تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

چین وايي، هڅه کوي د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی راکم کړي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د وروستي تاوتریخوالي له پيلېدو راهيسې نژدې هره ورځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د سختو نښتو راپورونه ورکول کېدل چې دواړو خواو په کې يوه بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کولې. خو د يکشنبې په ورځ د تازه نښتو راپورونه نه دي ورکړل شوي او داسې ښکاري چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې کومه نښته نه ده شوې. یوازې د طالبانو حکومت له خوا د ننګرهار په لعلپوره ولسوالۍ کې د یوې ډرون الوتکې د نسکورېدو خبره شوې وه.

لنډیز

  • د يکشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ تر منځ د نښتو راپورونه نه وو.
  • مولوي یعقوب مجاهد: که پر کابل برید کېږي، پر اسلام اباد به برید وشي
  • د طالبان حکومت: د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د پاکستان بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
  • ملګري ملتونه: د پاکستان بریدونو کې ۱۸۵ ولسي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې
  • د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د بریدونو پراخ لاریونونه شوي دي
  • د طالبانو حکومت وايي تېره شپه یې د شپږو ولایتونو په استقامت د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو بریدونه کړي
  • د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې ۱۰۹ پاکستاني سرتېري وژلي او ۱۴۸ نور ټپي کړي دي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ملګرو ملتونو د پاکستان بریدونو کې د ماشومانو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې

    یونیسف د هغو راپورونو له امله سخته اندېښنه ښودلې چې وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په پایله کې د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د بې ځایه شویو یوه پنډغالي کې ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

    یو نیسف وايي "موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) او د ملګرو ملتونو د نورو همکارو ادارو په همغږۍ د دغو راپورونو پر تاییدولو کار کوو، دا لا دمخه روښانه ده چې ماشومان درنه بیه پرې کوي."

    په ویناپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق زیاته کړې" له سختو جګړو وروسته، له هغو کورنیو چې تېر کال د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړونکې زلزلې ژوندۍ پاتې شوې وې، ترې غوښتل شوي چې د خپل خوندیتوب لپاره سرحدي سیمو ته نږدې د بې ځایه شویو پنډغالي پرېږدي. دا پنډغالي ۱۷،۰۰۰ ژوندي پاتې شویو کسانو ته د پناه ځای، خوړو، روغتیایي خدمتونو، پاکو اوبو او حفظ الصحې، د ماشومانو لپاره د مناسبو ځایونو او بېړنیو زده کړو د چمتو کولو لپاره جوړ شوي وو، چې نږدې نیمایي یې ماشومان دي."

    یونیسف خبرداری ورکړی چې د دغو کورنیو بیا ځل بې ځایه کېده به ناوریني وي "دا د هغوی کړاوونه نور هم زیاتوي. یو ځل بیا ماشومان له هغه لږ ثباته بې برخې کېږي ترلاسه کړی یې و، او هغوی د ناروغیو، خوارځواکۍ، تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې له لوړو خطرونو سره مخ کېږي."

    د ملګرو ملتونو دغه ادارې له ډیورنډ کرښې پورې هم حالت ناوړه ښودلی او ویلي یې دي د جګړې له امله په ځینو سیمو کې شاوخوا ۱۳۸ دولتي ښوونځي تړل شوي او ښونیز بهیر له ګډوډۍ سره مخ شوی دی.

    یونیسف له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې له زغم کار واخلي، د ولسي وګړو ژوند وژغوري، او د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو پر بنسټ خپل مکلفیتونه پر ځای کړي او دا چې ماشومان باید په هر وخت کې خوندي وساتل شي.

  2. ویره-ترهه او د ښوونځیو تړل

    د خیبر پښتونخوا په ډېری هغو سیمو کې چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، د ښوونځیو تړلو امر شوی دی. د افغانستان او پاکستان تر منځ له نښتو سره هممهاله ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې سخته ویره خپره ده.

    پېښور کې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان تېره ورځ په خپل رپوټ کې ویلي، د باجوړ، مومندو او خیبر سیمو ځايي چارواکو د هغو سیمو ښونځیو تړلو امر کړی، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي او لامل یې د امنیت وضعیت یاد شوی دی.

