عراقچي: هرمز تنګی به د اوربند تر پایه پرانیستی وي، ټرمپ: "مننه"
عباس عراقچي په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: "د لبنان د اوربند په چوکاټ کې، د هرمز تنګي له لارې د ټولو سوداګریزو بېړیو تګ راتګ د اوربند تر پاتې مودې پورې په بشپړ ډول پرانیستی اعلانېږي." د ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشل لیکلي: "ایران تازه اعلان کړی چې د ایران تنګی په بشپړ ډول پرانیستی او د بشپړ تګ راتګ لپاره چمتو دی. مننه!"
لنډیز
- عراقچي: هرمز تنګی به د اوربند تر پایه پرانیستی وي، ټرمپ: "مننه"
- د اوربند له پلې کېدا وړاندې اسرائیلو لږترلږه ۱۳ لبنانیان ووژل
- حزبالله: د هر ډول احتمالي سرغړونې صورت کې مو جنګیالي "ګوتې په ماشه" دي
- ټرمپ وايي، د ایران جګړه باید ډېر ژر پای ته ورسېږي
- د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند رسماً پیل شو
ژوندی پوښښ
وروستی,
وروستی, د کاتولیکې کلیسا مشر هغه "ظالمان" غندلي چې پر جګړو میلیاردونه ډالر لګوي, ډېوېډ ګیګلیون له رومه راپور ورکوي

د عکس سرچینه، Reuters
د کاتولیکې کلیسا مشر پاپ لیو پر هغو مشرانو نیوکه کړې چې پر جګړو میلیاردونه ډالر لګوي. ده افریقايي هېواد کیمرون کې خبرې کولې. د هغه لخوا مخکې دا ډول مخامخ نېوکې کمې لیدل شوې دي.
دا څرګندونې له هغې وروسته مخې ته راځي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټولنیزه شبکه یو خپاره پیغام کې یو ځل بیا پر پاپ نېوکې کړې دي.
پاپ لیو هغه کسان هم وغندل چې "خپلو پوځي، اقتصادي، او سیاسي ګټو لپاره مذهب کاروي" او ویې ویل چې مذهب باید د تاوتریخوالي توجیه کولو لپاره ونه کارول شي.
ده وویل چې د جګړو رهبران داسې ګڼي چې ګواکې د جنګ پر دې تاوان نه پوهېږي چې "تباهي او ویجاړي یوه شېبه کې کېږي خو بیا ابادي تل یو عمر وخت نیسي." ده زیاته کړه چې "پر وژنو او ویجاړیو میلیاردونه ډالر لګول کېږي، خو روغتیا، زدکړې او بیا ابادۍ لپاره هېڅ ځای کې پېسې نه موندل کېږي".
نوموړي د وضعیت په اړه د تت انځور وړاندې کولو سره سره وویل هېله هم شته. ده وویل "که یوې خوا یو څو ګوتو په شمار ظالمانو لخوا نړۍ تباه کېږي، ورسره داسې ګڼې خویندې او ورونه شته چې نړۍ یو موټي او یو ځای ساتي".
وروستی, بیروت: د لبنان ولسمشر له ټرمپ د اوربند د "هڅو" مننه وکړه

