تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

خیبر کې د پښتنو قامي جرګې پرېکړه لیک؛ "دوو مياشتو کې دې د پاکستان پوځ او ټولې وسله والې ډلې زموږ له خاورې ووځي"

د پښتو قامي جرګې له اوږدو بحثونو او خبرو اترو وروسته پرېکړه ليک اعلان کړی دی. دغه پرېکړه ليک چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښين له خوا ولوستل شو په کې ګڼې غوښتنې شوې دي. منظور پښتين وويل جرګې پرېکړه کړې چې په "دوو مياشتو کې به د پاکستان پوځ، طالبانو او داعش په ګډون ټولې وسله والې ډلې زموږ له خاورې وځي."

لنډیز

  • جرګې له خپلمنځي بحثونو وروسته يو لړ پرېکړې کړې دي.
  • منظور پښتين وويل جرګې پرېکړه کړې چې په "دوو مياشتو کې به طالبان او د پاکستان پوځ زموږ له خاورې وځي."
  • منظور پښتين وويل پر ډيورنډ کرښه دې له پاسپورټ او ويزې پرته تګ راتګ وشي
  • د پښتنو قامي جرګه؛ له "۷۶ زره" ډېر پښتانه په بمي چاودنو، هدفي وژنو او نورو کې وژل شوي
  • پښتین ویلي جرګې ته دومره خلک راغلي چې ۸۰۰ جرېبه ځمکه ورته کمه شوې
  • د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت ۶۰۰ خیمې د مېلمنو د انتظام لپاره جرګې ته ورکړې
  • زکیم وزیر: د پي‌ټي‌ایم تر ۱۰۰۰ ډېر غړي او عام خلک چې جرګې ته راتلل نیول شوي
  • منظور پښتین وایي پښتانه به د یوه شهید وینه هم چا ته ونه بښي
  • ګنډاپور ویلي جرګه چې هره پرېکړه وکړي،‌ دی به یې د پښتونخوا د اعلی وزیر په توګه ملاتړ وکړي

ژوندی پوښښ

  1. د پښتنو قامي جرګه؛ له "۷۶ زره" ډېر پښتانه په بمي چاودنو، هدفي وژنو او نورو کې وژل شوي

    د پښتنو قامي‌ جرګې لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) له خوا راټولو شويو معلوماتو له مخې، تر دې مهاله له "۶۷ زره ډېر پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي، ۵،۷ میلیونه خلک بې کوره شوي او ۶۷۰۰ کسان لادرکه دي."

    منظور پښتين وويل د اسنادو له مخې تر ټولو ډېر "څه باندې نهه زره" وژل شوي کسان د خيبر له سیمې دي، چېرته چې دغه جرګه روانه ده.

    هغه د جرګې په پرانېستونکي وینا کې وویل چې "پښتانه د لسیزو راهیسې د پراخ تبعیض، زورونو، جبري ورکیدو، شکنجه کولو، هدفي وژنو او محرومیت سره مخ دي."

    منظور پښتین په داسې حال کې چې د پښتنو وضعیت یې د انځور په ژبه هم ګډونوالو ته ښکاره کاوه وویل " موږ د تعلیم، روغتیا، زیربناوو، سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا څخه په لوی لاس محروم ساتل شوي یو."

    د پاکستان حکومت په رسمي ډول لا تراوسه د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د دغو راټولو شويو شمېرو په اړه څه نه دي ويلي.

  2. د پښتو قامي جرګې په درېیمه او وروستۍ ورځ هم بحثونه کېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين چې د پښتنو د غه جرګه يې رابللې وايي، نن به مهمې پرېکړې اعلانوي.

    په دغه جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او پلويانو تر څنګ د مختلفونو ګوندونو په زرګونو کسانو ګډون کړی دی.

  3. وروستی, له منظور پښتون سره مرکه؛ يکشنبې به جرګه خپله "ټینګه پرېکړه" اعلان کړي

    خیبر کې د پښتنو قامي جرګې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، سبا ته به د جرګې وروستی پړاو وي او د دې مشترکې جرګې پایلې او غوښتنې به ډاګیزه شي.

    ښاغلی پښتین وايي، سبا ته به په ګډه مشران خپله 'ټینګه پرېکړه' اعلانوي او خپلې موخې او دغو موخو ته د رسېدو لارې روښانه کړي.

