابراهیم رئیسي، حسین امیرعبداللهیان او د هغوی د ملګرو د وژل کېدو له خبر څو ساعته وروسته، د ایران د رژیم د مخالفینو یوه ډله د جرمني په برلین ښار کې د ایران د سفارت مخې ته راغونډه شوه.
مظاهره چیانو د ۱۹۶۰ کلونو په اعدامونو کې د هغه د رول له امله ابراهیم رئیسي "۶۷ جلاد" بللی او د ایران خلکو ته یې د هغه د مړینې مبارکي ویلې ده.
ښاغلی رئیسي د ۱۳۶۷ کال په اوړي کې د ایت الله خمیني په حکم د سیاسي او ایډیالوژیکي بندیانو د وضعیت د څېړنې د پلاوي غړی و، چې څو زره کسانو ته یې د مرګ سزاوې صادرې کړې او له همدې امله د "مرګ پلاوي" په نوم مشهور شو.
ایت الله حسین علي منتظري چې کله د ایران د ولسمشر مرستیال و، دا د اسلامي جمهوریت تر "ټولو ستر جنایت" وباله چې په "تاریخ کې به یاد وساتل شي".
علي باقري کني د امیرعبداللهیان پر ځای د بهرنیو چارو سرپرست ټاکل شوی
په ایران کې چورلکې غورځېدو پرونۍ پېښه کې د دغه هېواد له مخکېني ولسمشر ابراهیم رئیسي سره د هغه د بهرنی چارو وزیز امیرعبداللهیان هم وژل شوی.
د هغه له مړینې سره د ایران د اساسي قانون له مخې د نوموړي معین علي باقري کني د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.
علي باقري کني په ۱۳۴۶کال کې زیږیدلی، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او له ۱۴۰۰ کال راهیسې په ویانا کې ایران د اټومي تړون د بیا پرځای کولو د مرکچي پلاوي مشر و.
د چورلکې د غورځېدو له ځایه د مړو لېږدول
د ايران دولتي تلويزيون وايي، ولسمشر ابراهيم رئیسي، د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان او يو شمېر نور کسان د يکشنبې په ورځ د ايران په شمال لوېديځ کې د چورلکې د لوېدو پېښه کې مړه شوي دي.
ځینې نور غبرګونونه
د ابراهیم رئیسي د وژل کېدو په اړه نړیوال غبرګونونه لا هم روان دي او د ګڼو هېوادونو مشرانو په دې اړه څرګندونې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم خپله خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د چین خلکو "یو ښه ملګری له لاسه ورکړ."
د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د عراق د کردستان سيمې ولسمشر نيشروان بارزاني، د عرب ليګ، د ماليزيا لومړي وزير، د جاپان حکومت او د وينزوېلا ولسمشر هم په دې اړه پیغامونه خپاره کړي.
د ایټالیا لومړي وزیر جیورجیو میلوني هم وویل: "زه هیله لرم چې د ایران راتلونکې مشرتابه به په سیمه کې ثبات او سولې ته ځان ژمن وګڼي."
د اروپا د شورا رئیس چارلس میشل د خواشینۍ پیغام کې ویلي: "اروپایي ټولنه د هلیکوپتر په پېښه کې د ولسمشر رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او د پلاوي د نورو غړو او د الوتکې د عملې په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوي. "
د مصر ولسمشر، د لبنان حزب الله، د شريلاکا ولسمشر او د اردن پاچا هم د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.
د یمن حوثيانو چې د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي، د ابراهیم رئیسي مړینه "په ټوله اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د فلسطینیانو په منځ کې" محسوسه ګڼلې ده. د حوثيانو ویاند، محمد عبدالسلام، په اېکس کې لیکلي: "فلسطین په عاجله توګه د داسې ولسمشر موجودیت ته اړتیا لري." هغه لیکلي چې د رئیسي مړینه نه یوازې د ایران، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ، فلسطین او غزې لپاره یوه ضایعه ده.
وروستی, ظریف: د ابراهیم رئیسي د چورلکې لوېدو "یو اصلي عامل" امریکا ده
د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د امریکا حکومت د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګري پلاوي د چورلکې د غورځېدو "اصلي عامل" بللی دی.
ایراني رسنیو د هغه له قوله ویلي: "د پرونۍ غمیزې یو اصلي عامل امریکا وه، چې د عدالت د نړیوالې محکمې له حکم سره سم یې پر ایران د الوتکو او هوايي چلن پرزو پلورلو بندیز ولګاوه او اجازه نه ورکوي چې د ایران خلک د ښه هوايي چلن له اسانتیاوو برخمن شي."
