تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسرائیل: غزه کې له جګړې وروسته "امنیتي مسوولیت" خپله اخلو

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د غزې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې "امنیتي مسولیت" په غاړه واخلي. هغه له امریکايي اې بي سي شبکې سره په مرکه کې د نورو خبرو تر څنګ وویل: "اسرائیل به د یوې نا محدودې مودې لپاره د غزې ټولیز امنیت مسولیت په غاړه ولري. ځکه کله چې موږ دا امنیتي مسوولیت نه درلود، د هغه په ټکو د حماس ترهګري په هغه پیمانه وه چې موږ یې تصور هم نشو کولی." وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، په غزه کې جګړه بشري ناورین دی.

ژوندی پوښښ

  1. رپوټونه: له غزې لا هم ډېر خلک د رفح له لارې مصر ته روان دي

    یوه فلسطیني چارواکي فرانسې خبري اژانس ته ویلي، شاوخوا سل دوه پاسپورته بهرني وګړي د رفح له لارې له غزې مصر ته اوښتي دي.

    د رپوټونو له مخې،‌ نن به څلور سوه کسان چې بهرني پاسپورتونه لري او ۶۰ فلسطیني ټپیان چې وضعیت یې نازک دی او په امبولانسونو کې پراته دي له دې لارې ووځي.

    د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې، دا شمېر چې اوس د رفح له لارې روان دي د غزې د ټولو دوه میلیونه وګړو پرتله خورا لږ شمېر دی.

  2. وروستی, "غزه کې د وژل شویو شمېر له ۹۰۰۰ واوښت"

    په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي، له هغې راهیسې چې اسرائیلو پر غزي بمباري پیل کړې، ۹۰۶۱ کسان وژل شوي دي.

    په وژل شویو کې ۳۷۵۰ یې ماشومان دي. د روغتیايي چارواکو په وینا، ۳۲۰۰۰ نور ټپیان دي.‌ هممهاله په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د سختې جګړې رپوټونه ورکړل شوي دي.

    په غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، د غزې تراډې په پنځو ځایونو نښتې روانې دي.‌ د رشیدابوالعوف په وینا، تر ټولو سخت حګړه د غزې په شمالی لوېديځ کې روانه ده چې "ډېر لږ" خلک په کې پاتې دي.‌

    حماس په دغه جګړه د شوبلو ضد توغندي کاروي. تېره شپه اسرائیلي ځواکونو درنه بمباري کړي چې ځینې بریدونه یې د دوو روغتونونو تر څنګ شوي دي.‌

  3. اسرائیل: غزه کې ۲۴۲ کسان یرغمل نیول شوي

    د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي، پوځ په غزه کې د ۲۴۲ یرغملو کسانو له کورنیو سره اړیکې نیولې.

    له دې وړاندې اسرائیلو د یرغملو کسانو شمېر ۲۳۹ یاد کړی و.

    حماس ویلي،‌ یرغمل کسان یې غزه کې د تونلونو په ګډون نورو بېلابېلو ځایونو کې پټ کړي دي.

    حماس تېره اوونۍ اعلان کړی چې پر اسرائیلو هوايي بریدونو کې ۵۰ یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.

    دا هغه شمېر دی چې بي بي سي یې په خپواکه توګه نه تاییدوي.

    دغې ډلې پرون هم ویلي و چې، اووه یرغمل شوي پر جبالیه کمپ هوايي برید کې وژل شوي دي.

  4. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره: اسرائیل باید د زغم په تړاو غوښتنو ته پاملرنه وکړي

    د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ ومنله چې په هغو کسانو کې یې وګړي موجود و چې پرون یې د رفح له لارې له غزې وتلې دي.

    نوموړې په یوه پیغام کې اسرائیلو ته ویلي:"د ملکي وګړو وژنه نړیوالو ته د منلو نه ده. دا چې د اسرائیلو ملګري له دوی د زغم او حوصلې غوښتنه کوي او غواړي چې اسرائیل د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي نو دوی باید دې غوښتنو ته پاملرنه وکړي. "

    آغلې یانګ همدا اراز ویلي:"دا کار د اسرائیلو د خپل امنیت لپاره هم مهم دی چې د جګړې د پراخېدو له ګواښ سره مخ دی."

