تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د محکمې لومړۍ ناسته پای ته ورسېده؛ مادورو او مېرمن یې ټول تورونه رد کړل

د راپورونو له مخې، نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن په محکمه کې ټول تورون رد کړي دي. د دوی لومړنۍ محکمه ناوخته پای ته ورسېده. ښاغلی مادورو د "مخدره توکو ترهګرۍ" او "د وسلو او ویجاړوونکو چاودېدونکو توکو ساتنې" په تورونو متهم شوی. . همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وېنزوېلا د وضعیت د ارزونې لپاره غونډه کړې ده. د مادورو مرستیالې دلسي رودرېګز نن رسمي ډول د وېنزويلا د موقتې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه. مېرمن رودرېګز په یوه پیغام کې چې په مستقیمه توګه ولسمشر ټرمپ ته استول شوی، ویلي چې د هغې حکومت به له متحده ایالاتو سره په درناوي او همکارۍ چلن وکړي.

لنډیز

  • نن درېیمه ورځ ده چې نیکولاس مادورو د امریکایي ځواکونو لخوا نیول شوی او د نشه‌يي توکو او وسلو اړوند تورونو له مخې محاکمه کېدو لپاره نیویارک ته لېږدول شوی دی
  • د مادورو مرستیاله ډیلسي رودریګز به نن د وېنزویلا د نوې ولسمشرې په توګه لوړه وکړي
  • ټرمپ خبرداری ورکړ چې که اغلې رودریګز رغنده ګامونه وانخلي، نو ښايي تر مادورو هم "لویه بیه" پرې کړي
  • ټاکل شوې نیکولاس مادورو نن په نیویارک کې محکمې ته حاضر شي
  • ایران او چین د مادورو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده
  • بېجېنګ په خپل تازه غبرګون کې د امریکا کړنې "له نړیوالو قوانینو او د نړیوالو اړیکو له بنسټیزو نورمونو څرګنده سرغړونه" بللې
  • بلخوا د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني بیا ویلي، د مادورو وتلو د وېنزویلا خلکو لپاره د هیلو یو نوی باب پرانیستی دی
  • د رپوټونو له مخې د مادورو تر نیول کېدو وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې دي

ژوندی پوښښ

  1. کاراکاس کې د امریکايي ځواکونو له هوايي عملیاتو وروسته عکسونه

    د بي‌بي‌سي له امریکايي رسنیز شریک سي‌بي‌اېس نیوز سره په دغو شریکو شویو عکسونو کې د امریکا له هوايي ګوزارونو وروسته د وېنزوېلا د پلازمېنې کاراکاس یوه مهم پوځي مرکز فورتې تیونا کې اوښتي زیانونه کتل کېږي.

  2. دا لا روښانه نه ده چې ټرمپ به څنګه وېنزویلا اداره کوي

    ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې امریکا به "تر هغه وخته پورې دا هېواد اداره کړي چې موږ وکولی شو د واک یو خوندي، مناسب او قضاوتمندانه لېږد ترسره کړو".

    دا لا سمه روښانه نه ده چې امریکا د وېنزویلا د چلولو څنګه پلان لري یا دا چې څوک به پکې ښکېل وي، خو ټرمپ وویل چې دا به یوه "ډله‌يیزه" هڅه وي.

    نوموړي زیاته کړه چې د متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د وینزویلا له مرستیالې ولسمشرې ډېلسي رودریګز سره، چې وروسته بیا د وېنزویلا د سترې محکمې لخوا لنډمهاله ولسمشره اعلان شوه، خبرې کوي.

    ټرمپ وویل چې اغلې رودریګز د "هر هغه څه ترسره کولو ته چې امریکا یې غواړي" لیوالتیا ښولې.

    وروسته رودریګز پر دولتي تلویزیون راڅرګنده شوه، د مادورو د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه، او ویې ویل چې هغه د وېنزویلا "یوازینی ولسمشر" دی.

    ټرمپ دا هم وویل چې د وېنزویلا د اپوزیسیون له مشرې ماریا کورینا ماچادو سره یې خبرې نه دي کړې. د هغه په نوموړې په وېنزویلا کې د مشرتابه اړین ملاتړ او درناوی نه لري.

    مخکې ماچادو له اډمونډو ګونزالیز غوښتي وو چې د واک واګي لاس کې واخلي. هغې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګونزالیز ملاتړ کړی و او د نوموړې د ګوند لخوا د رایو خپرې شوې شمېرې ښیې چې هغه ټاکنې ګټلې وې.

