هرات کې د ښځو لاریون؛ "زدکړې زموږ حق دی"

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې لسګونه ښځو د طالبانو حکومت له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو پر ضد لاریون کړی. طالبانو د اوبشیندو په وسیلې دغه لاریونونه تیت او پرک کړل. لاریون والو شعارونه ورکول "قران ته وګورئ، له ښځو د زده کړو حق مه اخلئ" د هرات پوهنتون یوې استادې بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، "ښار پوځي بڼه غوره کړې او هر ځای نظامي کسان لېدل کېږي." په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د ښار زیاتره واټونه تش او د هرات پوهنتون ته غځېدلې لارې تړل شوي دي.

ژوندی پوښښ

  1. د امریکا بهرنیو چارو وزیر: که طالبان د نجونو پر زدکړو لګولي بندیزونه لغوه نه کړي، بیه به یې پرې کړي

    د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د افغان نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونو دروازو تړلو سره طالبان غواړي هغوی یوه "داسې راتلونکي ته ټیلوهي چې تیاره ده او فرصتونه پکې نه شته."

    ښاغلي بلېنکن چې په واشنګټن کې یې د کال وروستي کنفرانس ته خبرې کولې وویل، که طالبان دا پرېکړه بېرته وانخلي له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو ښه کولو په هڅو کې به له ماتې سره مخامخ شي. نوموړي زیاته کړه: "که طالبان دا ممنوعیت لغوه نه کړي، بیه به یې پرې کړي."

    بلېنکن

    د عکس سرچینه، Getty Images

  2. پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو د طالبانو د وزیر څرګندونې

    د طالبانو لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، په پوهنتونونو کې د طالبانو د حکومت له خوا وړاندي شوي "اصلاحات نه پلي کېدل" نو اړ شول چې د ځنډېدو پرېکړه یې وکړي. نوموړي دغه څرګندونې ملي تلویزیون سره په مرکه کې کړې دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  3. د طالبانو لوړو زدکړو وزیر؛ په ۴ دلایلو مو پوهنتونو کې د نجونو زدکړې ځنډولي

    د طالبانو لوړو زده کړو وزارت وايي، د خصوصي او دولتي پوهنتونونو پرېکړه یې د منکراتو د مخنیوي په موخه کړې ده.

    د دغه وزارت چارسمبالي وزیر شیخ ندا محمد ندیم نن "پنج شنبه" ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې په پوهنتونونو کې د طالبانو د حکومت له خوا وړاندي شوي "اصلاحات نه پلي کېدل" نو اړ شول چې د ځنډېدو پرېکړه یې وکړي.

    ښاغلي‌ ندیم له خپل لوري څلور لاملونه یاد کړل چې له مخې یې پوهنتونونو کې د نجونو زدکړې بندې شوې دې.

    نوموړي د ښځینه محصلانو لپاره د پوهنتون درسي نصاب، نارینه محصلانو سره ټولګیو کې یو ځای تدریس، لیلیو کې د نجونو پاتې کېدل او د حجاب نه مراعتول هغه څه یاد کړل، چې له مخې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې.

    خو د طالبانو حکومت له ډېرې مودې راهیسې پوهنتونونه اړ کړي چې د زدکړو لپاره نجونو او هلکانو ته بېلې ورځې او یا هم جلا وختونه وټاکي.

    زدکړې

    د عکس سرچینه، ‌طالبان

  4. ځینو پوهنتونو کې نجونې وروستیو ازموینو ته پرېښودل شوي

    د افغانستان په ځينو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ښځینه محصلانو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، نن "پنجشنبه" یو شمېر پوهنځیو کې نجونو ته اجازه ورکول شوې وه چې وروستیو ازموینو کې برخه واخلي.

    د طالبانو حکومت په پوهنتونونو کې د نجونو زدکړې داسې مهال ځنډولي چې په ځينو پوهنتونونو کې وروستۍ ازموینې پای ته نه وې رسېدلې.

    هغو نجونو چې نن یې ازموینو کې برخه اخیستې وه، بي بي سي ته وويل چې د "تېرو امتحانونو پرتله لږ وخت" ورکول شوی وو.

