د هند د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي بيبيسي ته تأیید کړې چې د سرحدي ډزو له امله د هند لوري کشمیر کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۰ تنو ته لوړ شوی دی.
ټول وژل شوي کسان د پونچ ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د کشمیر د پولهلیک سره نژدې موقعیت لري.
د دواړو خواوو ترمنځ دا سرحدي ډزې د هغه وروسته پیل شوې چې هند پر پاکستان هوایي بریدونه وکړل او لږ تر لږه ۳۲ کسان پکې ټپیان شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د هند او پاکستان د شخړې تاریخچه
له ۱۹۴۷ کال راهیسې، چې هند او پاکستان جوړ شول، دواړو هېوادونو څو جګړې کړي دي - ډېری یې د کشمیر پر سر وې.
لومړۍ جګړه له وېش یوازې څو میاشتې وروسته پیل شوه، چې په ۱۹۴۹ کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب له اوربند سره پای ته ورسېده.
دا اوربند سیمه ووېشله، خو دواړو هېوادونو لا هم د کشمیر پر بشپړ ملکیت ټینګار
درلود.
په ۱۹۶۵ کال کې، کله چې پاکستاني ځواکونو د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته واوښتل،
بله جګړه پیل شوه، چې سختې ځمکنۍ او هوایي نښتې پکې وشوې.
په ۱۹۷۱ کال کې جګړه د ختیځ پاکستان پر سر ونښتله، چې هند پکې د خپلواکۍ غوښتونکو
ملاتړ وکړ او دا پایله یې لرله چې بنګلهدېش جوړ شو.
په ۱۹۹۹ کې د کارګل جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو د هند تر ادارې لاندې
کشمیر ته ننووتل؛ دا لومړۍ نښته وه چې د اتومي وسلو لرونکو سیالانو ترمنځ وشوه او
نړیوالې اندېښنې یې راوپارولې.
په وروستیو کلونو کې، له وسلهوالو بریدونو وروسته، ترینګلتیاوې ډېرې شوې:
هند د ۲۰۱۶ کال د اوري برید وروسته "هدفمن یا دقیق بریدونه" وکړل او په ۲۰۱۹ کې د پلوامه د چاودنې په ځواب کې یې د بالاکوټ نژدې هوایي بریدونه و کړل.
پاکستان هم په ځواب کې خپلې هوایي حملې وکړې، چې دا هر څه د کارګل له جګړې راوروسته تر ټولو
خطرناک تاوتریخوالی ګڼل شوی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