دغه پاڼه نوره نه تازه کېږي. په دې هکله د نورو مطالبو لپاره لاندې لینکونه کېکاږئ.
تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائيل وايي، د سوریې جنګي بېړۍ یې له منځه وړې
اسرائيل وايي چې سمندري ځواکونو یې د دوشنبې په ماخوستن د "پراخو عملیاتو" په ترڅ کې د سوریې یوه بېړۍ په نښه او "له منځه وړې ده." اسرائيل د سوریې په خاوره کې داسې مهال د بریدونو خبره کوي چې عربي نړۍ یې پر سوریې تېري باندې تورنوي. په همدې حال کې د هیئت تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني ویلي، هغه لوړپوړي چارواکي تر تعقیب لاندې دي چې د بشار الاسد د رژيم برخه او په جنګي جرمونو کې ښکېل وو.
لنډیز
- د اسرائيل دفاع وزارت وايي، د سوریې سمندري جنګي بېړۍ یې له منځه وړې دي
- الجولاني: جنګي جرمونو کې ښکېل لوړپوړي چارواکي نه پرېږدو
- عباس ستانکزی: د مستبدو حکومتونو پای زوال او بدنامي ده
- په سوریه کې بند پاتې افغان شیعهګان له څه ډول کړاو او وېرې سره مخامخ دي؟
- محمد البشیر د سوریې نوي لنډمهاله لومړي وزیر په توګه وګومارل شو
- لوېدیځو هېوادونو په سوریه کې د واک سوله ییز لېږد غوښتنه وکړه او له ټولو لوریو یې غوښتي چې په زغم سره مخکې لاړ شي.
ژوندی پوښښ
وروستی, د اسرائيل دفاع وزارت وايي، د سوریې سمندري جنګي بېړۍ یې له منځه وړې دي
اسرائيل وايي چې سمندري ځواکونو یې د دوشنبې په ماخوستن د "پراخو عملیاتو" په ترڅ کې د سوریې یوه بېړۍ په نښه او "له منځه وړې ده."
د اسرائيل دفاع وزیر اسرائیل کاتز دا برید یو "لوی بری" بللی او ویلي یې دي چې دا یې د هغه لوی ماموریت برخه و چې په ترڅ کې یې هر هغه څه باید "ویجاړ او له منځه یووړل شي" چې د اسرائيل "ستراتيژيکو وړتیاو" ته ګواښ پېښولی شي.
ښاغلي کاتز همدا راز ویلي چې د سوریې په جنوب کې به یوه "دفاعي سيمه" جوړوي.
اسرائيل د سوریې په خاوره کې داسې مهال د بریدونو خبره کوي چې عربي نړۍ یې پر سوریې تېري باندې تورنوي.
ځینو عربي هېوادونو اسرائيل تورن کړي چې د سوریې په جنوب کې غیر نظامي سيمې ته په ننوتو سره یې د دغه هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت تر پښو لاندې کړی دی.
بلخوا ملګرو ملتونو هم له اسرائيل غوښتي چې نور دې په سوریه کې نظامي مرکزونو باندې بمبارۍ ودروي.
په سوریه کې د بشري حقونو څار یو سازمان وايي چې اسرائیلي جنګي الوتکو په سوریه کې تر ۳۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي دي.
الجولاني: جنګي جرمونو کې ښکېل لوړپوړي چارواکي نه پرېږدو
په همدې حال کې د هیئت تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني ویلي، هغه لوړپوړي چارواکي تر تعقیب لاندې دي چې د بشار الاسد د رژيم برخه او په جنګي جرمونو کې ښکېل وو.
ښاغلي الجولاني ویلي، په شکنجو کې د ښکېلو کسانو نوملړ باندې کار روان دی چې خپور به یې کړي او د ځينو د ځایځایګي په اړه معلومات ورکوونکو ته به انعام هم ورکړل شي.
