د ملګرو ملتونو کډوالو اداره: د افغان مېرمنو "راتلونکې ناروښانه ده"
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري یو این اېچ سي ار وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بندیزونو وروسته په دغه هېواد کې د ښځو راتلونکې ناروښانه ده.
اوس نژدې درې اوونۍ کېږي د طالبانو حکومت په این جیو ګانو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او له روغتیا برخې پرته ټولو ښځینه کارکوونکو ته یې ویلي چې تر "امرثاني" کارونو ته ولاړې نه شي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره په ځانګړي ډول د هغو بې ځایه شویو ښځو په اړه اندېښمنه ده چې د کار موندنې لپاره یې لنډمهالې زدکړې کړې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ځینو بې ځایه شویو مېرمنو ته داسې لنډمهالي کورسونه برابروي چې ښځې یې په مرسته یو مړۍ ډودۍ کورنیو ته موندلی شي.
په دغو لنډمهالو کورسونو کې خیاطي، د غالیو اوبدل او ځینې نور کسبونه شامل دي. د زینب په نامه یوه مېرمن چې دغه ډول مهارتونه یې ښځو ته ور زدکول وايي "په ټولنه کې ګڼې مېرمنې رسمی زدکړې نه لري، نو د دوی لپاره نور داسې فرصتونه نشته چې په اقتصادي برخه کې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي."
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي ادارې مشر فلېپو ګرنډي دا څه مواده وړاندې ویلي وو، "له بشري کارونو د ښځو راګرځول، د هغوی له بشري حقونو ستره سرغړونه ده. دا چاره یوازې او یوازې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو لپاره ژوند لا ګرانوي."
سره له دې چې د نړۍ د مشهور دیني عالمانو په ګډون ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو د زدکړو او کار بندیز پرېکړې بېرته واخلي، خو داسې نه ښکاري چې طالب مشرتابه له دغو ځپونکو پرېکړو په شا شي- داسې څه چې بیه یې تر ډېره ولسي خلک پرې کوي.
طالبان تل ادعا کوي چې د ښځو کار لپاره "مناسب چاپیریال" برابروي.