تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د ترکیې او سوریې زلزله: د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۱۲۰۰ واوښت؛ سلو افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې

تازه مالومات ښيي‌ چې په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې ورځې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر اوس له ۱۱۲۰۰ اوښتی دی. ترکي چارواکي وايي،‌ څه باندې ۸۵۰۰ کسان یوازې په ترکیه کې وژل شوي دي.‌ که څه هم له سوریې د کره مرګژوبلې مالومات ګران دي، خو تر دې مهال په دغه هېواد کې د څه باندې ۲۶۰۰ کسانو د وژنې تایيد شوی دی.‌ افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي،‌ له ترکیې ور رسېدلي رپوټونه ښيي چې د زلزلې له کبله "سلو افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې."

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د روغتیا نړیوال سازمان: ښايي ترکیه -سوریې د زلزلې د قربانیانو شمېر اته برابره شي

    د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ښايي په پای کې د ترکیې او سوریې د زلزلې د قربانیانو شمېر اته برابره شي.

    د اروپا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو چارو مسؤلې کترین سمولوډ فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: "تل له زلزلو سره داسې یوڅه وینو، - له بده مرغه – هغه دا چې له پې‍ښې وروسته اونۍ کې د قربانیانو شمېر ډېر زیاتېږي."

    سمولوډ زیاتوي، واورین چاپېریال او سړې هوا ډېری خلک بې‌سرپنا کړي چې دې چارې خطر لا پسې ډېر کړی دی.

  2. وروستی, له اردوغان سره د بایډن ټیلیفوني خبرې

    د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي هېواد یې د ترکیې له زلزله ځپلو او اغېزمنو سره مرسته کوي.

    بایډن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه سره غمشریکي وښوده.

    د دوشنبې په ورځ، بایډن ویلي وو، د زلزلې له کبله رامنځته شوې ویجاړۍ او کړاو سخت غمجن کړی دی.‌

  3. وروستی, نړیوال ژغورندویان ترکیې ته روان شوي

    د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ګڼې ژغورنډلې ترکیې ته له کنډوالو د خلکو د رایستلو لپاره روانې شوې دي.

    ګڼو هېوادونو د اوروژنې خپل ټیمونه ترکیې ته استولي،‌ سربېره پر دې دوی توکي او روزل شوي سپي هم ورسره بېولي دي.

  4. وروستی, د ترکیې او سوریې زلزله کې د وژل شوو شمېر تر ۳۵۰۰ واوښت

    تایید شوي رپوټونه وايي، د ترکیې او سوریې خونړۍ زلزله کې د وژل شویو شمېر اوس ۳۵۰۰ ته رسېدلی دی.

    د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای ویلي،‌ په دې هېواد کې ۲۳۱۷ کسان وژل شوي او تر ۱۴۰۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

    فؤاد اوکتای وايي، له ۴۷۴۸ ویجاړو شویو ودانیو څخه ۷۸۴۰ خلک ژوندي رایستل شوي دي.

    په سوریه کې بیا تر دې مهاله ۱۴۰۰ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی. دغلته چارواکي وايي،‌ په زلزله کې له ۲۰۰۰ ډېر ټپیان هم دي.

  5. وروستی, 'له سهار راهیسې په لاسونو کنډوالو کې خلک لټوو'

    د ترکیې سوېل او د سوریې شمال کې له یوې زوروې خونړۍ زلزلې وروسته چې سلګونه کسان پکې وژل شوي زرګونه نور ټپیان دي، د ژغونې عملیات پیل شوي. له دې ا ۷٫۸ درجې زلزلې وروسته یوه بله ځمک‌لړزه هم شوې چې د ریښتر په کچه ۷٫۵ درجې وه. د زلزلې مرکز د ترکیې قهرمانماراس ښار بلل شوی دی.

    سوریه کې یو سړی د زلزلې جوړو کړو کنډوالو سره ولاړ دی او وايي د سهار له ۳ بجو په لاسونو کنډوالو کې خلک لټوي، د ملکي دفاعي ادارو هېڅ څرک نه لګي.

  6. وروستی, اروپايي ټولنه ترکیه او سوریه کې د زلزلې د ناورین په غبرګون کې بیړنۍ غونډه جوړوې

    رپوټونه وايي، اروپايي ټولنه د ترکیې او سوریې د زلزلې د "ناورین په غبرګون" کې بېړنۍ غونډه جوړوي.