ده دا څرګندونې وروسته له هغه کړې دي چې یاغیانو د یوه روغتون په سړخونه کې د څلوېښتو کسانو جسدونه وموندل چې د شکنجې نښې یې پر بدن وې.
عباس ستانکزی: د مستبدو حکومتونو پای زوال او بدنامي ده
د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، سوریه کې د اسد د کورنۍ د ۵۳ کلن رژیم د سقوط په اړه په غبرګون کې وویل، د مستبدو حکومتونو پای زوال او په تاریخ کې بدنامي ده او د اسد د رژیم په څېر به نسکور شي.
وروستی, په سوریه کې بند پاتې افغان شیعهګان له څه ډول کړاو او وېرې سره مخامخ دي؟
په سوريه کې له بدلون سره په دغه هېواد کې د یو شمېر بند پاتې افغانانو برخلیک په اړه اندېښنې په زياتېدو دي.
يوې سرچينې بيبيسي ته ويلي، يو شمېر شيعه افغانان چې ايران د فاطميونو لښکر کې د بشار الاسد په ملاتړ د سوريې جګړې ته استولي وو، اوس د دغه هېواد لاذقيه کې بند پاتې دي. دغه سمندرغاړی ښار د اسد علوي فرقې اکثريت سيمه ده چې لا د وسلهوالو تر ولکې لاندې نه ده راغلې. خو دمشق کې ځينې نور شيعه افغانان هم شته چې وايي هلته یې له پخوا ژوند او کاروبار کاوه، اوس د وېرې او ډار حالت کې دي.
وروستی, محمد البشیر د سوریې نوي لنډمهاله لومړي وزیر په توګه وګومارل شو
د رپوټونو پر بنسټ د سوریې هیئت تحریر شام ډلې مشر چې د بشر الاسد رژیم په نسکورولو کې یې مهم رول درلود د دغه هېواد د نوي لنډمهاله لومړي وزیر په توګه غوره شوی دی.
په رپوټونو کې راغلي چې دی به د مارچ میاشتې تر لومړۍ نیټې په دې څوکۍ پاتې شي او تر هغې به د واک سوله ییز لېږد رهبري کوي.
ښاغلي محمد البشیر د تلویزیوني وینا پر مهال اعلان وکړ چې "دی چمتو دی د یوې کوچنۍ کابینې مشري په غاړه واخلي تر څو دا یقیني کړي چې د ملکي ادارو چارې په منظم ډول مخکې ځي."
د یادونې ده، چې محمد البشیر مخکې په ادلب کې د هیئت تحریر الشام د منتظم په توګه دنده درلوده. ادلب هغه ښار دی، چې د بشار الاسد حکومت پر ضد ترې د بریدونو لړۍ پیل شوه.
محمد البشیر څوک دی؟
محمد البشير، چې د ۲۰۲۴ کال جنورۍ کې د سوریې د ژغورنې د حکومت رئیس شو، د سوریې په سیاسي ډګر کې یې ځان مشهور کړ. دا حکومت چې په ادلب کې فعالیت کوي، له هیئت تحریر الشام ډلې سره همغږي کې د مدني واک په توګه کار کوي، چې په پوځي او امنیتي برخو کې واک لري. دا حکومت چې په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شو، په ادلب او د حلب په ځینو برخو کې مدني چارې پر مخ وړي. البشیر هغه سوریایی انجنیر دی چې په ۱۹۸۳ کال کې د ادلب ولایت د جبل الزاویه په سیمه کې زیږېدلی دی.
محمد البشیر د برېښنا او الکترونیکي توکو انجینرۍ کې لوړې زدکړې لري او په ۲۰۰۷ کال یې د حلب له پوهنتون نه په مخابراتو کې یې تخصص اخیستی. د سوریې د ګازو اړوند شرکت کې یې د دقیقو وسیلو برخه کې د مشر انجینیر دنده مخته وړې ده.
د سوریې د کړکېچ له ډېرېدا سره البشیر خپل اکاډیمیک یون پسې وغځاوه او په ۲۰۲۱ کال یې د ادلب له پوهنتون نه حقوقو او شرعیاتو کې سند ترلاسه کړ.