د عکس سرچینه، Reuters
د لبنان د ولسمشر جوزف عون دفتر تایید کړی چې نن یې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
په یوه پوسټ کې چې پر اېکس خپور شوی، ویل شوي چې عون له ټرمپ مننه کړې چې په لبنان کې د اوربند د ترلاسه کولو او د "تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت" لپاره یې هڅې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې عون بیا ټینګار کړی غواړي د اسراییل او حزبالله ترمنځ اوربند "په تر ټولو لنډ ممکن وخت" رامنځته شي.
همدارنګه ویل شوي چې ټرمپ د ولسمشر عون او لبنان له دریځه ملاتړ څرګند کړی دی.
وروستی, د امریکا دفاع وزیر: ایران دې راتلونکي ګامونه "هوښیارۍ" سره واخلي
د ویډیو تشریح، د امریکا دفاع وزیر: موږ دې نوي نظام ته سپارښتنه کوو چې هوښیار انتخاب وکړي. د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت ویلي دی امریکا به دا باوري کوي چې ایران به "کله هم" اتومي وسلې ترلاسه نه کړي.
په واشنګټن کې خبریالانو سره خبرو کې هغه وویل موږ دې ته لومړیتوب ورکوو چې دا کار په ښه توګه د یو تړون له لارې ترسره کړو، خو موږ دا کار" زور کارونې" سره هم کولی شو.
هغه بیا دایران پر حکومت غږ وکړ چې "هوښیارۍ" سره ګامونه غوره کړي.
د امریکا دفاع وزیر خبرداری ورکړ، که داسې نه وي نو کلابندي به وي او په زېربناو، د برېښنا او انرژۍ پر مرکزونو به بمونه وغورځول شي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز: هر وخت د جګړې بیا پیلولو ته چمتو یو
د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ډان کېن ټینګار وکړ چې د اوربند پرېکړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لارښوونه شوې ده او زیاته یې کړه چې امریکايي ځواکونه لا هم په بشپړ چمتووالي کې دي چې "هره شېبه" جګړه بیا پیل کړي.
کېن څرګنده کړه چې امریکايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ (اپرېل ۱۳مه) د امریکا د ختیځ وخت له مخې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، سملاسي سمندري محاصره پیل کړه.
هغه وویل چې دا اقدام د ایران بندرونه او ساحلي سیمې په نښه کوي، نه هرمز تنګی او زیاته یې کړه چې دې کلابندۍ کې ټولې هغه بېړۍ شاملې دي چې د ایران بندرونو ته روانې وي یا ترې وځي، که د هر هېواد وي.
هغه همداراز وویل چې دا محاصره به د ایران په سیمهییزو اوبو او همدارنګه په نړیوالو اوبو کې عملي شي.

د عکس سرچینه، Reuters
وروستی, لبناني چارواکي: اسرائيلو د لبنان هغه مهم پل ویجاړ کړی چې دغه هېواد له جنوب سره نښلوي

د عکس سرچینه، Reuters
دا په لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو هغه وروستي انځورونه دي چې موږ ترلاسه کړي دي.
د لیطاني سیند په شمال کې د شاوخوا ۴۰،۰۰۰ وګړو لرونکي ښار نباطیه کې تر بریدونو وروسته له سیمې لوګي پورته کېږي.
د لبنان یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي چې په دغو بریدونو کې د قاسمیه سیمې هغه یوازېنی پل په نښه او وران شوی دی چې د لبنان جنوب د دغه هېواد له نورو برخو سره نښلوي.
د لبنان دولتي خبري اژانس هم خبر ورکړی چې د قاسمیه دغه پل چې د صور سیمه له صیدا سره نښلوي، د اسرائيلو په دوو پرلهپسې بریدونو کې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
اسرائيل تر دې وړاندې ویلي چې ځواکونه یې په لبنان کې ځکه پلونه په نښه کوي چې غواړي، د دغه هېواد له دولتي زېربناو د حزب الله د کار اخیستلو مخه ونیسي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
وروستی, د سپوږمکۍ انځورونه: د اسرائيل په بریدونو کې د لبنان د جنوبي سیمو ویجاړي
د سپوږمکۍ ځينې انځورونه او ویډيوګانې چې بيبيسي هم تایید کړې دي، ښيي چې د اسرائيلو په بمباریو کې د لبنان ځينې جنوبي کلي او ښارونه سخت ویجاړ شوي دي.
د بيبيسي د تحلیل او د تایید شوو شواهدو پر بنسټ، د روان میلادي کال د مارچ له دویمې راهیسې دغلته تر ۱۴۰۰ ډېرې ودانۍ ویجاړې شوې دي.

