د طالبانو تر واک لاندې د مېرمنو ژوند څنګه بدل شوی؟

د عکس سرچینه، AFP
هغو مېرمنو او نجونو چې مخکې یې په افغانستان کې نسبي ټولنیزې ازادۍ درلودې او توانېدلې وې چې ښوونځیو ته ولاړې شي او کارونه ولري - که څه هم په خبره یې د هغوی پر وړاندې تبعیض او تاوتریخوالی موجود و، خو په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته د طالبانو له رسېدو سره، د دوی هیلې په سېند لاهو شوې.
په تېرو درېیو کلونو کې، دوی له ۱۲کالو پورته عمر نجونې له زدکړو بې برخې کړې او د ښځو د کار کولو انتخابونه په جدي توګه محدود شوي دي.
افغان مېرمنو او نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په عامه ځایونو کې له بشپړ حجاب پرته یا له نارینه محرم پرته ښکاره یا یې غږ په زوره واورېدل شي، نه دې ته اجازه لري چې پارکونو، ورزش ځایونو یا نورو ځایونو ته لاړې شي.
له تېرې اګسټ میاشتې د ملګرو ملتونو د ښځو راپور وايي، ۱۸٪ افغان مېرمنو ویلي په تېرو درېیو میاشتو کې یې له خپلې کورنۍ بهر هیڅ مېرمنه نه ده لیده.