وروسته محمد البشیر د سوریې د ژغورنې حکومت کې ښکېل شو، په ګڼو دندو پاتې شوی.
په ۲۰۲۲ کې نوموړی د یاد حکومت د بشري چارو د پراختیا وزیر شو.
پر هغه نیوکه دا وه چې ګنې له هیئت تحریر الشام ډلې سره ټینګې اړیکې لري چې دې کار یې د حکومت پر پرېکړو لوی اغېز کړی.
ملګري ملتونه: ۱۶ میلیونه سوریایان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ وايي چې دغه هېواد کې ۱۶ میلیونه خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغې بنسټ استازي ګونالو وارګاز لوسا بي بي سي ته ویلي د وروستیو جګړو له کبله لږ تر لږه اته سوه زره سوریایان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
د رپوټونو پر بنسټ له دې مخکې سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې اووه میلیونه خلک په نړیواله کچه کډوال شوي، او پنځه میلیونه ګاونډیو هېوادونو ته بې ځایه شوي دي.
ښاغلي لوسا ویلي "دا مهال د سختو بشري مرستو اړتیا ده او ډېر خلک په زور کډوالۍ ته اړ شوي چې لاسنیوي ته اړتیا لري."
په سوریه کې د بې درکه زندانیانو لټون
د سوریې پلازمېنې دمشق ته نژدې صیدنایا زندان د بشري حقونو فعالانو له لوري د انسان وژنې مرکز په نامه یادیده.
ویل کېږي، چې په دې زندان کې زرګونه کسان بندیان وو، چې تر لسیزو پورې د سوریې پوځي او استخباراتي پولیسو شکنجه کول.
د بشار الاسد رژیم له نسکورېدو وروسته ګڼ شمېر خلک د دې زندان په شاوخوا کې راټول شوي او باوري دي، چې د دې زندان په ځینو پټو برخو کې لا هم زرګونه کسان ایسار پاتې دي.
مرستندویان د دې زندان پټو دروازو په لټون پکې کېندنې کوي. د بي بي سي عربي څانګې خبریال فراس کیلاني د دې زندان لیدو ځانګړی لاسرسی موندلی.
روسي چارواکي: د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه یوه خوله دي
اټکل کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د سوریې په اړه مهمې پرېکړې وکړي، روسي او امریکایي استازو ویلي د سوریې په اړه ځانګړې ناسته په راتلونکو څو ورځو کې جوړیږي.
د رپوټونو پر بنسټ د بندو دروازو تر شاه له دغې ځانګړې غونډې مخکې لږ تر لږه د امنیت شورا د ډېرو غړو هېوادونو لخوا د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې او بشري حقونو ته د درناوي برابره ژمنتیا شته.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي واسیلي نېبنزیا ویلي: "فکر کوم د شورا غړي په دې اړه لږ یا ډېر یو لاس او متحد دي چې د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا خوندي وساتل شي، دا چې د ولسي خلکو ژوند خوندي وي او دا چې اړمنو ته لازمې بشري مرستې ورسېږي."
په همدې مهال امنیت شورا د سوریې اوسنۍ حالت "غیر عادي" بللی او د مثبت پرمختګ تمه یې ښودلې.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ ویلي، د سوریې په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې موخه دا ده چې غړي هېوادونه د دغه هېواد په اړه یوه خوله شي.
د جګړو له کبله کډوال شوي سوریایان
د سوریې ۱۳ کلنې جګړې په ترڅ کې سلګونه زره سوریایان له خپل هېواده کډوالۍ ته اړ شوي دي. یوازې ترکیې ته نژدې درې میلیونه سوریایان کډوال شوي دي.
اوس چې په سوریې کې د بشار الاسد رژیم نسکور شوی دی، دغه ډېری کډوال غواړي خپلو مېنو ته ستانه شي، خو دا بېرته ستنېدل به اسان او بې کړاوه نه وي.