  5. د اسرائیلو – حماس جګړه؛ بایډن وايي د جګړې د وقفې اړتیا ده

    د امریکا ولسمشر جو بایډن هغه دیپلوماتیک بری ستایلی چې لومړیو ملکیانو ته اجازه ورکړل شوه چې له غزې ووځي.

    بایډن دا هم ویلي چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ جګړه دې د یرغمل شویو کسانو د ممکنه خلاصون لپاره ودرول شي.

    نوموړي په یوه کمپایني غونډه کې چې مینه سوتا ایالت کې جوړه شوې وه، وویل "فکر کوم د جګړې وقفې ته اړتیا ده. وقفه یعنې د بندیانو د خارجولو لپاره د فرصت پیدا کول".

    سپینې ماڼۍ وروسته وضاحت ورکړ چې د ښاغلي بایډن هدف له ۲۴۰ یرغمل شویو سره د خوشي کېدو برخه کې د مرستې کول وو چې حماس یرغمل کړي.

    یوې ښځې چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ یې د اوربند غوښتنه کوله او پر بایډن یې نیوکه کوله له غونډې نه په داسې حالت کې وایستل شوه چې چیغې یې وهلې "اوربند، همدا اوس" خو ښاغلي بایډن خپلو خبرو ته دوام ورکړ او وویل چې د اسرائیلو او اسلامي هېوادونو لپاره وضعیت "ډېر پېچلی" دی.

  6. غزه کې روان وضعیت د انځور په ژبه, ښايي ځینې انځورونه به تاسې ته خوابدوونکي وي

  7. وروستی, د لبنان حزب الله وايي د هېواد سوېل کې یې یوه بې‌پیلوټه اسرائیلۍ الوتکه له ځمکې هوا ته په توغندي ویشتلې او ویجاړه کړې ده.

  8. د غزې اسرائیلو جګړه؛ ماشوم خپلې مور ته: نه غواړم ومرم

    اماني له غزې نه سکاټلنډ ته د دوکتورا لپاره راستنه شوې او خپل ۸، ۱۳ او ۱۴ کلن ماشومان یې غزه کې پرېښي دي. څو ورځې وروسته، جګړه پیل شوه. دې خپل کور له لیرې ولید چې د اسرائیلو بمبارۍ کې ړنګ شو او وېرېدلي زوی یې وېډیو ورته راولېږله. هر ځل چې غواړي اړیکه ورسره ونیسي، ټیلیفون سیګنال نه ورکوي، بالاخره له خپلو ماشومانو سره یې کاملا اړیکه پرې شوې ده.

  9. د غزې جګړه؛ پاپ فرانسیس د فلسطیني او اسرائیلي حکومتونو د منحل کېدو غوښتنه کړې

    پاپ فرانسیس د ایټالیا له ټي جي یو تلوېزیون سره مرکه کې ویلي، د اسرائیلو او فلسطینیانو لپاره د دواړو حکومتونو منحل کېدل اړین دي.

    نوموړي ټینګار کړی چې د قدس لپاره باید متفق علیه حدود وټاکل شي.‌

    دی وايي، "جګړه تل ویجاړي رامنځ ته کوي".

    د نړۍ ګڼو یهودانو او مسیحیانو پر غزه د اسرائیلو له بریدونو سره مخالفت ښودلې او د نړۍ په ګڼو ښارونو کې یې مظاهرې کړې دي.

  10. په غزه کې د اسرائیلو د بمباریو ویجاړۍ د سپوږمکۍ په انځورونو کې, غزه مخکې/وروسته

  11. له غزې نه مصر ته د ټپي ماشومانو اوښتل

    فلسطیني چارواکي وايي، د جګړې له پیلېدو راهیسې لومړی ځل له غزې نه شاوخوا ۳۰۰ ټپي د غزې اوسېدونکي او بهرني پاسپورټ لرونکي کسان د رفح له لارې مصر ته اوښتي دي.

    په سیمه کې بي بي سي ته یوه اردني سړي وویل، غزې ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره تللی و چې جګړه پیل شوه دی هم بېرته په ستنېدو ونه توانېد.

