د پاکستان ۲۰۲۴ ټاکنې: نواز شریف د حکومت تشکیل لپاره نورو ګوندونو ته د ملګرتیا بلنه ورکړه

د خیبرپښتونخوا په شانګله ضلع کې د تحریک انصاف د ملاتړو او پولیسو ترمنځ د نښتو رپوټونه ترلاسه شوي دي. رپوټونه وايي دغلته ډزې هم شوې چې یو شمېر کسانو پکې مرګژوبله اوښتې. د پاکستان تحریک انصاف ملاتړي ادعا کوي چې پولیسو پرې ډزې کړې.

ژوندی پوښښ

  1. د پاکستان ټاکنو کمېسیون: ډیری شکایتونه د سیاسي کارکوونکو د خپلمنځي لانجو او نښتو په اړه ثبت شوي

    د پاکستان په ټاکنو کمېسیون کې د پلازمېنې اسلام اباد د څارونې او کنټرول مرکز مسوول هارون شینواری وايي، چې دغلته د رای اچونې پر ورځ ټولټال ۷۶ شکایتونه ثبت شوي او رسېدنه ورته شوې ده.

    هغه په یوه بیان کې ویلي "د دغو شکایتونو نوعیت نورمال دی. ډیر یې د سیاسي کارکوونکو ترمنځ د لفظي شخړو او نښتو وو، چې ځای پر ځای حل شوي او د رای اچونې بهیر ته بېرته دوام ورکړ شوی دی.

  2. وروستی, د ټاکنو بشپړې پایلې به کله ترلاسه شي؟

    کمېسیون

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویاند هارون شینواری وايي،‌ له ښارونو به د شپې له ۱۰ / ۱۱ بجو د بشپړو پایلو راتګ پیل شي، خو له غرنیو او لېرې پرتو سیمو د پایلو ترلاسه کېدل ځنډېدای شي.

    هغه د پاکستان دولتي تلویزیون "پي‌ټي‌وي" سره مرکه کې ویلي، چې د بشپړو پایلو استول د موبایل او اېنټرنېټ خدماتو له ځنډېدو نشي اغېزمنېدلی، ځکه د ټاکنو کمېسیون لخوا پایلو لپاره جوړ شوی 'ای اېم اېس' سیستم په افلاین بڼه هم رایې استولی شي.

    د هارون شینواي په وینا د سند، بلوچستان، خیبرپښتونخوا او پنجاب ایالتونو له هغو سیمو به چې د ده په وینا لېرې پرتې او نور مسائل پکې دي، د بشپړو پایلو ترلاسه کېدل وځنډېږي.

  3. انوارالحق کاکړ: ملت ته په بریالي ډول د ۲۰۲۴ ټولټاکنو د ترسره کېدو مبارکی وایم

    د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ د دغه هېواد خلکو ته "په بریالي ډول د ټولټاکنو ترسره کېدو" مبارکي ویلې ده.

    هغه د اېکس (پخواني ټویټر) په یوه پیغام کې لیکلي "زه د ټاکنو کمېسیون، سرپرستو ایالتي حکومتونو، وسله وال پوځ، ملکي ځواکونو، پولیسو، د قانون نافدوونکو ادارو، انتخاباتي کارکوونکو، رسنیو او د نورو هغو افرادو او ادارو هڅې ستایم، چې د رڼو او شفافو ټاکنو په ترسره کېدو کې یې برخه اخیستې ده.

    هغه زیاته کړې، "په لوی شمېر کې د رای اچوونکو راوتل د هېواد راتلونکې لپاره د هوډ څرګنده نښه ده."

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  4. د بښنې نړیوال سازمان: د ټولټاکنو پر ورځ د مخابراتي شبکو بندول د رایې څرګندونو پر حق برید دی

    په داسې حال کې چې د پاکستان ټولټاکنو کې د رایې ورکولو وخت پای ته رسېدلی او د رایو شمېر بهیر پیل شوی دی، د بښنې نړیوال سازمان د رایې ورکولو پر ورځ د مخابراتي شبکو بندول د بیان پر ازادۍ برید بللی دی. د سویلي لپاره د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د ټولټاکنو بهیر په ترڅ کې د مخابراتي شبکو تړل د خلکو د رایې پر اظهار او سوله ییزو غونډو برید ته ورته بللي. دې سازمان په یوه اېکس پیغام کې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې انټرنېټ ته د لاسرسي په لړ کې محدودیتونه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  5. وروستی, د تصویرونو البوم: د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې د ټولټاکنو بهیر

    پنجاب:

    پنجاب

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د پنجاب ایالت په لاهور کې یو شمېر ښځې رای‌پاڼې ترلاسه کوي چې خپله رایه وکاروي.
    پنجاب

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د تحریک انصاف ګوند یو غړی په لاهور کې د رایه اچوونکو د ثبت په یوه مرکز کې له رایه ورکوونکو سره غږېږي.