له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې په سوریه کې کړکېچ پیل شوی، ټولټال نژدې ۱۴ میلیونه سوریایان له خپل کور – کلي وتلو ته اړ شوی دي.
د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېسارۍ مسوولینو په وینا په اوسمهال کې د سوریې کډوالو اجباري لېږد او ځای پر ځای کول تر ټولو ستر بلل کېږي.
د سوریې په ګاونډیو هېوادونو لبنان، ترکیې، اردن، عراق او مصر کې له ۵ اعشاریه پنځه میلیونه ډېر سوریايي کډوال مېشت دي. جرمني بیا د سوریې له پولو لېرې داسې یو هېواد بلل کېږي، چې د بل هر هېواد پرتله ډېر (۸۵۰ زره) سوریايي کډوال پکې مېشت دي.
له خپل هېواده لېرې د دې ډېری بې ځایه شویو کسانو لپاره د کډوالۍ ژوند له خورا ډېرو ستړو- ستونځو ډک و.
په داسې حال کې چې ګڼ شمېر سوریايي کډوال غواړي د اسد رژیم له پای ته رسېدو وروسته خپل هېواد ته ستانه شي، پر دوشنبه داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې یو شمېر سوریایان اوس غواړي له هېواده ووځي او ځینې یې د لبنان پولې پر لور روان شوي دي.
هغسې چې په تصویرونو کې لیدل کېږي، ګڼ شمېر دغه کسان له مخکې د پولې هغه ځای ته رسېدلي، چې د لبنان او سوریې تر منځ د تګ راتګ لپاره کارول کېږي.
په بیروت کې د ځینو دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د لبنان کورنیو چارو وزیر بسام مولوي پر دوشنبه د خپل هېواد چارواکو ته امر کړی، چې ''سملاسي لبنان ته د سوریایانو د غیر قانوني ننوتلو مخه ونیسي.''
لوېدیځو هېوادونو په سوریې کې د واک سوله ییز لېږد غوښتنه وکړه، یاغیانو د پوځیانو لپاره عمومي عفوه اعلان کړه
لوېدیځو هېوادونو په سوریه کې د واک سوله ییز لېږد غوښتنه وکړه او له ټولو لوریو یې غوښتي چې په زغم سره مخکې لاړ شي.
بل لور وسله والو یاغیانو د بشار الاسد حکومت ټولو پوځیانو ته د عمومي بخښنې اعلان کړی. د پوځي عملیاتو اوسنۍ څانګې یوه ویاند ویلي، د ټولو پوځیانو ژوند خوندي دی او هېڅوک نه شي کولای دوی ته زیان ورسوي.
د سوریې او نورې عربي نړۍ د رسنیو په رپوټونو کې وړاندوینه شوې، چې کېدای شي محمد البشیر د سوریې نوي لومړي وزیر په توګه وګومارل شي.
د یادونې ده، چې محمد البشیر مخکې په ادلیب کې د هیئت تحریر الشام د منتظم په توګه دنده درلوده. ادلیب هغه ښار دی، چې د بشار الاسد حکومت پر ضد ترې د بریدونو لړۍ پیل شوه.
الجولاني، ''موږ پخوانۍ اداره په بشپړه توګه نه ختموو، د دوی له تجربو به ګټه اخلو''
د سوریې یاغیانو ډلې مشر چې په دغه هېواد کې یې د واک لېږد په هکله د مرستې لپاره د سوریې له مخکیني لومړي وزیر سره لیدلي دي.
په هغه ویډیويي کلیپ کې چې د یاغیانو قوماندې مرکز له لوري خپور شوی، د ابو محمد الجولاني له قوله ویل شوي، د واک لېږد په بهیر کې به د پخواني حکومت له تجربو ګټه واخیستل شي. الجولاني وايي: ''ځوانانو اوس کافي تجربه ترلاسه کړې ده. ادلیب کوچنی ښار دی، هلته دومره ډېر وسائل نه شته، خو د خدای شکر دی، چې موږ یو څه پاموړ وکړل، تاسو به تجربه ووینئ. خو موږ به پخوانۍ اداره په بشپړ ډول نه ختموو، بلکې د دوی له تجربې به ګټه واخلو.''
