تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د پاکستان ولسمشر د لومړي وزیر په وړاندیز قامي اسمبلۍ منحل کړه

د پاکستان پارلمان مرستیال مشر قاسم سوري پر لومړي وزیر عمران خان د بې باورۍ قرارداد د قامۍ اسمبلۍ په غونډه کې له وړاندې کېدو مخکې له اساسي قانون سره په ټکر کې وباله او د پارلمان مشر پرېکړې له مخې یې پرې رایې اچووونه رد کړه. لومړي وزیر ولسمشر ته د قامي اسمبلۍ منحلولو وړاندیز وکړ، چې نوموړي تایید کړی او اسمبلۍ یې منحل کړه.

ژوندی پوښښ

لومړي وزیر ته د نه باور رایې؛ د پاکستان پارلمان غونډه کوي

په پام کې ده، د پاکستان په قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګه کې نن د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د اپوزیسیون ګوندونو له لوري د بې باورۍ وړاندې شوي تحریک لپاره رایې اچوونه وشي.

د اسمبلۍ غونډه به له ځايي وخت سره سم د ورځې ۱۱ نیمې بجې رسماً پیلېږي.

د اسمبلۍ غونډې په هکله خپاره شوي معلومات ښيي چې غونډه به د قران کریم له تلاوت وروسته د معمول له پوښتنو، ځوابونو سره چې د نن غونډه د نفتو لوړېدونکو بیو له کبله د خلکو ستونزو ته ځانګړې شوې، پیل شي.

له دې وروسته به د لومړي وزیر خلاف د اپوزیسیون پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند یوه مشر میا محمد شهباز شریف له لوري د وړاندې شوي تحریک عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریک په هکله د پارلمان غړو رایې وغوښتل شي.