    بلوچستان:

    له بلوچستانه رپوټونه وايي چې هلته د رایې اچونې بهیر پيکه او ټکنی دی. د ټاکنیزو سیالیو پر مهال بریدونه او له رایې اچونې د بېلتونپالو له لوري د خلکو منع کول یې ځينې لاملونه یاد شوي.

    کوټه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، په کوټه کې د رایې اچونې د یوه مرکز مخ ته یو ساتونکی ولاړ دی او د رایه اچوونکو ګڼه ګوڼه نه ښکاري.
    بلوچستان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د ټاکنو سمبالوونکي د رایې اچونې صندوقونه لېږدوي.

    سېند:

    سېند

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، په سېند کې د رایه اچوونکو ګڼه ګوڼه ډېره ښکاري. په کراچۍ کې ګڼې ښځې د خپل نوبت په تمه د رایې اچونې په یوه مرکز کې ورټولې دي.
    سېند

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ګڼ نارینه د رایې اچونې لپاره د خپل وار په تمه ولاړ دي.

    خیبر پښتونخوا:

    که څه هم په خیبر پښتنخوا کې هم د رایې اچونې بهیر روان دی خو په ځينو سیمو کې ټکنی دی. په لنډي‌ کوتل کې ځينو خلکو له روانو ټولټاکنو پرېکون کړی او له شمالي وزیرستانه هم د ملي ډيموکراتیک غورځنګ مشر محسن دوړ له قوله ویل شوي چې هلته په 'ټپي' سيمه کې طالبانو د رایو پر څلورو مرکزونو ولکه کړې چې انتخاباتي کارکوونکي تښتېدلي او خلک رایې اچونې ته هلته نه ورځي.

    پېښور

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، پېښور کې یوه مېرمن د رایې اچونې پر مهال
    پېښور

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ځينې ښوونیز مرکزونه هم د رایې اچونې پر مرکزونو اړول شوي. یو شمېر سړي د خپلې رایې کارونې لپاره په لیکه کې ولاړ دي.
  6. وروستی, د پاکستان ۲۰۲۴ کال ټولټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره ټاکل شوی وخت پای ته ورسېد

    پاکستان کې له ځايي وخت سره سم مازدیګر پنځه بجې د دې هېواد په پارلماني ټولټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره ټاکل شوی وخت پای ته ورسېد. خو چارواکي وايي، هغه کسان کولای شي خپلې رایې وکاروي، چې له ټاکلي وخت مخکې د رایو مرکزونو ته رسېدلي دي. د یادونې ده، چې د پاکستان ټاکنو کمېسیون چارواکو ویلي، پر ټاکلي وخت یانې پنځه بجې به د رایو ورکولو مرکزونو دروازې وتړل شي او ټاکلی وخت به نه غځول کېږي.

  7. د پاکستان ټاکنو کمېسیون مشر: د رایو ورکولو لپاره ټاکل شوی وخت نه زیاتېږي

    د پاکستان ټاکنو کمېسیون مشر سکندر سلطان راجا وايي، د رایې ورکړې لپاره به ټاکلی وخت زیات نه شي او په وینا یې د مخابراتي شبکو بندېدو له کبله به د ټاکنو پایلو یا بهیر کې هېڅ توپیر نه رامنځته کېږي. ښاغلي راجا په یوه وینا کې چې پر ټلویزیون خپره شوه وویل، کمېسیون هڅه کوي، چې پایلې ژر تر ژره خلکو ته ورسوي.

    په ورته مهال نوموړي ویلي، د موبایل مخابراتي شبکو تړل کېدو له کبله رایې ورکوونکې نه شي کولای له ۸۳۰۰ شمېرې د خپلې رایې په هکله معلومات تر لاسه کړي. د یادونې ده، چې پاکستان ټاکنو کمېسیون د جنورۍ له ۲۹ مې راهیسې د همدې شمېرې له لارې رایې ورکوونکو ته د رایو مرکزونو او نورو جزیاتو په هکله معلومات ورکول.

