د ملګرو ملتونو کډوالو اداره: د افغان مېرمنو "راتلونکې ناروښانه ده"

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري‌ یو این اېچ سي‌ ار وايي،‌ په افغانستان کې د طالبانو له بندیزونو وروسته په دغه هېواد کې د ښځو راتلونکې ناروښانه ده. اوس نژدې درې اوونۍ کېږي د طالبانو حکومت په این جیو ګانو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او له روغتیا برخې پرته ټولو ښځینه کارکوونکو ته یې ویلي‌ چې تر "امرثاني" کارونو ته ولاړې نه شي.‌ د ملګرو ملتونو دغه اداره په ځانګړي‌‌ ډول د هغو بې ځایه شویو ښځو په اړه اندېښمنه ده چې د کار موندنې لپاره یې لنډمهالې زدکړې کړې دي

ژوندی پوښښ

  1. د ملګرو ملتونو کډوالو اداره: د افغان مېرمنو "راتلونکې ناروښانه ده"

    UNHCR

    د عکس سرچینه، UNHCR

    د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري‌ یو این اېچ سي‌ ار وايي،‌ په افغانستان کې د طالبانو له بندیزونو وروسته په دغه هېواد کې د ښځو راتلونکې ناروښانه ده.

    اوس نژدې درې اوونۍ کېږي د طالبانو حکومت په این جیو ګانو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او له روغتیا برخې پرته ټولو ښځینه کارکوونکو ته یې ویلي‌ چې تر "امرثاني" کارونو ته ولاړې نه شي.‌

    د ملګرو ملتونو دغه اداره په ځانګړي‌‌ ډول د هغو بې ځایه شویو ښځو په اړه اندېښمنه ده چې د کار موندنې لپاره یې لنډمهالې زدکړې کړې دي.‌ د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ځینو بې ځایه شویو مېرمنو ته داسې لنډمهالي کورسونه برابروي‌ چې ښځې یې په مرسته یو مړۍ ډودۍ کورنیو ته موندلی شي.‌

    په دغو لنډمهالو کورسونو کې خیاطي، د غالیو اوبدل او ‌ځینې نور کسبونه شامل دي.‌ د زینب په نامه یوه مېرمن چې دغه ډول مهارتونه یې ښځو ته ور زدکول وايي "په ټولنه کې ګڼې مېرمنې رسمی زدکړې نه لري،‌ نو د دوی لپاره نور داسې فرصتونه نشته چې په اقتصادي برخه کې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي."

    د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي‌ ادارې مشر فلېپو ګرنډي دا څه مواده وړاندې ویلي‌ وو‍، "له بشري‌ کارونو د ښځو راګرځول،‌ د هغوی له بشري حقونو ستره سرغړونه ده. دا چاره یوازې او یوازې د ټولو افغانانو په ځانګړي‌ ډول ښځو او ماشومانو لپاره ژوند لا ګرانوي."

    سره له دې چې د نړۍ د مشهور دیني‌ عالمانو په ګډون ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو د زدکړو او کار بندیز پرېکړې بېرته واخلي،‌ خو داسې نه ښکاري چې طالب مشرتابه له دغو ځپونکو پرېکړو په شا شي- داسې څه چې بیه یې تر ډېره ولسي خلک پرې کوي.

    طالبان تل ادعا کوي چې د ښځو کار لپاره "مناسب چاپیریال" برابروي.‌

  2. سهیل شاهین وایې د بریتانیا له چارسمالي سفير سره یې په دوحه کې کتلي دي

    محمد سهیل شاهین چې د طالبانو حکومت لخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته نومول شول استازی دی، وايي دوحه کې یې د افغانستان لپاره د بریتانیا له چارسمبالي سفير هوګو شارټر سره لیدنه کړې.

    ښاغلي شاهين چې خپله هم دوحه کې میشت دی، په دې اړه په خپل ټویټر لیکلي چې له شارټر سره یې د افغانستان اړوند مختلفو موضوعاتو خبرې کړې او دواړو خواوو د ورته لیدنو پر دوام ټینګار کړی.

    پر افغانستان کې د طالبانو له واک وروسته، بریتانیا هم د یو شمېر نورو هېوادونو په شان هلته خپل سفارت وتاړه او اوس د سفارت چارې د قطر له پلازمینې دوحې مخته وړي.