    په لنډي کوتل سیمه کې ځايي خبریال امان علي بي بي سي ته وویل، د لنډي کوتل او زخه خېل بازار سیمې ټولې تعلیمي ادارې د مرستیال کمېشنر په امر تړل شوې دي.

    د بلوچستان وضعیت

    د افغانستان او پاکستان تر منځ د نښتو په ترڅ کې ډیورنډ کرښې ته نژدې د بلوچستان په دوو سیمو کلاسیف الله او نوشکي کې د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

    په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په کلاسیف الله کې د یوه ځايي چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، په بادیني سیمه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پر یوه بل ډزې شوې دي.

    یوه ځايي اوسېدونکي ملک بشیر احمد ملازي بي بي سي اردو څانګې ته تېره ورځ ویلي، د شپې تر ناوخته پورې د ډزو غږونه اورېدل کېدل. بل لور د نوشي په ګزنلي سیمه کې له دواړو غاړو د ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي.

    پاکستاني چارواکو که څه هم په دواړو سیمو کې د نښتو رپوټونه تائید کړي، خو د زیان په هکله یې څه نه دي ویلي.

    د یادونې ده، چې د بلوچستان ایالت ژوب، کلاسیف الله، پشین، کلاعبدالله، چمن، نوشکي او چاغي هغه سیمې دي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي.

    له دې مخکې معمولاً له چمن سیمې د نښتو رپوټونه ورکول کېدل، خو دا ځل تر اوسه له دې سیمې د نښتې راپور نه دی ورکړل شوی.

  3. ننګرهار کې تېره شپه د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي

    تېره شپه په تورخم او د ننګرهار په نازیانو او ځینو نورو سیمو کې هم د دواړو غاړو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه نښتې شوې دي.

    د طالبانو حکومت ځینو سرچینو ادعا کړې پاکستاني عسکرو ته یې مرګژوبله اړولې خو پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

    په همدې مهال د ننګرهار ولایت چارواکي وایي تېره شپه په نازيانو ولسوالۍ کې پر يوه کلي د پاکستان هوایي برید کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

    د دې تر څنګ همدلته د یوه بل کس پر کور د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله یو کس ټپي شوی او کور ته زيان اوښتی دی.

    بي بي سي ته په جلال اباد کې ځینو خلکو او لږترلږه یوې سرچینې تائید کړې چې پاکستاني الوتکو په سرحدي لېوا بریدونه کړي. خو دا چې څومره مرګژوبله او زیانونه یې اړولي، په اړه یې مالومات نشته.

    همدغلته په ننګرهار کې پرون دوشنبه ځایي چارواکو ویلي وو چې د پاکستان "ډرون الوتکه" هم غورځېدلې ده.

  4. د طالبانو حکومت ادعا کوي چې کندهار ته څېرمه یې د پاکستاني پوځ "له لسو زياتې پوستې" نيولې دي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي ادعا کړې چې تېره شپه یې کندهار ولایت ته څېرمه د ډیورنډ کرښې هغه خوا د پاکستاني پوځ له لسو زياتې پوستې نيولې دي.

    نوموړي د سې شنبې سهار پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې "لا هم جګړه روانه ده، دښمن مورال بايللې او په پرلپسې توګه خپلې سيمې پرېږدي".

    خوارزمي وايي، "تردې مهاله د پاکستاني رژيم عسکرو څخه لس پوستې سره د غنيمتونو نيول شوې دي". نوموړي همدا ډول زیاته کړې چې "د کندهار معروف ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د زريدار لویه پوسته هم ونيول شوه چې یو زريدار ټانک په بشپړ ډول تخریب شوی دی."

    له دې وړاندې هم عنایت الله خوارزمي پر اېکس ادعا کړې وه چې د سپين بولدک اړوند سرو څاهانو سیمه کې د دوی د ځواکونو له خوا د پاکستاني پوځ "يوه پوسته نيول شوې، دری تنه پوځیان وژل شوي او يو تن یې ژوندی نيولی" دی.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ تر منځ د تېرو پنځو ورځو نښتو پر مهال دواړه خواوې يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي. پاکستان هم ويلي چې د طالبانو حکومت سلګونه جنګيالي يې وژلي او د دوی ځينې پوستې یې نيولې دي.

