د غزې اوربند ناڅرګند راتلونکی؛ اسرائيل وايي چې د څلورو یرغملو مړي ورسپارل شوي

په داسې حال کې چې د غزې اوربند تړون باندې یوه ورځ اوړي خو راتلونکو ګامونو په اړه یې حالت ناڅرګند دی. د اسرائيل دفاع وزارت ویلي چې د حماس له لوري د ورسپارل شوو څلورو یرغملو مړي پېژندل شوي دي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شرم الشیخ په سرمشریزه کې د غزې د اوربند تړون لاسلیک کړ. وروسته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند دغه سند لاسليک کړ.

لنډیز

  • د غزې اوربند راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا؛ اسرائيل وايي چې څلور مړه یرغمل ورسپارل شوي
  • ډونلډ ټرمپ بېرته واشنګټن ته ستون شو او د غزې اوربند تړون لاسلیکېدل یې یوه "تاریخي ورځ" بللې چې په وینا یې، "هېچا فکر نه کاوه چې داسې څه به ممکن شي."
  • د دوشنبې په ورځ (۱۳اکټوبر) د ۲۰ تنو اسرائيلي يرغملو په بدل کې له ۱۷۰۰ زيات فلسطيني بنديان خوشي شول.
  • د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي وايي، د امريکا ولسمشر ته به د نيل مډال چې تر ټولو لوړ دولتي مډال ګڼل کېږي ورکړل شي.
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شرم الشیخ په سرمشریزه کې د غزې د اوربند تړون لاسلیک کړ
  • د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند دغه سند لاسليک کړ

ژوندی پوښښ

  1. د غزې یوه ښوونکې: "دوه کلنه جګړه کې مې ډېر څه له لاسه ورکړل", یولنده نیل، د منځني ختیځ خبریاله، ریم

    انعام الوحیدي

    په غزه کې یوې فلسطینۍ ښوونکې انعام الوحیدي ویلي د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې یې جګړې ژوند په بشپړه توګه بدل کړی، د هغې ۱۷ کلن زوی جهاد د اسرائیلي بمبارۍ کې ووژل شو او همدارنګه خپل کور او ټول پخوانی ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

    جګړه داسې مهال پیل شوه چې الوحیدي له خپلې کورنۍ سره د دير البلح سیمې ته د بې‌ کوره کېدو په حالت کې وه، هغې د ماشومانو لپاره موقتي ښوونځی جوړ کړ چې بې‌ زدکړو پاتې شوي وو او د خپلې لور په لویېدلو ویاړي چې د ګلاسګو پوهنتون ته د زدکړو لپاره تللې ده.

    انعام د سږکال د اوربند په پیل کې بېرته غزې ښار ته راستنه شوه، خو تېره میاشت بیا له خپلو درېیو کوچنیو ماشومانو سره وتښتېده، ځکه چې اسرائیلي ځواکونو یې سیمه ونیوه او مېړه یې د خپلې مور او پلار پالنې ته ځان ځانګړی کړی و.

    اوس انعام په یوه کرایه شوي ګراج کې ژوند کوي او هره ورځ د خوراک او پاکې اوبو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او د بمبارۍ د دوامداره وېرې احساس بیانوي: "کله چې ماښام راشي، وېره هم ورسره خپره شي… موږ ټول سره یو ځای ویده کېږو، یو بل ته نژدې، په ځانګړې توګه زما تر ټولو کوچنی ماشوم."

    الوحیدي وايي جګړه بې پایه ښکاري: "موږ فکر کاوه چې جګړه به یوه میاشت یا دوه میاشتې دوام وکړي… خو دوه کاله ډېر اوږد وخت دی. هره ثانیه موږ خبرونه ګورو او وېره لرو چې اوربند به مات شي او جګړه به بیا پیل شي."

  2. وروستی, د قطر د بهرنیو چارو وزارت: منځګړي د غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره د ټرمپ پلان عملي کولو ته ژمن دي

    د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الأنصاري د سې شنبې په ورځ وویل منځګړي ژمن دي چې د غزې جګړه د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلان عملي کړي.

    الأنصاري د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل د ټرمپ د پلان په اړه د خبرو اترو نوی پړاو د مصر په شرم الشیخ کې بیا پیل شوی او د دوشنبې د ورځې خبرو څلور ساعته دوام وکړ او پر دقیقو جزئیاتو یې تمرکز درلود.