  4. د پښتنو قامي جرګې له ځایه د بي‌بي‌سي خبریال حال راکوي

    په خیبر کې د پښتنو قامي جرګه د منظور پښتین په وینا په رسمي ډول پیل شوه چې زرګونه کسان په کې برخه لري. د جرګې په ځای کې د بي بي‌سي خبریال افتخار خان وايي،‌ د بحثونو لپاره لږ تر لږه ۸۰ کمېټې جوړې شوې چې پر مسائلو بحثونه وکړي.‌ په دغو کمېټو کې ۶۰ یې د ضلعو یا ولسوالیو استازولي کوي او پاتې یې د اتحادیو یا ټولنو په اسازیتوب بحثونو کې برخه اخلي.‌ د بي‌بي‌سي خبریال افتخارخان د خیبر له ریګي للمې سیمې تازه حال راکوي.

  5. وروستی, د منظور پښتین د وینا ځینې مهم ټکي

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتن جرګې په وینا ټینګار کاوه چې پښتانه مشران،‌ سیاستوال او استازي دې د خپلو خلکو "د خوندیتاب" لپاره سیاسي او شخصي اختلافات لېرې کړي او د ده په ټکو د پښتنو یو والي لپاره دې په ګډه کار وکړي.‌

    نوموړي په خپلو کې ویل چې په پښتنو سیمو کې "د ناامنیو دلېرې کولو لپاره تر ټولو ښه لاره یو والی دی." ښاغلی پښتین خبرداری ورکوي چې د پښتنو په سیمو "یو بل جنګ راروان دی."

    په پرانیستې وینا کې هغه وویل چې لا هم "زرګونه ښځې شته چې مېړونه او یا هم اولادونه یې ورک دي."

  6. د بحثونو لپاره ۸۰ کمېټې جوړې شوې دي

    د جرګې په ځای کې د بي بي‌سي خبریال افتخار خان وايي،‌ د بحثونو لپاره لږ تر لږه ۸۰ کمېټې جوړې شوې چې پر مسائلو بحثونه وکړي.‌

    په دغو کمېټو کې ۶۰ یې د ضلعو یا ولسوالیو استازولي کوي او پاتې یې د اتحادیو یا ټولنو په اسازیتوب بحثونو کې برخه اخلي.‌

    ټاکل شوې دا کمېټې هر یوه یې په خپلو منځونو له بحثونو وروسته خپلې پرېکړې عمومي غونډې ته یوسي چې ښايي‌ سبا (یکشنبه) د ورځې تر پایه ټول یوې پرېکړ ته ورسېږي.‌

  7. غونډې ته د مشرانو ویناوې پیل شوې

    د پښتنو د قامي غونډې په ځای کې د بي بي سي خبریال وايي،‌ د منظور پښتین له خبرو وروسته اوس غونډې ته ورغلي مشران وینا وي.‌

    هغه وايي،‌ ګڼ سیاسي مشران او استازي غونډې ته ورغلي دي او دا مهال په نوبت خبرې کوي.‌ هر ځايي مشر د خپل سیمې حالت بیانوي‌.‌ په دغه غونډه کې د پښتنونو نژدې د ټولو سیاسي ګوندونو غړي او یا هم استازي برخه لري.

  8. غونډه کې د هرې سیمې خلکو ته ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی

    په غونډه کې د هرې سیمې خلکو لپاره ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی او په خېمو کې ناست دي.‌ د بي‌بي‌سي خبریال وايي‌ سره له دې چې موسم یو څه ګرم دی، خو بیا هم د ګډونوالو شمېر خورا ډېر دی.‌

    غونډې ته د سیاستوالو تر څنګ مېرمنې هم ورغلې دي.

  9. وروستی, د پښتنو قامي جرګه په رسمي ډول پيل شوه

    په خیبر کې د پښتنو قامي جرګه د منظور پښتین په وینا پیل شوه.‌ دغې غونډې ته د پښتنو زرګونه استازي ور غلي دي.‌ د غونډې په پیل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري راټول شوي مالومات او د ورکو شویو خلکو شمېرې پر لوی سکرین وړاندې کېږي.‌ ټاکل شوې وروسته په کمېټو کې بحثونه پیل شي.‌

    د غونډې په ځای کې د بي‌بي‌سي خبریال افتخار خان وايي،‌ زرګونه کسان غونډې ته ورټول شوي دي.‌

  10. وروستی, د خیبر له ریګي للمې سیمې د بي بي سي خبریال تازه رپوټ

    د خیبر په ریګي للمه سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري رابلل شوې د پښتنو قامي جرګه لا هم رسماً نه ده پیل شوې. ټاکل شوې وه دا جرګه پرون جمعه سهار پیل شي، خو وروسته د پي ټي ایم مشر منظور احمد پښتین وویل، د انتظامي مسائلو له کبله به یو له څه ځنډ وروسته جرګه پیل شي. د بي بي سي خبریال افتخار خان د جرګې له ځایه وروستی حال راکوي.

