تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د سرغړونو له تورونو سربېره د هند او پاکستان تر منځ اوربند ټینګ دی

د هند هوايي ځواک وايي، د دوی عملیات لا هم روان دي. پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې د هند هوايي ځواک له لوري ویل شوي، عملیات یې دوام لري او جزیات به یې وروسته خپاره کړي. په پیغام کې زیاته شوې، ''عملیات لا هم روان دي، نو نور معلومات به وروسته خپاره شي. هند هوايي ځواک له ټولو غواړي چې له اټکلونو او ناتائید شویو معلوماتو ډډه وکړي.''

لنډیز

  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي، هند او پاکستان سملاسي او بشپړ اوربند ته چمتو شوي دي.
  • د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار هم په یوه اېکس پیغام کې ویلي، چې هند او پاکستان سملاسي اوربند ته چمتو شوي دي.
  • له دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي و د هند خلاف یې ځوابي اقدامات اخیستي دي
  • د پاکستان پوځ خپلو ځوابي اقداماتو ته د بنیان مرصوص عملیاتو نوم ورکړی
  • ای‌اېس‌پي‌ار ویلي د دوی په ځوابي اقداماتو کې د پټانکوټ او اودامپور پوځي اډو په ګډون د هند بېلابېل پوځي اهداف په نښه شوي دي
  • هندي رسنیو د دوی تر ادارې لاندې د کشمیر سرینګر کې او نورو سیمو کې د څو سترو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړی
  • هندي رسنۍ وايي د پاکستان لخوا پر پوځي تاسیساتو سربېره ملکي سیمې په نښه شوې او مرګژوبله یې اړولې ده
  • د پاکستان پوځ تر دې مخکې ویلي وو چې هند یې پر درېیو هوايي اډو نورخان، شورکوټ او مرید د توغندیو بریدونه کړي
  • ای‌اېس‌پي‌ار مشر ادعا کړې چې هند د افغانستان خوا ته هم توغندي ورتوغولي او دا چې په دې توګه غواړي ټوله سیمه جګړې ته ټیل وهي

ژوندی پوښښ

  1. د امریکا بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پوځ له مشر سره تلېفوني خبرې کړې

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره په تلېفوني خبرو د دغه هېواد او هند ترمنځ د روان کړکېچ او تاوتریخوالي درېدو لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

    دا خبرې داسې مهال شوې چې پاکستان شنبه سهار وختي د هند خلاف د ځوابي اقداماتو د پیلولو اعلان او ادعا وکړه چې د دغه هېواد ځیني پوځي اډې او تاسیسات یې په نښه کړي دي.‌

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې ښاغلي روبیو له جنرال منیر سره په خبرو کې ټینګار کړی چې "دواړه غاړې [هند او پاکستان] دې د کړکېچ کمولو لارې چارې ولټوي."

    هغه همدا راز په راتلونکې کې د نورو ستونزو مخینوي لپاره د امریکا لخوا د منځکړیتوب وړاندیز هم کړی دی.‌

  2. وروستی, د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د هند د هوايي دفاع يو سیستم یې ویجاړ کړی

    د پاکستان پوځ د هند د یوه 'اېس ۴۰۰' دفاعي سیستم د ویجاړولو په ګډون یو لړ ادعاوې کړې دي.

    د پاکستان پوځ ویلي د هند خلاف یې سایبري برید هم پیل کړی او د واکمن بي‌جي‌پي ګوند د پاڼې په ګډون یې د هند ځینې مخکښې ویبپاڼې هک کړې دي.

    بي‌بي‌سي دا ادعا په خپلواکه توګه نشي تاییدولی، او هند لا تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

    خو په هند کې د بي‌جي‌پي ویبپاڼه لا پرانستل کېږي‌.

    د یادونې ده چې تر دې ورمخکې د هند پوځ تېره شپه ادعا وکړه چې لاهور کې یې د پاکستان یو دفاعي سیستم لمنځه وړی دی.

    د پاکستان رسمي سرچینو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی.

  3. د هند دفاع او بهرنیو چارو وزارت ګډ خبري کنفرانس ترسره کوي

    د هند دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه به نن یو ګډ خبري کنفرانس ترسره کړي.

    تمه ده چې په دغه خبري کنفرانس کې به د هند او پاکستان ترمنځ پر یو بل د تازه بریدونو او په دغو بریدونو کې د اوښتو زیانونو جزییات شریک شي.

