سترې محکمې د پاکستان د سياسي حالاتو په اړه غونډه تر دوشنبې وځنډوله
د پاکستان سترې محکمې د پاکستان د سياسي حالاتو په اړه غونډه تر سبا (دوشنبې) پورې ځنډولې ده او د پاکستان د لوی څارنوال په ګډون د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته يې خبر ورکړی دی.
دا پرېکړه د قاضي القضات عمر عطا بنديال په مشرۍ د قاضي اعجازالاحسن او قاضي محمد علي مظهر په مشرۍ درې کسيزې ډلې وکړه.
همدا ډول سترې محکمې ويلي، چې سياسي ګوندونه دې سوله ييز پاتې شي او هېڅ غيرقانوني ګام دې نه پورته کوي.