ملګري ملتونه: پر ښځو د کار بندیز افغانستان کې له نیمايي ډېر خلک له مرستو محروموي
ملګرو ملتونو کې د ښځو د ملاتړ اداره وايي، د طالبانو له خوا پر ښځو د کار بندیز افغانستان کې له نیمايي زیات نفوس له مرستو محروموي. دغې ادارې پر خپله ټوېټر پاڼه د ښځو برخه کې د طالبانو وروستۍ پرېکړې ته په اشارې ویلي: "دا د ښځو پر وړاندې یو بې رحمه چلن دی، دا د ښځو پر ازادۍ، د هغوی پر ونډې او د هغوی پر غږ ناوړه برید دی."
ژوندی پوښښ
وروستی, مجاهد: د ښځو د کار بندولو په اړه فرمان د هغوی د "پت او عزت" ساتلو لپاره صادر شوی
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په
افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو ښځینه کارکوونکو د کار بندیز په
اړه مکتوب د ښځو د "پت او عزت" ساتلو لپاره صادر شوی.
د طالبانو د اقتصاد وزارت بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي چې په دغه "مکتوب کې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې نه دي شاملې."
ښاغلي مجاهد له بي بي سي سره پښتو سره په مفصلو خبرو کې دا وویل چې
ولې طالبانو تر یو نیم کال واکمنۍ وروسته په دغو سازمانونو کې د ښځو د کار د بندیز
په اړه پرېکړه وکړه.
ده وویل: "د ټولو دولتي بنسټونو په هغو برخو کې چې د
ښځو کار ضروري نه و، واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم لومړي سر کې بند و. په نا
دولتي مؤسسو کې ښځو ته هم فرصت ورکړل شوی و او د اسلامي امارت له څېړنو وروسته دې
پایلې ته ورسېدو چې ښځې باید په هېڅ ډول په دې مؤسسو کې کار ونه کړي؛ ځکه چې دا
ادارې د امارت تر کنټرول لاندې نه دي، ښځو ته خطر ډېر دی او خطرناک رپوټونه هم موږ
ته را رسېدلي دي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
د عکس سرچینه، Getty Images
کرزی: د پاکستان زندانونو کې د افغان کډوالو حالت دردونکی دی
د افغانستان
پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د
ماشومانو او ښځو حالت "دردوونکی" بللی. هغه ویلي، په دې برخه کې د پاکستان د حکومت
کردار ناوړه او ارزښتونو خلاف دی.
نوموړي پر
پاکستاني حکومت غږ کړی چې له "افغان کډوالو سره د یوه نیک او متمدنه ګاونډي په توګه
او د بشري حقونو نړیوالو اصولو سره سم چلند وکړي."
په ورته مهال په
افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستانه غوښتي چې هلته بندي افغانان خوشي کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
د افغانستان د خبریالانو د مرکز راپور:۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۱۲۰خبريالان نیول شوي، خو هېڅ يو د هدفي بریدونو قرباني شوی نه دی
د
افغانستان د خبریالانو مرکز د۲۰۲۲
کال د رسنیو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې
د رسنیو لپاره کار "سخت محدود" شوی او درې خبریالان له مياشتو راهيسې
په بند کې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
"د کراچۍ زندانونو کې ۳۲۵ افغان ماشومان بنديان دي"
په کراچۍ کې د
طالبانو د حکومت کونسل بي بي سي پښتو پاڼې ته ومنله چې دغلته په زندانونو کې څه
باندې ۳۲۵ افغان
ماشومان بندیان دي.
مولوي سید
عبدالجبار وايي، په بندیانو کې داسې ماشومان هم شته چې عمرونه یې تر دوو کلونو دي.
نوموړی زیاتوي چې د
کراچۍ په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوس له ۱۵۰۰ ډېر افغانان بندیان دي چې ملګرو ملتونو یې په
اړه اندېښنه ښودلې.
حفیظ الله معروف له ښاغلي عبدالجبار سره په کراچۍ د افغان زندانیانو
په اړه خبرې کړې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګرېفېتس د طالبانو حکومت لخوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندېز په اړه خبرو لپاره کابل ته ځي.
