په ماسک تړلې سترګې، په لاس کې د اوبو بوتل او پر تن سپورتي جامې: ټرمپ د وېنزویلا د نیول شوي ولسمشر تصویر خپور کړ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ’ټروتھ سوشل‘ یو تصویر خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، ''نکولاس مادورو په یو اېس اېس ایوو جیما کې.''
ایوو جیما د هغې جنګي بېړۍ نوم دی، چې لږ مخکې یې په هکله ولسمشر ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي و، نکولاس مادورو د امریکا نیویارک ته لېږدوي.
په تصویر کې مادورو په داسې حال کې لیدل کېږي، چې پر سترګو یې ماسک تړلی، غوږۍ یې پر غوږونو ایښې او خړ رنګه سپورتي کالي یې اغوستي دي.
په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ 'سي بي اېس'وايي، تمه ده هغه امریکايي پوځي الوتکه چې مادورو به امریکا ته رسوي، نن به د نیویارک سټېورټ هوايي ډګر کې ناسته وکړي.
سټېورټ یو پوځي هوايي ډګر دی، چې د نیویارک هډسن والي سیمه کې موقعیت لري.
سرچینې وايي، ولسمشر مادورو اوسمهال د امریکايي پوځ په توقیف کې دی او د الوتکې له کېناستو وروسته به د امریکا فدرالي چارواکو ته وسپارل شي.
تمه کېږي، چې مادورو به راتلونکې دوشنبه د نیویارک سدرن فدرالي محکمې ته وړاندې شي.