    د بریتاینا چارسمالي سفير له دې وړاندې د طالبانو هغه پرېکړې چې نجونې یې له پوهنتونو او ښځې یې په غیر دولتي موسسو کې له کاره را ګرځولې دي جدي غبرګون ښودلی وو.

    هغه ویلي و، طالبان په دې ډول کړنو د افغانستان د خلکو له ژوند سره لوبې کوې او خبرداری یې ورکړی وو، تر هغې چې طالبان خپلې پرېکړې بېرته وانخلي، د بشري مرستو دوام به د نړیوالو بشرپالو قوانینو په رڼا کې د پخوا په شان ډير عملي نه وي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  3. رپوټ: د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو فعالان جدي ګواښونو سره مخ دي

    Freedom House

    د عکس سرچینه، Freedom House

    د فریډم هاوس په نامه امریکايي څېړنیز بنسټ په خپل نوي رپوټ کې ویلي، د بشري حقونو ګڼ شمېر مدافعان د لاریونونو پر مهال له تاوتریخوالي، برمته نیونې، فیزیکي ځورونې او نورو ګواښونو سره مخ شوي دي.

    دغه رپوټ چې د نظر پوښتنې پر مټ چمتو شوی کاږي، له یادو ګواښونو سره د مخ شویو مدافعانو شمېر ۶۶۳ کسانو ته رسېږي.

    فریډم هاوس وایې دغه شمېرې یې د افغانستان د بشري حقونو همغږي کوونکي میکانیزم او افغان- کاناډایي مدني ټولنې سره په ګډه راټولې کړې کړي.

    په رپوت کې له دغه هېواده په تېښته بریالي شویو کسانو او د ځینو د کورنیو له غړو سره خبرې شوې دي.

    د یاد څېړنیز بنسټ مشر میخایل جي ابرامویزتس وایي: " د افغانستان خلک د بې قانونۍ له نوې کچې سره مخ دي، په خپل سر نیونې او له محاکمې پرته وژنې د طالبانو د واکمنۍ یوه ځانګړې تګلاره ګرځېدلې ده."

    نوموړی وایې د بشري حقونو مدافعین په وېره کې له سختو ننګونو سره ژوند کوي چې نه په خپل هېواد کې پاتې کېدای شي او نه هم بهر ته د تګ لاره لري.

    فریډم هاوس له نړیوالو غواړي چې باید په افغانستان کې د یوه عادلانه نظام رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.

    د دغه بنسټ له خوا ترسره شوې نظر پوښتنه ښيي چې ۴۶سلنه دغه خلک ویرول شوي او ځورول شوي دي، ۲۴سلنه کسان فزیکي ځورول شوي، ۱۶.۴سلنه نیول شوي، ۴.۴سلنو بیا کورونه پلټل شوي، ۳.۸سلنو د کورنۍ غړي ځورول شوي او ۳.۵سلنو ته بیا له رواني پلوه ځور ورکړل شوی دی.

    په رپوټ کې همدار راز راغلي، چې په ښځو د طالبانو لخوا د ټولو محدودیتونو ور هاخوا د بشري حقونو مدافعان له هر ډول فعالیته راګرځولي.

    رپوټ کې سپارښتنه شوې چې ټولې نړیوالې او اړوند ادارې باید په دې هېواد کې دننه او بهر د بشري حقونو پر ملاتړو او مدافعانو پام وساتي.

    د طالبانو حکومت د دې رپوټ په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې ورته رپوټونه رد کړي دي.

  4. د ملګرو ملتونو مرستیالې له طالبانو غوښتي پر ښځو د کار او زدکړو بندیز ته بیا کتنه وکړي

    Taliban

    د عکس سرچینه، Taliban

    د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې په افغانستان د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې د کار او زدکړو برخه کې پر ښځو او نجونو لګول شویو بندیزونو ته بیا کتنه وکړي.

    امینه محمد چې د ملګرو ملتونو د یوه پلاوي مشرۍ کابل ته تللې، د طالبانو د لومړي وزیر له مرستیال عبدالسلام حنفي په کتنه کې دغه غوښتنه کړې.

    د ښاغلي حنفي له دفتر په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي "اغلې آمنه محمد د ښځو د کار او زدکړو د ممانعت په اړه د وروستیو فرمانونو په هکله خپله اندېېښنه شریکه او په دې اړه یې د بیاکتنې غوښتنه وکړه."