  12. ملګري ملتونه: پر جبالیا کمپ بمباري جنګي جنایت ګڼل کېدای شي

    د ملګرو ملتونو د بشر حقونو دفتر پر اېکس (ټوېټر) د سې شنبې په ورځ د غزې شمال کې پر جبالیا کمپ د اسرائیلو د بمبارۍ په غبرګون کې ویلي چې: "پر جبالیا کمپ د اسرائیلي بمباریو له کبله د ولسي خلکو اوښتي درانه زیان او ویجاړیو ته په کتلو موږ په ډېر اندېښمن یو او دا بریدونه جنګي جنایت ګڼل کېدای شي."

  13. وروستی, جبالیا کې د نننۍ چاودنې تازه انځورونه

    نن د غزې شمال جبالیا کمپ کې نوې چاودنې شوې چې د رپوټونو له مخې، ډېره ویجاړي یې رامنځ ته کړې ده. ددغه پنډغالي فلوجه سیمه کې د چاودنې له کبله د ویجاړۍ انځورونه خپاره شوي چې لویه کنده پکې ښکاري او خلک مړي پکې لټوي.

    بي بي سي نه ده توانېدلې چې د فلوجې په نامه ددې سیمې دغه انځورونه له کومې رسمي سرچینې سره تایید کړي.

    دا نځورونه یوه ورځ‌ وروسته تر هغه خپاره شوي چې پر جبالیا کمپ اسرائیلو د هوا او ځمکې له لارې بریدونه وکړل،‌ چې ګڼ کسان پکې ووژل او ټپیان شول.

    جبالیا د غزې شمال کې د کډوالو لوی کمپ دی چې اسرائیلو په تېرو څو ورځو کې ځو ةکله د دغه کمپ د تخلیې خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې د حماس پوځي بنسټونه او تر ځمکې لاندې بنسټونه یې په نښه کړي.

    په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي په دې چاودنو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

  14. له ۳۰۰ ډېر بهرني پاسپورت لرونکي له غزې بهر شوي

    نن ورځ له ماسپښین راهیسې خلک هڅه کوي، چې د رفح له لارې له غزې ووځي او مصر ته لاړ شي.

    خبري اژانسونو د مصري چارواکو او امنیتي ځواکونو په حواله لیکلي، لږ تر لږه ۳۲۰ دوه ګونې پاسپورت لرونکي له غزې وتلي دي.

    یوه مصري چارواکي ای اېف پي ته ویلي، چې ۷۶ نور ټپیان هم مصر ته لېږدول شوي دي.

  15. بي بي سي د غزې لپاره بیړني راډیويي خدمات چمتو کوي

    د بي بي سي نړیواله څانګه د غزې لپاره د بیړنۍ راډیو خدمات پیلوي، چې په منځنۍ ​​څپې به خپریږي.

    د ډیلي غزه په نوم بیړنۍ راډیوبه د غزې خلکو ته ورځني خبرونه خپروي او اوریدونکو ته به معلومات ورکوي چې څنګه کولی شي سرپناه، خوړو او اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

    د بیړنۍ راډیو خپرونې په قاهره او لندن کې جوړیږي.

    د غزې بیړنۍ راډیو خپلې خپرونې د روانې نومبر میاشتې له دریمې پیل وي.

    دیادې راډیو خپرونې هره ورځ د غزې په وخت د مازدیګر پنځه بجې خپرېږي.

  16. د مصر او غزي ترمنځ پوله پرانیستل شوه

    د اسرائیلو او غزې ترمنځ رفح سیمه کې د بي بي سي خبریال دا تائید کړې، چې له غزې د ملکي ټپیانو امبولانس مصر ته ورسید.

    په قاهره کې د بي بي سي خبري ټیم وايي، چې تر دې دمه لږترلږه اووه کسان مصر ته لېږدول شوي دي. تمه ده چې په همدې ډول د نورو کسانو لېږد هم ترسره شي.

    ویل کېږي، نن ۸۸ فلسطیني ټپیانو ته اجازه ورکړل شوې چې مصر ته ولېږدول شي او همدارنګه ۵۰۰ دوه ګونې تابعیت لرونکي کسان به هم له غزې پولې مصر ته واوړي.

