قطر وايي له موږ سره خیانت شوی

قطر د پنجشنبې په سهار وختي په سخته ژبه یوه بیان کې د نتنیاهو څرګندونې وغندلې چې هغه پکې د حماس د دفتر د شتون په اړه خبرې کړې وې او دغه څرګندونې یې "بې‌پروا" بللې. د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وویل: "زه داسې خبرې نه شم موندلی چې زموږ د غوسې کچه وښيي. دا د دولت ترهګري ده. موږ سره خیانت شوی."

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, قطر وایي چې د اسرائیلو برید له نړیوال قانونه " ښکاره سرغړونه " ده

    قطر وایي چې د اسرائیلو برید له نړیوال قانونه " ښکاره سرغړونه " ده

    د قطر د بهرنيو چارو د وزارت ویاند دغه برید"په سختوټکو کې وغنده".

    ډاکټر ماجد الانصاري وایي چې برید پر یوه استوګنځي شوی هلته چې " د حماس د سیاسي دفتر یو شمېر غړي د قطر پلازمینې، دوحې کې استوګن دي". هغه وایي چې دا برید له نړیوالو قوانینو"ښکاره سرغړونه" ده او همدارنګه د قطر لپاره "جدي ګواښ" دی. هغه وویل د قطر دولت په کلکه دا برید غندي او دا وړ عمل چې د سیمې امنیت ګواښي او څرګنده لاسوهنه کوي ورته د زغم نه ده.

  2. وروستی, اسرائیلو قطر کې د حماس پر لوړ پوړو مشرانو برید وکړ

    قطر

    د عکس سرچینه، Reuters

    له هغه وروسته چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د چاودنو غږونه واورېدل شول، د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ویلي د حماس لوړ پوړي مشران یې په نښه کړي دي. اسرائیلو د برید د ځای په اړه څه نه دي ویلي.

    حماس وايي، اسرائیلو په قطر کې د سولې خبرو لپاره پر مذاکراتي پلاوي برید کړی. قطر د اسرئیلو برید له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.