ملګري
ملتونه وایي، یکشنبه ناوخته غزې ته د رفح بندر له لارې ۳۳ لارۍ نوره مرسته رسېدلې
ده.
دا د
اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل را وروسته تر ټولو ډېره بشري مرسته ده چې په
یوه ورځ غزې ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي.
مصر کې د
ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي، په دغو لاریو کې د
څښاک اوبه، خواړه او درمل بار وو.
د اکتوبر
۲۱مه د رفح بندر له پرانیستل کېدو را وروسته له مصره ټولټال ۱۱۷ لارۍ توکي غزې ته
اوښتي دي.
د اسرائیل
او حماس ترمنځ له جګړې مخکې به هره ورځ دې تراړې ته پر شاخوا ۵۰۰ لاریو بار توکي
اوښتل.
اوچا خبرداری
ورکړی چې په غزې کې د مدني ناکراریو په ګډون د بشري وضعیت د لا خرابېدو مخنیوي
لپاره اړتیا ده چې تر دې زیاته اندازه مرسته په دوامداره توګه دې تراړې ته ورسېږي.
دا اداره
زیاتوي چې د روغتیایي وسایلو فعال ساتلو لپاره تېلو، همدا راز اوبو او د حفظ الصحې
محصولاتو ته "عاجله اړتیا" ده.
اسرائیلو
د اکتوبر ۷مه د حماس له خونړي برید وروسته غزه په بشپړ ډول کلابنده کړې او د دفاع
وزیر یې ویلي وو چې "برېښنا، خواره، او تېل" به نه ورپرېږدي.
اوس اېاېفپي
خبري اژانس د امریکا حکومت د یوه چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی
ویلي، اسرائیل ژمنه کړې چې هره ورځ به غزې ته د ۱۰۰ لاریو توکو د رسېدو اجازه ورکوي.
ملګري
ملتونه وایي، دا اندازه توکي لږترلږه ډېرې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی شي.