له خیبر میدانه رپوټونه وايي چې نن د پاکستاني امنیتي کسانو له لوري د پرونیو وژل شوو څلورو تنو د جنازې لمونځ ادا شوی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم ګډون پکې کړی دی.
ښاغلي پښتین د جنازې لمانځه نه مخکې وینا هم کړې ده.
هغه وژل شوو کسانو او د 'پښتنو قامي جرګې' د مخنیوي هڅو ته په اشارې سره وویل، "ګواه اوسئ، چې کله په وطن ننګ و نو د پيټياېم ملګرو، چې په هغه کې د هر ګوند او علاقې خلک موجود دي، په اول صف کې ولاړ وو او سرونه یې ورکول."
هغه د پاکستان حکومت ته په خطاب کې وویل، "ظلم او جبر دې کړی دی، سل ظلمونه وکړه خو اخر به هم ځواب ته تم کېږې" او "حساب ته به کېنې."
د ښاغلي پښتین په وینا، پښتانه به په بل هر څه کې ګوزاره وکړي خو په "حساب کتاب" کې په چا پسې نه تېرېږي او نه یې هم "هېڅکله په تاریخ کې چا ته معاف کوي، نه به یې درته معاف کړي."
هغه له پښتنو وغوښتل چې "پر شا نه شئ، کنه نو ګټلې لوبه به وبایلئ."
ښاغلي پښتین همدا راز وویل چې د 'پښتنو قامي جرګه' به په پاکستان کې له پښتنو سره د روان وضعیت په اړه پرېکړه کوي او په وینا یې، "چې دغه ملت هره پرېکړه وکړه، که د چا زړه خوشالېږي او که خپه کېږي، که د چا د غرقولو یا ابادولو وي، زه به په هغې جرګه او فیصله کې ورسره ولاړ وم."
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز لګولی او تور یې پورې کړی چې ګواکې د دغه هېواد امنیت او بې ثباتۍ ته ګواښ دی او د یوې میاشتې لپاره یې په خیبر پښتونخوا کې د خلکو راټولېدل هم منع کړي دي.
خیبر میدان کې د مړو خاورو ته سپارل
د غورځنګ غړو له لوري پر خواله رسنیو خپرو شوو ویډيوګانو او عکسونو کې ښکاري چې ګڼ خلک د جرګې په سیمه کې ورټول دي، مفتي منیر شاکر د جنازې امامت کوي او په مخ کې یې څلور تابوتونه ایښي دي.
ښاغلي پښتین د وژل شوو کسانو له ډلې د یوه د کورنۍ غوښتنه په وینا کې شریکه کړې چې ویلي یې دي، د هغه مړی دې د جرګې په ډګر کې خاورو ته وسپارل شي.
منظور احمد پښتین وویل، دا به د تاریخ لپاره یوه نښه وي او یادېږي به چې "دغو شهیدانو څنګه د خپلې خاورې او مظلوم ملت لپاره قرباني ورکړې ده."
ټاکل شوې سبا د 'پښتنو قامي جرګه' تر سره شي
په داسې حال کې چې له ګڼو سیمو خلک د جرګې سيمې ته پلي او سپاره ور روان دي، هلته ورغلې ډېرۍ لارې تړل شوې دي.
د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په مشرۍ یو پلاوی هم ټاکل شوی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره د جرګې په تړاو مذاکرات وکړي.
سرچینې وايي، غورځنګ ته به په ځينو شرطونو د جرګې ترسرولو اجازه ورکړل شي.