وروستی, ترکمنستان کې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د کارمنانو روزنه
طالبان وايي، د افغانستان د اورګاډي پټلۍ اړوندې ادارې خپل ۱۳ کارمنان د اورګاډي پټلۍ چارو کې د تخنیکي زدکړو او روزنې لپاره ترکمنستان ته استولي.
دا کسان د تورغونډۍ له لارې ترکمنستان ته د لنډمهاله روزنې لپاره لېږل شوي.
د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، دوی به ترکمنستان کې درې میاشتې په مسلکي ډول روزل کېږي او افغانستان ته تر سنېدو وروسته به له خپلو تجربو او روزنې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ چارو کې ګټه واخلي.
د اورګاډي اداره وايي، دوی له نورو ګاونډیو هم په دې برخه کې د زدکړو د نورو فرصتونو پیدا کولو په لټه کې دي.
طالبان وايي اوسمهال د اورګاډي پټلۍ ټولې چارې پخپله افغانان مخته وړي.