اردوغان: د کډوالو بېرته ستنېدو لپاره د ترکیې او سوریې تر منځ پوله پرانیستل کېږي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هېواد یې په خپله خوښه د سلګونه زره کډوالو ستنېدو لپاره له سوریې سره خپله پوله پرانیزي. د سوریې او ترکیې تر منځ د پولې سیمې کې یالادګي نومي ځای د تګ راتګ لپاره د دروازې په توګه کارول کېږي. د ملګرو ملتونو مسوولینو په وینا په ترکیې کې له درې میلیونو زیات سوریايي کډوال مېشت دي.
د بریتانیا په ګډون لوېدیځو هېوادونو د سوریايي کډوالو د پناه غوښتنې په هکله پرېکړې بندې کړې دي
د بریتانیا په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو اعلان کړی، چې د سوریې اوسېدونکو کډوالو ته د پناه ورکولو په هکله یې د پرېکړې بهیر درولی دی.
د برلین په ګډون د اروپايي هېوادونو یو شمېر پلازمېنو چارواکي وايي، دوی په دمشق کې د چټک بدلون بهیر څاري، خو اتریش چارواکو بیا د سوریې ولسمشر بشار الاسد حکومت له نسکورېدو یوه ورځ وروسته اشارتاً ویلي، چې ژر به سوریايي کډوال خپل هېواد ته واستوي.
سویډن، ډنمارک او ناروې د دوشنبې پر ورځ وویل، د سوریايي کډوالو د پناه غوښتنې پر غوښتنلیکونو یې د غور کولو بهیر درولی دی.
د یادونې ده، چې په سوریې کې د اوږدې کورنۍ جګړې له کبله د دې هېواد سلګونه زره اوسېدونکي له هېواده وتلي دي. جرمني نژدې یو میلیون سوریايي کډوالو ته پناه ورکړې، چې ډېری یې په جرمني کې د اینګلا میرکل حکومت پر مهال دې هېواد ته رسېدلي وو.
د جرمني بهرنیو چارو وزیرې نانسي فیزر وايي، ''ډېری سوریايي کډوال بالاخره خپل هېواد ته د ستنېدو په تړاو هیله من دي'' خو نوموړې زیاتوي، چې د سوریې وضعیت اوسمهال ډېر څرګند نه دی.
بل لور د بریتانیا چارواکو هم د سوریايي کډوالو د پناه غوښتنې پر غوښتنلیکونو پرېکړې درولې دي. د بریتانیا کورنیو چارو سکرتره یوویتې کووپر وايي، ''برتانیا د سوریايي اوسېدونکو د پناه غوښتنې پر قضیو پرېکړه کول درولي دي.''
نوموړې زیاتوي د کورنیو چارو وزارت وضعیت له نژدې څاري. اغلې کووپر زیاتوي د اسد حکومت له پای ته رسېدو وروسته په هغه هېواد کې وضعیت خورا په چټکۍ سره بدلېږي. نوموړې زیاتوي، ''ځینې سوریايي وګړي بېرته خپل هېواد ته ستنېږي'' او بریتانیا حکومت هلته رامنځته شوي پرمختګونه له نژدې څاري.
' اسرائیلي ځواکونو په سوریه کې لسګونه هوايي بریدونه کړي'
په سوریه کې د بشري حقونو څار یو سازمان، چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، اسرائیلي جنګي الوتکو په سوریه کې له ۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي دي. د بشري حقونو څار دغه سازمان وايي، په دې بریدونو کې د دمشق، درعاه، لتاکیا او حماه سیمو یو شمېر پوځي هدفونه په نښه شوي دي. اسرائیل وايي، دا بریدونه یې ځکه کړي، چې د سخت دریځو وسله والو لاسونو ته د وسلو لوېدو مخنیوی وشي.