  3. وروستی, تېل ښايي د وېنزویلا د راتلونکې د څرنګوالي په ټاکلو کې مهم رول ولري

    مارک اشډون - د سوداګرۍ برخې خبریال

    ټرمپ دا روښانه کړې چې غواړي متحد ایالتونه د وېنزویلا د تېلو ساحو ته لاسرسی ولري.

    اټکل دا دی چې د وېنزویلا د تېلو د زېرمو اندازه له ۳۰۰ میلیارد بېرلو اوړي، چې د نړۍ په کچه تر ټولو ستره ده.

    د وېنزویلا اوومه تېل درانده دي، چې دې یې استخراج ګران او ستونزمن کړی دی. خو دغه هېواد بیا هم د نړۍ پنځم لوی صادرونکی پاتې شوی.

    په کارابین سمندر کې د متحدو ایالتونو د پوځي کښتیو له ډېریدونکي شمېر سره سره، تېره میاشت لاهم په ورځ کې نږدې یو میلیون بېرله ترې چین، سویلي اروپا او متحدو ایالتونو ته روان وو.

    په وېنزویلا د وروستیو کلونو سیاسي ناکراریو د تېلو تولید یو څه زیانمن کړی. همدا راز د دغه هېواد د تېلو او طبیعي ګاز دولتي شرکت، پیترولیوس دي وینزویلا هم له لسیزو راهیسې له اعتصابونو او د خوندیتوب کمزورو معیارونو له تورونو سره مخامخ دی.

    د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ترمپ، ښاغلی مادورو تورن کړی چې د نشه‌يي توکو د قاچاق تمویل لپاره د تېلو پیسې کاروي. خو بلخوا مادورو بیا پر واشنګټن تور پورې کړی چې ګواکې هوډ لري د دوی د هېواد د تېلو زیرمو کنټرول تر لاسه کړي.

    په هره توګه، داسې ښکاري چې د تېلو ساحې دمګړۍ د امریکا د هوايي بریدونو له زیانه خوندي پاتې شوې دي، خو د وېنزویلا راتلونکې چې هر څه وي، د دغه هېواد د تېلو صنعت به په کې مهم رول ولوبوي.

  4. مادورو د نیویارک په توقیف ځای کې

  5. د مادورو نیولو په تړاو د غبرګونونو دوام

    د جاپان بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بریدونو او مداخلې په غبرګون کې د جي-اووه هېوادونو د یوه غړي په توګه خپل دریځ تکرار کړ. توکیو په وېنزویلا کې "د دیموکراسۍ احیا او د وضعیت ثبات لپاره" ملاتړ اعلان کړ.

    بل خوا د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل غبرګون کې تونده ژبه کارولې او ویلي یې دي چې دوی "د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د هر ډول بهرنۍ مداخلې مخالفت کوي."

    مالیزیا همدا راز له "ګواښلو او یا ځواک کارولو" سره هم مخالفت ښودلی دی.‌

  6. وروستی, د نېکولاس مادورو د نیولو عملیات؛ تر اوسه پر څه پوهېږو؟

    د نېکولاس مادورو او د هغه د ښځې لېږدونکې الوتکه تېره شپه نیویارک کې د ملي ګارد ستېوارت هوايي اډه کې کېناسته.

    رپوټونه وايي، وروسته مادرو په بروکلین سیمه مېټروپولیټن توقیف‌ځای ته ولېږدول شو چې مشهور او‌ پېژندل شوي بندیان پکې ساتل کېږي.

    په وېنزویلا کې لوړې محکمې "د اداري چارو د دوام او د ولس هر اړخېزې دفاع تضمین لپاره" مرستیاله ولسمشره ډلسي رودریګېز لنډمهاله ولسمشره اعلان کړه.‌

    په امریکا کې بیا دفاع وزیر پیټ هېګسېت تېره شپه له سي‌بي‌اېس سره په مرکه کې ډونلډ ټرمپ د عمل او اقدام ولسمشر وباله او ویې ویل چې متحد ایالتونه به د وېنزویلا د راتلونکې شرایط وټاکي.‌

    د امریکا د ترانسپورت وزیر شان ډفي هم اعلان وکړ چې د کارابین سمندرګي پر سر هوايي حریم، چې تر بریدونو وروسته محدود شوی و، د امریکا د ختیځ پر وخت د ماسپښین پر ۱۲:۰۰ بجو بېرته پرانستل شي.

    د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د مادورو نیولو لپاره د امریکا د پوځي عملیاتو په تړاو غبرګونونه ښودلي دي.‌

    د نورو تازه خبرونو لپاره له موږ سره پاتې شئ.