    مسوولین وايي، هره ورځ یې په دې هکله له یو نیم تر دوو میلیونو پورې پیغامونه ترلاسه کول او په خبره یې مانا یې دا ده چې په ټول هېواد کې ګڼ شمېر خلکو غوښتل د خپلې رایې په هکله معلومات ترلاسه کړي دي. ښاغلی راجا وايي، د ټاکنو کمېسیون کمشنرانو په دفترونو کې دا ټول معلومات شته او خلک کولای شي له هغه ځایه یې تر لاسه کړي.

    بل لور د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري ویل شوي دي، چې دوی رسماً له ټاکنو کمېسیون څخه د رایې ورکولو وخت زیاتولو غوښتنه کړې ده. د پي ټي ای ګوند مشر منتظم عمر ایوب له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دوی ته داسې ګڼ شمېر شکایتونه رسېدلي چې ښيي د ټاکنو کمېسیون مسوولین په لوی لاس د رایې ورکړې بهیر پڅوي، ګڼ شمېر خلک لا هم د رایې ورکولو مرکزونو په شاوخوا کې منتظر دي او له همدې کبله باید ټاکنو کمېسیون لږ تر لږه یو ساعت وخت زیات کړي او تر شپږو بجو پورې د رایې ورکولو اجازه ورکړي.

    کمېسیون

    د عکس سرچینه، app

  8. په کوټه کې د رایې ورکوونکو شمېر څنګه و؟

    د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې رسېدلي رپوټونه وايي، تر اوسه د پاکستان ټولټاکنو کې د رایې ورکوونکو شمېر کې پاموړ لږوالی لیدل شوی دی. له کوټې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په خپل رپوټ کې وايي، د ښار بېلا بېلو برخو له لیدو وروسته ورته معلومه شوه، چې د ورځې په پیل کې د ښار رایې اچوونې په مرکزونو کې د خلکو شمېر خورا لږ و، خو وروسته کرار، کرار د رایې ورکوونکو شمېر یو څه زیات شو.

    په سریاب روډ سیمه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند یوه ځايي مشر په دې هکله وویل، د سیاسي ګوندونو د ټاکنیز کمپاین پر مهال وسله وال بریدونه او د بېلتونپالو تنظیمونو له لوري خلکو ته د رایې ورکولو له مرکزونو د لېرې پاتې کېدو ګواښونه د دې لامل شوي، چې لږ شمېر خلک د رایې مرکزونو ته لاړ شي. نوموړی زیاتوي د مخابراتي شبکو له بندېدو سره په ولس کې ویره، تره نوره هم زیاته شوه او د رایو ورکولو لپاره یې له کورونو وتلو ډډه کړې.

    کوټه
  9. وروستی, پاکستان ټولټاکنې؛ د پولیسو پر ګاډي د بمي چاودنې رپوټونه ورکړل شوي

    له پاکستانه په تازه رسېدلو رپوټونو کې ویل شوي، څلور پولیس هغه مهال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي، چې په دېره اسماعیل خان سیمه کې یې د ګاډي تر څنګ له مخکې ځای پر ځای شوی بم وچاودېد. رپوټونه وايي، د پولیسو دغه سرتېري د ټاکنو امنیت خوندیتوب لپاره د رایو یوه مرکز کې پر دنده ګومارل شوي وو، چې له پېښې سره مخامخ شول. د یادونې ده، چې پرون چارشنبه د بلوچستان په دوو جلا سیمو کې د هغو بمونو چاودنې له کبله چې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته وچاودېدل لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

  10. وروستی, د پاکستان ټاکنو کمېسیون وايي په ټاکلي وخت به د رایې اچوونې بهیر پای ته ورسېږي

    د پاکستان ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، په ټاکلي وخت یانې مازدیګر پنځه بجې به د رایې ورکړې ټولو مرکزونو دروازې وتړل شي. خو د ټاکنو کمېسیون په اعلامیه کې ویل شوي، هغو کسانو ته به د رایې ورکولو اجازه ورکړل شي، چې له ټاکلي وخت مخکې د رایو مرکزونو په ساحه کې منتظر وي.

    پاکستان ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

  11. د پاکستان ټاکنو کې مخکښو کاندیدانو خپلې رایې کارولې دي

    په پاکستان کې په روانو ټولټاکنو کې تر عمران خان پرته د ځينو مخکښو ګوندونو مشرانو هم خپله رایه کارولې ده.