    هغه ټینګار وکړ چې ټولو خواوو پر پلان موافقه کړې، خو اوس ستونزې د عملي کولو په برخه کې دي او دا چې د غزې په ۲۰ ماده‌ ییز پلان کې لا هم ډېر جزئیات شته چې د موافقې اړتیا لري.

    الأنصاري زیاته کړه: "تر اوسه په دوحه کې د حماس د دفتر د راتلونکې په اړه خبرې وختي دي".

  3. د ټرمپ د سولې د پلان مهم ټکي کوم دي‌؟, ټام بېنېټ –بي‌بي‌سي

    gaza

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د اسرائیل او حماس تر منځ نا مستقیمې خبرې د دوشنبې په ورځ په مصر کې پیل شوې او د سې‌شنبې په ورځ د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره بیا پیل شوې. دا تر ټولو نژدې اړیکه ده چې دواړو لوريو له جګړې پیلېدو راهیسې رامنځته کړې.

    خو د ډونلډ ټرمپ د سولې پر پلان، چې له ۲۰ ټکو جوړ شوی او اسرائیل موافقه کړې او حماس یې یې یوه برخه منلې ده، یوازې یو عمومي چوکاټ دی چې په څو پاڼو کې خلاصه شوی دی.

    خو لا هم د اختلاف ځینې مهم ټکي شته،‌ چې دواړه لوري یې باید حل کړي، ځینې یې دا دي:

    ۱. د یرغمل شویو کسانو او فلسطیني زندانیانو د تبادلې جوړښت:

    حماس د ټرمپ د پلان په چوکاټ کې د تبادلې منلو ته چمتو دی، خو یوازې پر ځانګړو "شرایطو" پورې تړلې. یرغمل شوی کسان د حماس یوازې د فشار وسیله ده او لا څرګنده نه ده چې ایا مخکې له دې چې د نورو بندونو په اړه وروستۍ موافقه وشي، حماس به هغوی خوشي کړي.

    ۲. د حماس بې‌وسلې کول:

    نتنیاهو څو ځل تکرار کړې چې د حماس له منځه وړلو پرته به پوځي عملیات نه دروي. د ټرمپ پلان هم د حماس بې‌وسله کېدل یو شرط ګڼي، خو حماس په خپل ځواب کې د بې‌وسله کېدو نیت نه دی څرګند کړی؛ دا د دې شونتیا زیاتوي چې دریځ یې نه دی بدل شوی.

    ۳. راتلونکې کې د غزې اداره:

    پلان وړاندیز کوي چې غزه موقتاً د فلسطیني تیکنوکراتانو د یوې انتقالي ادارې له لارې د نړیوالو مشرانو په ګډون اداره شي او وروسته فلسطیني مشرتابه ته وسپارل شي. خو نتنیاهو د فلسطیني مشرتابه د ګډون مخالفت کړی او ټینګار کوي چې دا مشرتابه به د اسرائیلي ځواکونو د شاته کېدو مدیریت کې هېڅ رول نه لري.

    ۴. د اسرائیلو وتل:

    د وتلو په اړه د سپینې ماڼۍ پلان درې پړاوونه وړاندې کوي، خو واضح مهال ویش نه لري چې اسرائیل به کله په بشپړه توګه وځي. تمه ده چې حماس به د خبرو پرمهال د دې وضاحت غوښتنه وکړي.

    Gaza

    د عکس سرچینه، Getty Images

  4. وروستی, ګوتېرېش: اسرائیلي یرغمل شوي دې بې‌ قید او شرطه خوشي شي

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش بې قید او شرطه د هغو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې چې غزه کې د حماس په لاس کې دي.

    ښاغلي ګوتېرېش پر ایکس لیکلي، د اکتوبر د اوومې د بریدونو د قربانیانو د یادولو لاره د "عادلانه او پایېدونکې سولې" لپاره هڅې کول دي.

    د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل په داسې سوله کې به اسرائیلیان، فلسطینیان او په سیمه کې نور خلک "په ګډه په امنیت، عزت او متقابل احترام سره ژوند" وکړای شي.

    ښاغلي ګوتېرېش د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غزې د سولې پلان ته په اشاره وویل، دا پلان "یوه موکه وړاندې کوي چې باید د دې غمجنې شخړې د پای ته رسولو لپاره ګټه ترې واخیستل شي."