  11. په خیبر کې د پښتنو قامي جرګه لا هم نه ده پیل شوې

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه د خیبر په ریګي للمه سیمه کې د پښتنو قامي جرګې لپاره ورغلیو خلکو ته وینا کې وویل، جرګه به رسماً د شنبې ورځې په سهار لس بجې پیلېږي.

    په سیمه کې د بي بي سي خبریال افتخار خان وايي، له ځايي وخت سره سم د ورځې تر نژدې دوو بجو پورې جرګه رسماً نه ده پیل شوې، خو د بي بي سي خبریال د سمبالونکو له قوله وايي، د پیل وخت غځولو هېڅ اراده نه لري.

    د جرګې منتظمین وايي، زرګونه خلک د جرګې لپاره ټاکل شوي میدان ته رسېدلي او یو شمېر لا هم په لارو کې ورروان دي.

    بل لور تر اوسه پورې په سیمه کې انټرنېټي شبکې غیرفعالې دي او مخابراتي اړیکې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.

    ټاکل شوې وه، د پښتنو قامي جرګه پرون جمعه سهار پیل شي، خو د پي ټي ایم مشر منظور احمد پښتین تېر ماخوستن وویل، انتظامي مسائل د جرګې پیلېدو کې د ځنډ لامل شوي.

    په سیمه کې د بي بي سي خبریال افتخار خان په خپل رپوټ کې راته وايي، چې د پښتنو دا قامي جرګه ولې کېږي، اهمیت یې څه دی او په اړه یې څومره پوهېږئ؟

  12. وروستی, د پښتنو قامي‌ جرګې د پیل لپاره چمتوالی نژدې "بشپړ شوی"

    د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي‌ وايي، چې په خیبر کې د پښتنو قامي جرګې د پیل لپاره نژدې ټول چمتوالی بشپړ شوی او غونډه به ژر پیل شي.‌

    د دغه غورځنګ یوه غړي بي‌بي‌سي‌ ته وویل چې تېره شپه او پرون ورځ یې د خېمو لګول بشپړ کړي‌ او ټاکل شوې غونډه په رسمي ډول پرانیستل شي.‌

    د جرګې ځای ته د بي‌بي سي استول شوي‌ خبریالان وايي،‌ لا هم ګڼ خلک په خیبر کې د جرګې ځای ته ور روان دي.‌

    د بي بي سي خبریال افتخار خان زیاتوي، په خېمو کې د پښتنو د هرې سیمې خلک ناست دي خو غونډه په رسمي ډول لا نه ده پیل شوې.‌

    نوموړی زیاتوي،‌ د هغو کسانو د کورنۍ غړي هم راغلي چې خپل خپلوان یې یا ورک شوي او یا یې خپله زندان تیر کړی دی.‌

  13. خیبر کې د پښتنو قامي جرګه کې د ښځو ګډون

    خیبر کې د پښتنو قامي جرګې ته ګڼ شمېر ښځې هم ورغلې دي.

    پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې ښځو ته د جرګې ځای کې خپله ځانګړې خیمه درول شوې.

    له دوی ځينې داسې دي، چې خپل خپلوان یې ورک دي، او هيله لري چې په دې جرګه کې په ګډون سره به خپل غږ شريک کړي شي.

  14. پښتین: قامي جرګه انتظامي چارو کې د مشکلاتو له کبله وځنډېده، سبا (شنبه) سهار لس بجې پیلېږي

  15. پښتین: جرګې ته دومره خلک راغلي چې ۸۰۰ جریبه ځمکه ورته کمه شوې

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي،‌ خیبر کې د پښتنو قامي جرګې ته له بېلابېلو سیمو د ولسونو دومره خلک ورغلي چې ۸۰۰ جریبه ځمکه ورته کمه شوې او دوی ته یې انتظامي چارې سختې کړې دي.

    دا په داسې حال کې ده چې هغه پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي پیغام کې لیکلي، چې تر اوسه یوازې ۴۰ سلنه ولسي قافلې ورسېدلې او نورې لا په لاره دي.

