له هغه ایله ۱۲ ورځې وروسته چې
د هیئت تحریر الشام ډلې په مشرتابه یاغیانو بریدونه پیل کړل، پلازمېنه دمشق د
یاغیانو ولکې ته ورغله.
یاغیانو لومړی د سوریې دویم لوی ښار حلب ونیو او بیا یې یو
په بل پسې پر سیمو او ښارونو ولکه ټینګه کړه.
د ویډیو تشریح، پر دمشق د یاغیانو له ولکې وروسته د بشار الاسد د پلار مجسمه ونړول شوه
د ایران بهرنیو چارو وزیر: له موږ د مرستې غوښتنه نه ده شوې
د ایران بهرنیو
چارو وزیر عباس عراقچي ځايي رسنیو ته پر یکشنبه ویلي، کله چې یاغیانو د سوریې
پلازمېنې دمشق پر لور پرمختګ کاوه، له ایرانه د مداخلې غوښتنه نه ده شوې. د یادونې
ده، چې ایران د سوریې مخکیني ولسمشر بشار الاسد له کلکو متحدینو یو بلل کېده.
ښاغلي عراقچي وویل: ''له موږ مرسته نه ده غوښتل شوې. اصلاً دا مسوولیت د سوریې د
ځواکونو دنده وه، موږ دا خپل مسوولیت نه بولو.''
نومبر ۲۷: هیئت تحریر الشام او اتحادیانو یې اعلان وکړ،
چې بشار الاسد حکومت د سوریې په شمال لوېدیځ کې پر ملکي خلکو بریدونه زیات کړي دي
او دوی له همدې امله یو پراخ برید پیل کړی.
د طالبانو حکومت د هیئت تحریر الشام مشرتابه ته مبارکي ویلې
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سوریه کې له وروستیو پرمختیاوو سره "د حګړې او بېثباتۍ عامل له منځه ولاړ او پلازمېنه دمشق د هیئت تحریر الشام په مشري د سوریې د ولس لاس ته ولوېد، د یاد حرکت قیادت او ولس ته مبارکي وايي او هیله څرګندوي چې د انقلاب پاتې پړاوونه په داسې ډول مدیریت کړي چې د یوه امن، متحد او باثباته نظام خاوند شي."
د طالبانو په خبرپاڼه کې هیله ښودل شوې چې سوریه کې د واک د لېږد بهیر په داسې بڼه ترسره شي چې د ټول ولس هیلې پکې پوره او یو خپلواک او خدمتګار اسلامي نظام پکې جوړ شي او له هر ټول غچ اخیستې پکې ډډه وشي او د عمومي عفوې په سیوري کې د سوریې ټول ولس راټول شي.
بریتانیا، فرانسې او جرمني د اسد د رژیم سقوط ته ښه هرکلی ویلی.