    د هند دولتي خبري اژانس (اې‌اېن‌ای) ویلي دا خبري کنفرانس په ځايي وخت د سهار ۱۰:۳۰ بجې پیلېږي.

  4. وروستی, شهباز شریف د ملي قوماندې ادارې (اېن‌سي‌اې) غونډه رابللې ده

    د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر ای‌اېس‌پي‌ار وايي، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف نن شنبه د ملي قوماندې ادارې (NCA) غونډه رابللې ده.

    د یادونې ده چې پاکستان کې د ملي قوماندې ادارې وروستۍ غونډه د ۲۰۱۹ کال فبرورۍ کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ ترسره شوې وه.

    د ملي قوماندې ادارې موخه د پاکستان ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو لپاره د ګډې ستراتېژۍ او عملیاتي پلان جوړول دي، خو تر ټولو مهم هدف یې د پاکستان د اټومي وسلو څارنه او د هغو د کارولو د څرنګوالي په اړه پرېکړې ده.

    د پاکستان د ملي قوماندې ادارې مشري د دغه هېواد لومړی وزیر کوي او پر هغه سربېره یې د بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د مالیې وزیر او د دفاعي تولیداتو وزیران هم غړي دي.

    د اېن‌سي‌اې غونډه کې د پوځ لوی درستیز، د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو مشران او د ستراتېژیکو پلانونو څانګې (اېس‌پي‌ډي) په نوم د پاکستان د اټومي وسلو ساتنې لپاره د ځانګړې ادارې مشر د پوځ په استازولۍ برخه اخلي.‌

  5. وروستی, هندي رسنۍ: پاکستان پوځي تاسیسات او ملکي سیمې په نښه کړې

    رپوټونه وايي د هند تر ادارې لاندې د کشمیر د سرینګر هوايي ډګر ته نږدې سیمو کې د څو ځواکمنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    دغلته همدا راز د منټ په نوم هوايي اډه کې هم د لږترلږه پنځو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړ شوی دی.

    هندي رسنۍ وايي پاکستاني ځواکونو پر پوځي اهدافو سربېره ملکي سیمې هم په نښه کړې دي. په رپوټونو کې ویل شوي چې دغو بریدونو مرګژوبله هم اړولې خو تر اوسه یې کره شمېر نشته.

    هندي رسنیو د پاکستان بریدونو کې د یوه جګپوړي ځايي چارواکي د وژل کېدو خبر ورکړی.

    د هند تر ادارې لاندې د جمو او کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه چارواکی راج‌ کمار تاپا نومېده او د راجوري ولسوالۍ د پراختیايي چارو کمېشنر و.

  6. وروستی, د پاکستان پوځ وايي‌ د هند خلاف ځوابي اقدام پیل شوی

    د پاکستان دولتي تلویزیون او د پوځ د عامه اړیکو دفتر ادعا کړې چې دغه هېواد د هند د وروستیو بریدونو پر وړاندې متقابل اقدام پیل کړی دی.‌

    د پاکستان پوځ خپلو ځوابي ګامونو ته د پیاوړي بنسټ یا (بنیان مرصوص) عملیاتو نوم ورکړی.

    ای‌اېس‌پي‌ار او د پاکستان دولتي تلویزیون وايي، د دوی په ځوابي اقداماتو کې د پټانکوټ او اودامپور پوځي اډو په ګډون د هند بېلابېل پوځي اهداف په نښه شوي دي.

    هممهاله هندي رسنیو د دوی تر ادارې لاندې د کشمیر سرینګر کې تر دې دمه د شاوخوا ۸ سترو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د هند هوايي‌ دفاع سیستمونو ګڼ شمېر پاکستاني ډرونونه شنډ کړي دي.

  7. وروستی, د پاکستان پوځ: د هوايي دفاع سیستم مو د هند ډېر توغندي شنډ کړي؛ هند وايي لاهور کې یې یو دفاعي سیستم لمنځه وړی

    د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف ادعا کړې چې هند د جمعې او شنبې ترمنځ پر شپه د دوی پر درېیو هوايي اډو بریدونو کې ۶ بالېستیک توغندي هم کارولي دي.

    هغه وویل د دوی دفاعي سیستم د هند ډېر توغندي شنډ کړي او په دې لړ کې له دغو شپږو بالېستیک توغندیو پنځه د هند د پنجاب په امرتسر او یو په ادم‌پور کې لوېدلی دی.