    هغه لیکلي: "یو تلپاتې اوربند د یوې مشروع سیاسي پروسې په چوکاټ کې د وینو تویېدو د مخنیوي او د سولې د لارې د پرانیستلو لپاره ضروري دی."

    انتونیو ګوتېرېش

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، ګوتېرېش پر اېکس لیکلي:‌ "یو تلپاتې اوربند د یوې مشروع سیاسي پروسې په چوکاټ کې د وینو تویېدو د مخنیوي او د سولې د لارې د پرانیستلو لپاره ضروري دی."
  5. دوله کاله وروسته، ایا حماس او اسرائیل به د جګړې ختمولو له موکې ګټه واخلي؟, جیریمي بوین نړیوال مدیر- بیت‌المقدس

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، نن ګهیځ د اسرائیل پولې ته نژدې د غزې په ځینو برخو کې لوګی پورته کېږي

    دا به په زړه بوږنوونکې توګه تصادفي وي چې ټیک دوه کاله وړاندې پر همدې ورځ پر اسرائيل د حماس له بریدونو وروسته په همدې ورځو کې د سولې خبرې کېږي.

    د ۲۰۲۳ د اکتوبر د اوومې بریدونو شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یرغمل شوي وو، چې ډېری یې ملکي اسرائیلیان وو.

    هم اسرائیلیان او هم فلسطینیان جګړه پای ته رسېدل غواړي. اسرائیلیان له جګړې ستړي شوي او سروې ګانې ښيي اکثریت غواړي داسې معامله وشي چې یرغمل شوي کسان خوشې او جګړه ختمه شي.

    په غزه کې له دوه میلیونه ډېر فلسطینیان د اسرائیليو د لوږې ژوند کوي او په ځینو سیمو کې د اسرائیل له خوا پر مرستو د محدودیتونو له کبله د انسان په لاس جوړ شوي انساني ناورین کې خلک هڅه کوي چې ژوندي پاتې شي.

    که څه هم د فلسطین تیکنوکراتانو د واک پر سپارلو موافقه کړې، حماس غواړي د خپلې ځان د بقا او ژوندي پاتې کېدو لار ومومي.

    اسرائیل غواړي د حماس د تسلیمۍ شرایط وضع کړي. خو حقیقت دا دی چې اوس حماس د جدي خبرو کولو فرصت لري.

    دا خبرې یوه موکه ده، خو دا لا تر اوسه یقیني نه ده چې حماس او اسرائیل به ګټه ترې واخلي او که نه.

  6. د ویډیو تشریح، په تل ابیب ښار کې د اکتوبر د اوومې کلیزې په مناسبت سیرین یا د خطر غږونه اورېدل کېږي.
  7. وروستی, د اکتوبر اوومه: درېیم کال ته د جګړې غځېدل؛ غزه‌وال د ستړیا او ناهیلیو په درشل کې, رشدي ابو العوف – بي بي سي

    زما په ګډون د غزې ډېری اوسېدونکو هېڅکله داسې نه وه انګېرلي چې جګړه به دوه کاله دوام وکړي.

    خو له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه حماس پر اسرائیل بې‌ ساری برید وکړ، ډېرو خلکو درک کړه چې اسرائیل به بې‌ ساری غچ‌ اخیستونکی برید پیل کړي.

    په غزه کې کابو نژدې هره خبره ‌کې یوه دردناکه او بې‌ ځوابه پوښتنه تکرارېږي: "جګړه به کله پای ته ورسېږي؟" خو د حماس او اسرائیل تر منځ په مصر کې د خبرو اترو د پرمختګ ځینې محتاطي نښې لیدل کېږي، خو لږ کسان د هیله‌ مندۍ جرأت کولی شي.

    اوس ډېری کسان دا خبرې‌ اترې د تر ټولو مهمو هڅو په توګه ګڼي او باور لري چې دا ښايي هغه نادره شېبه وي چې جګړه ورسره پای ته رسېدای شي.

    له هغه وخته چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوربند وروستی وړاندیز اعلان کړی، د غزې فضا له غوسې نه ستړیا ته اوښتې ده.

    په ویجاړه شوې سیمه کې د خلکو ډېری غږونه اوس له حماس غواړي چې معامله ومني، ځکه دوی نور د مرګ، بې‌ کوره‌ کېدو او لوږې ستړي شوي دي. ډېری اوس داسې احساس کوي چې حماس د خپل ولس د ژوندي پاتې کېدو پر ځای د خپل واک ساتلو هڅه کوي. دا احساس هغه فلسطینی وېش لا ژور کړی چې د حماس د اکتوبر د اوومې له برید وروسته پیل شو، کله چې ګڼو خلکو دا غورځنګ د وروسته راغلي بې‌ سارې ویجاړۍ مسوول وباله.