دغه سازمان وايي، په برزه سیمه کې د ساینسي څېړنو پر یوه مرکز برید شوي دي. موږ د هغه ځانګړي ساینسي په هکله نه پوهېږو چې په برزه سیمه کې پرې بمباري شوې ده. خو په ۲۰۱۷ کال کې بي بي سي داسې اسناد لیدلي وو، چې په برزه کې یې د سانیسي علومو او څېړنو مرکز (اېس اېس ار سي) یوې څانګې په تړاو و، چې کیمیاوي وسلې یې چمتو کولې. دد سازمان مسوولینو په وینا په ۲۰۲۴ کال کې په سوریې کې د اسرائیلي بمباریو له کبله ۴۱۶ سرتېري وژل شوي دي.
وروستی, ناټو او بېلابېلو لوېديځوالو بنسټونو په سوریه کې د قدرت "سولهييز" لېږد غوښتنه کړې
په سوریه کې د یاغیانو په لاس د بشار الاسد واکمنۍ پرځولو ته د غبرګونونو په ترڅ کې د ناټو سازمان عمومي منشي مارک روته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هغه په سوریه کې "د قدرت د سولهييز انتقال او د سوریې په مشرۍ د یوه ټولشموله سیاسي بهیر" هیله لري.
ښاغلي روته زیاته کړې چې د سوریې نوي مشران باید "د قانون حاکمیت ته ژمن و اوسي، د ملکي وګړو ساتنه او د مذهبي لږکیو درناوی وکړي."
ده همدا راز ویلي چې، "روسیه او ایران د اسد رژيم اصلي ملاتړي وو او د هغو جنایتونه مسؤل دي چې د سوریې وګړو پر ضد ترسره شوي دي. هغوی همدا ډول ثابته کړه چې بې باوره متحدان دي، ځکه چې کله پوه شول چې بشار الاسد یې نور په ګټه نه دی نو هغه یې پرېښود."
د اروپايي کمیسون مشرې اورزولان اوندرلاین پر اېکس پاڼه د همدې غوښتنې په تکرار سره لیکلي، "د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا او د لږکیو خوندیتوب مهم دي."
وروستی, روسیې بشارالاسد ته پناه ورکړې خو هرکلی یې څنګه شوی؟
د کریملېن ویاند دیمیترې پیسکوف ویلي، بشارالاسد او کورنۍ ته یې په روسیه کې د پناه ورکولو پرېکړه په خپله ولسمشر ولاديمير پوتین کړې ده.
ښاغلي پيسکوف ویلي چې کریملېن په روسیه کې بشارالاسد ته د پناه ورکولو په اړه رسمي بیان ورکولو باندې "هېڅ مکلف نه دی" او په وینا یې، د اسد د اوسني ځایځايګي په اړه نور څه ویلو ته نه لري.
هغه زیاته کړې چې د ولسمشر پوتین په رسمي مهالوېش کې له بشارالاسد سره کومه لیدنه په پام کې نه وه.
په دې وروستیو ورځو کې د سوریې د وضعیت په اړه د روسي چارواکو او دولتي رسنیو د څرګندونو ډول بدل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزیر یې سرګي لاوروف پخوا یاغیان "ترهګر" بلل خو تېره یکشنبه د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي خبرپاڼه کې هغوی ته د "اپوزیسیون" ټکی کارولی دی.
د روسیې دولتي تلویزون ویلي چې روسیې له اسد سره خپلې ټولې کړې ژمنې پر ځای کړې دي خو دغه هېواد اوس پر خپل امنیت پام ورټولو ته اړتیا لري.