د رویټرز خبري اژانس په حواله افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف نیویارک کې رسنیو ته ویلي چې ښاغلی ګرېفېتس به راتلونکو اوونیو کې د دغه کېدونکي سفر پر مهال د طالبانو حکومت کې د امکان تر حده له جګپوړو چارواکو سره وګوري.
هغه زیاته کړې "خواشینې یو چې دې پرېکړې [نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز] وار له مخه زموږ ځینې پروګرامونه اغېزمن کړي دي."
نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې ملګرو ملتونو وویل افغانستان کې یې له زماني اړخه ځینې مهم پروګرامونه په لنډمهاله ډول درېدلي او ښايي نور فعالیتونه یې هم ټکني شي.
ښاغلي الاکبروف دا هم ویلي چې دوی د طالبانو حکومت له وزارتونو سره د دې پرېکړې د اغېزو په اړه پر خبرو بوخت دي او په دې لړ کې یې د عامې روغتیا له چارسمبالي وزیر سره د ښځینه مرستندویانو لخوا ښځو او نجونو ته د خدماتو رسولو په اړه ناسته "یو څه رغنده" وه.
دی وايي د روغتیا له وزیر سره "وار له مخه یوې هوکړې ته رسېدلي یو او هغه دا چې په دې سکتور کې به خنډ نه رامنځته کېږي او د خدماتو برابرونکې ښايي کار ته راستنې شي. نو راځئ وګورو چې دا څنګه پایله ورکوي."
نوموړي ویلي چې له نورو وزارتونو سره هم په دې تړاو خبرې روانې دي، خو کومه هوکړه لا نه ده شوې.
هغه پر دې هم ټینګار کړی چې د دې پرېکړې بېرته اخیستلو لپاره د فشار پر ځای باید طالبانو سره خبرو ته لومړیتوب ورکړ شي.
د افغانانو د مړینې خطر
د عکس سرچینه، Getty Images
د ماشومانو ژغورنې صندوق، پاملرنې، ورلډ وېژن او د ناروې کډوالو شورا د طالبانو حکومت لخوا په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز له پرېکړې وروسته افغانستان کې د فعالیتونو ځنډولو اعلان کړی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو نورو ادارو او هېوادونو هم د ښځو په تړاو د طالبانو پر وروستیو پرېکړو نیوکه کړې او له هغوی یې غوښتي چې دا پرېکړې بېرته واخلي.
طالبان بیا وايي د "شریعت او افغاني دود" په چوکاټ کې د ښځو له کار او د نجونو له زدکړو سره ستونزه نه لري او ګواکې د یوه "مناسب چاپېریال" جوړېدو لپاره یې کار کوي.
بې پولې ډاکټران: په افغانستان کې زموږ ۵۱ سلنه کارکوونکي ښځې دي او له هغوی پرته زموږ فعالیتونه ناشوني دی
د بې پولې ډاکترانو ټولنې د طالبانو وروستۍ پرېکړه
چې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې يې
د ښځو پر
کار کولو بنديز لګولی غندلې او دا یې په
افغانستان کې له
"ټولنیز ژونده د ښځو د لرې کولو" وسیله بللې ده.
دغې
ادارې په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو
د ټولنې د استازي له قوله یوه
بیانیه کې ويلي،"زموږ
۵۱
سلنه طبي کارکوونکي ښځې دي. شاوخوا ۹۰۰ډاکټران،
نرسان او نور مسلکي کسان هڅه کوي هره ورځ زرګونو افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې
کړي. "د بې پولېډاکټرانو
فعالیت له دوی پرته شونی نه دی."
فېلېپ
ریبیرو وايي،
"د طالبانو د دې وروستي فرمان پایلې به زیانمنونکې ډلې لکه ښځې او ماشومان
سخت زیانمن کړي، او دا به د دوی لپاره خورا ستونزمن وي چېډاکټر ته مراجعه وکړي.
د بېلګې په توګه، د خوست د ولادت په روغتون کې زموږ له ۹۰٪ زیات روغتيايي
کارکوونکي ښځې دي چې هره میاشت د ۱۸۰۰ميندو سره زېږون کې مرسته کوي. که د طالبانو دا پرېکړه
په بشپړه توګه عملي شي، نو ډېرې
میندې خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو خنډونو سره مخ شي."