"ارومرو به دا مسله د ایران د ملت په وړاندې د امریکا د جنایتونو په تور لیست کې هم ثبت شي."
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ښاغلي رئیسي سپرلۍ چورلکه "بیل ۲۱۲" په امریکا کې جوړه شوې وه.
ځینې غبرګونونه
محمد مخبر څوک دی؟
د ایران د ولسمشر مرستیال دی چې په ۲۰۲۱ کې ګومارل شوی او د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي نژدې کس دی. نوموړی د نظام د مصحلت مشخصولو ټولنه کې اوڅار غړی دی، خو پر هېڅ سیاسي ګوند پورې نه دی تړلی.
- محمد مخبر په ۱۹۵۵ کال د ایران سوېل. لوېدیځ خوزستان ولایت دزفول ښار کې زیږېدلی او دوه بچیان لري.
- په برېښنا کې لیسانس لري، ماسټري او دوکتورا یې په اداره، پلان او نړیوال قانون کې اخیستي.
- د عراق- ایران د جګړې پرمهال (۱۹۸۰-۱۹۸۸) د انقلابي ګارد جګپوړی افسر و.
- وروسته له هغه مشهور شو چې په ۲۰۰۷ کال د ایران د مذهبي مشر په امر د ولسمشر د مرستیال په توګه له ګومارل کېدو مخکې د ایران د شاه محمد رضا پهلوي د نظام د ملکیتونو د مصادرې د ځانګړې ادارې اجرائیوي جرګهګۍ مشر وټاکل شو.
- اروپايي ټولنې محمد مخبر د ۲۰۱۰ کال جولای کې د هغو کسانو په نوملړ کې شامل کړ چې بندیزونه یې پرې لګولي وو او "بالیستیک توغندیو او اتومي فعالیتونو" کې یې ښکېل بللی و، خو دوه کاله وروسته یې نوم له لېسته وایستل شو.
- د امریکا د خزانې وزارت د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې مخبر د بندیزونو نوملړ کې شامل کړ.
له ابراهیم رئیسي سره الوتکه کې نور څوک وو؟
د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره چورلکه کې د تبریز د جمعې امام ایت الله محمد علي الهاشم، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي هم وو، چې په دې پېښه کې ټول وژل شوي.
دا پېښه د قزقلعه بند د پرانیستې په مراسمو کې چې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په کې ګډون کړی و، له ګډون کولو وروسته د ستنېدو پرمهال شوې ده.
په نورو قربانیانو کې د ولسمشر د امنیتي ډلې مشر تورنجنرال سید مهدي موسوي، د انصار المهدي قول اردو غړی، د چورلکې پیلوټ او همکار پیلوټ او یو تخنیکر هم شامل دي.
د هند او عراق لومړيو وزيرانو د ابراهیم رئیسي په مړینه خواشیني څرګنده کړه
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي پر مړينه خواشیني څرګنده کړې.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، "د هند-ايران د اړیکو پياوړتيا کې د هغه ونډه به تل په ياد وساتل شي. د هغه کورنۍ او د ايران خلکو ته د زړه له کومي تسليت وايم، هند د غم په دې شېبه کې له ايران سره دی."
د عراق لومړي وزير محمد شياع سوداني هم په يوه پيغام کې د ابراهيم رئيسي پر مړينه خواشيني ښودلې ده.
د امیر عبداللهیان ځای به څوک ونیسي؟
د حسین امیرعبداللهیان له مړینې سره، د ایران حکومت باید اوس د بهرنیو چارو نوی وزیر اعلان کړي.
د اساسي قانون له مخې، کله چې یو وزارت وزیر ونه لري، ولسمشر کولای شي یو کس د دریو میاشتو لپاره د وزارت د چارسمبالي په توګه ونوموي.
څوک به د ابراهيم رئيسي ځای ناستی شئ؟
د ايت الله خامنه په خوښه به د ابراهيم رئيسي مرستيال محمد مخبر د ايران لنډمهالی ولسمشر شي. نوموړی به د دوو مياشتو لپاره دغه دنده پر مخ وړي.
د ايران د اساسي قانون له مخې بايد په راتلونکو ۵۰ ورځو کې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې ترسره شي.
په لوېدلې چورلکه کې څوک سپاره وو؟
- ولسمشر ابراهيم رئيسي
- حسين امير عبداللهيان د بهرنيو چارو وزير
- مالک رحمتي د ختيځ اذربايجان والي
- سردار سيد مهدي موسوي د ولسمشر د ساتنې قطعې قومندان
- يو شمېر ساتونکي او عمله
ابراهیم رئیسي څومره پېژنئ؟
ابراهیم رئیسي (سید ابراهیم رئیسالسادتي) چې د ۱۹۶۰ کال د ډسمبر پر ۱۴مه زېږېدلی، د ایران اتم ولسمشر دی.