    د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف، او د پاکستان د خلکو ګوند (پيپل پارټۍ) مشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو مخکېني وزیر بلاول بوټو زرداري، خو د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان په زندان کې دی چې پلویان یې په رایه اچونه بوخت دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  12. وروستی, نواز شریف: ټاکنې په بشپړ ډول رڼې دي، کله مې له پوځ سره څه ستونزه نه ده راغلې

    nawaz

    د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ "ن" ګوند مشر نواز شریف وايي، په دغه هېواد کې د نن (پنجشنبې ورځې) ټولټاکنې "په بشپړ ډول رڼې" دي.

    هغه دا څرګندونې له لاهوره ملي اسمبلۍ ته په ۱۲۸مه انتخاباتي حوزه کې له رای اچولو وروسته د بي‌بي‌سي له کرولین ډېوس سره لنډه ځانګړې مرکه کې کړې.

    نواز شریف وویل چې د ده کله د پاکستان له پوځ سره کومه ستونزه نه ده راغلې.

    لور یې 'مریم نواز' چې د رای اچولو پر مهال ورسره مله وه، وویل چې د پلار معامله یې د پاکستان له خلکو سره ده.

  13. د پاکستان کورنیو چارو وزارت سرپرست: د رای اچوني بهیر د امن فضا کې دوام لري

    د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر ګوهر اعجاز وايي، دغه هېواد کې د رای اچونې بهیر د امن به فضا کې دوام لري.

    هغه په اسلام اباد کې د همګټو هېوادونو ماموریت له مشر ډاکتر ګوډلک جانتن سره ګډې خبري ناستې خبرو کې ویلي، تر اوسه د هېواد په کچه د کومې اندېښنې وړ پېښې خبر نه دی ترلاسه شوی، 'موږ دې خدای له دغو ټاکنو بریالي وباسي.'

    ښاغلی اعجاز زیاته کړه چې د پاکستان لروبر شپږ سوه زره امنیتي کسان د امنیت ساتنې دنده پر مخ وړي.

  14. کاکړ: د رای اچونې پر ورځ د موبایل خدمتونو بندېدو ته دې له امنیتي لیده وکتل شي

    کاکړ

    د عکس سرچینه، APP

    د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ ویلي چې دغه هېواد کې ټاکنې د امن په فضا کې ترسره کېږي.‌

    هغه په اسلام اباد کې ځايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د ټاکنو پر ورځ د موبایل او انټرنېټ خدمتونو بندېدو ته له امنیتي نظره کتل په کار دي.

    نوموړي د موبایل خدمتونو د بندېدو په تړاو وویل "ما ته مالومات نشته چې تر اوسه (خلک له دې کبله) له کومو ستونزو سره مخ شوي، خو تاسې ته مالومه ده چې هېواد کې د ترهګرۍ څپه ده نو په ډېرو ځایونو کې امنیت ته په کتو که کومه پرېکړه شوې وي، له همدې اړخه باید ورته وهم وکتل شي.'

    هغه په ټاکنو کې د خلکو د ګډون څومره والي په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې اوس څه ویل 'تر وخت مخکې' دي، خو ده ته داسې ښکاري‌ چې یقینآ ګډون پکې پراخ دی.

  15. پېښور کې د ښځو د رایې اچونې بهیر څنګه روان دی؟

    د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د ښځو تر منځ د رایې اچونې بهیر څنګه روان دی؟ څه ستونزې شته او هلته وروستیو امنیتي پېښو پر روانو ټولټاکنو څه اغېز کړی؟ د رحمان الله په دغه رپوټ کې یې حال کتلی شئ.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  16. بلاول بوټو لاړکانه کې رایه واچوله؛ 'له خلکو غواړم چې راووځئ ستاسې رایه ستاسې طاقت دی'

    بلاول بوټو

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان خلکو ګوند (پیپلز پارټۍ) مشر او د بهرنیو چارو مخکیني وزیر بلاول بوټو زرداري د لاړکانه ښار د رایو یوه مرکز کې خپله رایه واچوله.

    هغه دلته د پاکستان لروبر د موبایل خدمتونو پر بندېدو اندېښنه څرګنده او غوښتنه وکړه چې تلیفوني شبکې باید سملاسي بېرته فعالې کړای شي.

