د بشار الاسد د ۲۴ کلنې واکمنۍ له ړنګېدو سره سم چې وسله والو مخالفانو یې د سقوط اعلان وکړ، نړیوالو بېلابېل غبرګونونه وښودل. ځینو د احتمالي ګډوډۍ خبرداری ورکړی، خو نورو بیا د اوسني وضعیت راتلل د سیاسي لاملونو له کبله بللي دي.
د طالبانو حکومت د هیئت تحریر الشام مشرتابه ته مبارکي ویلې
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سوریه کې له وروستیو پرمختیاوو سره "د حګړې او بېثباتۍ عامل له منځه ولاړ او پلازمېنه دمشق د هیئت تحریر الشام په مشري د سوریې د ولس لاس ته ولوېد، د یاد حرکت قیادت او ولس ته مبارکي وايي او هیله څرګندوي چې د انقلاب پاتې پړاوونه په داسې ډول مدیریت کړي چې د یوه امن، متحد او باثباته نظام خاوند شي."
د طالبانو په خبرپاڼه کې هیله ښودل شوې چې سوریه کې د واک د لېږد بهیر په داسې بڼه ترسره شي چې د ټول ولس هیلې پکې پوره او یو خپلواک او خدمتګار اسلامي نظام پکې جوړ شي او له هر ټول غچ اخیستې پکې ډډه وشي او د عمومي عفوې په سیوري کې د سوریې ټول ولس راټول شي.
بریتانیا، فرانسې او جرمني د اسد د رژیم سقوط ته ښه هرکلی ویلی.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په ټولنیزو رسنیو لیکلي: "وحشي رژیم بالاخره نسکور شو."
"زه د سوریې خلکو ته درناوی کوم، د هغوی زړورتیا او صبر ته سلام کوم. په دې نازک وخت کې، زه له هغوی د سولې، ازادۍ،او یووالي هیله لرم. فرانسه به د منځني ختیځ د ټولو خلکو امنیت ته ژمنه پاتې شي."
د فرانس پرس اژانس له مخې، د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د اسد سقوط "ښه خبر" وباله او د سوریې د ثبات لپاره یې سیاسي حل ته غږ وکړ.
شولڅ وویل: "بشارالاسد خپل خلک په بې رحمانه توګه وځپل. هغه بې شمېره خلک ووژل او ګڼ شمېر خلک یې اړ کړي چې وتښتي، چې ډېری یې جرمني ته راغلي."
د برېتانیا مرستیالې لومړۍ وزیرې انجیلا راینر ویلي، که د اسد رژیم نسکور شوی وي، نو حکومت "دې خبر ته ښه هرکلی وايي."
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو تایاني په "ایکس" ویلي: "زه په سوریه کې د وضعیت بدلون په ډېر دقت سره څارم. زه په دوامداره توګه په دمشق کې زموږ له سفارت او د وزیر اعظمې له دفتر سره په اړیکه کې یم." هغه د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه هم وکړه.
قطر په خپله وینا کې قطر ټینګار کړی چې باید سوریه د "ګډوډۍ لور ته ولاړه نه شي."
مصر ویلي چې د سوریې بدلونونه "ډېر جدي" پاموړ ګڼي او د سوریې د دولت او خلکو ملاتړ کوي، د دې هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ته ژمن دی. د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې له ټولو سوریایي اړخونو غوښتنه کړې چې د دولت ملي شتمنۍ او بنسټونه وساتي او د هېواد لوړې ګټې په پام کې ونیسي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان اعلان وکړ چې هېواد یې غواړي د سوریې د یووالي په "تضمین" کې مرسته وکړي.
فیدان په "ایکس" کې لیکلي: "ترکیه چمتو ده چې په سوریه کې د ټپونو د رغولو، د هېواد د یووالي، د خاورې د بشپړتیا او امنیت د تضمین لپاره اړین مسؤلیتونه پر غاړه واخلي."
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د اسد رژیم سقوط "یو مثبت ګام" دی او "له ډېر وخت راهیسې یې انتظار کېده."
ایران د سوریې په اړه د "مناسبو دریځونو" د غوره کولو اعلان کړی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سیمې د یوه اغېزناک هېواد په توګه به د سوریې د امنیت او ثبات د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.
چین هیله ښودلې چې سوریه به "ژر تر ژره ثبات ته ورسېږي." دا خبرې د چین د حکومت لخوا د سوریې د وروستیو پېښو په تړاو په یوه رسمي بیان کې شوي دي.
په سوريه کې د ولسمشر بشار الاسد مخالف وسله وال وايي د پلازمېنې کنټرول يې په لاس کې اخيستی او بشار الاسد له هېواده وتلی دی. وړاندې رويټرز خبري اژانس ويلي وو چې ښاغلی اسد په الوتکه کې يوه نامعلوم ځای ته تللی دی.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپله تروټ سوشل خواله رسنۍ کې لیکلي چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد وروسته له هغه "له خپل هېواده تښتېدلی، چې د خپلې ټلوالې روسیې ملاتړ یې له لاسه ورکړ".
"اسد ولاړ. هغه له خپل هېواد ووت. د هغه ساتونکې روسیه، روسیه، روسیه چې ولادیمیر پوتین یې مشري کوي، نور د هغه له ساتلو سره علاقه نه لري".
ټرمپ په خپل پیغام کې دا هم ویلي سوریه کې د روسې د پاتې کېدو لپاره هېڅ دلیل نه دی پاتې چې په وینا یې "دوی د اوکرایین له امله له سوریې سره خپله علاقه له لاسه ورکړه- هغه ځای چې نژدې ۶۰۰،۰۰۰ روسي پوځیان پکې مړه یا ټپیان شوي، دا سیې یوه جګړه کې چې هېڅکله باید نه وای پیل شوې"