    د پاکستان پوځ د پلازمېنې کابل په ګډون په ځينو نورو سيمو هوايي بریدونه هم کړي دي.

    بي بي سي په خپلواکه توګه د مرګژوبلې کره شمېر او اوښتي زيان په اړه پخلی نشي کولی.

  5. د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي خوست کې کرښې ته څېرمه یې د پاکستان پوځي پوستې نيولې دي

    د افغانستان په خوست ولایت کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت عليشرو ولسوالۍ اړوند يې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځ پوستې نيولې دي.

    د خوست ولایت ویاند مستغفر ګوربز پر اېکس يوه پوسټ کې ويلي چې د "تېر سر ۱۱ او ۱۲ پوستې په بشپړه توګه فتحه شوې دي".

    د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلويزيون هم د دې خبر يادونه کړې ده.

    بي بي سي په خپلواکه توګه د دغو ادعاو پخلی نشي کولی.

    د دوشنبې په ورځ د طالبانو حکومت او پاکستان دواړو د کرښې په اوږدو کې پر يوه او بل د بریدونو خبر ورکړی و.

    د دواړو لوريو تر منځ تازه نښتې چې د پاکستان هوایي بریدونو په ځواب کې پيل شوې په پنځمه ورځ هم روانې وې. په دغو بریدونو کې دواړه غاړي يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

  6. د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي ننګرهار کې یې د پاکستان یوه ډرون الوتکه غورځولې

    د افغانستان او پاکستان تر منځ که څه هم د تېرو ورځو په څیر د سختو نښتو او بمباریو رپوټونه نه دي ورکړل شوي خو له یوه سره د جګړې دریدو نښې هم نشته.

    د دوشنبې پر ورځ دواړو لورو یوه بل ته د مرګ ژوبلې اړولو رپوټونه ورکړي چې په خپلواکه توګه یې پخلی سخت دی.

    د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي د افغانستان پر وخت ماسپښین ناوخته د ننګرهار هوايي ډګر دفاعي ځواکونو د پاکستان یوه ډرون الوتکه غورځولې. پر خواله رسنیو د دغه ډرون انځورونه هم خپاره شوي دي.

    طالبانو د هغو انتقامي او دفاعي عملیاتو په دوام چې دوی یې (رد الظلم) بولي د پکتیکا شکین ولسوالۍ او د پکتیا ډنډ پټان کې له کرښې ور ها خوا د بریدونو رپوټ ورکړی دی.

    طالبانو د یو شمېر پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو ادعا هم کړې.

    اخوا د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر چې د جګړې اړوند ډېر معلومات خپروي ویلي " افغانستان کې به د اړتیا تر مهاله عملیات دوام ومومي."

    نوموړي د دوشنبې ورځې په رپوټ کې ادعا کړې چې د عملیاتو له پیل راهیسې یې سلګونو طالبانو ته مرګ ژوبله رسولې ده.

    په خپلواکه بڼه د جګړې پر مهال د دواړو لورو ادعاوې ثابتول سخت دي.

  7. د کابل- اسلام اباد ترینګلتیا: پاکستان کې افغان کډوال وايي نیونې ډېرې شوي

    د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترنګیلتیا په دوام پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو ژوند لا سخت کړی شوی او " له یوې مخې یې د نیولو " رپوټونه ورکول کېږي.

    ویل کېږي په دې لړ کې ان هغه افغانان چې پاکستان کې د استوګنې رسمي اسناد یا د پاکستان معتبرې وېزې لري هم خوندي نه دي.

    د خیبر پښتونخوا په مانسېره، اېبټ اباد او څو نورو سیمو کې یو شمېر کډوالو چې د پولیسو له وېرې یې د نوم نه ښودو په شرط له بي بي سي سره خبرې کړي وايي " د مهاجرو وضعیت ډېر خراب دی، پاکستاني پولیس کوڅه په کوڅه ګرځي او له یوې مخې یې نیسي." ویل کېږي ښځینه پولیسې هم د کډوالو خلاف د عملیاتو برخه دي.

    عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي "په کمپونو کې د کډوالو یو شمېرو کورونو ته اورونه هم اچول شوي دي." د اور اچونو پېښو په اړه پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي خو د پاکستان حکومت او په یوه تازه اعلامیه کې د خیبر پښتونخوا پولیسو د کډوالو خلاف د عملیاتو د پیل خبر ورکړی دی.

    مانسېره کې یوه بل کډوال له بي بي سي سره خبرو کې وویل " یوه لوري ته تورخم مکمل بند دی بل طرف ته حکومتي چارواکو او پولیسو دومره بد حال راخیستی چې چاته یوه ورځ او یو ساعت وخت هم نه ورکوي چې پاتې شي."

    دی وايي په بندو لارو کې دا خلک چیرته ولاړ شي او په ټکو یې دې وضعیت کډوال سخت اندیښمن کړي دي.

    دا په پنجاب، سند او بلوچستان کې د کډوالو خلاف له سخت چلند او نیونو وروسته خیبرپښتونخوا کې په کمساري بڼه د کډوالو پر وړاندې د داسې وضعیت ښکارندويي کوي.

    اخوا د پنجاب ایالتي حکومت د مارچ پر دویمه د افغان کډوالو د نیولو او په زور د ویستلو وروستۍ شمېرې خپرې کړې دي.

    د پنجاب حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي د ناقانونه کډوالو د ویستلو لړۍ جدي پر مخ روانه ده.

    پنجاب کې د پولیسو ویاند ویلي " د ښځو او ماشومانو په ګډون یې نږدې ۳۳ زره افغانان په زور ویستلي دي."

    په رپوټ کې راغلي په دغو کسانو کې لس زره کسان داسې وو چې د استوګنې رسمي اسناد یې لرل، څه باندې یوولس زره د افغان سیټیزن کارډونو درلودونکي هم وېستل شوي دي.

    پاکستان کې د کډوالو خلاف چلند داسې مهال لا 'جدي او ناوړه شوی' چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې له کبله لارې بندې دي او زرګونه خلک وار له مخه پر کرښه بند دي.

    د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د روژې په میاشت کې د کډوالو خلاف داسې چلند چې کورونه یې ویجاړیږي او په پراخه کچه نېول کېږي سخت غبرګونونه ښودلي دي.

  8. وروستی, د لنډي کوتل بازار د امنیتي اندېښنو له کبله تړل شوی

    رپوټونه وايي خیبر دره کې د پېښور تورخم پر لاره د لنډي کوتل بازار د امنیتې اندېښنو له کبله تړل شوی دی.

    بي بي سي ته ځایي اوسېدونکو ویلي، سوداګرو د دوشنبې پر ورځ له هټیوالو وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ تر کابو کېدو او د خوندي حالت تر ډاډمنېدا دې خپل کاروبارونه دغه بازار کې وتړي.

    د ځايي سوداګرو مشر رفیع الله شینواري له عامو خلکو غوښتي چې د اوسني حالت په پام کې نیولو سره دې له اړتیا پرته سفر نه کوي.

    لنډي کوتل ته نږدې پر ډیورنډ کرښه تېرې څو شپې د نښتو رپوټونه ورکړل شوي. د طالبانو حکومت ویلي د "غچ" عملیاتو کې یې تورخم ته څېرمه پر کرښه د پاکستان پوځي څوکۍ په نښه کړي.

    د پاکستان دولتي ادارو هم دغه سیمه کې د بریدونو د خبر پخلی کړی.

  9. وروستی, د افغانستان ملي تلویزیون وايي کونړ کې د پاکستان د توپخانې ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي

    د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د نښتو په دوام د افغانستان په ختیځ کې له کونړ ولایته رپوټونه وايي چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د پاکستاني‌ ځواکونو د ډیسي توپ په ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي‌ دي.‌

    د افغانستان ملي‌تلویزیون ویلي، چې دا برید نن (دوشنبه) شاوخوا لس بجې شوې او څو کسان پکې ټپي‌ شوي هم دي.‌

    په خبر کې د ځايي خلکو له خولې ادعا شوې، چې پاکستاني ځواکونه دغلته په پرله پسې ډول د ملکي خلکو کورونه په نښه کوي.‌

    بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دغه ادعا نشي تاییدولی.

    د پاکستان حکومت مخکې په وار وار افغانستان کې پر ملکي‌ اهدافو د بریدونو تور رد کړی، او ویلي یې دي چې نظامي ځایونه په نښه کوي.‌

  10. د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې یې پر پوځي موخو بریدونه کړي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ادعا کړې، چې په کابل، بګرام او نورو سيمو کې د پاکستان وروستيو هوایي بريدونو په ځواب کې یې د دغه هېواد "د راولپنډۍ نور خان اډه، بلوچستان ۱۲ نمبر قول اردو، خيبرپښتونخوا کې د مومندو خويزو کمپ او د غني خېلو پوځي قرارګاه باندي بریدونه کړي" دي.

    د ياد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې همدا راز ادعا شوې ده چې په دغو بریدونو کې یې زيات زيان اړولی دی.

    د اوښتي زيان په اړه کره معلومات نشته او بي بي سي په خبلواکه توګه د دغو ادعاو پخلی نشي کولی.

    د طالبانو حکومت د دفاع وزارت اعلاميه کې همدا راز خبرداری ورکړل شوی، هر څومره چې پاکستان "زموږ حريم نقض او بې احترامي کوي، له شديد غبرګون سره به مخ کېږي".

    په افغانستان کې يو شمېر ځايي رسنۍ او سيمه ييز چارواکي وایي، د طالبانو حکومت ځواکونو تېره شپه د پکتيا په ډنډپټان او اريوب ولسواليو او د دې تر څنګ د ننګرهار په تورخم کې پر پاکستاني پوځي موخو بریدونه ترسره کړي دي.

    د یادولو وړ ده چې تېره ورځ او له هغې وړاندې شپه کې پاکستان د پلازمنې کابل ښار په ګدون، بګرام اډه او ځينو نورو سيمو کې هوایي بریدونه وکړل.

  11. وروستی, د طالبانو حکومت وايي پر کابل یې د پاکستان د بریدونو هڅه شنډه کړې

    په کابل کې د بي بي سي خبریال یما بارز وايي د طالبانو حکومت چارواکو ورته ویلي چې له برايي ماښامه یې ځواکونو پر پلازمېنې کابل د پاکستاني الوتکو د هوايي بریدونو هڅه شنډه کړې ده.

    بي بي سي ته عیني شاهدانو ویلي چې تېره شپه د بګرام هوايي اډې سره نږدې هم د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي خو په دې تړاو چارواکو څه نه دي ویلي.

  12. عطاالله تارړ: د پاکستاني ځواکونو عملیاتو کې تر دې دمه نږدې زر تنه افغان طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

    د پاکستان مرکزي حکومت د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطا‌الله تارړ په افغانستان کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو اړوند وروستي جزییات خپاره کړي دي.

    هغه پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې ادعا کړې چې تر دې دمه د دوی د ځواکونو عملیاتو کې د طالبانو حکومت ۴۱۵ کسان وژل شوي او ۵۸۰ نور ټپیان دي.

    نوموړي همدا راز د طالبانو حکومت ځواکونو د ۱۸۲ پوستونو او ۱۸۵ ټانکونو او زغره‌والو ګاډو د لمنځه وړلو او ۳۱ نورو پوستو د نیولو ادعا هم کړې ده.

    د پاکستان د طلاعاتو وفاقي وزیر وايي، د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان بېلابېلو برخو کې ۴۶ ځایونه له هوا په نښه کړي دي.