    په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتونو ځینوښځینه محصلانو ویلي چې د پوهنتون له خوا ورته سپارښتنه شوې چې له لیلې ووځي.

    دغه محصلانې وايي، ځینې نجونې د پوهنتون له لیلې وتلې دي.

  5. کابل او تخار کې د د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونيزو بنسټونو تړلو پر ضد اعتراضونه شوي

    کابل او تخار کې د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو او نورو ښوونيزو بنسټونو تړل کېدو پر ضد لاریونونه شوي دي. که څه هم طالبان نه مني چې له اعتراض کوونکو سره یې تاوتریخوالی کړی خو په دې ویډيو کې ښکاري چې پر دوی د اوروژنې ګاډي نه اوبه شیندل کېږي او اعتراض کوونکې وايي چې وهل ټکول شوې دي

    د ویډیو تشریح، کابل او تخار کې د د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونيزو بنسټونو تړلو پر ضد اعتراضونه شوي
  6. د یوه عرب پانګوال له خوا ۱۰۰ افغان نجونو ته د زدکړو ژمنه

    د متحده عربي امارات یوه مشهور پانګوال خلف احمد الحبتور ویلي چمتو دی چې په خپل شخصي لګښت د سلو افغان نجونو د زدکړې لګښت په غاړه واخلي.

    نوموړي پر ټوېټر یوه پيغام کې ویلي، غواړي دا سل نجونې د متحده عربي اماراتو په پوهنتونونو کې زدکړې وکړي.

    ښاغلي الحبتور د طالبانو له خوا د نجونو پر لوړو زدکړو د بندیز پریکړه غندلې او هغه یې د "خفګان او تاسف" وړ بللې ده.

    دغه پانګوال وايي، د دې سل نجونو لوړې زدکړې چې په هره بیه تمامیږي، دی یې لګښت چمتو دی.

    تر اوسه روښانه نه ده چې دغه نجونې به څه ډول او کله غوره کېږي.

  7. عبدرب رسول سیاف، پخوانی جهادي مشر

    د اسلامي دعوت ګوند مشر او پخواني جهادي رهبر عبدرب رسول سیاف پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز ته غبرګون کې ویلي "شريعت تاسو ته د نجونو د زدکړو او تحصيل د مخنيوی امر نه دی کړی."

    ښاغلی سیاف چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ترکیې ته تللی، پر خپله فیسبوک پاڼه لیکي، چې "پر خلکو ظلم او تيری مه کوئ چی پایلې يې ډېرې بدې دي"

    نوموړي له طالبانو غوښتنه کړې چې "شخصي غوښتنې او نظریات دې د شریعت په نامه نه رامنځته کوي."

    په افغانستان کې د ملي اسلامي محاذ او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوندونو هم د طالبانو پرېکړه ناسمه بللې او د پوهنتونونو د بېرته پرانیستو غوښتنه یې کړې.

    غبرګونونه

    د عکس سرچینه، د عبدرب رسول سیاف فیسبوک پاڼه

  8. کابل کې لاریونوالې وايي، طالبانو یې مخه نیولې او وهلې ټکولې یې دي, کابل کې لاریونوالې وايي، طالبانو یې مخه نیولې او وهلې ټکولې یې دي

    له کابله رپوټونه وايي چې د طالبانو حکومت امنیتي کسانو نن (پنجشنبه) په پلازمېنه کې د لاریون کوونکو نجونو مخه نیولې، شعارپاڼې یې ورته څيرې کړې، دوی یې وهلې ټکولې او ځينې یې بندیانې کړې دي

    لاریون

    د عکس سرچینه، Getty Images

    یو شمېر لاریون کوونکو زدکړیالانو بي بي سي ته ویلي چې سهار نجونو د پوهنتونونو د بندښت په اعتراض کې لاریون پیل کړ خو د طالبانو امنیتي کسانو یې مخه ونیوله.