    دغه پلاوي دارنګه ټینګار له دې وړاند د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په ګډون له نورو طالب چارواکو سره هم کتلې دي.

    د طالبانو د مرستیال لومړي وزیر په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د مرستیالې مشرې د غوښتنې په ځواب کې څه ورته ویلي دي.

  5. امیرخان متقي امینې محمد ته: " موږ له خپل اړخه ډېر څه کړي خو نړۍ همکاري راسره نه کوي."

    د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امينې محمد سره لیدلي دي.

    د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل له دې لیدنې د امیرخان متقي د خبرو یوه برخه په غږیزه بڼه خپره کړې ده.

    ښاغلی متقي په خپلو خبرو کې امينې محمد ته وویل:" زه د بهرنیو چارو په توګه باید همتاسو ته قناعت درکړم، هم خپل حکومت ته او هم خلکو ته. اوس تاسو راته ووایاست کوم هغه اقدامات دي چې نړیوالې ټولنې کړي چې زه هم خپلو مشرانو او ولس ته پرې قناعت ورکړم. په افغانستان بندیزونه لګېدلي، بانکونه مو له بندیزونو سره مخ دي، تجاران مو له یو عالم ستونزو سره مخ دي، حتي د غذایي موادو د لېږد لپاره پيسې نه شي انتقالولی."

    په لېدنه کې د امینې محمد او د پلاوي د نورو غړو له خبرو څه نه دي خپاره شوي او مالومه هم نه ده چې ګیلو ته ورته د ښاغلي متقي دا څرګندونې د کومو مسایلو په غبرګون کې دي.

    خو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستیالې مشرې په مشرۍ د تللي پلاوي ډېر ټینګار د ښځو او نجونو د حقونو پر خونديتابه دی چې د طالب واکمنو لخوا تر ډيره محدود شوي دي.

    متقي په دې خبرو کې وایې چې دا مهال نهه میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته ځي خو نړیوال د ده په ټکو "د یو میلیون نجونو لپاره" چې له تعلیمه بې برخې دي له ټولو زده کوونکو سره مرستې نه کوي.

    بل پلو ښاغلی متقي په دې هم نیوکه کوي چې تر اوسه هیچا د دوی حکومت په رسمیت ندی پېژندلی.

    هغه د ملګرو متلونو دغه مشرې استازې ته په خبرو کې دارنګه ویلي."په ملګرو متلونو د افغانستان چوکۍ د هغه چا په لاس کې ده چې نه د حکومت نمایندګي کوي، نه د ولس او نه هم د کوم بل لوري."

    نوموړی دارنګه نیوکه کوي چې د دوحې هوکړې له مخې باید د دوی د مشرانو نومونه له تورو لیستونو اېستل شوی وای خو وایې چې دا کار لاهم ندی شوی.

    نړیوال د رسمیت پېژندلو لپاره له طالبانو غواړي داسې حکومت دې جوړ کړي چې د ټولو خلکو استازولي وکړای شي. له طالبانو دا غوښتنه هم کېږي چې بشري حقونو په ځانګړو ډول د ښځو اونجونو حقونو ته دې درناوی وکړي.

    د بشري حقونو ټولنې وايي، واک د طالبانو له رسېدو راهیسې، په افغانستان کې په کمساري ډول د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي، خو طالبان بیا ادعا کوي "د شریعت په چوکاټ کې یې حقونه ورکړي دي."

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  6. وروستی, طالبان: د راتلونکي کال تر پسرلي د شاه او عروس بند کار بشپړېږي

    د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د شاه عروس بند د پروژې پاتې کارونه به د راتلونکي کال تر پسرلي بشپړ او دا بند به ګټې اخیستو ته چمتو شي.

    ددغه وزارت چارواکو ویلي، ددغه بند نژدې ۹۷ سلنه کارونه بشپړ شوي او په بشپړېدو به یې ۳۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه او دوه مېګاواټه برېښنا تولید کړای شي.

    ددغه بند په جوړېدو پلازمېنې کابل ته د اوبو د لېږدولو پروګرام پیل شي.

    کابل ښار د پاکو اوبو او برېښنا له کمي سره له تېرو شلو کلونو راهیسې لاس او ګرېوان دی.

