د بي بي سي بصري خبریالۍ
څانګه
په تېر کې د امریکا ولسمشریزو
ټاکنو د ګټونکي کس نوم خورا ژر معلوم شوی. د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو د ګټونکي باراک
اوباما نوم خورا ژر او له ختیځ مهال سره سم له نیمې شپې مخکې اعلان شو.
په ۲۰۱۶
کال کې ډونلډ ټرمپ بیا له همدې ختیځ مهال سره سم د شپې تر درې بجو پورې ګټونکی
اعلان شو. له دې مخکې په ۲۰۰۴ کال کې د رایو ورکولو پر دویمه ورځ جارج ډبلیو بش د
ټاکنو ګټونکی اعلان شو.
خو دوه پاموړ ځانګړنې شته.
په ۲۰۲۰ کال کې د امریکايي
ټلویزیوني شبکو د نومبر پر درېیمه د رایو مرکزونو له تړل کېدو څلور ورځې وروسته د ډونلډ
ټرمپ په مقابل کې جو بایډن د ټاکنو بریالی کاندید اعلان کړ.
دا اعلان له هغه
وروسته وشو، چې په پنسلوانیا ایالت کې د رایو پایلې معلومې شوې. دغه راز په ۲۰۰۰
کال کې د ډبلیو بش او الګور کمپاین په فلوریډا کې د سختې مقابلې له کبله تر شخړې
پورې ورسېد.
سترې محکمې د دې ایالت د رایو بیا شمېر ختمولو لپاره رایې ورکړه، چې
له کبله یې بش ګټونکی اعلان شو.
ګور د رایې ورکولو د بهیر له پای ته رسېدو ۳۶ ورځې
وروسته د هغه کال د دسمبر پر ۱۳ مه ماتې ومنله.