    نوموړي زیاته کړې چې د خیبر د ولسونو له ۳۰۰۰ ډېرې حجرې له مېلمنو ډکې دي، او اړتیا ده چې د پېښور ولسونه هم خپلې حجرې مېلمنو ته وقف کړي.‌

    منظور پښتن لیکلي چې د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت هم ۶۰۰ خیمې د مېلمنو د انتظام لپاره جرګې ته حواله کړې دي.

    نوموړي له ولسونو غوښتي چې د اکتوبر پر ۱۳مه د جرګې د وروستۍ ورځې اعلامیې ته ځانونه ور ورسوي، ځکه له اندازې د زیاتو ولسونو په منځ کې "مشرانو ته جرګه کولو او منتظمینو ته انتظام کولو کې مشکل جوړیږي".

  16. منظور پښتین: د پښتنو قامي جرګه سبا (شبنه) سهار لس بجې پیلېږي

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي،‌ په خیبر کې د پښتنو قامي جرګه چې ټاکلې وه د جمعې پر ورځ (د اکتوبر ۱۱مه) پیل شي، د انتظامي چارو له کبله د شنبې ورځې د سهار لس بجو ته ځنډېدلې ده.

    هغه د اېکس‌ خواله رسنۍ په یوه پیغام کې لیکلي، په تېرو څو ورځو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا خیبر کې جرګې ته د چمتووالي پر هڅو او انتظامي چارو د پرله پسې بریدونو، د سامان سوځولو او نورو سامانونو ته د ورړلو اجازې نه ورکولو له کبله جرګه پر خپل وخت او ترتیب پيل نه شوه.

    هغه زیاته کړې د جمعې ماښام د پاتې سیمو د ولسونو د قافلو په ور رسېدو سره جرګې ته شاوخوا ۸۰۰ جریبه ځانګړې شوې ځمکه هم کمه شوه او انتظامي چارې یې لا نورې وغځولې.

  17. زکیم خان وزیر: د پښتنو قامي جرګه د چمتووالي او انتظامي چارو له کبله وځنډېده

    د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې او د اطلاعاتو څانګې غړی زکیم خان وزیر وايي، خیبر کې د پښتنو قامي جرګه د انتظامي چارو او همدا راز د لارو تړل کېدو له کبله پر وخت د بېلابېلو سیمو د ولسونو نه ورسېدو له کبله یو څو ساعته وځنډیده. نوموړی وايي، مخکې حکومت هلته د دوی وسایل سیځلي وو او نور یې نه وپرېښودل. زکیم خان وايي، اوس لارې پرانیستل شوې، ولسونه ور رسېدلي او وسایل هم ورلېږدول شوي چې دوی ېې پر لګولو بوخت دي.

    دی زیاتوي، چې په تېرو ورځو کې د پي‌ټي‌ایم تر ۱۰۰۰ ډېر غړي او هغه عام خلک نیول شوي چې دې جرګې ته ورتلل.

  18. د پښتنو قامي جرګې په هکله له سید عالم مسعود سره خبرې

    د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي خيبر کې د پښتنو قامي جرګه د سلا مشورې لپاره بلل شوې، او په وينا یې ترڅ کې مشران د څه پرېکړه وکړي، هر ډول چې وي، پي ټي اېم او ګډونوال پښتانه به یې مني.

    د دغې قامي جرګې په اړه نورو خبرو لپاره د پي ټي اېم غړی، ډاکټر سيد عالم مسعود له بي بي سي سره غږېدلی دی.

  19. په خیبر کې د پښتنو قامي جرګه؛ د لومړۍ ورځې حال د تصویر په ژبه

    پېښور سره څېرمه خيبر کې د پښتنو قامي جرګه، د پښتون ژغورنې په بلنه په کې، زرګونه خلک غونډ شوي، چې د خپلو حقونو په اړه به په کې غوښتنې کوي. د پېښور لوېديځ د خيبر رېګي للمه کې زرګونه خلک د پښتنو قامي جرګه کې غونډ شوي دي.

    دلته د هغو تصویرونو ټولګه وینو چې د قامې جرګې د لومړۍ ورځې حال پکې لیدل کېږي.

  20. په خیبر کي د پښتنو قامي جرګه څه اهمیت لري، غوښتنې به يې څه وي، او پرېکړې به يې څومره عملي وی؟

    د بي بي سي د داود اعظمي شننه: