د افغانستان او پاکستان
ترمنځ د روانې شخړې په تړاو په تازه غبرګونونو کې د مالیزیا لومړي وزیر ویلي چې د دغو
دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ د شخړې د پراختیا په اړه ژوره اندېښنه لري، له څو
ورځو راهیسې پیل شوې ده.
نوموړي ویلي چې دا "پرانیستې
جګړه" د هېچا په ګټه نه ده.
وړاندې د پاکستان
دفاع وزیر ویلي وو چې له افغانستان سره یې "پرانیستې جګړه" پیل کړې ده.
انور ابراهیم پر
اېکس یوه پیغام کې لیکلي: "د
دواړو خواوو د خلکو د ژوند بایلل د
ژورې خواشینۍ سبب دی. دا چې دا تاوتریخوالی د روژې میاشت کې پېښېږي، حالت نور هم د
درد وړ ګرځوي".
نوموړی لیکي، مالیزیا له دواړو هېوادونو، پاکستان او
افغانستان، غواړي چې تر خپله وسه "ځان ډېر کنټرول کړي او ټول
پوځي عملیات سملاسي ودروي".
دی وايي چې د پاکستان "مشروع امنیتي اندېښنې" باید حل شي. همداراز د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ
بشپړتیا ته
باید درناوی وشي. دا دوه اصول
یو له بل سره په تضاد کې نه دي؛ یواځې د خبرو اترو په میز کې حل کېدای شي.
"موږ د دې شخړې له امله د ټولو ملکي وګړو د
خوندیتوب لپاره دعا کوو او هیله لرو چې دواړه لوري د سولې انتخاب وکړي او له عقل
او حکمت کار واخلي".
بریتانیا د افغانستان-پاکستان ترمنځ د
ترینګلتیا پراخېدا له امله ژوره اندېښنه لري
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایویټ
کوپر د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر جګړه خواشیني ښودلې او وايي چې "موږ له دواړو خواوو غوښتنه کوو سملاسي د شخړې د کمولو لپاره لاس په کار شي، ملکي وګړو ته د نورو زیانونو رسېدو مخه ونیسي او د
منځګړیتوب لاندې خبرې بیا پیل کړي".
فضل الرحمن: د پاکستان شکایت قانوني دی، خو د افغانستان خپلواکي او کورني ستونزو ته درناوی هم ضروري دی
د پاکستان د مذهبي سیاسي ډلې جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د اوسني وضعیت په
اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یو اړخیزه پوځي اقدامات د ستونزې حل نه
دی، بلکې لا نورې پېچلتیاوې رامنځته کوي.
د جمیعت علمای اسلام د مطبوعاتي برخې د
معلوماتو له لوري خپور شوی بیان وايي، مولانا فضل الرحمان ویلي، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې
قانوني دي، خو د افغانستان خپلواکي او کورني ستونزو ته درناوی هم ضروري دی.
هغه زیاته کړې، چې احساساتي چلندونه د دواړو هېوادونو لپاره د پېچلتیاوو
سبب ګرځي. نوموړي ویلي: "د دوه اړخیزو ګټو، باور وړ امنیتي چوکاټ او
نړیوالو منل شویو اصولو کارول باید وشي، ځکه یوازې د سفارتي هڅو له لارې د ستونزې
پایښت لرونکی حل پیدا کېدای شي."
مولانا فضل الرحمان له دواړو هېوادونو غوښتي چې د حوصلې، زغم او مسؤلانه چلند له مخې سملاسي اوربند اعلان کړي.
روسیه: جګړه دې سملاسي ودرول شي او د شخړې
دیپلوماتیک حل دې هڅه دې وشي
د روسیې یوه ډیپلومات ضمیر کابلوف
ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه دې سملاسي ودرول شي او د شخړې د
حل لپاره دې د ډیپلوماتیکو هڅو غوښتنه وشي.
کابلوف چې د افغانستان لپاره د ولسمشر
ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی دی، ویلي چې مسکو به د
دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب وکړي که غوښتنه ترې وشي.
د افغانستان لپاره د امریکا قطر مېشتی
شازژدافیر ډان براون پر اېکس یوه بیان کې ویلي چې د
پاکستان پوځ د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه د سهار په ۱:۵۰ بجې (سیمهییز وخت) پر کابل، پکتیا او کندهار ولایتونو
هوايي بریدونه کړي دي. د رسنیو راپورونو له مخې، د پاکستان الوتکې لا هم د
افغانستان د هوايي حریم دننه پاتې دي او د سهار تر ۹:۰۰ بجو (سیمهییز
وخت) پورې یې د اهدافو د لټون عملیات جاري ساتلي. رسنۍ همدارنګه د افغانستان او
پاکستان ترمنځ د پولې پر کرښه جګړې راپور ورکړي دي. د دواړو هېوادونو لوی سرحدي
لارې لا هم تړلې دي.
نوموړی وايي، دغه پېښې د افغانستان په داخل کې یا دې هېواد ته د شدید خطر یادونه کوي.
ډان
براون وايي، د امریکا د افغانستان ماموریت د خپلو اتباعو
پام را اړوي، چې د افغانستان د سفر مشوره لا هم په کچه ۴ ("سفر مه
کوئ") کې پاتې ده، ځکه په هېواد کې د ملکي بېثباتۍ، جرمونو،
ترهګرۍ، ناحقه نیونې، تښتونې، او د روغتیایي خدماتو محدودیت خطرونه موجود دي.
لکه څنګه چې د سفر مشورې کې ویل شوي، د امریکا حکومت د افغانستان په
خاوره کې خپلو اتباعو ته د عادي یا بیړني کونسلي خدماتو وړاندې
کولو توان نه لري. د امریکا سفارت په کابل کې په ۲۰۲۱ کال کې خپل عملیات
وځنډول.
د نوموړي له دفتره خپره شوې وېناپاڼه
کې دا سپارښتنې شوې دي:
-
·که اوس په
افغانستان کې یاست، له هېواده د وتلو پلان جوړ کړئ.
-
·که د هوا له لارې د
وتلو امکان نه وي، تاجکستان یا ازبکستان ته په ځمکنۍ لاره ولاړ شئ.
-
·د ایران له
پولې د وتلو هڅه مه کوئ.
-
·له پاکستان
سره له ټولو سرحدي سیمو ډډه وکړئ.
-
·د تازه
معلوماتو لپاره محلي رسنۍ تعقیب کړئ.
-
·خپل شخصي
امنیتي پلان ولرئ او ځان
د خلکو له پام وړه وساتئ.