    ټاکل شوې چې یاده غونډه نن د دوشنبې په ماښام جوړه شې او د دې ناورین د غبرګون په اړه به پکې خبرې کېږي.

    تر ډېره په دغو ناستو کې چې "دې کړکېچ ته ګډ سیاسي ځواب"په موخه جوړېږي، د اروپايي ټولنې اړوند بنسټونه ، نور کلیدي ادارې او اغېزمن شوي غړي هېوادونه پکې ګډون کوي.

    دوی له له وړاندې هم ویلي و چې، ترکیې ته به د قربانیانو د ژغورنې او لټون لپاره د مرستې ډله برابروي.

    مخکې تر دې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشر جوزف بورېل او د ناورین د مدیرت کمېشنر جینز لینارسیک ویلي وو:"اروپايي ټولنه هم چمتو ده چې په سوریه کې له هغو اغېزمنو شویو کسانو سره مرسته وکړي چې د بشري مرستو د پرواګرامونو له لاري يې د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي.

    "یادې ټولنې همدا راز ویلي:" زمونږ پام ټولو هغو خلکو ته دی چې خپل عزیزانو او خپلوان یې له لاسه ورکړي او یا هغه زړور کسان چې د نورو د ژوند ژغورلو لپاره کار کوي او لګیا دي.

    "تایید شوي رپوټونه وايي، په ترکیه او سوریه کې د زورورې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر اوس له ۲۳۰۰ اوښتی دی.

    د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او وېره ده چې ښايي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي. دواړو هېوادونو د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې.

  7. زلزله ځپلي مرستې غواړي

    د زلزلې مرکز د ترکیې غازي عنتاب يا غازي عنتاب ولايت بلل شوی دی. د غازي عنتاب کلا، چې زرګونه کلونه ولاړه وه، د زلزلې ټکانونو کې تر ډېره ويجاوړه شوې ده.

    په سوریه او ترکیه زلزله ځپلي د مرستې غوښتنه کوي.

    د سوریې جګړې ځپلي شمال کې هم ډېر خلک مړه شوي، چې ميليونونه کډوال او بې ځايه شوي په کې د ژمي سخت حالت کې پنډغالو او لنډمهالو استوګنځيو کې اوسېږي.

  8. وروستی, سوریه او ترکیه کې د وژل شویو شمېر له ۲۳۰۰ واوښت

    تایید شوي رپوټونه وايي، په ترکیه او سوریه کې د زورورې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر اوس له ۲۳۰۰ اوښتی دی.

    د ترکیې د بیړنیو پېښو اداره وايي،‌ په دغه هېواد کې نژدې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

    په سوریه کې بیا تر دې مهاله د څه باندې ۸۱۰ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی. دغلته چارواکي وايي،‌ په زلزله کې له ۲۰۰۰ ډېر ټپیان هم دي.

    د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او وېره ده چې ښايي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي. دواړو هېوادونو د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې.

  9. ولادمیر پوتین ترکیې او سوریې سره د مرستې ژمنه کړې

    د روسیې ولسشمر ولادمیر پوتین د ترکیې او سوریې پر پېښه خواشینې ښودلې او دواړو هېوادونو سره یې د مرستې ژمنه کړې.

    په سوریه او ترکیې کې نن سهار زلزلې زیاته مرګ ژوبله اړولې چې د قربانیانو شمېر یې له ۱۹۰۰ اوښتی دی.

    د فرانسې خبري اژانس د رپوټونو له مخې، ښاغلي پوتین د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته ویلي چې." مونږ د ټولو ټپیانو د ژر رغېدو هیله لرو او د دغه طبیعې ناورین د اغېزو د کابو کولو لپاره د هر ډول مرستې ته چمتو یو."

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته هم نوموړي په یوه پیغام کې د د خواخوږۍ تر څنګ د مرستې ژمنه کړې او ویلي یې دي چې:" د اړتیا وړ مرستې ته چمتو دی."

    په سوریه او ترکیه کې د زلزلو له امله د مرګ ژوبلې شمېره لا هم کره نه دی او ویل کېږي چې شمېر به له دې هم لوړ شي.