    د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې تور پورې کړی چې د پاکستان له اړخه بریدونو کې تر ډېره ملکي سیمې په نښه شوې او عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

    بي‌بي‌سي د دواړو خواو ادعا او تورونه په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

  13. وروستی, د طالبانو حکومت کې سرچینې وايي په کوټه کې یې د پاکستان پوځ پر قول اردو د ډرون برید کړی

    د طالبانو حکومت دفاع وزارت کې سرچینو تایید کړې چې د پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې هوایي بریدونو په ځواب کې یې نن سهار یوولس بجې د بلوچستان په کوټه کې د پاکستان پوځ قول اردو د ډورن په وسیله په نښه کړې ده. دغو سرچینو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

    هممهاله ځینو پاکستاني رسنیو هم د چارواکو په حواله ویلي، چې د هوايي دفاع سیستم یې د افغانستان له لوري یو ورغلی ډرون په کوټه ښار کې ویشتلی دی.

    پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې پېښه کې د مرګژوبلې او یا زیان اوښتلو څه نه دي ویلي.

    د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې د دوی ځواکونه په کابل کې پر پاکستاني الوتکو د هوايي دفاع ډزې کوي.‌

    تر اوسه کره جزییات نشته چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه د افغانستان پلازمېنه کې پر کومو سیمو هوايي بریدونه کړي او څومره زیان یې اړولی دی.

    د طالبانو حکومت یوازې د ننګرهار د غني‌خېلو په نهه وېشتمه ویاله کې د ډرون بریدونو یادونه او ادعا کړې چې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

    په ځینو ناتایید شویو رپوټونو کې پر باګرام هوايي اډې هم د هوايي برید خبر ورکړی شوی، خو بشپړ جزییات یې لا نشته.

    بي‌بي‌سي د پاکستان او طالبانو حکومت لخوا پر یو بل د هوايي بریدونو رپوټونه او په هغو کې اوښتی زیان په خپلواک ډول نه شی تاییدولی.

  14. د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونه وايي،‌ تورخم کې یې پر پاکستاني‌ لوري انتقامي بریدونه کړي

    د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونه وایي،‌ د افغانستان په ختیځ‌ ننګرهار کې یې تېره شپه تورخم کې پر ډیورنډ‌ کرښه د پاکستان پر پوستو انتقامي‌ بریدونو کې مقابل لوري‌ ته مرګژوبله او زیانونه اړولي دي.‌

    د طالبانو حکومت د سرحدي‌‌ ځواکونو د عمومي ریاست عابدالله فاروقي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني‌ لوري‌ د پوځي‌ قوماندانۍ مرکز، کمیسارۍ او څو مهمې پوستې ویجاړې شوې او لس سرتېري‌ یې وژل شوي‌ دي.‌

    نوموړی پاکستاني ځواکونه تورونوي چې په تورخم کې یې ملکي‌ اهداف په نښه کړي او ملکي خلکو ته یې مرګژوبله اړولې دي.

    بي‌‌بي‌سي په خپلواک ډول دغه تورونه او ادعا نه شي‌ تاییدولی.‌

  15. حمدالله فطرت ادعا کوي چې پاکستاني ځواکونو د ننګرهار غني‌خېلو کې د عامو خلکو پر کورونو ډرون بریدونه کړي

    د طالبانو حکومت وایي، پاکستاني ځواکونو تېره شپه د ننګرهار د غني‌خېلو ولسوالۍ په نهه‌ویشتمه ویاله کې د عامو خلکو پر کورونو ډورن بریدونه کړي دي.‌

    د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد‌الله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي په دغو بریدونو کې "څلور کورونه تخریب شوي، دوه کسه د یوې ښځې په شمول شهیدان او دوه کسه نور ټپیان شوي."

    هغه زیاته کړې چې د پکتیا په پټان ولسوالۍ کې هم پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې یو ولسي کس پکې وژل شوی او یو بل ټپي دی.‌

  16. خوارزمي:‌ په تازه 'تعارضي بریدونو' کې ۳۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي او لسګونه ټپيان دي

    د طالبانو حکومت دفاع وزارت وایي، تېره شپه یې یو ځل بیا په ننګرهار،‌ پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو د "لیزري ځواک پر مټ" تعارضي انتقامي بریدونه کړي دي.

