پاکستان کې سېلابونه؛ د مالي او ځاني زیانونو تازه مالومات

پاکستان کې د اټکل له مخې ویل کېږي چې د سېلابونو له کبله نهه سوه میلیارده روپۍ اقتصادي زیان اوښتی. خیبر پښتونخوا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې یوه چارواکي په وینا چارسدې سیمې ته نژدې د سېلابونو کنټرول یوه ورخ یا هیډورکس ته سخت زیان اوښتی. بریتانیا د پاکستان له سېلاب ځپلو سره یو نیم میلیون پونډه مرسته کړې اعلان کړې چې وايي د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو سازمان له لارې به د سېلاب اغېزمنو لاسنیوی پرې کېږي.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, نوښار کې د استوګنې کورونه اوبو لاندې کړي

    د نوښار ځايي چارواکو ویلي،، اوسمهال په کابل سیند کې د اوبو بهیدو کچه ۳۰۰۰کیوسک ته رسېږي، چې ورسره ځینې استوګنیز ځایونه سېلابونو لاندې کړي.

    پوځ او ژغورندویه ۱۱۲۲ ډلې ځايي اغېزمن شوي خلک خوندي ځایونو ته لېږدوي.

    sajidullahCopyright

    د عکس سرچینه، sajidullahCopyright

    sajidullahCopyright

    د عکس سرچینه، sajidullahCopyright

    sajidullahCopyright

    د عکس سرچینه، sajidullahCopyright

  2. نوښار: غوټه وهونکي او روغتیايي ډلې ماشومان او ښځې ژغوري

    پېښور کې د ژغورنې ۱۱۲۲ ډلې مشر ویلي، دوی نوښار او ورڅېرمه سیمو کې د سېلاب ځپلو سیمو سلګونه کسان ژغولي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

    هلته ښځې، ماشومان او بوډاګان په کوچنیو کښتیو کې خوندي ځایونو ته وړل کېږي.

    د پېښور میان ګجر، جالا بیلا، تخته اباد، مچني ورسک روډ، انګور کورونه، کالا شاه بیګ، بیلا مومندان او شاه بډه موټروې کې د ژغورنې عملیات روان دي.

    نور سیمو کې هم خلک له سېلابونو ژغول کېږي.

    Peshawar
  3. د ویډیو تشریح، افغانستان او پاکستان کې سېلابونو پراخ ځاني او مالي زيانونه اړولي
  4. د سېلابونو له کبله ۹۰۰ میلیارده روپۍ لومړنی اقتصادي زیان اټکل شوی

    تنویر ملک، خبریال

    پاکستان کې د اټکل له مخې ویل کېږي چې د سېلابونو له کبله نهه سوه میلیارده روپۍ اتصادي زیان اوښتی. له همدې امله د غنمو کرکېله کې ځند رامنځته کېږي او د شولو مالوچو یا پنبې کروندو ته درانه زیانونه اوښتي دي. پاکستان کې د اقتصادي چارو څېړونکې ادارې اېس بروکریج چارواکي وايي، د سږنیو سېلابونو زیان د ۲۰۱۰ کال هغو پرتله ډېر دی.

    په رپوټ کې ویل شوي، د څارویو وژل کېدو، کروندو ویجاړېدو له کبله به د اړتیا وړ توکو بیې لوړې شي. د رپوټ له مخې د غنمو کرکېله کې د ځنډ له کبله به پاکستان اړ شي چې غنم وارد کړي او د شولو کروندو ویجاړېدو له کبله به یې صادرات کم شي.

  5. پاکستان کې د سېلابونو له کبله تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵ نور کسان مړه شوي

    پاکستان کې د سېلابونو له کبله تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵ نور کسان مړه شوي او دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۹۸۲ تنو ته رسېدلی دی. د رسمي شمېرو له مخې له همدې کبله ۱۴۵۴ کسان ټپیان شوي دي. تېرو ۲۴ ساعتونو کې خیبر پښتونخوا کې ۱۰، سند کې ۳۳ او پنجاب صوبه کې ۲ کسان مړه شوي دي.