    له دوه کلنې جګړې وروسته، اوس دا وېش تر هر وخت ژور شوی - د حماس پلویان چې لا هم تر وروستۍ شېبې د غورځنګ دفاع کوي او هغه ډېری غزه‌ وال، چې د جګړې له ستړیا، ویجاړيو او له پرلپسې ناهیلۍ ستړي شوي دي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

    د عکس تشریح، فلسطیني ماشومان د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پر ۳۰مه، له اسرائیلي بمبارۍ وروسته، د غزې ښار د ابو حصیرة سړک له کنډوالو خپل توکي راټولوي.
  8. له محصلانو د کېیر سټارمر غوښتنه:‌ د اکتوبر اومې د کلیزې لاریونونو کې ګډون مه کوئ

    starmer

    د عکس سرچینه، PA Media

    د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر له محصلینو غوښتي چې د حماس له خوا د اکتوبر د اوومې نېټې د بریدونو د دویمې کلیزې په مناسبت د فلسطینیانو د ملاتړ په لاریونونو کې ګډون ونه کړي.

    ښاغلي سټارمر په یوه لیکنه کې چې نن ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوې، د اکتوبر د اوومې نېټې د کلیزې په مناسبت د لاریونونو ترسره کول "غیر برېتانوي" عمل بللی او ویلي یې دي چې ځینې کسان دا "په برېتانیا کې د یهودانو د ځورولو پلمه" ګرځوي.

    هغه لیکلي: "د اکتوبر د اوومې نېټې د جرم د کلیزې په ورځ، محصلین د لاریونونو د ترسره کولو پلان لري. دا زموږ د هېواد د هویت استازولي نه کوي. دا غیر برېتانوي عمل دی چې د نورو درناوی ونه لرو. او لا له دې وړاندې دا اندېښنه شته چې ځینې کسان به یو ځل بیا د یهودانو پر ضد د کرکې خپرول پیل کړي."

    د برېتانیا لومړي وزیر ټینګار وکړ چې دا هېواد به "تل د هغو کسانو پر وړاندې، چې د یهودي ټولنو د زیانمنولو هڅه کوي، په کلکه او یو موټی ودرېږي".

  9. په مصر کې د غزې په اړه د ټرمپ پر پلان خبرې اترې به دويمه ورځ هم روانې وي

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    په غزه کې د جګړې د پايته رسولو لپاره د امریکا د سولې پلان په اړه د اسرائیلو او حماس تر منځ غير مستقيمې خبرې اترې ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ هم د مصر په شرم الشيخ کې دوام وکړي.

    فلسطيني او مصري چارواکو بي بي سي ته ويلي چې په دغو مذاکراتو کې تر ډېره تمرکز د اسرائيلي يرغملو او فلسطیني بنديانو د تبادلې لپاره د شرایط په برابرولو دی.

    د اسرائیلو لومړي وزير د شنبې په ورځ ويلي وو، هيله لري چې "په راتلونکو ورځو" کې به د يرغمل شويو کسانو د خوشي کېدو اعلان وکړي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوشنبې په ورځ له چارواکو سره د ليدنې پر مهال په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل، "موږ ډېره ښه موقع لرو چې يوې هوکړې ته ورسېږو او دا به دوامداره هوکړه وي".

    حماس ويلي، د سولې د پلان ځينې وړانديزونه مني خو لا يې د بې وسلې کېدو او د غزې په اداره کې د رول په اړه يو شمېر غوښتنې نه دي ځواب کړې.

    يوه لوړپوړي اسرائیلي امنيتي چارواکي ويلي، خبرې به لومړی يوازې د يرغمل شويو کسانو پر خوشي کېدو راټولې وي او حماس ته به څو ورځې وخت ورکړل شي چې دغه پړاو بشپړ کړي.

    د خبرو اترو دويمه ورځ چې مصري او قطري چارواکي به په کې د اسرائيلو او د حماس له پلاو سره جلا جلا ليدنې کوي پر اسرائیلو د حماس د بريد له دويمې کليزې سره سمون خوري. د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه حماس د اسرائیلو پر جنوبي برخو بريد وکړ چې په ترڅ کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه نور یې يرغمل ونيول.

