د بي بي سي خبریال وايي د کارګر ګوند مشر جرمي کوبین د خپل ګوند مرکز په خندا را ننوت.
د برتانیا ټاکنې: تېریزا مې د نوي حکومت جوړولو اعلان وکړ
برتانیا کې د ټول ټاکنو پایلې وروسته د واکمن محافظه کار ګوند په ګډون یو ګوند هم غوڅ اکثریت څوکۍ نه دي ګټلي. معنا دا چې یو ګوند هم په خپل سر حکومت نه شي جوړولی باید ایتلاف وکړي. لومړۍ وزیرې له دیموکراتیکو وحدت پالو ګوند سره د حکومت جوړولو اعلان وکړ.
ژوندی پوښښ
لومړۍ وزیره, د ثبات ټینګښت
د برتانیا لومړۍ وزیره او د محافظه کار ګوند مشره تېرېزا مې وايي، ګوند یې تر نورو ډېرې رایې ګټلي او باید ثبات یقیني کړي. دا په داسې حال کې ده چې د کارګوند مشر ویلي مېرمن مې باید استعفا وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر سوداګرۍ د ټاکنو پایلې اغیز
برتانیا کې د صنعت کنفدراسیون مشرې کارولین فایربایرن ویلي، دغه هېواد کې به د ټاکنو پایلې سوداګرۍ ته حیرانونکې وي او په وینا یې دغه هېواد باید څرګنده کړي، چې سوداګرۍ ته یې غېږ پرانیستې ده:
وروستی, ځوړند پارلمان
د برتانیا ټاکنو پایلې روښانه شوې. یوه ګوند هم غوڅ اکثریت څوکۍ نه دي ګټلي. برتانیا کې دې ته هنګ یعنی ځوړند پارلمان وايي. معلومه نه ده چې کوم ګوندونه به ایتلاف کوي. حتمي نه ده چې د ډېرو څوکیو ګټونکی ګوند به حکومت جوړوي. شونې ده چې واړه ګوندونه د کارګر ګوند سره ایتلاف وکړي او حکومت جوړ کړي.

پر کډوالي د برتانوي ټاکنو اغېزې
د ویډیو تشریح، پر کډوالي د برتانوي ټاکنو اغېزې د حکومت جوړول, معلق پارلمان، ایتلافي حکومت
معلومه شوه چې یو ګوند هم غوڅ اکثریت څوکۍ نه شي ګټلی.
د مشروعیت یوازینۍ آزموینه به دا وي چې آیا کوم ګوند کولای شي داسې حکومت جوړکړي چې په ولسي جرګې کې د خپل پروګرام او وړاندیز شویو قوانینو د تصویب لپاره کافي راېې ولري.
په تیوري کې کارګر ګوند کولای شي د وړو ګوندونو په مرسته حکومت جوړکړي، که څه هم په ټاکنو کې ېې له سیال ګوند نه زیاتې څوکۍ نه دي ګټلي.
یا، کېدای شي محافظه کار ګوند چې ډېر څوکۍ یې ګټلي د وړو ګوندونو په مرسته حکومت جوړکړي، لکه چې په ۲۰۱۰ کال ېې وکړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېرو ټاکنو کې د بریتانیا محافظه کار او لېبرال دموکرات ګوندونو یو ایتلافي حکومت جوړکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یوه بریالي سیاستوال پای, په ایتلافي حکومت کې مرستیال لومړی وزیر
د لبرال دیموکرات ګوند پخواني مشر او د برتانیا پخواني مرستیال لومړي وزیر نیک کلیګ په شیفلډ هیلم سیمه کې د لیبر ګوند کاندید پر وړاندې ماتې خوړلې.
د بي بي سي سیاسي چارو ایډیټره لارا کونزبرک وايي، د لیبر له لاسه د ښاغلي ګلیګ ماتې د یوه بریالي سیاستوال د فعالیت پای دی. نوموړی ۱۲ ځله له دغې سیمې بریالی شوی و.
لبرال دیموکراتانو ژمنه کړې وه، چې د بریا په صورت کې به اروپا کې د پاتې کېدو لپاره دویم ځلې ټولپوښتنه وکړي او ښاغلی کلیګ د دې چارې کلک پلوي و.
ښاغلي کلګ په ۲۰۱۰ کال کې د ډیویډ کمرون په مشرۍ د محافظه کار ګوند سره ایتلافي حکومت جوړ کړی و.

د عکس سرچینه، نیک کلیګ
وروستی, د برتانیا نا معلوم سیاسي حالت
د بریتانیا په وخت د پنجشنبې د ماښام په ۹ بجو عمومي ټاکنې پاې ته ورسېدې او د رایو اچولو مرکزونه بند شول.
په پام کې وه د ټاکنو نتیجې به وښیې چې د کوم ګوند مشر/مشره به د هېواد د لومړي وزیر دفتر ته ننوځي او د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره به د حکومت چارې پرمخ بوځي.
تراوسه پورې همدغسې وه، خو داځلي حالات پېچلي دي او ډېر شیان ندي معلوم چې آیا د ټاکنو ګټونکی به لومړی وزیر کېږي که څنګه؟
تراوسه پورې د بریتانیا ټاکنې پدې ډول ترسره کېدې. رایو ورکوونکو به د خپلې خوښې ګوند نوماند ته راېې ورکولې او هیله به یې کوله چې د سترو ګوندونو څخه به یو، محافظه کار یا کارګر ګوند، بشپړ اکثریت ګټي، او د دې ګوند مشر به لومړی وزیر کېږي.
د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې زیاتره وخت حالات همدغسې وو.
خو د ۲۰۱۰ په څېر دا ځل کیسه بیا بدله ده. یو ګوند هم غوڅ اکثریت نه شي ګټلی معنا دا چې معلق پارلمان ته لاره هواره شوه. دا په دې معنا ده چې یو ګوند نه شي کولی په خپله حکومت جوړ کړي باید ایتلاف وکړي.
په ډېرو اروپايي هېوادو کې ایتلافي حکومت کوم غیرعادي شی ندی.
بریتانیا کې ډېر مروج نه ؤ، خو پدې وروستیو کې ورته اړتیا پیدا شوې.
د محافظه کار ګوند مشرې او لومړۍ وزیرې ټېرېزا مې له پولیسو مننه وکړه، چې د امنیت لپاره یې کار کړی.
وروستی, لومړۍ وزیره مې باید استعفا ورکړي
د لیبر ګوند مشر جیرمي کوربین وايي د ټولټاکنو پیغام دا دی، چې ټېرېزا مې باید نور دنده پرېږدي او لیبر ته ځای خوشی کړي. د نوموړي په وینا لومړۍ وزیرې د دې لپاره د ټاکنو اعلان کړی و، چې ټاکنو کې غوڅ اکثریت تر لاسه کړي. خو داسې ونه شول او محافظه کار ګوند څوکۍ له لاسه ورکړې او دې سره یې باور او رایې هم وبایللې.
په ټاکنو کې محافظه کارانو ډېرې څوکۍ ګټلې خو د اکثريت په تر لاسه کولو کې پاتې راغلي دي .

د عکس سرچینه، Getty Images
وروستی, غوڅ اکثریت
برتانیا کې رایه اچوونه پاي ته رسېدلې او د رایو شمېر پیل شوی دی. له راییو اچوونې وروسته چې کومه نظرپوښتنه شوې، ښې چې د واکمن محافظه کار ګوند په ګډون یو ګوند هم ښايي غوڅ اکثریت و نه ګټي او ښايي ایتلافي حکومت جوړ شي.

د عکس سرچینه، برتانیا کې د ګوند مشران