    د شاه او عروس بند د جوړېدو کار په ۱۳۹۱ کال کې پیل شو او تمه وه چې یو ایرانی شرکت ددغه بند چارې په درې نیمو کلونو کې پای ته ورسوي.

    د شاه او عروس بند د اوبو په اړه یو مخکېنی رپوټ په دې وېډیو کې کتلی شئ

    د ویډیو تشریح، 'شاه عروس بند به د کابل ښاریانو تنده ماته کړي؟'
  7. وروستی, طالبان: د "ټاپي" پروژې بشپړ امنیت به ونیسو

    د طالبانو حکومت وايي، د ټاپي پروژې د تامین لپاره یې ددغې پروژې له اجرایوي مشر سره خبرې کړې دي.

    د طالبانو د دفاع وزارت، کورنیو چارو او استخباراتو ادارې کابل کې د ټاپي پروژې د امنیت خوندي کولو په اړه خبرې کړې دي.

    د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو (ټاپي) پروژه په ۱۳۹۶ کال پیل شوه، خو هغه وخت د کورنۍ جګړې او د طالبانو له وېرې عملي نه شوه.

    د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له نورو امنیتي ارګانونو سره په ګډه کابل کې د ترکمنستان له سفیر ااو. د پروژې له اجراییوي مشر سره یې ګډه خبري ناسته کې د پروژې د ښه عملي کېدو په اړه بحث کړی دی.

    یاد وزارت وايي، په خپل ټول توان به ددې پروژې امنیت نیول کېږي.

    دا پروژه کې له کندهار، فراه، هلمند او هرات ولایتونو تېرېږي.

    ټاپي پروژه څه ده؟

    ټاپي د څه باندې ۱۸ سوه کیلومتره اوږدې نل لیکې پروژې نوم دی، چې د ترکمنستان له ګالکینیش حوزې به هر کال ۳۳ میلیارده مکعب متره طبیعي کاز د افغانستان او پاکستان له لارې د هندي پنجاب سرحدي ښارګوټي فاضلکا ته لېږدوي.

    ګالکینیش چې په نړۍ کې د طبیعي ګازو له خورا لویو حوزو یوه ده، چې د اټکلونو له مخې د طبیعي ګازو ۱۶ ټریلیون متر مکعب زېرمې لري.

    دغه نل لیکه چې اسیا پرمختیايي بانک یې مالي ملاتړ کوي د افغانستان له نژدې اته سوه کیلومتره خاورې تېرېږي.

    دغې پروژې طرحې ته ۱۹۹۰ کال کې پام واوښت او له اوږدو خبرو او هلو ځلو وروسته یې په اړه ۲۰۱۰ کال کې هوکړه وشوه.

    د هوکړې پر بنسټ به هند او پاکستان هر یو له نل لیکې د ترلاسه کېدونکي ګاز ۴۲ سلنه ونډه اخلي او پاتې ۱۶ سلنه برخه به افغانستان اخلي.

    ټاپي
  8. وروستی, افغانستان کې له 'اومان' بوټي څنګه شیشه (نشه‌‌‌یي مواد) جوړېږي؟

    بي بي سي موندلي چې د سوېلي ولایتو په ځینو سیمو کې د اومان په نوم له غرني بوټي د کریستال یا شیشې په نامه نشه یي موادو جوړېدل لا هم دوام لري.

    زموږ همکار مامون دراني په دې تړاو رپوټ لیکلی او ثنا ساپۍ پوښتلی دی.

    د ویډیو تشریح، افغانستان کې له 'اومان' بوټي څنګه شیشه (نشه‌‌ مواد) جوړېږي؟
  9. وروستی, کابل کې د ترافیکي اشارو فعالېدل

    د طالبانو حکومت وايي، د کابل ښار د ترافیکي اشارو نصبول او فعالول یې پیل کړي چې په سر کې د کارته مامورین څلورلارې ترافیکي اشارې فعالې شوې دي.

    کابل ښاروالي وايي، دا څلورلارې مخکې په جزیره يي بڼه وه او له ترافیکي اړخه جوړه نه وه.‌

    د دغو ترافیکي اشارو څراغونه په لمریزې برېښنا چلېږي.‌

    د ویلو ده چې سږ کال کابل کې د برېښنا پرچاوي تر تېرو کلونو ډېره شوې ده.

