د ترکیې او سوریې زلزله کې د وژل شویو شمېر ۶۳۰۰ تنو ته ورسېد, د ترکیې او سوریې زلزله کې د وژل شویو شمېر ۶۳۰۰ تنو ته ورسېد
ترکیه او سوریه کې په وروستۍ ځواکمنه زلزله کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر اوس پر ۶۳۰۰ تنو اوښتی دی.
چارواکو ویلي له دې ډلې ۴۵۰۰ کسان ترکیه او ۱۸۰۰ سوریه کې وژل شوي دي.
له دې سره د ژغورنې بېړنو عملیاتو کې بوختو ډلو ویلي چې لا یې تر نړېدلو ودانیو لاندې د احتمالي ژوندیو پاتې کسانو له موندلو هیله نه ده پرې کړې.
تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه هېواد ۱۰ تر ټولو اغېزمنو شویو ولایتونو کې درې میاشتنی بېړنی حالت اعلان کړ.