    اسرائیلو بيا پر غزه پوځي عمليات پيل کړل چې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتيا وزارت په وینا له هغه مهاله راهيسې د اسرائيلو عملياتو کې له ۶۷ زرو زيات کسان وژل شوي چې ۱۸ زره یې يوازې ماشومان دي.

  10. په مصر کې د غزې په هکله د ټرمپ پر پلان خبرې اترې: د یرغملو خوشي کېدل د اجنډا په سر کې دي

    د حماس او اسرائیلو تر منځ غیر مستقیمې خبرې اترې د مصر په شرم الشیخ کې روانې دي. فلسطیني او مصري چارواکو بي بي سي ته ویلي، د دې غونډې موخه د "شرایطو برابرول" دي چې د ممکنه تبادلې په ترڅ کې ټول اسرائیلي یرغمل خوشي شي.

    حماس وايي، دوی د سولې د پلان له وړاندیزونو سره په جزوي ډول همغږي دي خو د بې وسلې کېدو او د غزې راتلونکي کې د هغوی د رول په څېر یو شمیر مهمو غوښتنو ته یې ځواب نه دی ورکړی.

    یو فلسطینی امریکایی سوداګر بشارا بحبه، چې په قطر کې د حماس له لوړ پوړو چارواکو سره مستقیم تماس لري، وايي، دا ډله ښايي د روانو خبرو اترو پر مهال نورو امتيازاتو ورکولو ته غاړه کېږدي.

    له بي بي سي سره د خبرو پرمهال، بحبه وویل، "د یرغمل شویو کسانو له ډلې د ۲۰ تنو ژوندي پاتې کېدل تائید شوي چې د دوی د خوشي کېدو شرایط به دا اونۍ د حماس او اسرائیلو ترمنځ د خبرو اترو پر مهال وټاکل شي."

    نوموړي زیاته کړې چې د نورو ۲۸ یرغمل شویو کسانو د جسدونو بېرته راستنېدل به "ډیر پېچلي" وي. دی وايي، "د ځينو جسدونو په اړه معلومات نشته، کومو خلکو چې خښ کړي هغوی اوس مړه دي، له دې امله اوس دوی نه پوهېږي چې هغه چېرته دي، هغوی بايد د دې پلټنه وکړي."

    د اسرائيلو لومړي وزير د شنبې په ورځ وويل، هيله لري چې "په راتلونکو ورځو" کې د يرغمل شويو کسانو د خوشي کېدو اعلان وکړي.

  11. په امریکا کې د اسرئيلو سفیر: موږ هیله من یوو چې لږترلږه د تړون لومړی پړاو به پلي شي

    په امریکا کې د اسرائیلو سفير

    په امریکا کې د اسرائیلو سفیر وايي هېواد یې "ډیر هیله من" دی چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې به د پاتې یرغمل شویو کسانو خوشی کولو کې مرسته وکړي او د سولې لپاره به لاره هواره کړي.

    یچیل لیټر بي بي سي ته وویل: "موږ هیله لرو چې لږترلږه د ډونلډ ټرمپ لخوا وړاندیز شوي د سولې تړون لومړۍ مرحله به پلې شي."

    د پلان له مخې په لومړي پړاو کې به، پاتې ۴۸ یرغمل، چې ۲۰ یې لا هم ژوندي دي، خوشي شي او د اسرائیلو پوځ به له غزې ووځي.

  12. وروستی, ګریتا تونبرګ له اسرائيل تر شړل کېدو وروسته د یونان پلازمېنه اتن کې له ګڼ شمېر خلکو سره مخ شوه

    ګریټا تونبرګ له نورو فعالانو سره يوځای له اسرائيلو تر شړل کېدو وروسته اوس يونان ته رسېدلې ده.

    دوی د يوې لویې ډلې برخه وو چې تېره اوونۍ وروسته له هغه ونيول شول چې غوښتل يې له سمندره غزې ته مرستې ورسوي. د دې بېړۍ ځينې غړي لا دمخه شړل شوي او ځينې نور يې لا هم د اسرائيلو لخوا نيول شوي دي.

    ۲۲ کلنه سویډنۍ فعاله، ګریا تونبرګ او نور فعالان د اتن په نړيوال هوايي ډګر کې د فلسطين پلوه ملاتړ کونکو له ګڼې ګوڼې سره مخ شول، چې له ډلې يې ډېرو د فلسطين بيرغونه رپول.

