د پاکستان ټاکنو کمېسیون
مشر سکندر سلطان راجا وايي، د رایې ورکړې لپاره به ټاکلی وخت زیات نه شي او په
وینا یې د مخابراتي شبکو بندېدو له کبله به د ټاکنو پایلو یا بهیر کې هېڅ توپیر نه
رامنځته کېږي. ښاغلي راجا په یوه وینا کې چې پر ټلویزیون خپره شوه وویل، کمېسیون
هڅه کوي، چې پایلې ژر تر ژره خلکو ته ورسوي.
په ورته مهال نوموړي ویلي، د موبایل
مخابراتي شبکو تړل کېدو له کبله رایې ورکوونکې نه شي کولای له ۸۳۰۰ شمېرې د خپلې
رایې په هکله معلومات تر لاسه کړي. د یادونې ده، چې پاکستان ټاکنو کمېسیون د جنورۍ
له ۲۹ مې راهیسې د همدې شمېرې له لارې رایې ورکوونکو ته د رایو مرکزونو او نورو
جزیاتو په هکله معلومات ورکول.
مسوولین وايي، هره ورځ یې په دې هکله له یو نیم تر
دوو میلیونو پورې پیغامونه ترلاسه کول او په خبره یې مانا یې دا ده چې په ټول
هېواد کې ګڼ شمېر خلکو غوښتل د خپلې رایې په هکله معلومات ترلاسه کړي دي. ښاغلی
راجا وايي، د ټاکنو کمېسیون کمشنرانو په دفترونو کې دا ټول معلومات شته او خلک
کولای شي له هغه ځایه یې تر لاسه کړي.
بل لور د پاکستان تحریک
انصاف ګوند له لوري ویل شوي دي، چې دوی رسماً له ټاکنو کمېسیون څخه د رایې ورکولو
وخت زیاتولو غوښتنه کړې ده. د پي ټي ای ګوند مشر منتظم عمر ایوب له لوري په یوه
اعلامیه کې ویل شوي، دوی ته داسې ګڼ شمېر شکایتونه رسېدلي چې ښيي د ټاکنو کمېسیون
مسوولین په لوی لاس د رایې ورکړې بهیر پڅوي، ګڼ شمېر خلک لا هم د رایې ورکولو
مرکزونو په شاوخوا کې منتظر دي او له همدې کبله باید ټاکنو کمېسیون لږ تر لږه یو ساعت
وخت زیات کړي او تر شپږو بجو پورې د رایې ورکولو اجازه ورکړي.