د پاکستان ولسمشر د لومړي وزیر په وړاندیز قامي اسمبلۍ منحل کړه

د پاکستان پارلمان مرستیال مشر قاسم سوري پر لومړي وزیر عمران خان د بې باورۍ قرارداد د قامۍ اسمبلۍ په غونډه کې له وړاندې کېدو مخکې له اساسي قانون سره په ټکر کې وباله او د پارلمان مشر پرېکړې له مخې یې پرې رایې اچووونه رد کړه. لومړي وزیر ولسمشر ته د قامي اسمبلۍ منحلولو وړاندیز وکړ، چې نوموړي تایید کړی او اسمبلۍ یې منحل کړه.

ژوندی پوښښ

  1. سترې محکمې د پاکستان د سياسي حالاتو په اړه غونډه تر دوشنبې وځنډوله

    د پاکستان سترې محکمې د پاکستان د سياسي حالاتو په اړه غونډه تر سبا (دوشنبې) پورې ځنډولې ده او د پاکستان د لوی څارنوال په ګډون د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته يې خبر ورکړی دی.

    دا پرېکړه د قاضي القضات عمر عطا بنديال په مشرۍ د قاضي اعجازالاحسن او قاضي محمد علي مظهر په مشرۍ درې کسيزې ډلې وکړه.

    همدا ډول سترې محکمې ويلي، چې سياسي ګوندونه دې سوله ييز پاتې شي او هېڅ غيرقانوني ګام دې نه پورته کوي.

  2. شيخ رشيد: په ۹۰ ورځو کې به تازه ټولټاکنې ترسره شي

    د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد ويلي،"ټولټاکنې به په ۹۰ورځو کې ترسره کېږي، عمران خان به د ۱۵ورځو لپاره لومړی وزير وي، د سترې محکمې پرېکړه چې هر څه وي موږ يې منو."

    نوموړي زياته کړه، "زموږ مشران هم له دې دريو وړانديزونو سره همغږي وو، لومړي وزير په خپله هم وويل چې لومړی د نه باور رايه ورکړل شي، دويم لومړی وزير استعفا ورکړي او درېيم چې نوې ټاکنې ترسره شي".

    نوموړي زياته کړه "ما خو د بېړني حالت خبره کوله، دا مې ويل چې واک ګورنرانو ته وسپارل شي خو لومړي وزير ويل چې ستره محکمه به يې ختم کړي. پي ټي ای سياسي کمېټې چې په هغو کې زه هم وم دا پرېکړه وکړه چې د ټاکنو لار غوره کړو".

    شيخ رشيد

    د عکس سرچینه، Getty Images

  3. شهباز شریف: عمران خان د غیر قانوني اقدام له لارې په هېواد کې د ګډوډۍ رامنځته کېدو ته لار پرانیستې

    د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شهباز شریف وايي، د پارلمان مرستیال مشر په بېړه کې یوه غیر قانوني پرېکړه وکړه، چې ورسره په هېواد کې یوه تشه رامنځته شوې او هر څه کېدای شي. نوموړی وايي، پارلمان مشر پر اساسي قانون ملنډې وهلې او په خبره یې دوی به د سترې محکمې پرېکړې ته انتظار کوي.

    د شهباز شریف په وینا نن د پاکستان په سیاسي تاریخ کې یوه توره ورځ ده او که د عمران خان منطق ومنل شي، بیا نو په دې هېواد کې هیڅکله د لومړي وزیر پر ضد د نه باور رایې لپاره تحریک نه شي وړاندې کېدای.

    ښاغلی شریف د سترې محکمې له لوري دې موضوع ته د پام په هکله وویل، د ده ګوند او د اپوزېسیون په استازولۍ سترې محکمې ته عریضه وړاندې شوې او اوس دا موضوع محکمې ته رسېدلې.

    شهباز شریف

    د عکس سرچینه، Getty Images

  4. فواد چودري: اپوزېسیون مشر ته د سرپرست حکومت په هکله لیکو

    د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند فواد چودري وايي، نن چې پارلمان کې څه وشول، له قانون سره سم وو. د یادونې ده، ښاغلی چودري د عمران خان په کابینه کې د قانون او اطلاعاتو وزیر و، چې نن لغوه شوه.

    فواد چودري وايي، اسمبلۍ د لومړي وزیر وړاندیز له مخې منحل شوې او په ۹۰ ورځو کې به ټاکنې کېږي.