د عکس سرچینه، MSF
اروپايي ټولنه: پر ښځو د لګېدليو بندیزونو لرې کول د بشري مرستو وېش شوني کوي
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی
توماس نیکولسن وايي، که طالبان د ښځو د کار برخه کې بندیزونه لرې کړي، بشري مرستې
به دوام ومومي.
ښاغلي نیکولسن پر خپله ټوېټر پاڼه په
بهرنیو انجیو ګانو کې د ښځو پر کار بندیز د لرې کولو غوښتنه کړې.
نوموړي لیکلي: "په کورنیو او
بهرنیو بنسټونو کې د ښځو پر کار د طالبانو د خطرناکه او بې پروا بندیزونو له لرې
کولو سره به د نا دولتي او دولتي سازمانونو له خوا د بشر دوستانه مرستو د لېږد
فرصت برابر شي."
دوی ویلي "موږ کار، ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو د ورګرځېدو او د بشردوستانه مرستو او بنسټیزو اړتیاو تامین کې د ښځو د نقش دوام لپاره د افغانستان د خلکو د غوښتنې ملاتړ کوو او له طالبانو غواړو چې د افغانستان د ښځو او نجونو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو ته درناوی ولري."
د طالبانو حکومت د روانې میاشتې پر ۲۳مه افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې د دوی تر "امر ثاني" دې د خپلو ټولوښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي.
د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې افغانستان کې د نجونو لوړې زدکړې هم تر خپل بل امره وځنډولې. واک د رسېدو له پیل راهیسې یې په زیاتره دولتي ادارو کې هم کارکوونکې مېرمنې په کور کېنولې دي او د کار اجازه نه ورکوي.
همدا راز، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا د روان ښوونیز کال له پیله تړلي دي.
دا پرېکړې د دې لامل شوې چې د طالبانو پر حکومت په کور دننه او له بهره نیوکې ډېرې شي.
خو طالبان وايي د "شریعت او افغاني دود" په چوکاټ کې د ښځو له کار او د نجونو له زدکړو سره ستونزه نه لري او ګواکې د یوه "مناسب چاپېریال" جوړېدو لپاره یې کار کوي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو نورو ادارو او هېوادونو هم د ښځو په تړاو د طالبانو پر وروستیو اقداماتو نیوکه کړې او له هغوی یې غوښتي چې په دې اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي.
په دې لړ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې د طالبانو له خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه به بشردوستانه فعالیتونه اغېزمن کړي.
حامد کرزی وايي طالبان دې د ښځو د کار برخه کې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي،
طالبان دې د کار برخه کې پر ښځو د بندیز لګولو پر پرېکړه له سره غور وکړي.
ښاغلي کرزي افغانستان کې د طالبانو له
سرپرست حکومته غوښتي چې، هېواد کې دې د ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه
لیکلي:" د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو د حل او د کورنیو د ژوند او شرایطو د
بهبود لپاره له سرپرست حکومته غوښتنه کوم چې د ښځو د کار په مسله کې پر خپله
پرېکړه له سره غور وکړي او هېواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي."
هغه د ښځو او زده کړو د کار برخه کې د ملګرو
ملتونو د امنیت شورا د دریځ هرکلی هم کړی.
ښاغلي کرزي ښځو ته د هغوی د کار حق تر څنګ د
زدکړې د حقونو پر ورکړه هم ټینګار کړی او ویلي یې دي : "سرپرست حکومت دې د
هېواد د پرمختګ، ودې او د حیاتي ګټو د تامین لپاره هر څه ژر د نجونو د تعلیمي او
تحصیلي بنسټونو درازې پرانیزي.
افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو پر
زدکړو او کار بندیز له اعلان وروسته په کور دننه سربېره نړیوال غبرګونونه هم زیات
دي.