    اتن کې د هرکلي پر مهال

    د عکس سرچینه، Reuters

  13. سره صلیب غزه کې د یرغملو سپارلو او زندانیانو خوشې کولو کې د منځګړیتوب لپاره چمتوالی ښودلی

    د صليب سرې نړيوالې کمېټې (ICRC) اعلان کړی چې چمتو ده په غزه کې د نيول شويو يرغملو او په اسرائيل کې د بنديانو په تبادله کې د بشري منځګړي په توګه کار وکړي.

    دې نا دولتي سازمان د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهيسې د ۱۴۸ يرغملو او ۱،۹۳۱ بنديانو په خوشې کولو او د انساني جسدونو په لېږد کې مرسته کړې ده.

    د سره صليب کمېټې رئيسه میرجانا سپولجاریچ وايي "دایمي اوربند د ژوند ژغورلو او د مرګ او ویجاړۍ د پای ته رسولو لپاره خورا مهم دی."

    هغې زياته کړه "موږ چمتو يو چې غزې ته مرستې ورسوو او په خوندي توګه يې اړمنو ولسي وګړو ته ووېشو."

  14. ملګري ملتونه: د غزې تړانګې شاوخوا ۸۲ سلنه نفوس په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د پوځي سیمو په توګه طبقه بندي شوي دي

    ملګرو ملتونه وايي، په داسې حال کې چې په تړانګه کې د اسراییلو پوځي عملیات روان دي، د غزې تړانګې شاوخوا ۸۲ سلنه نفوس په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د پوځي سیمو په توګه طبقه بندي شوي دي.

    ملګرو ملتونو وايي، کړی چې دا وضعیت د ملکي وګړو لپاره بشري وضعیت خرابوي، چې نفوس یې د ډزو او د تګ راتګ محدودیتونو له کبله له احتمالي خطرونو سره مخامخوي.

  15. خلیل الحیه څوک دی؟

    خلیل الحیه

    د عکس سرچینه، AFP

    د یپلوماتیکې سرچینې وايي، د غزې جګړې پای ته رسولو په هکله د ولسمشر ټرمپ د پلان په اړه تخنیکي خبرې د دوشنبې پر ورځ د مصر په شرم الشیخ کې د مصر، قطر، امریکا او ترکيې په ملاتړ پیلېږي.

    په دې خبرو کې به خلیل الحیه د حماس پلاوی مشري کوي، چې د تېرې میاشتې په لومړیو کې پر دوحه د اسرائیلي برید یوه موخه د ده وژنه وه.

    د قطر پر پلازمېنې هغه برید کې د حماس پنځه غړي او د قطري امنیتي ځواکونو یو افسرووژل شول. خو حماس ویلی و، د دوی د پلاوي مهم کسان له هغه بریده روغ ووتل.

    خلیل الحیه له د حماس له لومړیو کلونو راهیسې له دغه ډلې سره تړاو لري. دی د دې ډلې له بنسټ اېښودونکو یو دی او اوس د حماس د سیاسي دفتر د مرستیالۍ دنده لري.

    الحیه د حماس د پنځه کسیزې مشرتابه شورا غړی دی، چې تېر کال د یحیی سنوار له وژل کېدو راهیسې جوړه شوې او د حماس مشري کوي. دی د غزې تړانګې اوسېدونکی و او د اسرائیل په هوايي بریدونو کې یې د خپل مشر زوی په ګډون د کورنۍ ډېر غړي او خپلوان له لاسه ورکړي دي.

    خلیل اسماعیل ابراهیم الحیه، چې د "ابو اسامه" په نوم هم یادیږي، د ۱۹۶۰ کال په جنوري کې په غزه تړانګه کې زېږیدلی و. د خپل تعلیمي شالید له امله دی د یوه محافظه کار سړي په توګه پېژندل کېږي.

    الحیه په ۱۹۸۳ کال کې د غزې له اسلامي پوهنتون څخه د لیسانس، په ۱۹۸۹ کال کې د اردن له پوهنتون څخه د ماسټرۍ او په ۱۹۹۷ کال کې د سودان د قرآن کریم او اسلامي علومو له پوهنتون څخه د دوکتورا سندونه ترلاسه کړي، چې ټول یې د اسلامي قانون اړوند تخصصونه لري.

    خلیل الحیه نه یوازې د حماس د بنسټ‌ اېښودونکو له ډلې دی، بلکې د فلسطیني سیاست او ټولنیز ژوند په ډګر کې هم فعال رول لري.