    د پېښې په سیمو کې د قربانیانو د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

  10. سوریه کې د زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۷۸۳ ته ورسېد

    د ای اېف پي خبري اژانس د شمېرو له مخې، سوریه کې د نن سهار زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۷۸۳ ته لوړ شو.

    د قربانیانو دغه شمېر خورا زیات یاد شوی چې له دې سره ترکیه او سوریه دواړو هېوادونو کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۰۰۰ ته نږدې کېږي.

    ترکیه کې هم وروستیو ساعتونو کې د مرګ ژوبلې شمېر له زرو کسانو لوړه یاده شوې.ددواړو هېوادونو د قربانیانو شمېر ښايي له دې هم لوړ شي.

  11. وروستی, د زلزلې مرکز ته نژدې ویجاړي

    په وېډیو کې چې بي بي سي ته استول شوې ده، د ترکیې غازي عنتاب ښار کې د زلزلې ویجاړي ښکاري. د کوچنیو رالوېدلو ودانیو کنډوالې پکې ښکاري.

  12. وروستی, ترکیه کې له خونړۍ زلزلې وروسته د ودانیو چپه کېدو صحنه

  13. د ترکیې کهرمانماراس ولایت دویمې زلزلې ولړځاوه

    د ترکیې د کهرمانماراس ولایت البستان ولسوالۍ دویمې زلزلې لړزولی دی.

    دا زلزله نن وروسته له لومړۍ زلزلې په ځايي وخت شاوخوا یوه نیمه بجه د رښتر په کچه ۷،۶ درجې شوې شوې ده.

    البسنان د غازي عنتاب شمال ته په ۸۰ کیلو مترۍ کې پروت دی چې د نن سهار زلزلې مرکز یاد شوی دی.

    ترکیه کې د ناورین او بېړني وضعیت د ادارې یوه چارواکي ویلې چې، دا "له زلزلې وروسته ځمک لړزه" نه وه بلکه یوه جلا او دویمه زلزله وه.

    تر دې دمه د دویمې زلزلې د اغېزو په اړه کره مالومات نشته.لومړۍ زلزلې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان وژلي او سلګونه نور ژوبل دي.

  14. په سوریه کې څه پېښ شول؟

    د رپوټونو له مخې،‌‌ په سوریه کې هم سلګونه کسان وژل شوي دي.‌ په ځینو وېډیوګانو کې لېدل کېږي چې خلک د ودانیو نړېدو پرمهال چغې وهي او په تېښته دي.

    د ځینو هغو سیمو چې د حکومت تر واک لاندې نه دي،‌ د ویجاړیو اندازه او د مرګژوبلې کره شمېر یې نه دی مالوم شوی. د یاغیانو تر واک لاندې سیمو کې د "سپین خولیو" په نامه خیریه ټولنې د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې.‌

    د دغې ټولنې مشر اسماعیل العبدالله بي بي سي ته وویل، د سوریې په ګڼو ښارونو کې ډېرې ودانۍ نړېدلې دي.

    نوموړی وايي "موږ مرستې ته اړتیا لرو،‌ موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې مرسته وکړي. موږ د خلکو ژغورنې لپاره د هر چا مرستې ته اړتیا لرو."

    د سوریې ولسمشر بشرالسد بیړنۍ غونډه وربللې او وايي‌،‌ د دوی تر واک لاندې سیمو کې نژدې ۳۲۰ کسان وژل شوي او ۶۰۰ نور ټپیان دي.‌

    وېره دا ده چې ښايي‌ دا شمېر نور هم لوړ شي.‌

  15. وروستی, اردوغان: ترکیه کې د زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۹۱۲ ته لوړ شو

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د زلزلې له امله یوازې ترکیه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۹۱۲ کسان وژل شوي دي.

    ښاغلي اردوغان زلزله کې د ژوبلو کسانو شمېر ۵۳۸۳ یاد کړی دی.

    نوموړي زیاته کړې، چې د کره مرګژوبلې اټکل نه شي کېدی، ځکه لا هم په زلزله ځپلیو سیمو کې د خلکو د ژغورنې او لټون هڅې روانې دي او ښايي شمېر له دې هم لوړ شي.

    ښاغلي اردوغان خبریالانو ته ویلي، دا له ۱۹۳۹ کال راهیسې ترکیه کې تر ټولو لوی انساني ناورین دی، چې شاوخوا ۲۸۱۸ ودانۍ یې نړولي دي.

