اوکرایین: له ښارونو د ملکي خلکو ایستلو لپاره پر ۹ خوندي لارو 'هوکړه' شوې

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ یو ویاند وايي، که د روسیې خپل وجود له کوم خطر سره مخامخ شي، ولادیمر پوتین اتومي وسله کارولای شي. د امریکا دفاع وزارت د اتومي وسلې خبره 'خطرناکه' بللې، خو په وینا یې د مخنیوي اقداماتو ته اړتیا نه ویني. د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، د هېواد ماریو پول ښار کې یې د روسیې توغندیزو او راکټي بریدونو له کبله 'هیڅ نه دي پاتې.' په ماریو پول ښار کې بیا چې روسي ځواکونو یې د نیولو لپاره سختې هڅې پیل کړې، نژدې ۱۰۰ زره ملکي کسان لا هم ایسار پاتې دي.

ژوندی پوښښ

ګوربت ننګيال

  1. مرستندویان: په خارکایېف ښار کې نژدې ۱۰۰۰ ودانۍ ویجاړې شوې دي

    د اوکرایین په خارکایېف ښار کې چې روسي پوځیان پرې ګوزارونه کوي، مرستندویان وايي، نژدې یو زر ودانۍ ویجاړې شوې دي.

    د اوکرایین مرستندویانو دولتي ادارې 'ایس اي اس' کارکوونکي وايي، دا ډېری ودانۍ مېشت ځایونه وو، چې د روسي پوځیانو توغندیزو او راکټي بریدونو کې له منځه تللې.

    درې اونۍ کېږي، چې روسي پوځیان پر خارکایېف ښار پرلپسې ګوزارونه کوي، چې د اوکرایین او روسیې له پولې ایله ۵۰ کیلومتره لېرې پروت دی.

    اوکراییني چارواکي وايي، په دې ښار کې تر اوسه له ۵۰۰ ډېر ملکي کسان وژل شوي دي.

  2. بایډن: هند له قواډ متحدینو یوازینی دی چې د روسیې موضوع کې تر یوه بریده لړزان دی

    د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د امریکا، جاپان، اسټرالیا او هند له 'کیو یو اې ډي' اتحاده چې د قواډ په نامه هم یادېږي، یواز هند داسې یو هېواد دی چې پر اوکرایین د روسیې یرغل ته یې غبرګون 'څه نه څه لړزان' دی.

    امریکا، جاپان او اسټرالیا پر روسیې بندیزونه لګولي، خو هند نه یوازې پر روسیې بندیزونه نه دي لګولي، بلکې په ملګرو ملتونو کې یې د مسکو غندنې په رایې ورکړه کې هم برخه نه ده اخیستې.

    هند ویلي، د تاوتریخوالي ډېرېدل د 'ژورې اندېښنې' خبره ده او دا مساله یوازې د دیپلوماتیکو خبرو له لارې هوارېدی شي.

    بل لور ولسمشر بایډن د نورو متحدینو ستاینه وکړه او په وینا یې: ''موږ په ناټو او پېسفیک کې پوتین ته د غبرګون لړ کې یو موټیوالی وښود'' نوموړي زیاته کړه:

    ''قواډ – د هند په استثنا چې تر یوه حده لړزان دی، خو جاپان ډېر کلک ولاړ دی، او همداسې اسټرالیا هم غښتلی دی، د پوتین له یرغل سره تعامل کوي.''

    هند له لوېدیځ او مسکو سره د اړیکو تعادل ساتلو لړ کې له خورا سختې دیپلوماتیکې لارې تېرېږي.

    د یادونې ده، چې مسکو هند ته د وسلو ورکړه کې تر ټولو مهم رول لري.

    ویل کېږي هند له روسیې سره په داسې بیه چې سبسډي هم پکې شامله ده، د تېلو رانیولو پر یوه معامله هم غور کوي او ښايي په همدې لړ کې له یوې روسۍ کمپنۍ ۳ میلیونه بېرله خام تېل ترلاسه کړي.

    ولسمشر پوتین او لومړی وزیر نرېندرا مودي ښه اړیکي لري.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ولسمشر پوتین او لومړی وزیر نرېندرا مودي ښه اړیکي لري.
  3. وروستی, اوکرایین: روسي ځواکونه یوازې د دریو ورځو لپاره وسایل لري

    د اوکرایین دفاع وزارت په خپلو ورځنیو معلوماتو کې ویلي، په دې هېواد کې په جګړه بوخت روسي ځواکونه د خوړو او (مرمیو – باروتو) دومره زېرمه لري، چې یوازې درې ورځې یې کارولای شي.