هغه د ۲۰۲۱ کال ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته د همدغه کال د اګست پر ۲۱مه د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
ابراهیم رئیسي له دې مخکې د نورو مهمو دندو ترڅنګ د ایران د لوی څارنوال او عدلیې وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
ښاغلي رئیسي په ۲۰۱۷ کال کې هم د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند و خو هغه مهال د حسن روحاني لخوا له ماتې سره مخ شو.
دی په اتیایمو کلونو کې د اعدام د هغې کمېټې له څلورو غړو یو و، چې د زرګونو کسانو پر اعدام تورنه ده.
د بشري حقونو سازمان او د ملګرو ملتونو راپورتر ابراهیم رئیسي په بشریت ضد جنایتونو تورن کړی دی.
دی د ایران روحاني مشر ایتالله علي خامنهای ته له ډېرو نږدې کسانو ګڼل کېږي.
ډېر څارونکي پر دې نظر دي چې که خامنهای مړ کېږي نو د دې احتمال ډېر دی چې دی یې ځایناستی وټاکل شي.
د همده په واکمنۍ کې په ۲۰۲۲ کال کې د ایران د اخلاقي پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران لروبر پراخ لاریونونه پیل شول.
د ابراهیم رئیسي د حکومت امنیتي ځواکونو د زور، نیولو او بندي کولو له لارې دغه لاریونونه غلي کړل.
د هغه حکومت کې بېلابېل چارواکي له دې کبله له بشري حقونو په سرغړونه هم تورن شوي دي.
وروستی, د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د چورلکې لوېدو پېښه کې مړ شوی
د ايران دولتي تلويزيون وايي، ولسمشر ابراهيم رئیسي، د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان او يو شمېر نور کسان د يکشنبې په ورځ د ايران په شمال لوېديځ کې د چورلکې د لوېدو پېښه کې مړه شوي دي.
وروستی, د ابراهیم رئیسي د پرځېدلې چورلکې لومړنی عکس
فارس او تسنیم خبري اژانسونو یو عکس خپور کړی او وايي دا د هغې چورلکې دی چې ولسمشر ابراهيم رئيسي او له هغه سره مله کسان په کې سپاره وو.
دا عکس له هغې ويډیو سره چې د ډرون په مټ له لېرې اخيستل شوې وه او وړاندې خپره شوې وه سمون خوري.
د غورځېدلې چورلکې ویډيو چې ابراهیم رئيسي په کې و
د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي د سپرلۍ غورځېدلې چورلکې ویډیو د سرې میاشتې د ژغورنې رضاکاره ډرون ډلې له خوا خپره شوې ده.
په دې ویډیو کې د چورلکې د موندل کېدو شېبه ليدلی شئ.
وروستی, د ايران د سرې مياشتې مشر: داسې نښې نشته چې څوک دې ژوندي پاتې وي
د ايران د سرې مياشتې مشر پیر حسین کولیوند وايي د چورلکې راپرېوتو سيمې له انځورونو "هېڅ داسې نښې نه تر سترګو کېږي چې سپرلۍ دې ژوندۍ وي."
وروستی, د ایران سرې میاشتې مشر: د غورځېدلې چورلکې ځای موندل شوی
د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر پیرحسین کولیوند ویلي، هغه ځای یې موندلی، چې د ایراني ولسمشر د چورلکې پېښه په کې رامنځ ته شوې ده.
ایراني رسنیو هم د هغه ځای ناڅرګند عکسونه خپاره کړي چې ویل کیږي د الوتکې د راپرېوتو سیمه ده.
ښاغلي کولیوند وویل چې د ژغورنې ځواکونه لا سيمې ته نه دي رسېدلي.
د نوموړي په وينا، "له دې سيمې د دوی واټن دوه کيلومتره دى او دوى به په څو دقيقو کې سيمې ته ورسېږي."
د چورلکي پېښې سيمه کې رڼا شوې او لمر راختلی دی
له ختيځ اذربايجان سيمې راپورونه او عکسونه ښيي په هغه سيمه کې چې احتمالا د ولسمشر رئيسي د الوتکې پېښه رامنځ ته شوې لمر راختلی دی.
د ايران دولتي تلويزيو يو خبريال په وروستۍ مرکه کې وايي، "تراوسه د پېښې ځاي ته د ژغورنې د ډلو رسېدو په اړه معلومات نشته."
تېره شپه د سخت باران او خرابې هوا له کبله د ژغورنې عمليات له ننګونو سره مخ وو.