    په ۱۹۸۷ کال کې چې د فلسطین لومړۍ انتفاضه پیل شوه، خلیل الحیه پکې فعاله ونډه واخیسته. د ده فعالیتونو د اسرائیلي ځواکونو پام ځان واړاوه، او په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې درې کاله د "ترهګرۍ" په تور د اسرائیلو په زندانونو کې تېر کړل.

    په ۲۰۰۶ کال کې، خلیل الحیه د "اصلاح او بدلون" تر نامه لاندې د حماس له لیسته د فلسطین د قانون جوړوونکي شورا لپاره نوماند او بریالی شو. دی وروسته د حماس د پارلماني بلاک مشر وټاکل شو، چې دا ټاکنې تر اوسه د فلسطینیانو وروستۍ رسمي ټاکنې دي.

    خلیل الحیه تر ډېره د حماس د مطبوعاتي دفتر مشر پاتې شوی، او همداراز یې په غزې تړانګه کې د حماس د مشر مرستیال دنده ترسره کړې.

    د خلیل الحیه په هکله نور تفصیل په دې لینک کې.

  16. په خبرو کې څوک ګډون کوي؟

    په داسې حال کې چې په مصر کې د حماس او اسرائیل تر منځ ژر غیر مستقیمې خبرې پیلېدونکې دي، د ګډونوالو نومونه هم اوس څرګند شوي دي. د شرم الشیخ سیمې په دې خبرو کې به د امریکا له لوري ځانګړی استازی سټېو ویټکوف ګډون کوي.

    دغه راز د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم او او مخکینی سلاکار جیراد کوشنر هم د خبرو ګډونوال دی.

    د قطر له لوري به مهم مرکچي، د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د مذاکراتو برخه وي.

    د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دفتر تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اسرائیلي پلاوي مشري به د ستراتيژیکو چارو وزیر رون دیرمر کوي.

    د حماس پلاوي مشري بیا خلیل الحية کوي. د یادونې ده، چې د ښاغلي الحية وژنه د تېرې میاشتې په پیل کې د قطر پر دوحا ښار د اسرائیلي برید یو هدف بلل کېږي.

    په هغه برید کې د حماس پنځه غړي وژل شوي وو او دغه راز د قطري امنیتي ځواکونو یو کس وژل شوی و، خو حماس ویلي و، د دوی د پلاوي مهم غړي د اسرائیل له هغه هوايي بریده روغ وتلي.

    خلیل الحیه

    د عکس سرچینه، Reuters

  17. ټرمپ له ښکېلو اړخونو غوښتي چې کوټلي ګامونه پورته کړي

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غزې جګړې د پايته رسولو لپاره د منځګړيتوب په برخه کې له ټولو ښکېلو خواو غوښتي چې کوټلي ګامونه پورته کړي.

    دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې نن دوشنبې (۶ اکټوبر) د حماس او اسرائیلو تر منځ د منځګړو په مرسته غيرمستقيمې خبرې اترې ترسره شي.

    دا خبرې اترې وروسته له هغه کېږي چې حماس د امریکا د سولې ۲۰ ماده ييز پلان له ځينو برخو سره موافقه وکړه چې په هغو کې د يرغملو خوشي کول او فلسطيني مسلکي کسانو ته د غزې واک سپارل شامل دي خو د بې وسلې کېدو له غوښتنې سره یې مخالفت ښودلی او څرګنده کړې یې ده چې ځينې نورې مادې لا هم خبرو اترو ته اړتيا لري.

    د حماس په رسمي ځواب کې د دوو مهمو غوښتنو چې بې وسلې کېدل او د غزې په اداره کې له رول لاس اخيستل دي څه نه دي ویل شوي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د يکشنبې په ماښام پر ټولنيزو رسنيو يوه پيغام کې وروستۍ خبرې اترې "ډېرې بريالۍ" وبللې او زياته یې کړه، "ما ته ويل شوي چې لومړی پړاو بايد همدا اوونۍ بشپړ شي او زه غواړم چې هر څوک ژر لاس په کار شي".

    ډونلډ ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی چې "دا وخت ډېر مهم دی، که نه د وينې توېدل به همداسې دوام وکړي."

    ښاغلي ټرمپ چې وړاندې یې هم د غزې سولې خبرو اترو د چټکولو غوښتنه کړې وه، خبريالانو ته ويلي، هيله لري چې د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو پروسه به "ډېر ژر" پيل شي.