بشارالاسد څنګه واک ته ورسېد او په خپل ځوان واکمن پورې د سوریایانو تړلې هیلې څنګه نیمګړې پاتې شوې؟
بشارالاسد په ۲۰۰۰کال کې د پلار تر مرګ وروسته واک ته ورسېد. هغه مهال يو شمېر عربي هېوادونو کې د ځوان نسل واکمنۍ له پيل سره هيلې دا وې چې ښايي په عربي نړۍ کې د واک بڼې کې بدلون راشي، خو څه د پاسه يوه لسيزه وروسته یې هېواد کې د کورنۍ جګړې له پيل سره بشارالاسد په يوې ځپونکې او وژونکې څېرې واوښت. دلته یې د واکمنۍ پېر ته لنډه کتنه شوې:
بریتانیا وايي، ښايي د سوریې هیئت تحریر الشام د ترهګرو له نوملړه وباسي
د بريتانيا حکومت وايي، ښايي اسلامپاله ډله هیئت تحرير الشام د بشار الاسد په نسکورولو کې د مهم رول له امله د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.
د بریتانیا د کابینې وزیر پټ مک فاډن بي بي سي ته وویل، په سوریه کې وضعیت "ډېر د بدلون په حال" کې دی خو د حالاتو له ثبات سره، په بندیز کې هر ډول بدلون به "نسبتا چټکه پرېکړه" وي.
د بریتانیا حکومت له القاعدې سره د اړیکو له امله التحریر الشام ډله "ترهګره" بولي.
ښاغلي مک فاډن تائید کړه، بریتانیا اوس مهال له دې ډلې سره له هرډول اړیکې ډډه کوي.
دا څرګندونې وروسته تر هغه شوي چې لومړي وزیر کییر سټارمر پرون د بشارالاسد د واکمنۍ د پای ته رسېدو هرکلی وکړ.
د سوریې هیئت تحریر شام او نورو متحدینو وسله والو د یکشنبې په ورځ د پلازمینې دمشق کنټرول ترلاسه کړ.
د دمشق د زندان انځورونه چې په اړه یې څېړنې هم دوام لري
د سوریې په پلازمینه صیدنایا پوځي زندان په اړه، چې د سوریې په پلازمینه کې یو بدنام زندان دی، څېړنې دوام لري. دغه څېړنې وروسته تر هغه پیل شوي چې راپورونه خپاره شول، بندیان د ځمکې لاندې خونو کې ساتل شوي.
د سوریې د ملکي دفاع ډله (سپین خولي) وايي، تر اوسه یې "د یوې پټې دروازې په اړه څه نه دي موندلي"، خو زیاتوي د هغو کسانو په مرسته به لټون ته دوام ورکړي چې "زندان ته د ننوتلو او پټې لارې ور معلومې دي."
په روسیه کې د سوریې د سفارت کارکوونکو پر ودانۍ د وسله والو بیرغ پورته کړ
په روسیه کې د سوریې د سفارت کارکوونکو، د سفارت پر ودانۍ د سوریې د وسله والې ډلې بیرغ ځوړند کړی دی. روسیه هغه هېواد دی، چې ښاغلی بشارالاسد یې په واک کې ساتلی و.
وړاندې تر دې د روسیې دولتي رسنیو اعلان کړی و، مسکو په منځني ختیځ کې خپل لوی متحد له لاسه ورکړی دی.
پرون روسي چارواکو تائید کړه، د بشارالاسد کورنۍ په روسیه کې پناه اخیستې ده.
په ویانا کې په نړیوالو سازمانونو کې د روسیې استازي میخایل اولیانوف تېره شپه په یوه ټویټ کې دا خبر تائید کړی او لیکلي یې دي: "روسیه به په سختو شرایطو کې له خپلو ملګرو سره خیانت ونه کړي. دا د روسیې او امریکا ترمنځ توپیر دی."
تر دې مخکې کرملېن د سوریې د وضعیت د ارزونې په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې وه.
ایران، چې د بشارالاسد د حکومت یو له اصلي ملاتړو څخه و، اعلان کړی چې له وسله والو ډلو سره یې "مخامخ اړیکې" نیولې دي، چې اوس یې د پلازمینې په لاس کې دی او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د "دښمنۍ" چلند مخه ونیسي.