ګڼو نا دولتي بنسټونو په دغه هېواد کې د
خپلو فعالیتونو د ځنډولو اعلان کړی، چې له مخې یې پر طالبانو فشار راوړي چې ژر تر
ژره دې برخه کې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي: "دا یو ظالمانه جنایت او پر ښځو،
د هغوی پر ونډې، ازادۍ او غږ یې یو وحشیانه برید دی، دا یو ځل بیا د ښځو
له بشري حقونو او انساني کرامت ته د درناوي له ټولو معیارونو انکار کول دي."
د یو اېن وومن له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې طالبانو داسې
حال کې پر ښځو تازه بندیزونه لګولي چې، د نړیوالې ټولنې تر بشپړ څار لاندې دي.
یاد دفتر همدا راز ویلی چې، د طالبانو له دغو نویو بندیزونو سره پر نیمایی
وګړو مرستې بندې کړې، او دا هغه کسان وو چې د ښځو له خوا به بشري مرستې ور رسول
کېدی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
وروستی, دلاور: تر وري میاشتې به د نجونو د زدکړو بندیز ته یوه لاره وموندل شي
یوه لوړپوړي طالب چارواکي ویلي حکومت یې ښايي تر را
روان پسرلي پورې د نجونو د زدکړو بندیز ته یوه لاره ومومي.
پر ملګرو ملتونو سربېره ګڼو هېوادونو پر طالبانو غږ کړی
چې بندیزي پرېکړو تېر شي او خبرداری یې ورکړی چې وروستي ګامونه یې له افغانانو سره
نړیوالې بشري مرستې اغېزمنولای شي.
د طالبانو حکومت د کانونونو او پیټرولیم سرپرست وزیر
شهاب الدین دلاور یوې خصوصي خبري شبکې (طلوع نیوز) ته ویلي چې ښايي تر پسرلي مخکې
د نجونو زدکړو ته یوه حل لار ومومي.
"د ابتدايي، ثانوي ښوونځيو او پوهنتونونو په اړه به
ان شاءالله ژر تصمیم ونیول شي او اوسمهال تر حمل/وري میاشتې په اکثرو ولایتونو کې رخصتۍ
دي. پوهنتونونه هم رخصت دي او ثانوي ښوونځي او د لومړنیو ښوونځيو درسونه هم نه شته".
ښاغلی دلاور وايي، تر وري میاشتې به یو داسې تصمیم ونیول
شي چې له شریعت او له افغاني دود او دستور سره به مطابق وي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
وروستی, د ملګرو ملتونو سرمنشي: پر افغان ښځو محدودیتونه هېڅ د توجیه وړ نه دي
د طالبانو د حکومت له لوري د افغان نجونو او ښځو پر زدکړه
او کار د بندیز پرضد د نړیوالو غبرګونونو په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، دا
محدودیتونه د توجیه وړ نه دي، له بشر حقونو سرغړونه ده او باید لغوه شي.
انتونیو ګوتېرېش په دوو لنډو ټویټونو کې لیکلي:
"پر ښځو او نجونو د کاري ګومارنې او زدکړې په اړه د
طالبانو وروستي محدودیتونه د نه توجیه وړ بشري حقونو سرغړونه ده او باید لغوه شي."
ښاغلي ګوتېرېش په دویم ټویټ کې لیکلي "د ښځو او
نجونو د محرومولو او خاموشولو کړنې دوام لري چې دا کار د افغان ولس د کړاو او لویې
رنځونې او د بالقوه افغانانو د بې توانه کولو لامل ګرځي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
وروستی, د ملګرو ملتونو امنیت شورا: طالبان د خپلو ژمنو خلاف پر ښځو محدودیتونه لګوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، په افغانستان کې پر
مرستندویه کارمنو ښځو محدودیتونه له افغان ولس سره د طالبانو د ژمنو خلاف عمل او د
نړیوالې ټولنې د تمو برعکس چاره ده.
امنیت شورا ویلي، د مرستندویه ټولنو پر ښځینه کارکوونکو
د کار بندیز به پر بشري کړنو لوی او سم لاسي اغېز ولري.
امنیت شورا د ښځو له پوهنتونونو د ښځو د منع کولو او تر
شپږم ټولګي د لوړو ښوونځیو د نجونو د تعلیم بندولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې
ده او په افغانستان کې یې د ښخو او نجونو د بشپړ هدفمن مشارکت او برابرۍ غوښتنه
کړې ده.
