منځني ختیځ کې پراخه جګړه ونښته هغسې چې سیمهییزو قدرتونو یې وېره لرله, هوګو بچېګا- بي بي سي
پر ایران د امریکا او اسرائیلو ناڅاپي برید اوس په یوه پراخه شخړه بدل شوی دی. دا هغه وېره وه چې سیمهییزو قدرتونو هغه مهال څرګنده کړه کله چې ولسمشر ټرمپ منځني ختیځ ته د خپلو جنګي بېړیو هغه ټولګه ولېږله چې هغه ورته د (ستر سمندري ځواک) نوم ورکړی و.
ایران پر اسرائیلو او نورو هېوادونو په بریدونو سره غبرګون ښودلی دی. اوس لبنان هم دې جګړې ته ورښکېلېږي، ځکه حزبالله د خپل ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي د غچ اخیستو لپاره پر اسرائیلو راکټي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي دي.
د مخالفینو لپاره به د حزبالله دا کړنې بېباکانه وګڼل شي. ان دا احتمال هم شته چې ځینې پلویان یې هم پرې نیوکې وکړي، ځکه هغوی په هېواد کې دننه د لا زیاتې ګوښه کېدنې او ویجاړۍ وېره لري.
اسرائیلو ویلي چې د دغې ډلې پر وړاندې یې "تعرضي" عملیات پیل کړي او خپلو وګړو ته یې خبرداری ورکړی چې "د ډېرو اوږدو جنګي ورځو لپاره چمتو اوسئ".
له میاشتو راهیسې دا اټکلونه کېدل چې اسرائیل ښايي خپل بریدونه پراخ کړي، ځکه داسې ادعاوې وې چې ګواکې حزبالله د خپلو وړتیاوو د بیا رغولو هڅه کوي. داسې ښکاري چې اوس هغه وخت راغلی دی.
خامنهاي نږدې څلور لسیزې د یو مستبد نظام مشري وکړه او ډېر خلک یې په مړینه خوښ دي. خو نه ټرمپ او نه هم نتنیاهو د دغو بریدونو لپاره کوم روښانه دلیل وړاندې کړی، ځکه د ایران لخوا کوم نږدې او سم لاسي ګواښ نه و څرګند شوی، او نه یې هم دا روښانه کړې چې دوی د څه ترلاسه کولو هڅه کوي.