د نوبل سولې جایزې ګټونکې شیرین عبادي په ګډون ۹۰۹ شخصیتونو، افغان او نړیوالو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لغوه کړي.
ژوندی پوښښ
وروستی, طالبان: د ښځینهوو دوکانونه او سینګارتونونه مو "نه" دي تړلي
د طالبانو امر بالمعروف وزارت وايي، د ځینو
رسنیو هغه ادعاوې بېبنسټه دي چې ګواکې بلخ کې د طالبانو ولایتي ریاست د ښځینهوو
دوکانونه او بغلان کې سینګارتونونه تړلي دي.
د امر بالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر پر
ټویټر لیکلي، هڅه کوي د ښځینهوو دوکاندارانو لپاره ځانګړی ځای وټاکي، خو تر ټاکل
کېدو پورې به دوی په خپلو ځایونو کې فعالیت کوي.
په وروستیو کې پر ښځو د طالبانو د
محدودیتونو او بندیزونو لګولو له کبله نیوکې په ډېرېدو دي چې ګواکې له هر ډول
ټولنیزو فعالیتونو او کارونو یې راګرځولې دي.
څه موده وړاندې طالبانو د پوهنتون پر ښځینه
محصلانو تر دویم امر پورې د پوهنتونونو د بندولو امر کړی و او په تعقیب یې بیا په
کورنیو او بهرنیو نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې لا تر اوسه
نړیوال غبرګونونه پرې ښودل کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
اناتولي خبري اژانس د
دې ادارې د چارواکو له قوله لیکلي چې د جنورۍ له لومړۍ تر پنځمې نېټې یې په ترکیه
کې ټولټال دوه زره "ناقانونه کډوال" نیولي او د دوی له ډلې یې زر تنه
خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي چې افغانان هم پکې وو.
د دغه اژانس د خبر له
مخې، ټاکل شوې څو راتلونکو ورځو کې پنځه زره نور افغان کډوال هم له ترکيې وایستل
شي.
د یادولو ده چې وړمه
ورځ هم د ترکيې د کډوالو چارو ادارې ویلي وو، تېر ۲۰۲۲ کال کې يې له خپل هېواده تر ۱۲۴
زرو ډېر ناقانونه کډوال ايستلي دي. رسنیو د هغوی له ډلې يې هم تر ۶۸ زرو زیات افغانان او ۱۲ زره نور
یې پاکستاني وګړي ښودلي وو.
په ترکيه کې له کډوالو
سره د ترکي پوله ساتو له لوري د ناوړه چلند ویډيوګانې هم لاس په لاس کېږي او ویل
کېږي چې دغه هېواد پر افغان کډوالو محدودیتونه سخت کړي دي.
که څه هم له پخوا
راهیسې د اروپا په تکل وتونکي افغانان د ترکيې لار د خپل سفر لپاره کاروي خو پر
افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر دې لاره د تلونکو کډوالو شمېر خورا
ډېر شوی دی.
اوس نژدې درې اوونۍ کېږي چې طالبانو په افغانستان کې
پوهنتوني نجونې له زدکړو منع کړې دي. درانګه څه باندې ۴۸۰ ورځې وشوې چې د طالبانو
د مشر په امر له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له ښوونځیو راګرځول شوې دي.
ښاغلی براون که څه هم د دغو خبرو په اړه څه نه دي ویلي
خو تېره اوونۍ د امریکا له سي این این شبکې سره په مرکه کې یې ویلي چې "پوهنتونونو
او ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل پر بشري حقونو ښکاره برید دی او نړۍ باید ټکان
وخوري."
نوموړي په دغه مرکه د مسلمانو هېوادونو له مشرانو
غوښتنه کړې وه چې په دې برخه کې دې پر طالب مشرانو فشار راوړي چې بشري حقونو ته
درناوی وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
وروستی, محمد بن سلمان پاکستان کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته د سعودي پانګونې ډېرول څېړي
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وايي،
پاکستان کې تر لسو میلیاردو ډالرو پورې د سعودي د پانګونې رسولو چاره څېړي.