په وینا پاڼه کې د امنیت شورا ۱۵ غړو په اکثریت رایو
ویلي، په افغانستان کې د منځنیو او لېسې د عمر پر نجونو د تعلیم بندیز "د
انساني حقونو د احترام او اساسي ازادیو د سلبونې ډېرېدو په مانا دي".
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر، ولکر ترک د طالبانو پر حکومت غږ کړی، چې په بیړه هغه سیاستونه او تګلارې چې ښځې او نجونې هدف ګرځوي، بدلې کړي.
نوموړي د طالبانو ځپونکې تګلارې "وحشت ناکې او بې سارې اغیز لرونکې" بللې دي چې د هغه په ټکو دا ډول سیاستونه د افغان ټولنې ثباب ګواښي.
د بشري حقونو دغه کمیشنر وايي "هېڅ هېواد تر هغې پرمختک نشي کولای او ان په حقیقت ژوندی نشي پاتې کېدلی چې نیم وګړي یې په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې برخه ونه لري. دا ډول محدودیتونه چې پر نجونې او ښځو تپل کیږي، د درک وړ نه دي، نه یوازې دا چې د افغانانو درد او غم نور زیاتوي، بلکې وېره دا ده چې د افغانستان له پولو بهر ننګونې او ګواښونه به له ځان سره ولري."
د ملګرو ملتونو دغه جګپوړی کمیشنر له طالب واکمنو غواړي چې د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي او درناوی یې ولري. دغه کمیشنر ټینګار کوي چې "ښځې باید په ټولو برخو کې د پام وړ برخه" ولري.
د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۴ مه د طالبانو اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې پر هغو ښځو تر "دویم امره" د کار بندیز ولګاوه چې په کورنیو او بهرنیو این جیوګانو کې کار کوي.
ښاغلی ترک وایې، تر بل اعلان یا امرثاني پورې د دا ډول مهمو موضوعاتو ځنډول په دې مانا دي چې یو لویه برخه وګړي باید خپل ژوند ودروي.
"له کاره د میرمنو او نجونو راګرځول به د دوی په کورنیو پر ګټې وټې بد اغېز وکړي، دوی به د هېواد د پرمختګ په برخه کې له ونډې اخیستنې راورګرځول شي، او په ټولنه کې بې ګټې خلک حساب شي."
"دا ډول محدودیتونه به د یادو ادارو د خدمت رسونې چارې ټکنۍ او یا بیخې بندې کړې، چې زیان یې بیا هم یوازې اړو افغانانو ته رسیږي، هغه خلک چې دا مهال په دې ساړه ژمي کې له بل هر وخته ډیر لاس نیوي ته اړتیا لري."
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري اندیښنه ښيي چې پر ښځو او نجونو دا ډول بندیزونه به هغوی نورې هم له کورني تاوتریخوالي او ځورونو سره مخ کړي.
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون: طالبان دې د ښځو پر کار د بندیزونو پایلو ته په کتو حل لارې ومومي
د "سره صلیب او سرې
میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون" د طالبانو حکومت لخوا افغانستان کې په غیر
دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار په بندیز لګېدو ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي
چې دوی د "جنسیتي تنوع" ساتلو ته ژمن دي.
دغه فدراسیون یوه بیانیه
کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې "پایلې پام کې وساتي او داسې حل لارې ومومي چې
د افغانستان ګوټ ګوټ کې د نجونو، ښځو او نورو ټولو خلکو په ګټه د ژوند ژغورونکو
مرستو دوام شونی کړي."
دا فدراسیون افغانستان کې
زرګونو کسانو سره ولږې او تنګسو سره مقابلې او همدا راز روغتیايي پاملرنو ته
لاسرسي لپاره همکاري کوي.
دغه فدراسیون وايي ګڼې
نجونې او ښځې د دوی مرکزونو کې د ډاکترانو، نرسانو او قابلو په توګه خدمات وړاندې
کوي.
دا سازمان وايي "تر
اوسه مشخصه نه ده چې د طالبانو فرمانونه به د دوی د کارمندانو اړوند څه ډول عملي
شي."