    کابل

    د عکس سرچینه، @KblMunicipality

  10. وروستی, ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: افغانستان سره پر کرښه اورپکو اندېښمن کړي یو

    منیر اکرم

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ویلي، هېواد یې له افغانستان سره پر کرښه د سخت دريځو وسله والو له شتون او فعالیت څخه سخت اندېښمن دی.

    ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم له امریکايۍ خپرونې نیوزویک سره په خبرو کې پاکستاني طالبان او د داعش خراسان ډله خپل هېواد ته ستر ګواښونه بللي او په وینا یې دا دواړه ډلې د پاکستان د ګټو خلاف فعالیتونه کوي.

    پاکستان ځینې وخت د بلوڅو بېل‍تونپالو په اړه هم اندېښنې لري.

    هغه ویلي هېواد یې دې ته ژمن دی چې دې موضوع ته ورسېږي او په هېواد کې دننه له هر ډول ګواښونو سره مقابله وکړي.

    د ده په وینا "موږ چې اوس په افغانستان کې له کوم وضعیت سره لاس او ګرېوان یو‍، په کار ده طالبانو ته دا قناعت ورکړو چې د داعش په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره مقابله وکړي."

    د دې تر څنګ منیر اکرم ویلي "تر هغې چې په افغانستان کې طالبان له مالي پلوه له ستونزو سره مخ وي، د ترهګرو پر وړاندې مبارزه به ورته سخته وي."

    نوموړي ادعا کړې چې د داعش ډلې خراسان څانګه د پیاوړې کېدو په حال کې ده او له بهره مالي ملاتړ تر لاسه کوي خو که طالبان له مالي ستونزو سره مخ وي ځينې وسله وال به یې له داعش یا نورو وسله والو ډلو سره یو ځای شي."

    د طالبانو واکمنۍ پر مهال د داعش ډلې وسله وال بریدونه دوی ته په یوه سرخوږي بدل شوي. دې ډلې په افغانستان کې د څو وروستیو بریدونو مسوولیت منلی چې په کې ګڼو ولسي خلکو او حکومتي چارواکو ته زیان رسېدلی.

    په دې لړ کې تر ټولو وروستی برید تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ورڅېرمه و چې په کې لږ تر لږه ۲۲کسان ووژل شول او داعش ډلې یې مسولیت ومانه.

  11. وروستی,

    د افغانستان پلازمېنې کابل څنګلوري لوګر ولایت کې د ترافیکي پې‍ښو له کبله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

    د لوګر د امنیه قومندانۍ مرستیال احمدالله انس ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ددې ولایت په بېلابېلو برخو کې درې ترافیکي پې‍ښې رامنځ ته شوې دي.

    ددغو خونړیو ترافیکي پې‍ښو اصلي ل امل د چلوونکو بې‌احتیاطي ښوول شوې ده.

    په تېرو څو ورځو کې افغانستان کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې واورو او سړې هوا یو شمېر کسان او زرګونه څاروي وژلي دي.

    ویل شوي چې په مړو شویو کسانو کې ډېری په نشه يي توکو روږدي کسان وو چې یخنۍ وژلي دي.

    په ځینو ولایتونو کې د تودوخي درجه منفي ۳۴ پورې ټېټه شوې چې له امله یې نه یوازې ورځنۍ چارې ټکنۍ شوې بلکې ناروغۍ هم ډېرې شوې دي.

    بادغیس، هرات، خوست، فاریاب، بغلان، جوزجان او سرپل هغه ولایتونه دي چې د واورو او سړې هوا له امله په کې یو شمېر کسانو خپل ژوند بایللی دی.

    ترافیکي پېښه

    د عکس سرچینه، BakhtarNews

  12. وروستی, طالبانو د پوهنتونونو د تدریسي نصاب ارزونه پیل کړې

    د طالبانو حکومت ویلي، د پوهنتونونو د تدریسي نصاب بیا ارزونې کار یې پیل کړی دی.‌

    د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارواکو ویلي، د بېلابېلو نصابونو موجودیت تحصیلي سیستم ګډوډ کړی و او اوس د دوی هڅه دا ده چې پر نړیوالو علمي معیارونو ولاړ او له ملي او دیني ارزښتونو سره برابر یو تحصیلي نصاب جوړ کړي.