  17. لومړی به ټپیان او بیا هره ورځ تر ۵۰۰ تنو دوه تابعیته وګړي مصر ته اړول کېږي

    د غزې او مصر ترمنځ رفح پوله کې د بي بي سي خبریال وايي، ټاکل شوې دغه لار د ټپیانو د لېږو او د دوه تابعیته وګړو لپاره پرانیستل شي.

    یاد خبریال د فلسطیني لوري د پاسپورت د کنترول له پنځو سرتیرو سره یې خبرې کړې دي.

    یادو سرتېرو ویلي، مصر ته اوښتو لپاره لومړی هغو ۸۰ تنو سختو ټپیانو ته اجازه ورکول کېږي، چې په امبولانسونو کې انتظار دي. د دوی په خبره له ټپیانو وروسته به دوه ګونې تابعیت لروونکي کسانو ته د اوښتو اجازه ورکړلی شي.

    هالته د چارواکو له خولې ویل شوي، چې شاوخوا ۷۰۰۰ دوه ګونې تابعیت لروونکي کسان په غزه کې ثبت دي.هره ورځ به پنځه سوه کسانو ته اجازه ورکړل شي چې له پولې هاخوا مصر ته واوړي.

    تر دې دمه سیمه کې د حماس ډلې پولیس سرتیري نه دي لیدل شوي، چې سیمه دې کنترول کړي.

    تر دې دمه دا یو لوی پرمختګ ګڼل کېږي ځکه له هغه راهیسې، چې جګړه پیل شوې یاده پوله په بشپړ ډول تړلې وه.

  18. راپورونه: لومړني امبولانسونه چې ټپیان په کې دي مصر ته د ننه شول

    د رویټرز او ای ایف پي خبري اژانسونو خبر ورکړی، چې لومړني امبولانسونه له غزې مصر ته د رفح له لارې دننه شوي دي. دا امبولانسونه د غزې ټپیان د مصر روغتونونو ته لېږدوي. یادو خبري اژانسونو دا خبر د مصري چارواکو له خولې لیکلی دی.

  19. وروستی, سلګونه خلک رفح بندر کې له غزې مصر ته د اوښتو په تمه ناست دي

    سلګونه کورنۍ چې ماشومان او بکسونه ورسره دي، د رفح بندر ټرمېنل سره پر ځمکه ناست او په تمه دي چې کله له غزې مصر ته د اوښتو اجازه ورکول کېږي.

    داسې ښکاري چې ښايي پرېښودل شي خو تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې.

    ځايي چارواکو بي بي سي ته ویلي چې ښايي شاوخوا اتیا ژوبل فلسطینیان هم هاخوا درملنې ته پرېښودل شي.

    مصر د رفح بندر په لس کیلومترۍ کې ځانګړی روغتون ورته جوړ کړی دی.

    پر دې سربېره د ۵۰۰ بهرنیانو په اړه هم ویل کېږي چې ښايي نن له غزې مصر ته د اوښتو اجازه ورکړل شي.

  20. وروستی, اسرائيل په غزه کې د خپلو ۱۱ وژل شوو پوځیانو پېژندګلو په ډاګه کړې

    اسرائيل د تېرې سې شنبې په ورځ په غزه کې د خپلو یوولسو وژل شویو پوځیانو پېژندګلو او د هغوی نومونه په ډاګه کړي دي. د دغو وژل شویو پوځيانو عمرونه له ۱۹ تر ۲۴ کلونو ښودل شوي.

    له حماس سره د اکتوبر پر ۷مه پيل شوې دې تازه جګړه کې له دغو ۱۱ کسانو سره د وژل شویو اسرائيلي پوځیانو شمېر ۳۲۶ ته لوړ شوی دی.

    له هماغه راهیسې په غزه تړانګه کې د ټولټال وژل شویو خلکو شمېر هم لوړ شوی دی. د حماس له لوري اداره کېدونکي د روغتیا وزارت د خپلو ورځنیو شمېرو پر بنسټ دا شمېر اوس ۸۵۲۵ تنه ښودلی.