    د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي پيغام کې لیکلي، چې د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول اردوګانو لخوا د دغو بریدونو پر مهال د پاکستاني لوري یو ټاور او "۴ لویې پوستې" تر نیول کېدو وروسته په ماینونو الوځول شوې دي.

    هغه همدا راز د ۳۲ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو، لسګونو نورو د ټپي کېدو او همدا راز د دوو ډرون الوتکو د رانسکورولو ادعا هم کړې ده.‌

    د پاکستان لوري تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.‌

    بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دا ادعاوې نشي تاییدولی.

  17. وروستی, په کابل کې د چاودنو غږونه؛ مجاهد وايي پاکستانۍ الوتکې په نښه کوي

    د افغانستان په پلازمېنه کابل کې سرچينې وايي چې د ډزو او چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.

    په همدې مهال د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد پر ا ېکس یوه پوسټ کې ليکلي چې پر پاکستاني الوتکو ډزې کېږي.

    نوموړي ويلي، "کابل کې د پاکستاني الوتکو پر وړاندې د دافع هوا فيرونه کېږي. ښاريان دې تشويش نه کوي".

    له دریو ورځو راهیسې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يو پر بل بریدونه کېږي چې دواړه خواوې يوه بل ته د مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.

    ترې دې وړاندې پاکستان په پلازمېنه کابل کې هم هوايي بریدونه کړي وو.

  18. د طالبانو حکومت ځايي چارواکو ننګرهار ته څېرمه د پاکستاني پوستو د نيولو ادعا کړې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي ادعا کوي چې له پاکستاني پوځ سره د تېرې شپې په نښتو کې کې یې د هغوی ځینې پوستې نيولي او ځينو ته یې اور اچولی دی.

    د یاد ولایت د رسنيو دفتر په وینا، د دوی ځواکونه "د پاکستاني لوري پر يو شمېر پوځي پوستو ورغلي، ځينې یې تر ولکې رالاندې راوستې او ځينو ته اور اچول شوی دی."

    په خبرپاڼه کې همدا ډول ادعا شوې چې د ننګرهار ولایت د شينوارو ولسوالۍ پر یوه کور د پاکستاني پوځ برید کې یو ماشوم وژل شوی او مور اور پلار یې ټپيان شوي دي.

    په خپلواکه توګه بي بي سي د دغو تلفاتو پخلی نشي کولی.

  19. طالبان وايي، په تورخم کې نښته شوې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سرحدي پولیسو ویاند عابد الله فاروقي وايي، د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د تورخم بندر سیمه کې د دوی د ځواکونو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښه روانه ده. نوموړي په یوه غږیز کلیپ کې ادعا کړې، چې ځواکونو یې (د لېزر په وسیله) په تورخم کې پاکستاني ځواکونو ته د سر زیان اړولی او دغه راز یې ځینې تاسیسات ویجاړ کړي دي.

    په ورته مهال د طالبانو حکومت سرچینو بي بي سي ته ویلي، نن شپه پاکستاني ډرون الوتکو د غني خېلو ولسوالۍ اړوند۲۹ ویالې سیمه کې د یو ملکي کس کور بمبار کړی، چې پایله کې یې د دوی په خبره یوه تنکی زلمی چې حبیب الله نومېږي، وژل شوی دی.

  20. وروستی, امیر خان متقي له خپل ازبکستاني سیال سره له پاکستان سره د ترینګلتیا په اړه غږېدلی

    د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ازبکستاني سیال بختیار سعیدوف سره په ټیلیفوني اړیکه کې "د سیمې د وضعیت، په ځانګړي ډول پر افغانستان د پاکستان د بریدونو" په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

    د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اېکس کې لیکلي چې په دې اړیکه کې د افغانستان پر اصولي دریځ ټینګار شوی او وروستي امنیتي اقدامات د "ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د هوايي حریم د ساتنې" لپاره ترسره شوي دي.

    د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، ازبکستان هم ویلي چې د اوسنیو ترینګلتیاوو د حل یوازېنۍ اغېزناکه لاره ډیپلوماسي ده او دا هېواد هڅه کوي چې په راتلونکي کې په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.

    د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د حل لپاره د خبرو له لارې چمتو دي.