    نوموړي وویل چې ګوند یې د موبایل تلېفون خدمتونو بندېدو په تړاو د ټاکنو کمېسیون ته مراجعه کړې ده.

    بلاول بوټو په لاړکانه کې د رایې له اچولو وروسته خبرو کې وویل 'زه د پاکستان له خلکو غواړم چې راووځئ، ستاسې رایه ستاسې طاقت دی. په بشپړ ډول یې وکاروئ.'

    نوموړي وویل د تلېفوني شبکو د خدماتو بندېدل به یوازې د رای اچوونکو شمېر نه، بلکې د رای اچونې ورځې همغږي هم اغېزمنه کړي.‌

    هغه زیاته کړه چې که کومه امنیتي مسله پېښېږي، نو موږ ته یې د خبر په را رسېدو کې ځنډ رامنځته کېږي.

  17. وروستی, شمالي وزیرستان: د طالبانو لخوا ظاهرآ د ښځو رای مرکزونو د نیول کېدو په تړاو ټاکنو کمېسیون ته د محسن دوړ لیک

    د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر او په شمالي وزیرستان کې ملي اسمبلۍ ته له ۴۰مې حوزې نوماند محسن دوړ د ټاکنو له کمېسیون نه غوښتنه کړې چې په دې حوزه کې د طالبانو لخوا د ښځو پر دریو رای مرکزونو د ولکې او د رای اچوونکو د ګواښلو جاج واخلي.

    ښاغلي دوړ دا غوښتنه پر اېکس خواله رسنۍ خپره کړې. هغه د ټاکنو لوی کمېشنر ته په خطاب کې ادعا کړې چې مخکې یې هم د دې ولسوالۍ ټاکنیزو چارواکو ته د 'اېن اې ۴۰' حوزې د امنیتي وضعیت په اړه لیک استولی و، خو هغوی ورته د ده په وینا پام نه دی کړی.

    محسن دوړ لیکلي چې طالبانو د پنجشنبې سهار د 'اېن اې ۴۰' حلقې په "ټپي" سیمه کې د ښځو له څلورو پر دریو مرکزونو بریدونه کړي، چې له کبله یې له دغو مرکزونو انتخاباتي کارکوونکي تښتېدلې او مرکزونه د طالبانو په ولکه کې دي.

    هغه د ټاکنو له لوی کمېشنر غوښتي چې په سملاسي توګه د دې موضوع جاج واخلي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  18. وروستی, د پاکستان ولسمشر له خلکو غوښتي په ټاګنو کې ګډون وکړي

    د پاکستان ولسمشر عارف علوي د خپلې رایې د کارونې پرمهال له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.‌ هغه پر ټوېټر لیکلي،‌ په ټاکنو کې ګډون "ستاسې اسلامي، قانوني او مدني مسوولیت دی." نوموړی زیاتوي، "له تاسې ټولو غوښتنه کوو چې راووځئ او په رایه اچونه کې خپل حق ادا کړئ."

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  19. لنډي کوتل کې ځینو خلکو له ټاکنو سره پرېکون اعلان کړی،‌ وايي‌ "نوماندان په ژمنو نه درېږي"

    د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل سیمه کې خلکو په پاکستان کې له روانو ټولټاکنو سره پرېکون اعلان کړی دی. دوی وايي چې له کلونو راهیسې د ژوند ځينې بنسټيزې اسانتیاوې نه لري او د ټاکنو پر مهال نوماندان ژمنې کوي خو وروسته نه پرې درېږي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  20. وروستی, نوازشریف په لاهور کې خپله رایه کارولې

    د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف په لاهور کې خپله رایه وکاروله. نوموړی د ملي اسمبلۍ په ۱۲۸ نمبر حلقه نوماند دی.‌

    له ښاغلي شریف سره یې خپله لور مریم نواز هم مله وه چې د دوی د ګوند له مخکښو مشرانو بلل کېږي. نوموړي له رای اچونې وروسته رسنیو سره لنډې خبرې هم کړې دي.

    هغه ویلي، غواړي داسې حکومت جوړ کړي چې اکثریت یې خپل وي. تر اوسه روښانه نه ده چې څوک ښايي‌ په دغه ټاکنو ډېرې څوکۍ وګټي.

    خو د نوموړي مهم سیال عمران خان په زندان کې دی او په ټاکنو کې له برخو اخیستو منع کړل شوی دی.

    ټاکنې

    د عکس سرچینه، ‌‌BBC