وروستی, سپاه پاسداران: اسرائیل کې مو "لسګونو پوځي اهداف" په نښه کړي, سپاه پاسداران: اسرائیل کې مو "لسګونو پوځي اهداف" په نښه کړي

د عکس سرچینه، Reute
ایران هم تائید کړه چې د اسرائیل پر لور یې توغندي توغولي دي.
سپاه پاسداران وايي، اسرائیل کې یې د لسګونو "پوځي اهدافو" پر لور لسګونه توغندي توغولي دي.
دغو ځواکونو په خپله لومړني غبرګون کې ګواښ کړی، چې که اسرائیل ځواب ورکړي نو بیا به پرې برید وکړي.
بلخوا ایراني رسنیو ویلي، د دغه هېواد توغندي اسرائیل کې په نښه شویو اهدافو د لګېدو په حال کې دي.
د ایران تلویزیون ادعا کړې چې د دوی توغندي د اسرائیل د اوسپنیزې ګونبزې په نوم له دفاعي سیستم تېر شوي دي.
د ایران تلویزیون وايي، هممهاله د لبنان حزبالله غورځنګ هم پر اسرائیل د توغنديو بریدونه پیل کړي.
له اسرائیل رپوټونه وايي، ددغه هېواد لروبر د خطر زنګ وهل شوی دی.