    د ملالې په نوم یوې زدکړیالې بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، "لاریون سهار پیل شو. نجونې د کابل پوهنتون مخې ته ورغلې خو هلته طالبانو نه پرېښودلې. ځینې یې ووهلې او ځينې یې له ځانه سره بوتلې. له همدې وجې دوی سره پراګنده او تیت و پرک شوې"

    "د طالبانو ښځينه پولیس له تاوتریخوالي کار اخلي"

    لاریون

    د عکس سرچینه، Getty Images

    ملاله وايي چې له طالبانو سره ښځينه پولیس ورسره دي او هغوی له لاریونوالو سره له تاوتریخوالي کار اخلي او پر یو ځای ټولېدو ته یې نه پرېږدي.

    دا زیاتوي، "طالبانو سره ښځينه پولیسې دي او هغوی سره وسلې دي. ځکه ښځې لاریون هغسې نه شي کولای او نه یې پر یوه ځای درېدو او ټولېدو ته پرېږدي. ډېر بد چلند کوي، وهي او وهي یې. غږ پورته کولو ته یې نه پرېږدي"

    په همدې حال کې پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډيوګانو کې یوه ډله نجونې ښکاري چې د پوهنتونونو د بېرته خلاصون شعارونه ورکوي. وايي، "نه ډارېږو. ټولې سره یو ځای یو. ظلم او ستم مو مات کړی دی. ازادي او برابري"

    خو وروسته د دوی له ډلې یوه په سوځېدلې ساه وايي، "طالبانو زموږ اعتراضي لاریون په تاوتریخوالي واړاوه. ټولې نجونې یې ووهلې، له ځانه سره یې ښځينه پولیسې هم راوستلې وې. موږ ځینې ترې راوتښتېدلو او ځینې یې ونیولې. نه پوهېږم چې بلاخره څه کېږي"

    د همدغو لاریونوالو له ډلې یې یوې بي بي سي ته په استول شوي غږ کې ویلي، "هغه خویندې چې غواړي راشي، هېڅ دې نه راځي، ځکه چې ډېرې یې له ځانه سره بوتلې"

    ټکور: پر ښځو لاس پورته کول پېغور دی او موږ داسې نه کوو

    ټکور

    د عکس سرچینه، Getty Images

    خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا دا ردوي چې له لاریونوالو سره دې تاوتریخوالی شوی وي.

    بي بي سي پښتو پاڼې ته د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل، " دا خبره حقیقت نه لري، په افغاني ټولنه کې په ښځو لاس پورته کول پېغور ګڼل کېږي او نه هم د هغوی د نیولو کوښښ چا کړی دی"

    خو ښاغلي‌ ټکور دا ونه ویل چې د دغو لاریون کوونکو نجونو مخه یې نیولې ده او که نه؟

    د یادولو ده چې تر دې مخکې هم طالبانو د ښځينه لاریونوالو د هغو اعتراضي غونډو مخه نیولې چې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځيو د بیا پرانیستې او یا یې پکې ښځو ته د کار او برابرۍ حق ورکولو غوښتنه کوله.

    د احتجاجونو دا تازه بهیر د طالبانو حکومت د هغې پرېکړې پر ضد په بېلا بېلو ډولونو پيل شوی چې د نجونو پر مخ یې د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

    په همدې ترڅ کې تر اوسه ګڼو استادانو استعفا کړې او په یو شمېر سیمو کې نارینه زدکړیالان هم د ښځينه هغو په ملاتړ له خپلو درسونو او ازموینو لاس په سر شوي دي.

    د ښځو حقونو او د ښوونی او روزنې فعالانو تر دې پرېکړې وروسته له نړیوالو او همدا راز له عامو خلکو غوښتي چې د طالبانو حکومت د دې پرېکړې په اړه دې غلي نه کېني او هغوی دې اړ باسي چې دا پرېکړه بېرته واخلي او په افغانستان کې ښځو ته هم د زدکړو، کار او برابرۍ حق ورکړي.

  9. کرن ډېکر افغانانو ته: موږ مو وینو، موږ مو اورو او موږ مو ملاتړ کوو

    د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافئیره کرن ډېکر وايي، د طالبانو له لوري د افغان نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړلو پر وړاندې د احتجاج لپاره د افغانانو یو موټیوالي خوشحاله کړې ده.

    اغلې ډېکر په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''استعفاوې، احتجاجونه، غوسه، ناهیلي او هوډ، د یوموټیوالي قوي احساسات، ټولنه او باور... موږ مو وینو، موږ مو اورو او موږ مو ملاتړ کوو.''

