شاه محمود قریشي: تحریک انصاف تل با امنه پاتې شوی، دا پالیسې مو ساتلې ده
د پاکستان تحریک انصاف ګوندې مرستیال شاه محمود قریشي ویلي، چې له نیول کېدو او تاوتریخوالي سره سره د دوی د مشر 'عمران خان' حوصله لوړه ده.
هغه وایي چې د ګوند غړو ته هم د عمران خان واضح پیغام دا دی، چې تاسې هم حوصله مه بایلئ.
نوموړي ويلي، عمران خان روغ او تر پخوا لا زیات ژمن دی.
هغه زیاته کړې، زموږ هاندوهڅې تل د قانون چوکاټ کې دي او همدې تګلارې ته مو دوام ورکړی.
ښاغلی قریشي د پي ټي ای یوه مهمه جلسه هم راغوښتې.
هغه ویلي چې وکیلانو سره سلا مشورې روانې دي، ستره محکمه کې د اسلام اباد لوړې محکمې د پرېکړې خلاف غوښتنه ثبت شوې او دا چې د ګوند سیاسي مشران او وکیلان به راتلونکي ګامونه مشخص کړي.