    د نوموړي په وینا د اپوزېسیون له پخواني مشر میان محمد شهباز شریف به په یوه لیک کې وغوښتل شي چې د سرپرست حکومت لپاره خپل نوم وړاندیز کړي.

  5. وروستی, د پاکستان ستره محکمه د حالت جاج اخلي

    د پاکستان سترې محکمې ویاند وايي، د پاکستان قاضي القضات عمر عطا بندیال د هېواد تازه سیاسي وضعیت ته په کتو له خپل لوري د حالت په هکله پوښتنې پیل کړې.

  6. پاکستان پوځ وايي، د پارلمان نننۍ پېښې له دوی سره هیڅ تړاو نه لري

    د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې ای اېس پي ار مشر جنرال بابر افتخار وايي، پوځ له هغه څه سره هېڅ تړاو نه لري، چې نن د هېواد په پارلمان کې وشول. جنرال بابر افتخار وايي، هر څه چې وشول، اداره هېڅ تړاو نه ورسره لري.

    د یادونې ده، چې نن غرمه د پاکستان پارلمان له غونډې پېلېدو وروسته د پارلمان مرستیال مشر قاسم سوري د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د اپوزېسیون نه باور قرارداد له قانون سره په ټکر کې وباله او پرې یې له رایې اخیستنې انکار وکړه.

    له دې لږ وروسته لومړي وزیر پاکستانیانو ته وینا کې لومړی مبارکي وویله او بیا یې وویل چې ولسمشر ته یې وړاندیز کړی، چې اسمبلۍ منحل کړي، چې ولس نویو ټولټاکنو ته چمتوالی وکړي. ولسمشر عارف علوي د لومړي وزیر وړاندیز ومانه، اسمبلۍ یې منحل اعلان کړه او فدرالي وزیر فرخ حبیب وايي، ۹۰ ورځو کې دننه به ټاکنې وشي.

    pakistan

    د عکس سرچینه، get

  7. د اپوزېسیون پارلمان غړو سمبولیکه غونډه وکړه

    د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد له لوري د نه باور رایو لپاره وړاندې شوی قرارداد د پارلمان مرستیال مشر قاسم سوري له رایې اخیستنې پرته رد کړ او له هغه وروسته اپوزېسیون پارلمان غړو د مخکیني پارلمان مشر ایاز صادق په مشرۍ سمبولیکه غونډه وکړه.

    په داسې حال کې چې د عملې کسان د قامي اسمبلۍ په پنځم پوړ کې وو، د اپوزېیسیون ځینې غړو له غوښتنې سره سره یې له همکارۍ انکار وکړ، اپوزېسیون غړو له بندو لاوډسپیکرونو سره غونډه وکړه.

    د پارلمان په ودانۍ کې د بي بي سي خبریاله فرحت جاوېد وايي، په دې سمبولیکه غونډه کې د لومړي وزیر خلاف د بې باورۍ قرارداد د ۱۹۵ رایو په تایید منل شوی دی.

    پارلمان
  8. وروستی, پاکستان ولسمشر قومي اسمبلۍ منحل کړه

    پاکستان ولسمشر عارف علوي د لومړي وزیر عمران خان په وړاندیز د هېواد قامي اسمبلۍ منحل کړې ده. د پاکستان ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر د لومړي وزیر له وړاندیز وروسته د اساسي قانون ۵۸ – ۱ مادې له مخې اسمبلۍ منحل کړه.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  9. د پاکستان اپوزېسیون مشر لومړی وزیر عمران خان په خیانت تورن کړ

    د پاکستان مسلم لیګ ګوند یوه مشر میا محمد شهباز شریف د لومړي وزیر عمران خان له لوري د پاکستان ولسمشر ته د اسمبلیو منحلولو مشورې ورکولو له کبله نوموړی په 'سخت خیانت' تورن کړی.

    نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''عمران خان هېواد د ګډوډۍ پر لور ټیلوهلی، نیازی او ملګري یې له دې ځان نه شي ژغورلای او له اساسي قانونه سرغړوونه به پایلې ولري.''

    ښاغلی شریف هیله من دی، چې د هېواد ستره محکمه به د قانوني پلي کېدو لړ کې رول ولوبوي.

