فواد چودري: د عمران خان نیولو پرېکړه به ستره محکمه کې وننګوو
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر فواد چودري وايي، د حیرانتیا خبره ده چې د اسلام اباد عالي محکمې د عمران خان نیول کېدل قانوني اعلان کړي دي.
دی وايي له یوې موثقې فیصلې پرته د عمران خان نیول غیر قانوني دي او موږ به سبا سهار په عالي محکمه کې دا پرېکړه وننګوو.
د ویلو ده چې د اسلام اباد د عالي محکمې مشر امیر فاروق د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیول د محکمې له ساحې قانوني چاره بللې.