    کله چې له ټرمپ د سولې پلان په اړه د انعطاف يا نرمۍ پوښتنه وشوه، نوموړي وويل. "انعطاف ته اړتيا نشته، ځکه نژدې ټولو پرې هوکړه کړې خو تل به ځينې کوچني بدلونه وي".

    نوموړي زیاته کړې، "دا د اسرائیلو لپاره يو غوره تړون دی، دا د عربي نړۍ، اسلامي او د ټولې نړۍ لپاره غوره تړون دی. موږ پرې ډېر خوښ يوو"

    خو په همدې مهال د ټرمپ له غوښتنې سره چې د تېرې جمعې په ورځ یې له اسرائیلو پر غزه د بريدونو درېدو غوښتنه وکړه لا هم په غزه هوايي بریدونه دوام لري.

  18. پر غزې د بریدونو دوام

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له غوښتنې سره چې د تېرې جمعې په ورځ یې له اسرائیلو پر غزه د بريدونو درېدو غوښتنه وکړه لا هم په غزه هوايي بریدونه دوام لري.

    د اسرائیلو د حکومت يوې وياندې شوش بېدروسین د يکشنې په ورځ خبريالانو ته وويل، "که څه هم په غزه کې ځينې هوايي بريدونه عملا بند شوي خو لا هم دا مهال اوربند نه دی اعلان شوی".

    له غزې راپورونه وايي، د دوشنبې تر شپې پورې د اسرائیلو هوايي بريدونو دوام درلود چې په ترڅ کې یې په غزه ښار کې يو شمېر استوګنيزې ودانۍ ويجاړې شوې دي.

    د بي بي سي يوه خبريال د يکشنبې په سهار د غزې د ننه د چاودنو غږونه او د اسرائیلو په کېبوڅ سيمه کې یې لوګی ليدلی و.

    د حماس تر کنټرول لاندې د غرې د روغتيا وزارت وايي، د يکشنې تر غرمې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي پوځي عملياتو له امله ۶۵ تنه فلسطينیان وژل شوي دي.

    په ورته وخت کې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نيوز ته ويلي چې د يرغملو د خوشي کېدو لپاره بايد هوايي بريدونه ودرول شي.

    نوموړي زياته کړې، "موږ غواړو چې يرغمل شوي کسان ژر تر ژره راوباسو."

  19. د حزب الله مشر د ټرمپ پلان "په امریکايي جامو کې د اسرئيلو پروژه" بللې ده

    د حزب الله مشر نعیم قاسم د غزې لپاره د ډونلډ ټرمپ پلان ته د حماس د ځواب په اړه غبرګون ښودلی. نوموړي دا پلان "په امریکايي جامو د کې د اسرائیلو پروژه" بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا "له خطره ډک دی".

    د حزب الله مشر په يوه ټلويزیوني وينا کې ويلي، دا پلان د دې لپاره جوړ شوی چې اسرائیلو ته اجازه ورکړي چي د سياست له لارې هغه څه ترلاسه کړي چې د "يرغل، نسل وژنې او قحطۍ" له لارې یې ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.

    نوموړي دا پلان د "ستر اسرائیل" د يوې پراخې پروژې د يوې برخې په توګه ياد کړ چې په وينا یې د امريکا په ملاتړ ډيزاين شوی دی.

    نعيم قاسم وويل، د اسرائیلو هر ډول وتل بايد يو "تاکتيکي ګام وګڼل شي، نه ريښتينی".

    نوموړي ټینګار وکړ چې حزب الله به د پلان د جزياتو په بحث کې ښکېل نشي، دا به حماس او نورو فلسطيني ډلو ته پرېږدي. خو خبرداری یې ورکړ چې د لبنان او سيمي عامه خلک بايد په بشپړ ډول د سياسي خطرونو په اړه پوه شي.

    د اسرائيلو پوځ په غزه کې پوځي عمليات له هغه وروسته پيل کړل چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه نېټه د حماس په مشرۍ بريد وشو. په پایله کې يې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور يرغمل شول.

    په ځواب کې بيا اسرائیلو په غزه بريد وکړ چې هلته د حماس تر ادارې لاندې د روغتيا وزارت مسؤلانو په وينا، له هغه راهيسې تر اوسه د اسرائيلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۷ زره کسان وژل شوي دي.

    حزب الله مشر

    د عکس سرچینه، Reuters