    طالبانو نه دي ویلي چې څنګه پر نړیوال معیار برابر او ملي او دیني ارزښتونو سره برابر تحصیلي نظام جوړوي.

    د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم په دې اړه ویلي، د مسلې یو بُعد دا دی موږ پر داسې نصاب کار کوو چې محصلان یې پربنسټ داسې وروزل شي چې ژبني مهارتونه پکې زدکړي او خپل مسؤلیتونه په سم ډول ترسره کړي.

    طالبان وايي، تر اوسه یې د ژورنالېزم او ټولنیزو علومو برخې درسي نصاب ارزولی دی.

    afghanistan

    د عکس سرچینه، Getty Images

  13. وروستی, سلطان برکات: له طالب پلاوي سره پوهنتونو ته د ښځو د لاسرسي پر مسلې بحث وشو

    په قطر کې د حمد بن خلیفه پوهنتون د عامه سیاسي علومو استاد او په یورک پوهنتون کې افتخاري لکچر ورکوونکي سلطان برکات پر ټویټر لیکلي، له افغانستانه د طالب حکومت له ورغلي پلاوي سره یې د لوړو زدکړو په باب بحث کړی.

    نوموړي پر ټویټر له افغانستانه د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت له یوه پلاوي سره د لیدنې یو انځور سره لیکلي، چې پوهنتونونو کې لوړو زدکړو ته د نجونو د لاسرسي په تړاو له طالب استازو سره غږېدلی دی.

    نوموړي پر ټویټر لیکلي "نن مې له افغانستانه لوړو زدکړو وزارت د مرستیال مولوي حامد حسیب په مشرۍ د پلاوي هرکلی وکړ. بحث پوهنتونو ته د ښځو د لاسرسي په ګډون د لوړو زدکړو پر وړاندې پر ستونزو متمرکز و. په سوله کې د زدکړو د مرکزیت پر هوکړه تمرکز".

    طالبانو څه موده وړاندې پوهنتونو ته د نجونو پر تګ له دویم امر پورې بندیز ولګاوه،‌ چې په کور د ننه او بهر یې توند غبرګونونه راوپارول او پر ضد یې لاریونونه وشول.

    د طالبانو حکومت وروسته په کورنیو او بهرنیو نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه چې په احتجاجي غبرګون کې ځینو هغو لویو بهرنیو مؤسسو خپل فعالیتونه په افغانستان کې ودرول چې په بشردوستانه چارو کې یې کارونه کول.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  14. د امریکا چارسمبالې سفېره: د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې پر وژونکو دې عدالت پلی شي

    د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیګر د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده د وژنکو محاکمه غوښتې.

    آغلې ډیګر چې دوحه کې د امریکا سفارت چارې سمبالوي وايي، دې پښه کې "باید عدالت پلی شي."

    مېرمن ډیګر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "زه د مرسل نبي زاده په مړینه خواشینې یم، دا یوه له درده ډکه ضایعه ده. زه یې کورنۍ ته خپله خواخوږي وړاندې کوم ا و هیله لرم چې عدالت ورسره وشي او عاملین یې دې احمقانه عمل ته ځواب ووایي."

    د افغانستان د مخکېني جمهوري دولت ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې 'مرسل نبي زاده' پرون یکشنبه (د جنورۍ ۱۵مه) کابل کې ووژل شوه.‌

    رپوټونو کې ویل شوي و چې ناپېژانده وسله وال د کابل احمدشاه بابا مېنه کې د اغلې نبي زاده کور ته ورغلي او ډزې یې کړې ديچې له خپل یوه ساتونکي سره وژل شوې ده.

    کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په دې اړه په تازه ټویټونو کې لیکلي: "په پېښه کې د مرسل نبې زاده ورور هم ژوبل شوی، د مالوماتو پر بنسټ د پېښې په شپه د آغلې نبي زاده په کور کې مېلمانه هم و چې بیا همغه شپه ناوخته دا پېښه رامنځته شوه."

    خالد ځدراڼ د پېښې په پلټنه ټینګار کوي او وايي، تر اوسه یې په تور څوک نه دي نیول شوي.