    د یادونې ده چې د پاکستان اساسي قانون له مخې هغه کس چې له اساسي قانونه سرغړونه کوي، او ورسره ملګري کسان د هېواد پر ضد د سخت بغاوت مجرمین بلل کېږي، چې د پاکستان پارلمان د دې جرم لپاره د عمري زندان یا اعدام سزا وړاندیز کړې ده.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  10. 'لومړی وزیر پر خپله دنده پاتې دی، خو کابینه یې منحل شوې ده'

    فواد چودري وايي، د پاکستان اساسي قانون د ۲۲۴ مادې له مخې به لومړی وزیر عمران خان خپل فعالیت ته دوام ورکړي، خو کابینه یې منحل شوې ده.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  11. مریم اورنګزېب: عمران خان قانون مات کړی

    د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشره مریم اورنګزېب وايي، پر بېلا بېلو قانوني لارو چارو غور کېږي، خو په وینا یې اوسمهال ټول یوه خوله دي چې لومړي وزیر عمران خان له اساسي قانون سرغړونه کړې ده.

    نوموړې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: ''دا د ۲۲ کروړه خلکو هېواد دی، د چا شخصي جایداد نه دی، پر عمران خان باید (د قانون) شپږمه ماده پلې شي او دی نور لومړی وزیر نه دی.''

    مریم اورنګزېب زیاتوي: ''دی د پارلمان لغوه کولو واک نه لري، عمران خان خاین او د اساسي قانون ماتونکی دی.''

    مریم اورنګزېب

    د عکس سرچینه، Getty Images

  12. پاکستاني وزیران: سیاسي ګوندونه باید ټاکنو ته چمتو شي

    د پاکستان فدرالي وزیر فرخ حبیب په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، په راتلونکو دریو میاشت کې به ټاکنې تر سره کېږي.

    د قانون فدرالي وزیر فواد چودري هم د پاکستان سیاسي ګوندونو ته ویلي، که له ټاکنو د تېښتې لاره غوره کړي، ''فراریان'' به وبلل شي او د شکایتونو پر ځای باید د ټاکنو لپاره چمتوالی وکړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  13. عمران خان: د حکومت ړنګولو بهرنۍ هڅه مې ناکامه کړه

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پاکستانیانو ته په یوه لنډه وینا کې وویل، ولسمشر عارف علوي ته یې مشوره ورکړې، چې باید پارلمان لغوه کړي او له هغه وروسته به د راتلونکي موقت حکومت او ټولټاکنو لپاره چمتوالی کېږي.

    نوموړي پاکستانیانو ته په پارلمان کې د بې باورۍ قرارداد رد کېدو له کبله مبارکي ورکړه. نوموړي زیاته کړه، د بهرنیانو په مرسته د ټاکل شوي حکومت ړنګولو لپاره یوه هڅه وشوه، خو دا هڅه ناکامه شوه.

    عمران خان

    د عکس سرچینه، Facebook.com/ImranKhanOfficial

  14. وروستی, د پاکستان قانون وزیر: لومړی باید د بې باورۍ قرارداد قانوني حیثیت معلوم شي

    لومړي وزیر عمران خان ته د بې باورۍ رایې په هکله د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډې په پیل کې د قانوني او اطلاعاتو فدرالي وزیر فواد چودري وویل،'' په عمومي حالاتو کې د بې باورۍ قرارداد وړاندې کول جمهوري حق دی (خو) زموږ سفیر بلل کېږي، د بل هېواد چارواکي هم هلته وو، د بې باورۍ دا قرارداد داسې حال کې وړاندې شوی، چې دا لیدنه شوې.''

    د نوموړي خبرو په منځ کې اپوزېسیون پارلمان غړو د (شرم – شرم) نارې وهلې.

  15. وروستی, د پاکستان پارلمان مشر پر لومړي وزیر د بې باورۍ قرارداد رد کړ

    د پاکستان پارلمان مرستیال مشر قاسم سوري پر لومړي وزیر عمران خان د بې باورۍ قرارداد د قامۍ اسمبلۍ په غونډه کې له وړاندې کېدو مخکې له اساسي قانون سره په ټکر کې وباله او د پارلمان مشر پرېکړې له مخې یې پرې بحث رد کړ.

    فدرالي وزیر شهباز ګیل په یوه ټویټر پیغام کې وویل، لومړی وزیر عمران خان به لږ وروسته پاکستانیانو ته وینا وکړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  16. د بې باورۍ رایې تحریک لړ کې د پارلمان غونډه پیل شوه

    د پاکستان قامي اسمبلۍ کې پر لومړي وزیر عمران خان د نه بارو رایې اچوونې لپاره د پارلمان مرستیال مشر د غونډې پیل اعلان کړ.

    د بي بي سي خبریاله حمیرا کنول وايي، تر اوسه د لومړي وزیر ځانګړې څوکۍ تشه ده، خو ګڼ شمېر وزیران یې غونډې ته راغلي دي.

    د یادونې ده، چې که د لومړي وزیر پر ضد د بې باورۍ تحریک کامیاب شي، د لومړي وزیر تر څنګ به یې د کابینې وزیرانو دندې هم ختمې شي.

    پارلمان
  17. پنجاب ایالت ته نوی والي ټاکل شوی

    د پاکستان اطلاعاتو او قانون فدرالي وزیر فواد چودري په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، عمر سرفراز چیمه د پنجاب ایالت نوی ګورنر یا والي ټاکل شوی دی. د یادونې ده، چې د پنجاب پخوانی والي محمد سرور همدا نن سهار له دندې ګوښه شوی.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  18. مریم اورنګزېب د متحده اپوزېسیون ۱۷۴ غړي پارلمان ته راغلي

    د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند یوې مشرې مریم اورنګزېب پر خپله ټویټر پاڼه د پارلمان هغو ۱۷۴ غړو نوملړ خپور کړی، چې په وینا یې د لومړي وزیر خلاف به پارلمان کې د بې باورۍ رایې ورکړې او اوسمهال د پارلمان ودانۍ ته رسېدلي دي.

    د یادونې ده، چې د پاکستاني قانون له مخې که د پارلمان ۱۷۲ غړي د لومړي وزیر پر ضد د بې باورۍ رایې ورکړي، لومړی وزیر له دندې ګوښه کېږي او ورسره یې د کابینې د غړو او سلاکارانو دنده هم ختمېږي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  19. وروستی, له رایې ورکولو مخکې د اپوزېسیون ګوندونو پارلمان غړو غونډه کېږي

    د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خلاف پارلمان کې د نه باور تحریک په هکله د رایې له ورکولو پرته د دې هېواد پارلمان کې د اپوزېسیون مشر شهباز شریف د پارلماني ګوندونو ګډه غونډه بللې.

    د یادونې ده، چې د تحریک کامیابۍ په صورت کې ښاغلی شریف د اپوزيسیون له لوري د لومړي وزارت لپاره شریک کاندید بلل کېږي. شهباز شریف د مخکیني لومړي وزیر نواز شریف ورور دی، چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت کې یې د پنجاب ایالت اعلی وزیر په توګه دنده درلوده.

  20. علي وزیر د رایې ورکولو لپاره پارلمان ته ورسېد

    د پاکستان پارلمان له ودانۍ د بي بي سي خبریاله فرحت جاوېد په خپل رپوټ کې وايي، د پارلمان ودانۍ په شاوخوا کې د پولیسو او مېلشه ځواک (ایف سي) ګڼ شمېر ځواکونه د امنیت خوندي ساتلو په موخه ځای پر ځای شوي دي.

    د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان پارلمان زنداني غړی علي وزیر د ورځې نژدې لس نیمې بجې د بې باورۍ تحریک لړ کې د خپلې رایې کارولو لپاره داسې حال کې د پارلمان ودانۍ ته ورسېد، چې پولیس هم ورسره ملګري وو.

    د یادونې ده، چې دوې ورځې مخکې د پارلمان مشر د نوموړي حاضرولو امر کړی و.

    ښاغلی وزیر وايي، د وجدان پرېکړې ته په پام سره به رایې ورکړي. نوموړي وویل، همدا اوس پارلمان ته رسېدلی او په زندان کې یې له هېچا سره اړیکه نه درلوده، خو اوس به له پارلمان غړو سره اړیکه ونیسي.

    نوموړي د اپوزېسیون ګوندونو مننه وکړه، چې په وینا یې پارلمان ته د ده حاضرولو غوښتنه یې کړې، خو په وینا یې له دې پرته اپوزېسیون ورسره هېڅکله هغومره همکاري نه ده کړې، چې حق یې و.

    علي وزیر