تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د پاکستان ۲۰۲۴ ټاکنې: نواز شریف د حکومت تشکیل لپاره نورو ګوندونو ته د ملګرتیا بلنه ورکړه

د خیبرپښتونخوا په شانګله ضلع کې د تحریک انصاف د ملاتړو او پولیسو ترمنځ د نښتو رپوټونه ترلاسه شوي دي. رپوټونه وايي دغلته ډزې هم شوې چې یو شمېر کسانو پکې مرګژوبله اوښتې. د پاکستان تحریک انصاف ملاتړي ادعا کوي چې پولیسو پرې ډزې کړې.

ژوندی پوښښ

  1. ټاکنې په انځورونو کې

    په پاکستان کې د ټولټاکنو بهیر نن (پنجشنبه) په ځايي وخت سهار مهال شاوخوا اته بجې پیل شوی.‌ د رپوټونو له مخې په ځینو ځایونو کې امنیتي پېښې هم شوې دي.‌ انټرنیټي او موبایل خدمتونه هم محدود شوي. ځینې سیاسي مشرانو د موبایل او انټرنېټي خدمتونو د بېرته پیل غوښتنه کړې.

  2. پېښور کې د رايې اچونې لړۍ روانه ده او ګڼ شمېر ښځې هم د رايې ورکولو په مرکزونو کې ليدل کېږي

    د نورو سیمو په څېر په پېښور کې هم د رایو اچونې بهیر روان دی. د رايې د مرکزونو بهر د سياسي ګوندونو او کانديدانو کمپونه تر سترګو کېږي، خلکو په خپلو موټرو او موټر سايکلونو د بېلابېلو سياسي ګوندونو بيرغونه لګولي دي.

    په ښار کې ګڼه ګوڼه ده، په همدې حال کې نوماندان هم له بېلابېلو حوزو څخه لیدنه کوي. پېښور ښار کې لا د کومې ناوړه پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

  3. وروستی, شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو پر موټر بريد کې يو عسکر ټپي شوی

    د شمالي وزيرستان د حکومتي سرچينو په وينا نامعلومو کسانو د ميرعلي پوليس مرکز په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر موټر بريد کړی چې په پايله کې يې يو عسکر ټپي شوی دی. د راپورونو له مخې د امنيتي ځواکونو دغه موټر له ميرعلي څخه د حسو خېلو سيمې يوې پوستې ته روان و چې بريد پرې وشو.

    ويل کېږي ټپي شوی عسکر د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی دی.

  4. پر ډیورنډ کرښه افغانستان ته تللې ټولې لارې تړل شوې دي

    پاکستاني چارواکو پر ډیورنډ کرښه افغانستان ته تللې ټولې لارې له تېرې شپې راهیسې تړلې دي. پاکستان وايي، دا ګام یې د ټاکنو د امنیت لپاره اخیستی دی. پرون د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي و چې ایران سره یې هم د لنډمهال لپاره د تګ راتګ لارې تړلې دي.‌ بي‌بي‌سي پښتو پانې ته رسېدلي انځورونو کې لیدل کېږي چې په تورخم کې د تېرې شپې له ۱۲ بجو راهیسې تګ راتګ بند شوی او دواړو غاړو ته ګڼ شمېر موټر ولاړ دي. ټاکل شوې دا لار د شپې ۱۲ بجې بېرته پرانیستل شي.

  5. وروستی, د خيبر پښتونخوا په ټانک کې د امنيتي کسانو پر موټر بريد شوی

    د خيبرپښتونخوا د ټانک په کوټ اعظم سيمه کې د امنيتي کسانو پر موټر بريد شوی چې يو امنيتي سرتېری په کې وژل شوی دی.

    ويل کېږي وژل شوي کس د ټاکنو امنيت ساتلو په برخه کې دنده پر غاړه لرله. تراوسه د دغه بريد مسوليت کوم کس يا ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

    دا په داسې حال کې ده چې حکومت د ټاکنو لپاره له افغانستان او ایران سره خپلې پولې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې دي.

  6. کراچۍ کې د رايو ورکولو بهير روان دی

    د پاکستان د نورو سيمو په څېر د سند په کراچۍ ښار کې هم د رايو اچولو بهير روان دی. لاندې يې ځينې عکسونه کتلی شئ.

  7. د کوټې په ځينو برخو کې د سړې هوا او امنیتي اندېښنو له کبله د رایو ورکولو مرکزونه خالي دي

    د بلوچستان په مرکز کوټه کې د يخنۍ او امنيتي اندېښنو له امله د رايې ورکولو مرکزونه لا هم خالي دي.

    د کوټې د جناح روډ او ساینس کالج تر څنګ په یو شمېر سیمو کې د رای ورکولو مرکزونه خالي دي.د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، د رای ورکوونکو د کمښت لامل سوړ موسم او امنیتي اندېښنې دي.

  8. د پاکستان ټولټاکنې: له پېښوره وروستی حال

    په پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنو کې د رايو اچولو بهير پیل شوی دی. زموږ همکار رحمان الله له پېښوره وروستی حال ورکوي.