دا هم د دغه ویجاړي یوازې یوه وړه برخه ده ځکه چې دې سیمې ته ځمکنی لاسرسی محدود دی او د سپوږمکۍ انځورونه هم کم دي. نو اصلي زیان ښايي بېخي ډېر وي.
نړیوالو قانون پوهانو بيبيسي ته منلې چې په سيسټماتیک ډول د دغو ښارونو او کلیو ویجاړول ښايي جنګي جرم وګڼل شي.
تر اوسه په دغو بریدونو کې د اوښتي ځاني یا مالي زیان په اړه کره جزیات په لاس کې نه شته.
د حزب الله او اسرائيل بریدونه

د عکس سرچینه، EPA
تر دې وړاندې د ایران له ملاتړه برخمنې لبنانۍ ډلې حزب الله ویلي وو چې نن یې پر اسرائیلو ګڼ توغندیز بریدونه کړي دي. دې ډلې ویلي وو، ځوابي بریدونه به یې تر هغه روان وي چې تر څو "زموږ پر هېواد او خلکو د اسرائيلو او امریکا یرغل درېدلی نه وي".
د اسرائيلو پوځ بیا ویلي چې پرون یې د لبنان په جنوبي برخه بنت جبیل کې د حزب الله شاوخوا ۷۰ مرکزونه ویجاړ کړي دي.
وروستی, د اسرائيل پخوانی لومړی وزیر: د حزب الله بېوسلې کول به د اسرائیل او لبنان په اړیکو کې "مهم بدلون" وي

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
د اسرائيل یوه پخواني لومړي وزیر ایهود اولمیرت ویلي چې که لبنان د حزب الله بېوسلې کولو ته ژمنتیا وښيي نو دا یې له اسرائيلو سره په اړیکو کې "ډېر مهم بدلون" کېدای شي.
ښاغلي اولمیرت بيبيسي ته ویلي، "ګمان نه کوم چې هېڅ اسرائيلی حکومت به د حزب الله بېوسلې کولو نه پرته اوسنی روان پوځي اقدام پای ته ورسوي".
دی زیاتوي، "که لبنان له اروپا، اسرائيلو او امریکا سره د حزب الله د بېوسلې کولو په اړه ریښتیا هم جدي وي او په دې برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي نو دا به ډېر مهم بدلون وي. خو زما په نظر، تر اوسه دغه ټکي ته نه یو رسېدلي".
د اسرائيل دغه پخواني لومړي وزیر ویلي چې د اسرائيل او لبنان د مشرانو ترمنځ د لوړې کچې له اړیکو تر هغې وروسته خبر شو چې د دواړو هېوادونو استازو تېره سېشنبه په واشنګټن کې سره ولیدل.
دا په تېرو شاوخوا درو لسیزو کې لومړی ځل و چې دواړه هېوادونه ډېپلوماتیکې خبرې سره کوي. په امریکا کې د لبنان سفیرې ندا حماده معوض وروسته وویل چې له امریکا او اسرائيلو سره یې "لومړنۍ خبرې اترې ګټورې" وې او په وینا یې، د بل پړاو مذاکراتو نېټه او وخت به وروسته اعلان شي.
وروستی, اسرائيل وايي نتنیاهو د لبنان ولسمشر سره خبرې کوي

د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، بنیامین نتنیاهو، تېره میاشت د یوې وینا پرمهال د اسرائيل د امنیتي کابینې غړي ګالیا ګملیل د اسرائيلي پوځ راډيو سره په خبرو کې ویلي چې لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به نن د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره خبرې وکړي.
ښاغلي ګملیل په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او لبنان هم تازه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د لبنان او اسرائيلو ترمنځ د مذاکراتو په اړه شکونه وروسته له هغه رامنځته شول چې تېره شپه ناوخته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) ولیکل چې د اسرائيل او لبنان مشران به "سبا" (نن پنجشنبه) لسیزې وروسته خبرې سره وکړي. خو وروسته بيبيسي ته د لبنان د ولسمشرۍ دفتر یوه چارواکي وویل چې له اسرائيل سره له کومو راتلونکو خبرو خبر نه دي.
خو اوس داسې برېښي چې ښايي دا مذاکرات ترسره شي.
کله چې په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړو نو پر همدې ژوندۍ پاڼه به یې له تاسې سره شریک کړو.
وروستی, د ټرمپ ادعا ته د لبنان غبرګون؛ له اسرائيل سره له خبرو خبر نه یو
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر وویل چې د لبنان او اسرائيل مشران به خبرې سره وکړي، د لبنان د ولسمشرۍ دفتر یوه چارواکي بيبيسي ته ویلي چې له داسې څه نه دي خبر.
دغه چارواکي ویلي چې د لبنان او اسرائيلو ترمنځ د راتلونکو خبرو په اړه معلومات نه لري.
د لبنان دا غبرګون د ډونلډ ټرمپ هغو خبرو ته دی چې تېره شپه ناوخته یې پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) ولیکل چې د لبنان او اسرائيل مشران به په لسیزو کې د لومړي ځل لپاره "سبا" (نن پنجشنبه) خبرې سره وکړي.
تر دې مخکې د روانې اوونۍ په لومړیو کې لبنان او اسرائيل په تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو کې لومړی ځل ډېپلوماتیکې خبرې سره وکړې. د بل پړاو خبرو په اړه لبنان وویل چې وروسته به یې په اړه معلومات په ډاګه شي.
وروستی, چین له ایرانه غوښتي چې هرمز تنګی پرانیزي