  7. د مادورو د نیولو په اړه غبرګونونه:

    بریتانیا: لومړي وزیر کېیر سټارمر ويلي چې د هغه حکومت به د مادورو رژیم د پایته رسېدو په تړاو "هېڅ اوښکې تويې نه کړي"، خو په دې اړه یې څه نه دي ويلي چې ایا پوځي کړنې نړيوال قانون مات کړی که نه.

    روسیه: د بهرنیو چارو وزارت له امریکاغوښتي چې "په خپل دریځ بیا غور وکړي او د یو خپلواک هېواد مشروع ټاکل شوی ولسمشر او د هغه مېرمن خوشې کړي"، او ويلي یې دي چې وېنزویلا او امریکا بايد "خبرو اترو" ته کېني.

    چین: د بهرنیو چارو وزارت وايي "د امریکا له خوا د ځواک کارولو حیران کړي او دا کار په "کلکه غندي" او له امریکایې غوښتي چې "نړیوال قانون مراعات کړي"

    ملګري ملتونه: عمومي منشي انتونیو ګوتېرش"ژوره اندېښنه" ښودلې او د "خطرناکه بېلګې" جوړېدو په اړه یې خبرداری ورکړی او د نړیوال قانون په درناوی یې ټینګار کړی دی.

  8. د امریکا له خوا پر وېنزويلا له بريدونو وروسته د سپوږمکۍ انځورونو کې پوځي ودانيو ته اوښتی زيان ليدل کېږي

    له سپوږمکۍ د ونټور لخوا اخیستل شوي وروستي عکسونه، چې بي بي سي تائيد کړي، د امریکا له خوا په وېنزويلا کې د تېرې ورځې له بریدونو وروسته یوه مشهور پوځي کمپلیکس کې یو شمېر ودانیو ته اوښتی زیان ليدل کېږي.

    د ډسمبر د ۲۲ نېټې او اوسمهال عکسونه په پلازمینې کاراکاس کې د فویرټ ټیونا کمپلېکس حالت ليدل کېږي. په کمپلېکس کې لږترلږه شپږ جوړښتونه په جدي توګه زیانمن شوي ښکاري.

  9. وروستی, ګوتېرېش په وېنزويلا کې د امریکا د کړنو په اړه "ژوره اندېښنه" ښودلې

    د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش ویاند ويلي چې نوموړی په ​​وېنزویلا کې د امریکا د پوځي عملیاتو په اړه "ژوره اندېښنه" لري.

    ښاغلي ګوتېرېش ويلي، دا عملیات "د سیمې لپاره اندېښمنونکي اغېزې" لري او دا چې د وېنزویلا وضعیت ته په پام سره، پرمختګونه به "خطرناکه بېلګه" رامنځته کړي.

    هغه د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون له ټولو د نړیوال قانون د بشپړ درناوي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

    ښاغلي ګوتېرېش ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې نړیوال قانون ته درناوی نه دی شوی او له وېنزویلا یې وغوښتل چې په "ټول ګډوني خبرو اترو" کې برخه واخلي چې بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته درناوی ولري.

    کولمبیا، چې د روسیې او چین ملاتړ ورسره و، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې.

  10. اټکل کېږي هغه چورلکه چې مادورو یې لېږداوه، په منهټن کې راښکته شوې

    د نیویارک ښار کې د دریو چورلکو د ښکته کېدو انځورونه ترلاسه شوي چې باور کېږي په یوه کې د وېنزویلا نیول شوی ولسمشر مادورو او د هغه مېرمن لیږدول کېږي.

    چورلکې په منهټن کې په ویسټ سایډ د چورلکو ډګر کې ښکته شوې.

    مادورو به اوس په ښار کې د مخدره توکو د کنټرول ادارې دفتر ته وړل کېږي.

  11. د لاتینې امریکا مشران د نیکولاس مادورو د نیولو په اړه مختلف نظرونه لري

    موږ مخکې د لاتینې امریکا د ځينو هېوادونو غبرګونونه خپاره کړي، دلته د سیمې څو نورو هېوادونو غبرګونونه را اخلو:

    برازیل: د برازیل ولسمشر لولا ډی سلوا وايي چې د امریکا کړنې "د نه منلو وړ سرې کرښه تېرې شوې" او "د وېنزویلا حاکمیت ته جدي سپکاوی دی." هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې "په کلکه ځواب ووایی."

    ارجنټاین: د ولسمشر ډونلډ ټرمپ متحد جاویر میلي ويلي، "موږ د مخدره توکو ترهګر دیکتاتور مادورو سقوط لمانځو." نوموړي د نوي حکومت د لېږد په برخه کې د ارجنټاين د مرستې وړانديز کړی او ويلي یې دي، "دلته د شک هېڅ نشته تاسو باید د ښه او یا بد لوري تر منځ يو غوره کړئ."