    د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو مشر وايي، د دوی لومړني مالومات ښيي د هند هغو توغندیو هم څه زیان نه دی اړولی چې د دوی له دفاعي سیستم تېر شوي دي.

    د یادونې ده چې د هند بریدونو کې د پاکستان نورخان، شورکوټ او مرید هوايي اډې په نښه ‌شوې.

    نورخان هوايي اډه راولپنډۍ، (رفیقي) هوايي اډه د پنجاب په شورکوټ، او مرید هوايي اډه د پنجاب په چکوال کې ده.

    د هند پوځ وايي، دغه بریدونه یې د دوی پر پوځي تاسیساتو د پاکستان د برید په ځواب کې کړي دي.

    د هند د پوځ ډګروالې صوفیه صدیقې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې په لاهور کې یې د پاکستان یو دفاعي سیستم لمنځه وړی.

  8. وروستی, د راولپنډۍ پولیس: له اړتیا پرته له کورونو مه راوځئ، غیر ضروري څراغونه مړه کړئ

    پاکستان په راولپنډۍ کې د پولیسو مرستیال کمېشنر د دغه ښار له اوسېدونکو غوښتي چې له اړتیا پرته دې له خپلو کورونو نه راوځي. هغه د اېکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې له خلکو دا غوښتنه هم کړې، چې غیر ضروري څراغونه مړه کړي. د یادونې ده چې تر دغه بیان مخکې راولپنډۍ او اسلام اباد کې د دوو چاودنو د اورېدل کېدو خبر ورکړ شوی و.

  9. هند د می میاشتې تر ۱۵مې له ۳۲ هوايي ډګرونو ملکي الوتنې بندې کړې

    د هند د هوايي‌ چلن وزارت (DGCA) د دغه هېواد شمال او لوېدیځ کې له ۳۲ هوايي ډګرونو ملکي الوتنې بندې کړې دي.

    په دې تړاو خپرو شویو سپارښتونو کې راغلي چې له دغو هوايي ډګرونو به ملکي الوتنې د می میاشتې د ۱۵مې تر ۵:۲۹ بجو پورې بندې وي.

    دا هوايي ډګرونه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر او د هند او پاکستان ترمنځ کنټرول لاین ته نږدې پراته دي.

  10. پاکستان او هند لخوا د یو بل د ډرون بریدونو د ناکامولو ادعا: د اسرائیل او ترکیې نومونه ولې اخیستل کېږي؟

    د پاکستان د پوځ ویاند وايي هند د دوی پر خاوره د ډرون بریدونه جاري ساتلي او دا چې پاکستاني ځواکونو تر اوسه ۷۷ ډرونونه رانسکور کړي‌ دي.‌ جنرال احمد شریف چوهدري ادعا کړې چې هند پر پاکستان بریدونو لپاره اسرائیلي ډرونونه کاروي. تر دې ورمخکې د هند د پوځ یوې ډګروالې صوفیه قریشي ادعا کړې وه پاکستان پرې تېره شپه د درې/څلور سوه ډرونونو د برید هڅه کړې چې ځینې پکې د ترکیې جوړ دي.‌

  11. وروستی, د پاکستان هوايي حریم د نن سهار له ۳:۱۵ د ماسپښتن تر ۱۲:۰۰ بجو وتړل شو

    د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې اعلان کړی چې د دغه هېواد او هند ترمنځ روانې کشالې او نښتو ته په کتو د پاکستان هوايي حریم نن (شنبه د می ۱۰مه) د سهار له ۳:۱۵ څخه د ماسپښین تر ۱۲:۰۰ بجو پورې د هر ډول الوتنو پر مخ تړل شوی دی.

  12. وروستی, د پاکستان پوځ: هند مو پر درېیو پوځي اډو د توغندیو د برید هڅه کړې؛ د افغانستان خوا یې هم توغندي توغولي

    د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر (ای‌اېس‌پي‌ار) مشر جنرال احمد شریف چودري ادعا کړې چې هند لږ مخکې د جنګي الوتکو په وسیله د دوی پر نور خان، شور کوټ، او مرید پوځي اډو باندې د توغندیو د بریدونو هڅه کړې ده.