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګيي خپل ایراني سیال عباس عراقچي نه غوښتي چې پر هرمز تنګي د کښتیو د تېرېدو راتېرېدو عادي کولو لپاره هڅې وکړي.
وانګيي ویلي، هم باید پر هرمز تنګي د ایران د حاکمیت او امنیت درناوی او ساتنه وشي او هم باید د اوبو له لارې د تګراتګ ازادي او خوندیتوب ډاډمن شي.
ښاغلي يي د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند او د مذاکراتو د بیا پیلېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دغه تنګي پرانیستل کېدو ته ټول لېواله او سره یوه خوله دي.
وروستی, ټرمپ: د اسرائيل او لبنان مشران به خبرې سره وکړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې د لبنان او اسرائیل مشران به په لسیزو کې د لومړي ځل لپاره "سبا" (نن پنجشنبه) خبرې اترې سره وکړي.
ټرمپ پرون چهارشنبه چې په واشنګټن ډيسي کې د شپې نږدې نیمه شپه وه، پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) ولیکل:
"هڅه کوو چې د اسرائيل او لبنان ترمنځ فضا ساه اخیستو ته جوړه کړو. ډېره موده کېږي، شاوخوا ۳۴ کاله چې [د دغو هېوادونو] دواړو مشرانو خبرې نه دي سره کړې. دا څه به سبا وشي. ډېر ښه ولسمشره ډيجېټي".
ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې تر هغه وروسته کوي چې د روانې اوونۍ په لومړیو کې لبنان او اسرائيل په تېرو شاوخوا درو لسیزو کې لومړی ځل ډېپلوماتیکې خبرې سره وکړې. داسې یوه کمسارې ناسته چې موخه یې د ایران له ملاتړه د برخمنې ډلې حزب الله او د اسرائيل ترمنځ د جګړې پای ته رسول دي.
قالیباف: امریکا باید په اوربند کې د لبنان ګډون ومني