    یوروګوای: د یوروګوای ولسمشر یامانډو اورسي په يوه رسمي بيان کې ويلي چې پرمختګونه "په ډېر احتیاط او اندېښنې سره" څاتري او "د تل په څېر، پوځي مداخله ردوي."

  12. وروستی, مادورو به د بروکلېن توقیف مرکز ته ولېږدول شي

    د امریکایی رسنیو د راپورونو له مخې، د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو به د چورلکې په مټ د منهټن وېسټ سایډ هوایی ډګر او له هغه ځایه په موټر کې د امریکا د مخدره توکو د کنټرول ادارې مرکزي دفتر ته ولېږدول شي.

    نوموړی به بیا په بروکلین کې د میټروپولیټن توقیف مرکز ته يوړل شي او داسې اټکل کېږي چې تر راتلونکې اوونۍ به تر هغه چې د منهټن فدرالي محکمه کې د مخدره توکو او وسلو له تورونو سره مخ شي هلته ساتل کېږي.

  13. وروستی, یوه ډله له الوتکې ښکته شوه، يو کس چې ګومان کېږي مادورو دی لېږدوي

    لکه څنګه وړاندې وويل شول، هغه الوتکه چې د وېنزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو او د هغه مېرمن په کې لېږدول کېده د امریکا نيويارک کې ښکته شوې ده. په خپرو شويو عکسونو کې يوه ډله خلک یو تن چې ګومان کېږي مادورو دی له الوتکې بدرګه کوي.

    په يوه بل کس کې لسګونه قانون پلي کوونکي افسران ليدل کېږي چې په خړ يونيفارم کې يو تن لېږدوي.

  14. وروستی, د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه کوي

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي دوی به د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۵مه) په وېنزویلا کې د امریکا د عملیاتو په اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

    په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو نومونه لا نه دي په ډاګه شوي، خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ښايي ګډون په کې وکړي.

    کولمبیا د غونډې غوښتنه کړې ده، روسیې او چین، چې دواړه د امنیت شورا دایمي غړي دي، د دې ملاتړ کړی دی.

  15. وروستی, هغه الوتکه کې چې نېکولاس مادورو په کې لېږدول کېده، نيويارک کې ښکته شوې

    د سي بي اېس نیوز د راپور له مخې هغه الوتکه چې د وېنزویلا ولسمشر نېکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورس یې لېږدول، د نیویارک د سټیوارټ هوايي ملي ګارډ اډه کې ښکته شوې ده.

    الوتکه ښکته شوې او د قانون پلي کوونکي افسران الوتکې ته پورته شوي دي.

  16. دلسی رودریګز وايي، نکولاس مادورو د وینزوېلا یوازینی ولسمشر دی

    د وېنزویلا د ولسمشر مرستیاله دلسی رودریګز وايي، نکولاس مادورو د هېواد یوازینی ولسمشر دی.

    نوموړې د خپل هېواد پر ملي ټلویزیون یوه تازه وینا کې وویل: ''په وینزویلا کې یوازې یو ولسمشر دی او د هغه نوم نیکولاس مادورو دی.''

    اغلې رودریګز دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا ولسمشر مخکې ویلي، له هغه وروسته چې امریکايي ځواکونو تېره شپه مادورو ونیو، دا د هېواد نوې مشره ده.

    وروسته له هغه چې ټرمپ وویل، امریکا به دغه هېواد "اداره کوي"، اغلې رودریګز وايي، حکومت د وېنزویلا "دفاع" ته چمتو دی.

    رودریګز په خپله وینا کې د ارامۍ او یووالي غوښتنه وکړه.

    هغې ''د هېواد پر ضد وسله وال یرغل'' وغانده او په خبره یې د هېواد دفاعي شورا فعاله شوې ده.

    نوموړې زیاته کړه، چې راتلونکو ساعتونو کې د حکومت له لوري د نورو غبرګونونو تمه ده.

    نوموړې زیاته کړه: ''د وېنزویلا خلکو ته، زموږ خلکو ته دلته یو څرګند حکومت شته'' او زیاته یې کړه، چې د قانوني او له درناوي سره د خبرو لپاره د وېنزویلا دروازې پرانیستې دي.

  17. ټرمپ په وېنزویلا کې د پوځي عملیاتو څارنې په ترڅ کې اخیستل شوي تصویرونه خپاره کړل

    د امریکا ولسمشر هغه تصویرونه خپاره کړي، چې په وېنزویلا کې د پوځي عملیاتو څارنې پر مهال اخیستل شوي. ولسمشر ټرمپ پر خپله 'ټروتھ سوشل' یو شمېر تصویرونه خپاره کړي.