  9. پاکستان کې ټاکنيزې حوزې او د رایو مرکزونه

    د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنو کې د ملي او صوبايي اسمبليو لپاره ټولې ۸۵۹ انتخاباتي حوزې يا حلقې جوړې شوې دي.

    په دغو انتخاباتي حوزو کې ۹۰ زره ۶۷۵ رای مرکزونه په پام کې نیول شوي.

    له دغو رای مرکزونو ۴۱ زره ۴۰۳ د ښځینه او نارینه رای اچوونکو ګډ، - ۲۵ زره ۳۲۰ د سړیو او ۲۳ زره ۹۵۲ د ښځو دي.

  10. پېښور کې د رايو اچولو بهير روان دی

    د خيبرپښتونخوا د مرکز پېښور له وزير باغ سيمې د بي بي سي خبريال عزيز الله خان او بلال احمد څو عکسونه رالېږلي دي.

  11. د ملي (قامي) اسمبلۍ د څوکیو او نوماندانو شمېر

    قامي اسمبلۍ چې پاکستان کې د قانون جوړونې اساسي مرجع ده، ټولټال ۳۴۲ څوکۍ لري چې ۲۷۲ یې عمومي، ۶۰ ښځو او ۱۰ مذهبي لږکیو ته ځانګړې شوې دي.

    سږ کال دغو څوکیو ته ټولټال ۵۱۲۱ کسان نوماند دي.

    له دوی ۴۸۰۶ سړي، ۳۱۶ مېرمنې او ۲ ټرانسجندر یا نرښځیان دي.

    پاکستان کې ټولټال ۱۶۷ غټ او واړه سیاسي ګوندونه راجستر دي.

    د فبرورۍ د اتمې ټولټاکنو ته ۶ زره او ۳۱ د سياسي ګوندونو او پاتې نور ازاد یا خپلواک نوماندان دي.

    دا ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ۲۰۱۸ کال پرتله د خپلواکو نوماندانو شمېر دوه برابره شوی دی.

    د پاکستان قامي اسمبلۍ د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

  12. د رايو اچولو بهیر پیل شو، د موبایل ټیلیفون خدمتونه په لنډمهالي ډول ځنډول شوي

    په پاکستان کې د رايې اچونې بهير پيل شوى، د پاکستان د ټاکنو کمېسيون په وينا، دا بهير به د ماښام تر پنځو بجو پورې دوام وکړي، چې له دې وروسته به د رايې ورکولو د مرکزونو دروازې وتړل شي او يوازې د رايې ورکولو په مرکزونو کې دننه خلک به وکولی شي خپله رايه وکاروي.

    د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند له مخې په هېواد کې د ټولټاکنو پر مهال د امن خوندي ساتلو لپاره موبايل ټليفون خدمتونو د بنديز پرېکړه شوې ده.

  13. ۱۲۸ میلیون رای اچوونکي

    پاکستان د نږدې ۲۴۱ اعشاریه ۵ میلیون وګړو په درلودو سره د نړۍ پنځم ګڼ مېشتی هېواد دی.

    د اتباعو له هرو دریو دوه یې له ۳۰ کلونو کم عمر لري او تر هغې وروسته رایه کارولی شي چې د اتلس کلنۍ عمر پوره کړي.

    سږنيو ټاکنو کې ۱۲۸ میلیون پاکستانیان د رای اچولو پر شرایطو برابر بلل شوي.

    په دوی کې ۶۹ میلیونه (۵۴سلنه) سړي او ۵۹ میلیونه (۴۶ سلنه) ښځې دي.

    په هغو ټاکنو کې د ګډون کچه ۵۱ اعشاریه ۹ سلنه وه – په دې مانا چې د رای اچونې پر شرایطو د ټولو برابرو پاکستانیانو له نیمايي لږ څه ډېرو پکې رایې کارولې وې.

    د پاکستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي دې ټولټاکنو ته ۲۶۰ میلیون رای پاڼې چاپ او چمتو شوې دي.

    د ملي اسمبلۍ د رای پاڼې زنګ شين او د ايالتي اسمبليو سپين دي.

  14. د پاکستان خلک نن پنجشنبه د فبرورۍ اتمه د ۱۶مې قامي اسمبلۍ او همدا راز د څلورو ایالتي شوراګانو د غړو ټاکلو لپاره د رایو مرکزونو ته وځي.

    تمه او موخه دا ده چې په دې توګه د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د قامي اسمبلۍ لخوا د عمران خان له بېواکه کېدو راهیسې رامنځته شوی ناڅرګند وضعیت پای ومومي او له پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناخوالو د یوه بل منتخب حکومت خاوند شي.

  15. په پاکستان کې د ټولټاکنو ځانګړې پاڼې ته ښه راغلاست

    د پاکستان په تاریخ کې د دولسم ځل لپاره په ټول هېواد کې ټولټاکنې ترسره کېږي. په دې ټاکنو خلک د قومي او صوبايي اسمبليو لپاره د خپلې خوښې کانديدانو ته رايې ورکوي.