د عکس سرچینه، Reuters
د ایراني پارلمان مشر باقر قالیباف وايي، امریکا باید د لبنان په ګډون د اوربند توافق ومني.
پر اېکس یوه پیغام کې نوموړی وايي، ''په لبنان کې هراړخیز اوربند د حزب الله په ثابتې مبارزې پورې اړوند دی، چې د ایران ملاتړ لرونکی سازمان دی.''
قالیباف وايي، ایران او 'د مقاومت محور' (هغه اصطلاح چې د ایران ملاتړ لرونکو سیمه ییزو ډلو او تنظیمونو لپاره کارول کېږي) چې حزب الله، حماس، د یمن حوثي یاغیان او عراقي شیعه ملېشه پکې شامل دي، په جګړه او اوربند کې د یوې روح په څېر دي.
نوموړی په پای کې وايي، امریکا باید تر هر څه دمخه اسرائیل له تېروتنې په شا شي.
د ایران د جګړې پای ته رسېدو هیلې، د امریکا ونډو بازار کې ریکارډ لوړه کچه
د امریکا د ونډو بازارونه د چهارشنبې پر ورځ نوي ریکارډ کچې ته ورسېدل. پانګوالو د خبرو پر دوام او د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې پر احتمالي پای ته رسېدو تمرکز درلود.
د وال سټریټ لویو شاخصونو کې د فبروري پر ۲۸مه پر ایران د بریدونو له پیل وروسته پاموړ ټیټوالی راغلی و او دا د اوږدې شخړې او د اقتصادي رکود ویرې له امله و.
خو وضعیت وروسته له هغه ښه شو چې د امریکا لخوا وروستي خبرې رغنده وبلل شوې او پایله کې اېس اینډ پي ۵۰۰ او این اې اېس ډي اې کیو دواړه په تاریخ کې خپلې لوړې کچې ته ورسېدل.
د اېس اینډ پي ۵۰۰ شاخص صفر اته سلنه لوړ شو او لومړی ځل د ۷۰۰۰ له کچې پورته وتړل شو. کله چې بریدونه پیل شول، شاخص په ۶۸۷۸ کې و.
این اې اېس ډي اې کیو شاخص هم یو اعشاریه شپږ سلنه پورته شو او د ۲۴۰۱۶ کچې ته ورسېد. دا یو نوی ریکارډ او له شخړې مخکې کچې څخه پاموړ پورته دی.
برعکس، د ډاو جونز صنعتي اوسط لا تر اوسه د جګړې دمخه کچې ته نه دی ستون شوی، خو د چهارشنبې پر ورځ پکې پاموړ بدلون رانغی.
ټرمپ د هالنډ له پاچا او ملکې سره لیدنه کې وویل، غواړي له ایران سره جګړه ژر پای ته ورسوي
راپورونه ښیي چې ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې ځانګړې مېلمستیا په ترڅ کې د هالنډ پاچا او ملکې ته وویل چې هغه غواړي له ایران سره جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي. د هغو چارواکو په وینا چې په غونډه کې حاضر وو، ښاغلي ټرمپ څرګنده کړه چې د ده په اند، " د خبرو میز ته د تهران بېرته راوستلو یوازینۍ لاره د فشار زیاتول دي."
دا څرګندونې داسې مهال شوې چې د متحده ایالاتو حکومت، په داسې حال کې چې هڅه کوي جګړه ژر پای ته ورسوي، د اقتصادي او نظامي فشار زیاتولو پالیسي تعقیبوي، چې سمندري محاصره هم پکې شامله ده. له د جګړې مخکې او د ولسمشر په توګه د ښاغلي ټرمپ د لومړۍ دورې په ترڅ کې هغه هڅه کوله چې ایران د خبرومیز ته راولي او د "اعظمي فشار پالیسي" پلي کولو سره له دې هېواد سره نوي اټومي تړون ته ورسېږي.
امریکا وايي، د هغې ایراني بیرغ لرونکې بېړۍ مخه یې نیولې، چې له بندیزه د ځان ژغورنې هڅه یې کوله

د عکس سرچینه، CENTCOM
په امریکا متحدو ایالتونو کې مرکزي قومانده (سینټکام) وايي،د ایران بیرغ لرونکې هغې بار وړونکې بېړۍ مخه یې نیولې چې هڅه یې کوله ایراني بندرونو ته د ننوتلو یا ترې وتلو له هغه بندیزه ځان وژغوري، چې پر ټولو بېړیو لګول شوي دی.
د سینټکام په وینا، دغه بېړۍ د سې شنبې پرورځ د ایران له بندر عباسه وتلو او له هرمز تنګي له تېرېدو وروسته ودرول شوه.
په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي: ''د امریکا د سمندري ځواکونو ویجاړونکې بېړۍ یو اېس اېس سپروس "په بریالیتوب سره بېړۍ وګرځوله" او اوس بېرته د ایران پرلور روانه ده.
سینټکام زیاتوي، تر اوسه پورې، ۱۰بېړۍ بېرته ایران ته استول شوې او د دوشنبې پرورځ د بندیز له لګولو راهیسې هیڅ یوه بېړۍ د تېرېدو توان نه لري.
ایران او لبنان جګړه: نتنیاهو وايي، اسرائیل هر ډول احتمالي وضعیت ته چمتو دی