    کرن ډیګر

    د عکس سرچینه، KABULUSEMBASSY

  15. وروستی, 'تېرو ۱۵ میاشتو کې افغانستان کې ۱۵۰ بهرنیو پانګوالو ته جوازونه ورکړل شوي'

    د طالبانو حکومت وايي، په تېرو ۱۵ میاشتو کې افغانستان کې ۱۵۰ بهرنیو پانګوالو د پانګونې جوازونه ترلاسه کړي دي.

    د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه بهرني پانګوال د امریکا، چین، بریتانیا، کاناډا، هالنډ، پاکستان، تاجیکستان، ازبیکستان او ځینو نورو خلیجي هېوادونو دي.

    د دغه وزارت ویاند عبدالسلام اخوندزاده ویلي، له دې پانګونو ځینو یې عملاً خپل کارونه پیل کړي،‌ خو نوموړي دا نه ده روښانه کړې چې په کومو برخو کې پانګونه شوې ده.

    په ورته وخت کې د سوداګرۍ خونې چارواکو ویلي، دغه هېواد لا ډېرې بهرنۍ پانګونې ته اړتیا لري.

    طالبان د بهرنیو پانګوالو د پانګونې خبره داسې مهال کوي چې څه موده مخکې د طالبانو حکومت د امو سیند د تېلو د استخراج تړون له یوه چینايي شرکت سره لاسلیک کړ چې د طالبانو په وینا پربنسټ به یې شاوخوا درې زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

    هرات

    د عکس سرچینه، gmic.gov.af

  16. وروستی, هلمند کې د مور او ماشوم روغتیا ملاتړ سره د جاپان مرسته

    جاپان اعلان کړی چې په هلمند ولایت کې به د مور او ماشوم له روغتیا د ملاتړ لپاره د یو میلیون او درې سوه زره ډالرو مرسته کوي. دا مرسته به د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق UNFPA له خوا لګول کېږي.

    د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بودیجه به په هلمند ولایت کې د نجونو او ښځو پر داسې روغتیايي اړتیاو لګېږي چې ژوند یې ژغورلی شي، په تېره بیا د میندوارۍ په موده او ماشوم زېږولو په وخت کې چې ورسره مخ کېږي.

    خبرپاڼه لیکي، دغه بودیجه مرسته کوي د کورنۍ روغتیا ۲۹ مرکزونه خپل کار ته ادامه ورکړي اوپه بېړنیو حالاتو کې ښځو ته په نسايي او ولادي برخه کې خدمات وړاندې کړي. همدارنګه اړمن ناروغان نورو داسې روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي چې هلته ته یې درملنه شونې وي.

    ټاکل شوې ده له دغو پیسو د هغو ځوانانو په درملنه او ورته پر مشورې ورکولو هم ولګېږي چې اروايي ستونزې لري. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي دا پیسې د یوه کال لپاره په پام کې نیول شوې دي او تر نیم میلیون ډېرو خلکو ته به یې ګټه ورسېږي.

    د دغې نوې مرستې له اعلان سره په یوه کال کې دغه صندوق ته د جاپان مرسته ټولټال دوه اعشاریه دوو میلیون ډالرو ته رسېږي.

    هلمند له هغو ولایتونو دی چې په تېرو دوو لسیزو جګړو کې یې د دوامدار تاوتریخوالي له امله ډېر پرمختګ نه دی کړی. خو په تېر یوه نیم کال کې د بشري ناورین له امله او افغانستان ته د نړیوالې ټولنې په مرستو کې د کموالي له امله هلمند هم د هېواد لکه نورو ولایتونو سخت اغېزمن شوی دی.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  17. وروستی, افغانستان کې ملګرو ملتونو ته د نغدو پیسو لېږد؛ دا پیسې طالب واکمنو ته نه دي ورکړل شوې

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) پر ټویټر د هغو ۴۰ میلیون ډالرو نغدي پیسو په باب چې پرون (شنبه) افغانستان ته رسېدلې دي، لیکلي چې دا پیسې به یوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو بانکي حساب ته واستول شي.

    یوناما زیاتوي، له دې پیسو د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا د بشري فعالیتونو د ملاتړ لپاره ګټه اخیستل کېږي. "افغانستان ته راوړل شوې نغدي پیسې نه د افغانستان په مرکزي بانک کې زېرمه شوې او نه هم دغه نغدي پیسې د ملګرو ملتونو لخوا واکمنو طالب چارواکو ته ورکول شوې دي".