    هغه د جمعې او شنبې ترمنځ پر شپه یوه خبري کنفرانس ته وویل، تر دې دمه د دوی مالومات دا دي چې د پاکستان د هوايي ځواک ټول تاسیسات او شتمنۍ له دغو بریدونو خوندي پاتې دي.

    جنرال احمد شریف دا ادعا هم کړې چې هندي ځواکونو د افغانستان په خاوره کې هم هوايي بریدونه کړي. نوموړي وویل: ''له دې سره سره هند پر افغانستان هم د توغندیو ګوزارونه کړي او پر افغانستان یې ډرون بریدونه هم کړي دي.''

    نوموړي ادعا وکړه، چې په دې توګه هند غواړي ټوله سیمه جګړې ته ورټیل وهي.

    د یادونې ده، چې پر افغان خاوره د هند له لوري د توغندیو یا ډرون ګوزارونو خبر تراوسه هېچا نه دی تائید کړی.

    هغه نوي ډیلي ته خبرداری ورکړ چې "اوس زموږ ځواب ته منتظر اوسئ."

    د یادونې ده چې د ای‌اېس‌پي‌ار د مشر له دغه خبري کنفرانس لږ مخکې راولپنډۍ او اسلام اباد کې د دوو چاودنو د اورېدل کېدو خبر ورکړ شوی و.

  13. د پاکستان پوځ پر هند د توغندیو او ډرونونو د برید تورونه رد کړل

    د پاکستان د پوځ ویاند د هند دا ادعا رد کړې چې پر دغه هېواد یې د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي.

    جنرال احمد شریف چودري ویلي، پاکستاني ځواکونو یوازې پر کنټرول لاین د هندي‌ ځواکونو د ډزو په ځواب کې د هند پر پوستو د سپکو وسلو ځوابي ډزې کړې دي.‌

    هغه د ترکیې له ټي‌ار‌ټي تلویزیون سره خبرو کې تور پورې کړ چې د هندی پوځ عام خلک هدف ګرځوي.

    نوموړي په دې مرکه کې یو ځل بیا یاده کړه چې هند تر اوسه د پهلګام له برید سره د پاکستان د تړاو څه شواهد نه دي وړاندې کړي.

  14. هند پوځ: پاکستان تېره شپه د درې- څلور سوه ډرون بریدونو هڅه کړې

    د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه خبري غونډه کې د هندي پوځ له لوري ډګروالې صوفیه قریشي یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه، پاکستاني ځواکونو تېره شپه څو ځله د هند فضايي حریم ته د ننوتو هڅه وکړه، چې په وینا یې هدف یې پر پوځي تاسیساتو برید کول و.

    پاکستان بیا دا ادعا رد کړې.

    ډګرواله قریشي وايي، پاکستان پوځ د دواړو هېوادونو تر منځ پولې سیمه کې د درنو وسلو ګوزارونه کړي دي. د هندي پوځ دا افسره ادعا کوي، چې له لیه سیمې نیولې تر سرکریک سیمې پورې د پاکستان درې-څلور سوه ډرونونو ۳۶ ځایه هند ته د ننوتلو هڅه کړي او هندي پوځ ګڼ شمېر پاکستاني ډرونونه ویشتلي دي.

    نوموړې وايي، لومړني رپوټونه ښيي، چې پاکستاني پوځ اسیسګار سونګار ډوله ډرون کارولي، چې په ترکیې کې جوړ شوي دي.

  15. پاکستان پوځ: د مې له شپږمې راهیسې ۳۳ کسان وژل شوي دي

    پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې هند په دا وروستیو کې په پاکستان کې یو شمېر ډرون بریدونه کړي دي.

    د پاکستان پوځي چارواکو یوې خبري غونډې ته تازه ویلي، د مې له شپږمې نېټې راهیسې په دې هېواد کې ۳۳ کسان وژل شوي دي.

    په پاکستان کې د بي بي سي خبریاله ازاده مشیري د پاکستاني پوځي چارواکو له قوله وايي، په ۷ تنو وژل شویو ملکي کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

    پاکستاني پوځي چارواکي دغه راز ادعا کوي، چې د مې له شپږمې راهیسې یې تر اوسه پورې ۷۷ هندي ډرونونه ویشتلي او یا ناکاره کړي دي.

  16. وروستی, د هند بهرنیو چارو سکرتر له خبریالانو سره غږېدلی

    د هند بهرنیو چارو سکرتر وکرم میسري وايي، تېره شپه د پاکستان له لوري د هند پر ښارونو، ملکي تاسیساتو او دغه راز پوځي مرکزونو بریدونه شوي دي.

