نتنیاهو: زیاتیدونکې نښې نښانې شته چې ښيي د ایران مشر 'له منځه تللی' دی
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو وايي، داسې ''مخ په زیاتېدو نښې'' شته چې ښيي د ایران مذهبي مشر له منځه تللی دی.
نوموړي د هغو راپورونو په اړه چې د علي خامنه يي پر دفتر د برید په تړاو خپاره شوي، ویلي دي چې ښايي ''دا دیکتاتور نور نه شته''. نوموړي همدارنګه ټینګار کړی چې د اسرائیل عملیات به ''تر هغه وخته دوام وکړي چې اړتیا وي''.
تر اوسه پورې د ایران چارواکو دا ادعا نه ده تایید کړې.
له دې وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له این بي سي خبري شبکې سره خبرو کې ویلي وو چې د هغه د معلوماتو له مخې، علي خامنه يي، مسعود پزشکیان او محمد باقر قالیباف ژوندي دي.
ایراني چارواکو تر اوسه د اسرائیل د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په ورته مهال د نیمه رسمي ایسنا خبري اژانس راپور کې د خامنه يي په دفتر کې د عامه اړیکو مشر، سید مهرداد سید مهدي له قوله ویل شوي:"دښمن رواني جګړې ته مخه کړې ده. موږ ټول باید د دې په اړه محتاط واوسو".