    دلته هغه نور جزیات وړاندې کېږي چې په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي دي.

    • روسي ځواکونه د دریو ورځو لپاره یوازې هغه تېل لري، چې له ټانکرونو یې ترلاسه کړي دي.
    • تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د اوکرایین هوايي ځواکونو په هوا کې نهه روسي هدفونه په نښه کړي دي، چې یوه الوتکه، شپږ (یو اې وې) ډوله ډرون او دوې هیلیکوپترې پکې شامل دي.
    • د سومې په اوختیرکا سیمه کې نژدې ۳۰۰ روسي پوځیانو د اوکرایین پر ضد له جګړې انکار کړی او د عملیاتو له سیمې وتلي دي.
    • اوکراییني ځواکونو ۱۳ بریدونه په شا تمبولي، ۱۴ ټانکونه، اته زغروال ګاډي، دوه پوځي کرینونه، څلور نور موټر او درې توپخانه سیسټمونه یې ویجاړ کړي دي. بي بي سي نه ده توانېدلې دا ادعاوې له خپلواکو سرچینو تایید کړي.
  4. اوکرایین کې څه تېرېږي؟

    دا مهال په کیېف کې د سهار ۷ بجې او ۳۰ دقیقې دي، که همدا اوس له موږ سره پر بي بي سي پښتو پاڼه یو ځای شوي یاست، دلته د اوکرایین وروستیو پېښو تازه جزیات وړاندې کېږي.

    • د بایډن خبرداری: د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، داسې څرګندې نښې نښانې شته، چې ولادیمر پوتین په اوکرایین کې د کیمیاوي او بیالوژیکي وسلو کارولو چمتوالی کوي. نوموړی وايي، ''د اوکرایینیانو کلک مقاومت له کبله پوتین په اوکرایین کې تنګې کوڅې ته رسېدلی'' او داسې احتمالي خطر شته، چې نوموړی لا سخت تکتیکونه وکاروي.
    • د زېلینسکي مقاومت: د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زیلنسکي وايي، هېواد به د روسیې له لوري د تسلیمۍ ضرب الاجل ته سر ټیټ نه کړي. نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې، چې مسکو د ماریو پول ښار تسلیمولو بدل کې ملکي خلکو ته د خوندي وتلو لارې ورکولو وړاندیز وکړ. هغه یو ځل بیا له پوتین سره په هره بڼه د مخامخ خبرو وړاندیز وکړ.
    • روسیې هوايي بریدونه ډېر کړي: اوکراییني پوځ ویلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې هوايي ځواک د اوکرایین په هوايي حریم کې خپل شتون ډېر کړی.
  5. بایډن: داسې خطر شته چې پوتین په اوکرایین کې کیمیاوي وسلې وکاروي

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، ولادیمر پوتین په تنګه کوڅه کې ایسار شوی او داسې احتمالي خطر ډېر شوی چې ښايي نوموړي په اوکرایین کې کیمیاوي یا بیالوژیکي وسلې وکاروي.

    پر دوشنبه واشنګټن کې یوه کاروباري کنفرانس ته وینا کې ښاغلي بایډن وویل، باوري دی چې روسیان د نویو 'جعلي بریدونو سیناریو' لپاره چمتوالی کوي.

    ښاغلی بایډن وايي: ''هغه دا خبره هم کوي چې اوکرایین کیمیاوي او بیالوژیکي وسلې لري، دا څرګنده اشاره ده، چې ګواکې دوی یې د کارولو فکر کوي.''

    د یادونې ده، چې امریکا او متحدینو یې په تکرار سره ویلي چې روسیه د کیمیاوي او بیالوژیکي وسلو کارولو له ادعا سره په اوکرایین کې دا ډول وسلې کارولای شي.

  6. اوکرايين
  7. د مسکو یوې محکمې په روسیه کې د انسټګرام او فېسبوک بندېدو حکم کړی

    د مسکو یوې محکمې حکم کړی چې انسټګرام او فېسبوک باید په روسیه کې د "افراطیت" له امله بند شي.

    د روسیې لوی څارنوال ویلي، په دوو ټولنیزو شبکو کې "افراطي" مواد خپاره شوي چې په اوکرایین کې د روسي سرتېرو په ګډون د روسي اتباعو په وړاندې د تاوتریخوالي غوښتنه کوي.

    تر دې مخکې په روسیه کې انسټګرام او فېسبوک ته لاسرسی د دغو ټولنیزو شبکو د منځپانګې خپرولو له امله محدود شوی و، چې روسي چارواکي یې پر اوکرایین د برید په اړه "جعلي خبرونه" بولي.

    فېسبوک

    د عکس سرچینه، Getty Images

  8. د زیلینسکي سلاکار: روسیه د سولې خبرو ته جدي نه ده

    د اوکرایین د ولسمشر یو سلاکار وايي، روسیه د سولې په خبرو کې جدي نه ده.

    الکساندر روډنیانسکي وویل چې د خبرو هدف دا و چې لوېدیځ هېوادونه د نورو بندیزونو اړتیا باندې له سره غور وکړي.

    هغه وویل چې روسیه له دې لارې هڅه کوي چې "له هغه څه څخه چې د جګړې په ډګر کې پېښیږي د خلکو پام واړوي".

  9. د کیېف پر یوه مارکیټ توغندي لګېدلي

    د یکشنبې پر ورځ ناوخته د اوکرایین پلازمېنه کې د توغندیو لګېدو له کبله درنې چاودنې شوې. په دې هغه توغندي هم شامل دي، چې د ښار په شمال لوېدیځ کې پر یوه مارکېټ او شاوخوا کورونو لګېدلي دي.

    په لس پوړیزه ودانۍ کې له درنې چاودنې وروسته اور ولګېد

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، په لس پوړیزه ودانۍ کې له درنې چاودنې وروسته اور ولګېد
    د مارکیټ له ودانۍ پر دوشنبه هم لوګي پورته کېدل.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د مارکیټ له ودانۍ پر دوشنبه هم لوګي پورته کېدل.
    د اوکرایین پوځ یو اړوند کس د ورانۍ شوې ودانۍ په خاورو، خځلو کې ګرځي.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د اوکرایین پوځ یو اړوند کس د ورانۍ شوې ودانۍ په خاورو، خځلو کې ګرځي.
    د ودانۍ ټوله لوېدیځه برخه نړېدلې ده.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د ودانۍ ټوله لوېدیځه برخه نړېدلې ده.
    له دې برید سره هممهاله پر دوشنبه پلازمېنه کې ګرځبندیز هم پلي کېږي.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، له دې برید سره هممهاله پر دوشنبه پلازمېنه کې ګرځبندیز هم پلي کېږي.
  10. روسیه کې د ونډو بازار د لنډ وخت لپاره پرانیستل شو

    په اوکرایین کې د جګړې له پیل وروسته لومړی ځل د مسکو ونډو بازار یوه برخه پرانیستل شوې ده. په دې بازار کې د ونډو کاروبار له ۳۳ سلنې غورځېدو وروسته بند شوی و. په روسیه کې د نړیوالو بندیزونو څرک داسې لیدل کېږي، چې ځینې دکانونه د مالګې او غوړیو په څېر اړتیا وړ توکي په نوبتي ډول مشتریانو ته وړاندې کوي. بل لور په مسکو کې د ونډو بازار له ځايي وخت سره سم ماسپښین یوه بجه د یو څه ځنډ لپاره د حکومتي باونډونو پلور په موخه پرانیستل شو. بل لور نن ګهیځ د یوه امریکايي ډالر په مقابل کې ۱۰۵ روبل ورکول کېدل. د جګړې له پیله وروسته روبل د ډالر په مقابل کې یو په څلورمه برخه لوېدلی دی.

    په مسکو او ټوله روسیه کې ګڼ شمېر دکانونه اړتیا وړ توکي په نوبتي ډول پلوري.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، په مسکو او ټوله روسیه کې ګڼ شمېر دکانونه اړتیا وړ توکي په نوبتي ډول پلوري.
  11. د اوکرایین پارلمان غړی وايي، روسیه هڅه کوي، ماریو پول وږی کړی

    هوګو باچیجا

    بي بي سي لفیېف

    د اوکرایین پارلمان غړی دېمترو ګورېن د ماریوپول ښار اوسېدونکی دی، راته ویې ویل، دی په دې باور دی چې روسیه هڅه کوي دغه ښار په لوږه کې وساتي او له دې سره یې تسلیمېدو ته اړ باسي.

    اوکراین په دغه محاصره شوي تر ټولو لوی ساحلي ښار کې د جګړې د درولو په اړه د روسیې ټاکل شوی ضرب الاجل هم رد کړی دی او ویلي یې دي چې د دې هېڅ امکان نه شته چې اوکرایيني ځواکونه دې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. د ښاغلي ګورېن په وینا په دغه ښار کې شاوخوا درې سوه زره خلک مېشت دي او نه تسلمېږي.

    دی وايي: "روسانو د بشري مرستو لپاره لارې تړلې دي، دوی د انساني کومکونو د رسولو کاروانونه نه پرېږدي چې ښار ته ننوځي".

    "موږ ته اوس دا بالکل جووته شوې چې د روسیې موخه په ښار کې د لوږې له رامنځ ته کولو سره په ډيپلوماتیک بهیر کې د خپل فشار ډېرول دي. که ښار تسلیم نشي-چې نه به تسلمېږي- نو دوی به خلک وتلو ته پرې نږدي".

    ګورېن وايي، تر اوسه د هغه ویجاړ شوي تیاتر خځلې نه دي پاکې شوې چې د اوکراییني چارواکو په خبره، تېره چهارشنبې روسي ځواکونو بمبار کړی دی. داسې باور کېږي، سلګونه هغه کسان په ځمکتل کې بند دي چې په دغه برید کې ژوندي پاتې شوي دي. مسکو نه مني چې ګواکې دا وداني دې دوی په نښه کړې وي.‌

    د ده په وینا، "خدماتي ډلې تر اوسه د دې سیمې پر پاکولو نه دي توانېدلې ځکه چې بمباري او توغنديز بریدونه هېڅ درېږي نه. دا ډېر خطرناک حالت دی".

    ګورېن دا نشي‌ اټکلولی چې څومره خلک به له دې سیمې په تېښته بریالي شوي وي ځکه چې وايي، "د اړیکو د پرېکون له کبله د ماریوپول د وضعیت حال نه لرو".

    فکر کېږي چې د تیاتر ورانې شوې ودانۍ تر خاورو، خځلو لاندې سلګونه کسان ایسار دي.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، فکر کېږي چې د تیاتر ورانې شوې ودانۍ تر خاورو، خځلو لاندې سلګونه کسان ایسار دي.
  12. د لیتوانیا بهرنیو چارو وزیر: اروپايي ټولنه به پر روسیې د بندیزونو لړ کې ستړې نه شي

    د لیتوانیا لومړی وزیر وايي، اروپايي ټولنه به پر روسیې د بندیزونو له لګولو یا هم له اوکرایین سره د مرستې لړ کې ستړې نه شي. ګابریلیون لانډسبیرګیس د ''هغه احساس پر ضد خبرداری ورکړ، چې ګواکې موږ ارام کېنو او یو څه دمه به وکړو.''

    نوموړي د اروپايي ټولنې دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته له رسېدو وروسته دا څرګندونې کړې دي.

    نوموړي د بندیزونو لړ کې وویل، د انرژۍ سیکتور په هکله د خبرو نه پیلول' ناشوني' دي: ''او طبعاً موږ د تېلو په هکله خبرې کولای شو او دا ځکه چې همدا د روسیې لپاره د عاید تر ټولو مهمه سرچینه ده او بدیل موندل یې هم اسان دي.''

    پر روسیې د بندیزونو لړ کې لیتوانیا چې له پولنډ، لاټویا، بېلاروس او روسیې کالیننګراد اوبلاد سره پوله لري، له مخکښو پلویانو یو دی.

    لیتوانیا

    د عکس سرچینه، Reuters

  13. اوکرایین کې څه تېرېږي؟

    که همدا اوس له موږ سره د بي بي سي پر پښتو پاڼه یو ځای شوي یاست، دلته د اوکرایین پېښو په هکله وروستي معلومات درته وړاندې کوو.

    • اوکرایین د روسیې هغه ضرب الاجل رد کړی، چې د ماریو پول ښار تسلیمېدو لپاره یې د مسکو پر وخت د دوشنبې ورځې سهار پر پنځه بجې ټاکلی دی.
    • روسیانو د ښار ورسپارلو بدل کې ملکي خلکو لپاره په خوندي توګه له ښاره د وتلو دهلېز جوړولو وړاندیز کړی.
    • پر دې ښار له تېرو دوو اونیو راهیسې سخته بمباري روانه ده او ۳۰۰ زره اوسېدونکي یې په داسې حال کې ایسار پاتې دي، چې نه اوبه لري او نه هم برېښنا او خواړه هم پکې په کمېدو دي.
    • روسي ځواکونو په ښار کې د روغتونونو او ښوونځیو په ګډون د ملکي خلکو پر یو شمېر پناه ځایونو بریدونه کړي دي.
    • اوکرایین ولسمشر وايي، پر ماریو پول بریدونه جنګي جنایت دی، چې تاریخ کې به پاتې شي.
    • د اوکرایین پر ډېری ښارونو د توغندیزو بریدونو په هکله ۲۴ ساعته څه نه دي ویل شوي، خو پلازمېنه کیېف کې د بریدونو رپوټ ورکړل شوی، چې له کبله یې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
    • اوکرایین ته د توغندي مخنیوي سیسټم استولو کې د زړه نا زړه والي له کبله اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلینسکي پر اسراییل نیوکه کړې.
    • نوموړي اسراییل پارلمان ته وینا کې وویل: هر چا ته معلومه ده، ستاسې توغندي ضد نظام ډېر عالي دی، تاسې کولای شئ، زموږ له خلکو سره مرسته وکړئ.
  14. اوکراییني ځواکونه وايي، په هوا کې یې ۷ هدفونه ویشتلي

    اوکراییني ځواکونو ورځني معلومات وړاندې کړي، چې پکې وايي، د یکشنبې پر ورځ د اوکرایین هوايي ځواکونو په هوا کې اووه هدفونه ویشتلي. په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دې یوه الوتکه، څلور ډرون او دوه کروز توغندي شامل دي. اعلامیه کې زیاته شوې، د ځواکونو ځای او عملیاتو څرنګوالي کې پاموړ بدلون نه دی راغلی.

    په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، روسي ځواکونو د عادي الوتکو پر ځای چې پیلوټان یې چلوي، د ډرون کارول ډېر کړي دي، او په بریدونو کې ترې ګټه اخلي. د روسي ځواکونو له لوري په دونیڅک او لوهانڅک سیمو کې په زور د خلکو یو ځای کولو رپوټونه ورکړل شوي دي. بي بي سي نه ده توانېدلې له خپلواکو سرچینو د دې ادعاوو تایید ترلاسه کړي.

  15. پر ماریو پول پرلپسې بمباري روانه ده

    د اوکرایین له محاصره شوي ښار ماریو پول داسې رپوټونه رسېږي، چې پر دې سویلي ښار پرلپسې بمبارۍ کېږي. روسي ځواکونه هڅه کوي، د اوکرایین سویل ختیځ کې پراخې سیمې لاندې کړي او له همدې کبله یې ماریو پول ته توجه ډېره کړې. دا ښار روسي ځواکونو په بشپړ ډول محاصره کړی او اوسېدونکي یې پکې ایسار پاتې دي. سټیلایټ تصویرونه ښيي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د ښار ډېره برخه د پرلپسي راکټي او توغندیزو بریدونو له کبله ویجاړه شوې ده.

  16. ملګري ملتونه: لس میلیونه اوکرایینیان بې ځایه شوي

    د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فېلیپو ګراندې وايي، پر اوکرایین د روسیې د یرغل له امله شاوخوا لس میلیونه وګړي له خپلو کورونو تښتېدلي چې د اوکرایین د وګړو څلورمه برخه جوړوي.

    پر اوکرایین د روسیې د برید پر پیل یوازې څو اوونۍ اوړي.

    د رپوټونو له مخې شاوخوا دوه میلیونه اوکراینیانو پولنډ کې پناه اخیستي او شاوخوا نیم میلیون نور رومانیا ته کډوال شوي دي.

    ملګرو ملتونو پرون ویلي، د جګړې د پیل راهیسې څه باندې ۳،۴ میلیونه اوکراینیان له دغه هېواده تښتېدلي چې ۹۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

    د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، له یو نیم میلیون ډېر اوکراییني ماشومان له خپل هېواده وتلو ته اړ شوي. دغه سازمان د انساني قاچاق او ناوړه ګټه اخیستنې د احتمال خبرداری هم ورکړی.

    د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې شاوخوا شپږ اعشاریه اته میلیونه نور اوکراینیان پر کور دننه بې ځایه شوي دي.