    یوناما وايي، د ۲۰۲۱ کال له ډیسمبر راهیسې چې د پیسو د لېږد دا میکانیزم پیل شوی، ملګرو ملتونو او همکارانو یې د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته تقریباً‌ ۱٫۸ میلیارده ډالر بودیجه راوړې ده.

    یوناما وايي: " د ملګرو ملتونو د پیسو د لېږد اعلان د یوې ادارې له‌خوا چې په ملګرو ملتونو پورې تړاو نه‌لري مغالطه او بې‌ګټې دي"

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  18. وروستی, د سپینې ماڼۍ مخې ته د افغانانو او ایرانیانو د پرلت شعار: 'بایډنه راویښ شه'!

    په واشنګټن کې مېشت ځینې ایرانیان د شنبې په ورځ په ایران کې له لاریونونو سره د خپلې همغږۍ لپاره د واشنګټن د ښاروال د دفتر مخې ته راغونډ شوي وو.

    دوی د ایراني معترضانو په ملاتړ شعارونه ورکول او وروسته د (بایډنه راویښ شه!) شعار سره د سپینې ماڼۍ لوري ته وخوځېدل.

    له دوی سره ځینې افغانان هم ملګري شول او د نجونو د زدکړو د بندیز په اړه یې د طالبانو وروستی ګام غندلی دی.

    د نړۍ په لسګونو ښارونو کې د شنبې په ورځ د افغان ښځو د زدکړې او کار د بندیز پر خلاف لاریونونه وشول او له نړیوالې ټولنې وغوښتل شول چې په جدیت له دې مسلې سره چلن وکړي.

    USA
  19. وروستی, له افغانستان سره د ترکیې بشري مرسته

    د طالبانو حکومت وايي، کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د طالبانو د بهرنیو چارو له چارسمبالي امیر خان متقي سره کتلي او ددغه وزارت پر دیپلوماتانو خونړی برید یې غندلی دی.

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد وايي، د ترکیې سفیر په نژدې راتلونکو ورځو کې به افغانستان ته د ترکیې د بشري مرستو اومه جوپه راورسېږي او د مرستو لړۍ به جاري وي.

    ښاغلي احمد ‌پر ټویټر لیکلي، د ترکیې او افغانستان ترمنخ د وېزې د اجرا او سیاسي اړیکو په پیاوړتیا هم خبرې او بحث وشو.

    بي بي‌ سي پښتو پاڼې ته دوو سرچینو ویلي وو چې په کابل کې د چهارشنبې ورځې برید کې د ۱۴ ډیپلوماتانو په ګډون د بهرنیو چارو د وزارت ۱۸ کار کوونکي‌ وژل شوي دي.‌

    تېره اونۍ د د ترکيې د کډوالو ادارې ویلي وو، تېر ۲۰۲۲ کال کې يې له خپل هېواده له ۱۲۴ زرو ډېر ناقانونه کډوال ايستلي دي.

    رسنيو د يادې ادارې له قوله راپور ورکړی چې په دوی کې له ۶۸ زرو زيات يې افغان او ۱۲ زره يې پاکستاني وګړي دي.

    د جنورۍ پر شپږمه د ترکيې د ختیځ اګرې ولایت چارواکو ویلي چې ۲۲۷ ناقانونه افغان کډوال يې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

    کابل

    د عکس سرچینه، @HafizZiaAhmad1

  20. اروپايي ښارونو کې د افغانستان د ښځو په ملاتړ لاریونونه

    د اروپا او د نړۍ ځینو نورو ښارونو کې د افغانستان د نجونو او ښځو د حقونو په ملاتړ لاریونونه وشول. معترضانو لندن، فرانکفورټ،‌ برلین، پاریس، نورنبرګ، بروکسل، واشنګټن او ځینو نورو ښارونو کې د افغانستان د ښځو وضعیت ته د نړیوالو د لا نور پام اړولو غوښتنه وکړه.

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم تېره ورځ د تړلو دروازو ترشا خپله غونډه د ښځو وضعیت ارزولو ته ځانګړې کړې وه.

    د ویډیو تشریح، اروپايي ښارونو کې د افغانستان د ښځو په ملاتړ لاریونونه