    نوموړې زیاتوي: ''زه له هغو چې دا پرېکړه یې کړې غواړم چې له خپلو افغان وروڼو، خویندو سره مشوره وکړي او دا پرېکړه بېرته واخلي، ځکه لا هم ډېر ناوخته نه ده.''

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  10. د بریتانیا لومړی وزیر: د نجونو پلار په حیث د داسې نړۍ تصور نه شم کولای چې لوڼې مې له زدکړو پکې محرومې وي

    د بریتانیا لومړي وزیر رشي سوناک په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو لپاره د پوهنتونونو او لوړو زدکړو موسسو تړلو ته غبرګون کې ویلي، د خپلو لوڼو د پلار په حیث په یوه داسې نړۍ کې د ژوند تصور نه شي کولای چې لوڼې یې پکې له زدکړو محرومې وي.

    ښاغلي سوناک په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''د افغانستان ښځې ډېره وړتیا لري. له پوهنتونونو د دوی راګرځول د پرشاتګ یو لوی ګام دی. نړیوال ویني. موږ به د طالبانو کړنو ته په کتو د دوی په هکله قضاوت کوو.''

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  11. دې X پوسټ نه تېرشئ

  12. دې X پوسټ نه تېرشئ

  13. د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني غبرګون

    د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نجونو د زده کړو په اړه وروستی ګام "جنسيتي توپیر" بللی دی.

    نوموړي طالبانو ته په اشارې سره لیکلي دي، "اصلي ستونزه د حاکمې ډلې عدم مشروعیت دی، دا ځکه چې دوی په غیر ولسواک ډول حاکمان دي او افغانستان یې اشغال او ټول ولس یې یرغمل کړی دی."

    ښاغلي غني چې طالبان یې د حکومت له نسکورېدو سره بېا واک ته ورسېدل، زیاته کړې، د طالبانو د پرېکړو او په هېواد کې د اوسني بحران د ژورېدو مسوولیت هم د هغو عناصرو او بنسټونو پر غاړه دی چې د طالبانو د سپینولو لپاره یې د ده په ټکو "په سازماني شکل تبلیغات کول او ادعا يې کوله چې دا خلک بدل شوي او د نويو شرايطو په اړه يې درک زيات شوی دی."

    نوموړي د دوحې د تړون د پټو "تعهداتو" د افشا کولو غوښتنه هم کړې ده.

    ښاغلي غني لیکلي، طالبان د تعلیمي نصاب د بدلولو واک نه لري او پوښتنه یې کړې، "ایا دوی (طالبان) غواړي چې د افغانستان تعلیمي نصاب د حقانیه مدرسې تعلیمي نصاب ته بدل کړي؟" آیا د هغوی نصاب له امام ابو حنیفه رحمه الله څخه غوره دی؟

    نوموړي د دې پرېکړې پر ضد د يو شمېر محصلينو د لاريون ستاينه هم کړې.

    پخواني ولسمشر ليکلي، "په اوسنیو حالاتو کې یوازینی څه چې ټول افغانان پرې په متفق ډول اجماع لري، هغه د ښځو د تعلیم او کار د حق موضوع ده، زه په دې باور یم چې د دې ملي ولسي اجماع په مقابل کې طالبان نشي درېدلای."

    اشرف غني

    د عکس سرچینه، ASHRAF GHANI FB

  14. د سعودي غبرګون

    د سعودي د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د طالبانو له خوا پوهنتون ته د نجونو پر ورتګ د بنديز له کبله خواشيني څرګنده کړې او له طالبانو يې غوښتي چې دا پرېکړه بېرته واخلي.

    په اعلاميه کې راغلي دا پرېکړه افغان ښځو ته د هغو شرعي حقونو چې په سر کې يې د تعليم حق دی په ټکر کې ده.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  15. عبدالله عبدالله: طالبان دې پر نجونو د ښونځيو او پوهنتونو د دروازو تړلو پر پرېکړې بيا غور وکړي

    د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مخکني مشر عبدالله عبدالله په يوه ټويټ کې د طالبانو له خوا پر نجونو پوهنتون ته د تلو پر بنديز د بيا کتنې غوښتنه کړې.