    نوموړي خبریالانو ته وویل، هندي ځواکونو د پاکستاني بریدونو ځواب ''په مناسب ډول، کافي اندازه او مسوولیت سره'' ورکړی دی.

    په داسې حال کې چې پاکستان د دې بریدونو کول ردوي، میسیري وايي، د هند تر کنټرول لاندې پونچ سیمه کې له پاکستانه د هاوان یوه توغول شوې مرمۍ د زدکوونکو پر کور لګېدلې، چې دوی یې وژلي او مور- پلار یې ټپیان شوي دي.

    د نوموړي په وینا د هند او پاکستان تر منځ د کرتارپور په نامه دهلېز چې د سیکانو دوه معبدونه سره نښلوي او له ویزې پرته تګ راتګ پکې کېده، اوس تړل شوی دی.

    ښاغلی مسیري زیاتوي، هندي چارواکو د ناروې او بریتانیا له بهرنیو چارو وزیرانو سره د تاوتریخوالي هغه وروستي وضعیت په هکله خبرې کړې دي، چې د پهلګام برید وروسته زیات شوی دی.

  17. شننه: ایا د پاکستان بې نغدو پیسو اقتصاد یو کړکېچ ګاللی شي؟

    نیکهیل انامدار

    بي بي سي- لندن

    له هند سره د پولې په اوږدو کې کړکېچ ښايي د پاکستان لپاره په خورا ناوړه وضعیت کې زیات شوی دی. د دې هېواد اقتصاد ایله په دا وروستیو کې کندې ته له غورځېدو ژغورل شوی.

    په ۲۰۲۳ کال کې د وارداتو کچې د لوړوالي، د بهرنیو اسعارو زېرمو کمېدو او د انفلاسیون زیاتوالي سره هممهاله، ناخالص کورني تولید (جي ډي پي) په سختۍ سره مخ پر وړاندې تګ کاوه.

    د اسیا پراختیایي بانک (اي ډي بي) مسوولینو په وینا، ۲۰۲۴ کال کې، پاکستان ۲.۵٪ وده وکړه، او تمه دا وه چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۳٪ وده وکړي. خو تازه کړکېچ مسائل پېچلي کړل او د اسلام اباد لپاره د یو شاتګ لامل کېدای شي.

    د آسیا پراختیایي بانک مخکې تمه درلوده چې سږکال به وده د "خصوصي سکتور پانګونه کې اصلاحاتو له امله وي چې د پراخ اقتصادي ثبات او د بهرنیو اسعارو له باثباته بازار سره تړاو لري".

    خو دا محاسبه اوس ګډوډه شوې ده.

    د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ټيټ شوی، د ونډو بازار کې بیې په چټکۍ سره راټیټې شوې، او هغه څه چې پانګوال یې په نویو پروژو کې د پیسو لګولو پرېکړې پر مهال ښايي هېڅکله نه غواړي، د لویو شخړو ګواښ دی.

    د تاوتریخوالي ډېرېدو وضعیت پر ځای پاتې کېدل به د حکومت پر هغو روان هڅو هم بې اغېزه نه وي، چې د مووډي درجه بندۍ ادارې په وینا د (پاکستان حکومت یې په ټول کې د پاکستان اقتصادي ثبات ترلاسه کولو لپاره کوي.)

    دا په داسې حال کې ده، چې د پیسو نړیوال صندوق ای ایم ایف مسوولین به نن ناوخته پاکستان ته د خپل ۷ میلیارده پور د راتلونکي قسط ورکولو لپاره غونډه وکړي.

  18. د ای پي ایل سیالیو ځنډېدل ولې مهمه پېښه ده

    سټیفان شیمیلټ

    د سپورتي چارو لپاره د بي بي سي خبریال

    د هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو، د هند په دهرمشاله ښار کې د هند غوره لیګ (ای پي ایل) لوبې له لغو کېدو او دوبۍ ته د پاکستان غوره لیګ (پي سي ایل) سیالیو له لېږدولو وروسته داسې ښکارېده چې د هند غوره لیګ سیالۍ به هم هرومرو ځنډول کېږي، خو اهمیت یې لا هم پر ځای دی.