د سعودي رسمي خبري اژانس (سعودي پرېس ایجنسي)
ویلي، ولیعهد - چې په عین حال کې لومړی وزیر هم دی، په (سټېټ بېنک اف پاکستان) کې
د سعودي دیپازیټ زیاتولو پر چارې غور کړی چې وايي تر پنځو میلیاردو ډالرو پورې
رسولو په اړه یې بحث روان دی.
دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ شوې دي.
په ورته وخت کې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د
سعودي عربستان العلا سیمې په ژمني کمپ کې له محمد بن سلمان سره کتلي دي.
دواړو په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر سر
خبرې کړې دي.
د سعودي پرېس ایجنسۍ د رپوټ له مخې، ولیعهد بن
سلمان دا ګامونه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او محمد بن سلمان ترمنځ د پرله
پسې اړیکو تر نیولو وروسته اخیستل شوي دي.
د یادونې ده چې سعودي عربستان د ۲۰۲۲ کال د اګسټ
پر ۲۵مه پاکستان کې خپله پانګونه یو میلیارد ډالرو ته محدوده کړې وه، چې اوس دا لسو
میلیاردو ډالرو ته د دې پانګونې د ډېرېدو بحثونه مطرح شوي دي.
په
ورته وخت کې، مخکې له پاکستان سره د تېر کال د وروستیو سېلابونو د راپورته شويو
زيانونو او اغېزو په خاطر له اته نیم مېلیاردو ډالرو د ډېرو مرستو ژمنه شوې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
د عکس سرچینه، @spagov
د عکس تشریح، په ورته وخت کې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د سعودي عربستان العلا سیمې په ژمني کمپ کې له محمد بن سلمان سره کتلي دي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د
سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت پلاوي سره یې د ۱۴۴۴ کال د حج مقدماتي ترتیباتو
هوکړه لاسلیک کړې ده.
ده وزارت وايي، په دې موخه د افغانستان د ارشاد او
حج وزارت مالي او اداري مشر عبدالولي حقاني عربستان ته تللی او هلته یې له سعودي
چارواکو سره د ۲۰۲۳ کال د حج د خدمتونو په کنفرانس او نندارتون کې ګډون کړی دی.
طالبانو د دې هوکړې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د عکس سرچینه، rta.af
وروستی, "طالب مشرتابه د ښځو د کاربندیز لیرې کولو پر دویم فرمان کار کوي"
په افغانستان کې د مرستو رسونې یوه نړیواله مهمه
اداره وايي، لږ تر دریو طالب وزیرانو ورته ویلي چې مشرتابه یې پر ښځو د کاربندیز
بېرته لېرې کولو لپاره پر دویم فرمان کار کوي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ چې کابل ته
په سفر تللی، بي بي سي پښتو ته په ځانګړې مرکه کې وویل، که طالبان پر ښځو د کار او
پوهنتونو کې د نجونو پر زدکړو بندیزونه لېرې نه کړي، پر افغانستان به
"نړیوالې مرستې وچې شي".
حفیظ الله معروف له ښاغلي ایګلنډ سره په همدې مرکه
کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې له طالب مشرانو سره لیدنو کې داسې نښې ولیدل شوې
چې د ښځو د کار بېرته پیلېدو لپاره به اجازه ورکړي؟
د ویډیو تشریح، "طالب مشرتابه د ښځو د کاربندیز لیرې کولو پر دویم فرمان کار کوي"
وروستی, د سند له زندانونو "۳۰۳" تنه نور افغان بنديان خوشي شوي
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي نن دوشنبه (۹جنوري) د پاکستان سند ایالت د حيدراباد له زندانونو څخه ۳۰۳ تنه نور افغان زندانيان خوشي شوي دي.
په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسلر مولوي سيد عبدالجبار بي بي سي پښتو ته وويل، په دغو زندانيانو کې ۶۳ ښځې او ۷۱ تنه ماشومان دي چې اوس افغانستان ته لېږدول کېږي.