  16. ترکیې په زلزله ځپلیو ښارونو کې د یوې اوونۍ لپاره ټول ښوونځي وتړل

    ترکیې په زلزله ځپلیو سمیو کې د ښوونځیو د تړلو اعلان کړی دی.

    د ترکیې د ولسمشر مرستیال فوات اوکتای ویلي، اغېزمنو سیمو کې به تر یوې اوونۍ ښوونځي تړلي وي.

    ښاغلي اوکتای وايي، کهرمانماراس، هاتي، عثمانیه، آدیامان او مالاتیا، په ګډون لس ښارونه او ولایتونه سختې زلزلې اغېزمن کړي دي.

    نوموړي همدا راز ویلي، دغو ښارونو ته یې د تګ راتګ پروازونه هم ځنډولي دي او د مارش او انتېپ هوايي ډګرونه هم د ملکي الوتنو پر مخ تړل شوي .

  17. وروستی, زلزله ځپلو سره د بیړنیو مرستو ژمنې

    سپینې ماڼۍ د ولسمشر جو بایډن له قوله ویلي، چې ترکیه او سوریه کې یې زلزلې ځپلو ته ژر د مرستو استولو امر کړی دی.

    د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک پر ټویټر لیکلي، له ترکي او سوري وګړو سره خپله غمشریکي ښيي.

    دی وايي، بریتانیا هر ډول مرستې ته چمتو ده.

    د هالنډ لومړي وزیر مارک روټه ویلي، د هېواد مرستندویه ډلې به یې د زلزله ځپلو مرستې لپاره ژر ترکیې او سوریې ته واستولې شي.

    هغه په ټویټر یوه پیغام کې د ترکیې له ولسمشر سره خپله غمشریکي اعلان کړې او ویلي یې دي: موږ ددې سختې طبیعي بلا له ټولو قربانیانو سره یو.

    د ترکیې ګاونډ یونان کې لومړي وزیر ویلي، سم لاسي یې د قربانیانو لپاره د اړتیا وړ توکي استولي.

    د سربستان او سویډن مشرانو هم ژمنه کړې چې له زلزله ځپلو سیمو سره د مرستې او همکارۍ لپاره به ژر لاس په کار شي.

    د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون هم ویلي، هېواد یې "په بېړني ډول اغېزمنو شویو سیمو ته مرستې استوي".‌‌

  18. د ترکیې سرې میاشتې ټولنې له خلکو د وینې غوښتنه کړې

    د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې د ټپیانو لپاره له خلکو د وینې غوښتنه کړې.‌ د ترکیې په څه نا څه لسوښارونو کې څه باندې ۳۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.‌ خو ښايي‌ دا شمېر له دې هم لوړ وي.

    د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې په زلزلې ځپلو سیمو له خلکو دا غوښتنه هم کړې چې د ژغورنې او پلټنې د عملیاتو لپاره لارې کوڅې خالي کړي.‌

    دغې ټولنې پر ټوېټر لیکلي‌، ځپل شویو سیمو ته نوره وینه استوي چې د زخمیانو درملنه پرې وکړي.‌

  19. وروستی, زلزلې څه باندې ۵۰۰ کسان وژلي

    په ترکیه او سوریه کې چارواکي وايي،‌ په دواړو هېوادونو کې زورورې زلزلې څه باندې ۵۰۰ کسان وژلي او زرګونه نور ټپیان دي.

    زلزله د ترکیې سوېل ختیځ غازي عنتاب "ګزینتاپ" کې د سوریې پولې ته نژدې شوې چې د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې له مخې د زلزلې کچ ۷٫۸ ښودل شوی دی.

    زلزله پر ځايي وخت څلور بجې او ۱۷ دقیقې (ګرېنوېچ ۱:۱۷) شوې ده. د زلزلې ژوروالی ۱۷٫۹ کیلومتره (۱۱ میله) ژور غازي عنتاب ښار ته څېرمه ښودل شوی دی.

    د ترکیې مرستیال ولسمشر فؤاد اوکتای وايي،‌‌ تر اوسه د وژل شویو شمېر ۲۸۴ ته رسېدلی دی او څه باندې ۲۳۰۰ کسان ټپیان دي.