    په هغو تصویرونو کې چې امریکايي ولسمشر خپاره کړي، په ظاهره ښاغلی ټرمپ داسې حال کې لیدل کېږي، چې تېره شپه په وېنزویلا کې د بریدونو، ولسمشر نکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې سیلیا فلوریس د نیول کېدو چارې څاري.

  18. ټرمپ مادورو د 'ناقانونه دیکتاتور' په توګه یاد کړ

    ټرمپ په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې له وېنزویلا سره د امریکا "ملګرتیا" به د وېنزویلا خلک "بډایه، خپلواک او خوندي" کړي او زیاته یې کړه چې په امریکا کې مېشت وېنزویلایان به "ډېر خوشحال" وي.

    هغه خبري غونډې ته وویل: "دوی به نور هېڅ ستړې، ستونزې نه ګالي."

    ټرمپ مادورو یو داسې "ناقانونه دیکتاتور" وباله چې په خبره یې امریکا ته د "پرېمانه وژونکو غیرقانوني مخدره توکو" راوړلو مسوول و، او هغه یې د کارټیل ډي لاس سولز مخدره توکو قاچاقبرو ټلوالې د چارو په څارنې تورن کړ.

    د یادونې ده، چې مادورو مخکې په کلکه د کارټیل مشر کېدل رد کړي و.

    ټرمپ زیاتوي چې مادورو او د هغه مېرمن نیویارک ته په یوه بېړۍ کې روان دي، او د نیویارک او میامي ترمنځ به "ډېر ژر پرېکړه وشي".

  19. ټرمپ وايي، د ماچادو لپاره به د وېنزویلا مشري "ډېره سخته" وي

    په خبري غونډه کې له ښاغلي ټرمپ وپوښتل شول، چې ایا دی له اپوزېسیون مشر ماریا کورینا ماچادو سره اړیکه لري که نه، ښاغلي ټرمپ په ځواب کې وویل، له هغې سره نه دی غږېدلی.

    نوموړي زیاته کړه، د هغې لپاره به "ډېره سخته وي، چې د وېنزویلا مشري وکړي. "

    ښاغلی ټرمپ وايي، که څه هم هغه "خورا ښه ښځه ده، خو هغه په هېواد کې دننه ملاتړ او په هېواد کې دننه درناوی نه لري."

  20. وروستی, ټرمپ: امریکا به د 'خوندي، مناسب او عادلانه انتقال' تر مهاله وېنزویلا اداره کړي

    د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا به وېنزویلا "تر هغه وخته پورې اداره کړي" چې "موږ وکولی شو د واک خوندي، مناسب او عادلانه لېږد ترسره کړو".

    پر وېنزوېلا د امریکا له برید وروسته ولسمشر ټرمپ یوې خبري غونډې ته د خپلو خبرو پیل کې د وېنزویلا پلازمېنه کاراکاس کې د (فوق العادي) پوځي عملیاتو ته اشاره وکړه، چې د ده په لارښوونه وشول.

    نوموړي وویل: د"هوا، ځمکې او سمندر" له لارې د امریکا "ستر" پوځي ځواک وکارول شو. ټرمپ د "حیرانونکي سرعت، ځواک، دقت او وړتیا" لپاره د خپل هېواد د پوځ مننه وکړه.

    دی وايي، " د لوړ معیار روزل شويو سرتېرو" د متحده ایالاتو د قانون له پلي کونکو سره په همکارۍ فعالیت کاوه.

    د ښاغلي ټرمپ په وینا، د وېنزویلا ځواکونو"له ډېرو کښتیو سره زموږ انتظار کاوه"، خو په وینا یې په داسې حال کې چې په "چمتو حالت" کې وو، د وېنزویلا ځواکونه "په بشپړ ډول او ډېر ژر غیر فعال شوي".

    هغه زیاتوي چې یو امریکایی پوځي هم نه دی وژل شوی، او هیڅ تجهیزات له لاسه نه دي ورکړل شوي.

    ټرمپ وویل، متحده ایالاتو "د سمندر له لارې د راتلونکو مخدره توکو ۹۷ سلنه له منځه وړي" او ادعا کوي چې د مخدره توکو هره کښتۍ په اوسط ډول ۲۵۰۰۰ خلک وژني.

    هغه دغه راز ادعا کوي چې ډېری مخدره توکي له وینزویلا راځي. بي بي سي دا ارقام نه دي تائید کړي.