    نوموړي ليکلي، "تعليم د ټولو وګړو اساسي حق دی او له دې حق څخه د نجونو بې برخې کول د خواشينۍ وړ دي."

    ښاغلي عبدالله زياته کړې "په داسې حال کې چې د ټول هېواد وګړي د نجونو له زدکړو ملاتړ کوي د يوه هېوادوال په توګه زه هم هيله او غوښتنه کوم چې د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د تړلو پر پرېکړه له سره غور وشي."

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  16. سرچينه: د طالبانو د لوړو زدکړو چارسمبالی وزير به دوه ورځې وروسته د نجونو پر زدکړو د بنديز په اړه خبرې وکړي

    د طالبانو د لوړو زدکړو په وزارت کې یوه چارواکي بي بي سي پښتو ته وویل, چې "وزیر به یې دوه ورځې ورسته په یوه خبري کنفرانس کې" د نجونو پر زدکړو د بندیز په اړه خبرې وکړي. د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر له څو ورځو راهیسې په کندهار کې دی. د طالبانو دغې سرچینې دا ونه ویل چې پوهنتونو کې د نجونو زدکړې ولې ځنډول شوې دي. تر اوسه هېڅ طالب چارواکي د طالبانو حکومت د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي او له خبرو ډډه کوي.

    د نجونو زدکړې

    د عکس سرچینه، RTA

  17. حامد کرزی: طالبان دې نجونو ته پوهنتون او ښوونځي کې د زدکړې حق ورکړي

    مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي چې تازه کابل ته له بهرني سفره ستون شوی، د طالبانو د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې. نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې د افغانستان د ملي ګټو لپاره نجونو ته پوهنتون او ښوونځي کې د زدکړې حق ورکړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  18. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ غبرګون

    د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پوهنتونو کې د افغان نجونو د زدکړو د ځنډولو په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي، "نن طالبانو د افغان ښځو پر ژوند داسې نوي بندیزونه ولګول چې دفاع یې نه شي کېدای. زه له دوی [ښځو] سره یم: خویندې، لوڼې او میندې د تعلیم په لټه کې دي چې د خپلې کورنۍ ملاتړ ته اوږه ورکړي او خپلې هیلې پوره کړي."

    نوموړي وړاندې لیکلي، "دا نړۍ ته یوه ډېره مهمه شېبه ده: باید په یو غږ په کلکو ټکو ددې تګلارې مخالفت وکړو. باید له افغان ښځو سره ودرېږو."

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  19. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال ځانګړي استازي رامز الاکبروف پر خپله ټوې‍ټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو دا پرېکړه ملګرو ملتونو ته سخته خواشینوونکې ده.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  20. رينا اميري: موږ بايد د سخت دريځو تګلارو پر وړاندې ودرېږو

    د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې پر ټوېټر لیکلي، د طالبانو له لوري پر نجونو او ښځو د متوسطه ښوونځیو او پوهنتونونو بندیز هر ډول هغه شک له منځه وړي چې ګنې دوی د ۹۰مو کلونو ته د ستنولو د سخت‌دریځې تګلارې ته ستنېږي چې د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس د ټیکاو شونتیا یې ترې اخیستې وه.

    رینا امیري وړاندې لیکلي، نړۍ- لکه افغانانو چې وکړل دا باید رد کړي، داسې چې دا پر کلتور او دین پورې اړه لري. په افغان تاریخ کې یوازې طالبانو د نجونو د تعلیم د بندیز تګلاره خپله کړې. د نړۍ په هېڅ ځای کې هېڅ یو ګڼ مسلمان وګړیز هېواد نشته چې نجونې له تعلیم محرومې کړي.

    دا وايي، "موږ د انعطاف په نقطه کې یو. د یوې نړیوالې ټولنې په توګه باید د دغه ډول سخت‌ دریځو تګلارو پر وړاندې ټینګ ودرېږو، که دا کار ونه کړو، نو طالبان به لا زړور شي او په نورو ځایونو کې به هم سخت‌ دریځي الهام ترې واخلي او له افغانستان بهر به د ښځو او نجونو حقونه په خطر کې شي".