د عکس سرچینه، @netanyahu via X
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو وايي، هېواد یې د ایران او لبنان جګړې په ترڅ کې ''د هر ډول احتمالي وضعیت لپاره چمتو'' دی.
نتنیاهو په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا وکړه، چې اسرائیلي ځواکونه د لبنان په سویل کې د حزب الله ''یوه خورا مهم'' مرکز ویجاړولو ته نژدې شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، خپلو ځواکونو ته یې امر کړی، چې په هغه ځای کې د ''حائلې سیمې امنیت ټینګ کړي'' او دا ساحه د ''ختیځ لور ته پراخه کړي.''
د اسرائیلي لومړي وزیر په خبره ''په دې جګړه کې د اسرائیل هدفونه لا هم د امریکا هدفونو ته ورته دي.''
ایراني رسنۍ: حکومت په کور دننه د اړتیاوو پوره کولو لپاره د پیټرو کیمیاوي تولیداتو پر صادراتو بندیز ولګاوه, غنچه حبیبي ازاد-بي بي سي فارسي
د ایراني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، حکومت د (په کور دننه د اړتیاوو) پوره کولو لپاره د پیټرو کیمیاوي تولیداتو پر صادرولو تر امر الثاني پورې بشپړ بندیز لګولو پرېکړه کړې.
د جګړې له پیل راهیسې اسرائیل د ایران پر ګڼ شمېر هغو تاسیساتو د بریدونو مسوولیت منلی، چې پیټرو کیمیاوي توکي تولیدوي، چې د سویلي سیمو عسلویه او ماهشهر هم پکې شامل دي.
د ایراني خبري اژانس جماران په رپوټ کې ویل شوي، په ماهشهر کې د فارس خلیج فجر انرژۍ او په عسلویه کې د مبین انرژۍ او دماوند انرژۍ په څېر تاسیسات له "سخت زیان" سره مخ شوي، په داسې حال کې چې په دواړو سیمو کې له ۵۰زیاتو پیټرو کیمیاوي کمپلیکسونو کې تولید ځنډول شوی دی.
د دې صنعت په تولیداتو کې له پلاستیک نیولې تر سرې پورې توکي شامل دي، چې کېدای شي په ایران کې پر بېلابېلو صنعتي سکتورونو او دندو اغېز وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویانده: که دویم ځل خبرې کېږي، ډېر احتمال شته چې اسلام اباد کې وشي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سپینې ماڼۍ له مطبوعاتي سکرترې کارولین لیویټ نه په یوه وروستۍ خبري غونډه کې له ایران سره د اوربند په هکله پوښتنه وشوه، نوموړې په ځواب کې وویل، د متحده ایالاتو د رسمي تمدید غوښتنې په هکله رپوټونه ناسم دي. هغه وايي: "موږ په دې خبرو کې ډېر بوخت یو." او دې دا خبرې "رغنده او روانې" وبللې.
لیویټ وویل، "که چېرې خبرې وشي، ډېر احتمال لري چې په ورته ځای کې به ترسره شي، یعنی په اسلام اباد کې به کېږي، لکه مخکې چې همالته شوې وې."
له اغلې لیویټ سره په دې خبري غونډه کې د خزانې (مالیې) وزیر سکاټ بیسنټ هم مل و.
د دواړو خواوو ترمنځ د مخامخ خبرو د راپورونو په اړه، هغې وویل:"پر دې مسئلو بحث کېږي، خو تر هغه چې له سپینې ماڼۍ رسمي اعلان نه وي شوی، هېڅ هم نهايي نه دي."
اغلې لیویټ زیاته کړه،"موږ د یوه جوړجاړي د امکاناتو په تړاو ښه احساس لرو،" او زیاته یې کړه چې دا د "ایران په غوره ګټه" ده چې د ټرمپ غوښتنې ومني، چې د دې په وینا چې هغه"په بشپړ ډول روښانه" کړې دي.
هغې یو ځل بیا د امریکا او ایران د منځګړیتوب لپاره د هڅو ستاینه وکړه.
وروستی, دولتي رسنۍ: لبنان کې د مړو شمېر ۲,۱۶۷ ته رسېدلی

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د لبنان د روغتیا وزارت د وروستي راپور له مخې، چې د دولتي خبري اژانس له خوا خپور شوی، د جګړې له پیل راهیسې په لبنان کې د مړو شمېر ۲,۱۶۷ ته رسېدلی دی.
دا شمېر د سې شنبې د راپور پرتله ۴۳ کسانو زیاتوالی ښيي.
همدارنګه، د ټپیانو شمېر ۷,۰۶۱ ته لوړ شوی، چې مخکې ۶,۹۲۱ و.