    ای پي ایل د امریکا این ایف ایل او د انګلستان پریمئر لیګ تر څنګ د ځمکې پر مخ تر ټولو زیات ګټور سپورتي فعالیت دی. په نړۍ کې د کرېکټ تر ټولو ستره اقتصادي تکیه همدا د ای پي ایل پیسې دي.

    د دې سیالیو د راتلونکي په هکله له اوسه ځینې پوښتنې راپورته شوې، چې که یوه اونۍ وروسته دا لوبې بیا پیلېږي، نو ایا په ځینو محدودو لوبغالو کې به کېږي؟

    ایا بهرني لوبغاړي به همالته پاتې شي؟ ځکه ځینې لا اوس خپلو هېوادونو ته روان شوي.

    که ای پي ایل لوبې ژر بیا پیل شي، نو څه وخت به پای ته رسېږي؟

    که همداسې پاتې شي، لویه ګډوډي به رامنځته کړي، ځکه نو داسې ښکاري چې سږ کال به وروسته سره راټولې شي، خو که داسې کېږي، د کرېکټ فعالیتونو پر نورو مهالوېشونو به یې هم غیر مستقیم اغېز وشي.

  19. وروستی, د هند کرېکټ غوره لیګ (ای پي ایل) سیالۍ د یوې اونۍ لپاره وځنډول شوې

    په نړۍ کې د کرېکټ لوبې تر ټولو سترې سیالۍ هند غوره لیګ (ای پي ایل) لوبې د یوې اونۍ لپاره ځنډول شوې دي. د ای پي ایل منتظمینو په خبره دوی دا پرېکړه د انتظام برخې ''له ټولو مهمو برخوالو سره له مشورې وروسته'' کړې. مسوولین وايي، ''د لوبډلو تنظیم مسوولینو د خپلو لوبغاړو، مالي ملاتړ کوونکو، خپرندویانو او نندارچیانو د اندېښنو، احساساتو او نظرونو څرګندونه هم کړې.''

    د ای پي ایل مسوولینو په وینا: ''بي سي سي ای (هند کرېکټ بورډ اداره) زموږ د پوځيانو پر قوت او چمتوالي باور لري. بورډ د ټولو ګډونوالو په شریکه ګټه پرېکړه ځیرکتیا وبلله.''

    ای پي ایل مسوولینو پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې ویلي، ''بي سي سي ای د هند خلکو تر څنګ دی، موږ د هند حکومت، وسله وال پوځ او ولس سره یوموټیوالی څرګندوو.''

    په دې پیغام کې پر پاکستاني پوځ تور پورې شوی، چې''بې دلیله'' یرغل یې کړی او د کشمیر پهلګام سیمه کې پر سېلانیانو د وسله وال برید وروسته د هندي پوځ ''سیندور'' نومي عملیاتو ستاینه شوې ده.

    له مخکیني پلان سره سم په پام کې وه، چې د ای پي ایل سیالیو وروستۍ لوبه به د روانې مې میاشتې پر ۲۵مه نېټه کېږي.

    د یادونې ده، چې پاکستان له دې مخکې متحده عربي اماراتو د پاکستان غوره لیګ (پي سي ایل) پاتې سیالیو لېږدولو اعلان کړی.

    د هند او پاکستان تر منځ شخړه: ای پي ایل کرېکټ سیالۍ د یوې اونۍ لپاره وځنډول شوې

  20. کشمیر کې پر کنټرول لاین د درنو ډزو تبادله کې پاکستاني اړخ ته '۵ کسان وژل شوي ۱۴ ټپيان دي'

    د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په دوام، کشمیر کې د دغو هېوادونو ترمنځ پر کنټرول لاین (د هند او پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر بېلوونکې کرښې) اوږدو کې د ډزو د تبادلې لړۍ روانه ده.

    رپوټونه وايي، د پاکستان تر ادارې لاندې د کشمیر په چکوټي، لیپه، نیلم جورا، کیل، نیکال، بهمبر او سماني سیمو کې تېره شپه د ډزو تبادلې د سهار تر ۴ بجو دوام درلود.

    د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې چارواکي وايي، د توپخانې او ډزو په تبادله کې د یوه ماشوم په ګډون د لږترلږه ۵ کسانو د وژل کېدو او ۱۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوی دی.

    د کوټلي د پولیسو یوه چارواکي‌ عدیل احمد ویلي، ډېره مرګژوبله د همدې سیمې په کهويي رټه سیمه کې اوښتې.