    بل لور ته د نوښار سیمې مرستیاله کمشنره قرۃ العین وزیربي بي سي ته وویل، د سیمې ځینو کلیو ته سېلابي اوبه رسېدلې دي. نوموړې زیاتوي د مانا کلي سیمه کې هغه دوه بندونه مات شوي، چې پر کابل سیند ودان شوي وو او دې سره اوبه کلیوالو سیمو ته رسېدلې دي. د نوموړې په خبره پاکستاني پوځیان او ځايي مسوولین پرلپسې هڅې کوي چې ځايي اوسېدونکي خوندي سیمو ته ولېږدوي.

  6. په کوټه کې له ۲۶ ساعته پرلپسې باران وروسته سېلابونه راوتلي

    د بلوچستان مرکز کوټه کې له تېرو ۲۶ ساعتونو راهیسې پرلپسې ګڼ باران اورېدلې، چې له کبله یې په ښاري سیمو کې سېلابي اوبه راوتلې دي. رپوټونو کې ویل شوي، په ښار کې د برېښنا، ګازو او مخابراتي شبکو فعالیتونه اغېزمن شوي دي او یو شمېر پلونه اوبو وړي دي.

    د هغه پله نړېدو وېره هم څرګندېږي، چې کوټه له پنجاب، چمن او خیبر پښتونخوا سره نښلوي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  7. په کالاباغ، تونسه او چشمه سیمو کې د سېلاب خطر

    د پنجاب ایالت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په سند سیند کې د احتمالي سېلاب له کبله ټولو اړوند ادارو ته د تیارسئ امر کړی دی. د پاکستان دولتي راډیو په رپوټ کې د پي ډي ایم اې ادارې مسوولینو له قوله ویل شوي، په کالاباغ، چشمه او تونسه سیمو کې د سېلاب خطر شته، چې له کبله یې سېلابي اوبه د میاوالي، بهکر، دېره اسماعیل خان، لیه، مظفر ګړ، راجن پور او رحیم یار خان سیمو پراخې ځمکې لاندې کولای شي.

    پاکستان

    د عکس سرچینه، radio pakistan

  8. په کابل سیند کې د اوبو کچه زیاتېږي، له خلکو غوښتل شوي چې خوندي ځایونو ته لاړ شي

    د خیبر پښتونخوا مرستیال کمشنر وايي، اوسمهال په کابل سیند کې د اوبو بهیدو کچه ۲۶۳ زره کیوسک ته رسېږي، خو نوموړي خبرداری ورکړی، چې کېدای شي راتلونکو څو ساعتونو کې دا کچه له څلور سوه زره کیوسکه هم پورته شي. نوموړي له ځايي خلکو غوښتي چې بې له ځنډه خوندي ځایونو ته لاړ شي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  9. د پېښور او چارسدې تر منځ لار بنده شوې

    د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، د سېلاب له کبله په خیالي سیمه کې هغه دوه پلونه سوري شوي، چې چارسده او پېښور سیمې سره تړي. د پېښور او پاکستان پلازمېنې اسلام اباد تر منځ غځېدلې لویه لار جي ټي روډ هم د سېلاب له کبله په کامره سیمه کې تړل شوې ده.

  10. د سېلاب خطر؛ د پېښور ښار له ځینو سیمو یو شمېر کسان ایستل شوي

    پېښور ښار ته د سېلابي اوبو رسېدو احتمالي خطر ته په کتو سره د پاکستان مرستندویه ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ مسوولین وايي، ښاریان خوندي ځایونو ته لېږدوي.

    پېښور کې د دې ادارې مسوولین وايي، دوی ته معلومه شوې، چې د ښار ځینې سیمو ته اوبه رسېدلې دي او له همدې کبله یې په کښتیو کې تر ۳۰۰ پورې کسان ایستلي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

    مسوولین وايي، د پېښور بېړنیو مرستو ادارې مشر انجینر نوید اختر خپله د ژغورنې چارو مشري کوي.

    پېښور

    د عکس سرچینه، Rescue 1122

  11. د چارسدې ګڼ شمېر اوسېدونکي د سېلاب له وېرې له کورونو وتلي

    د خیبر پښتونخوا چارسدې او شاوخوا سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي د سېلاب له ډاره له کورونو وتلي دي. پر خواله رسنیو خپرو شویو ويډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې دغه ډېری کسان چې له کورونو وتلي لویې لارې (موټروې) ته رسېدلي دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  12. نوښار کې نهه کسان له سېلابه ژغورل شوي

    د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د ۱۱۲۲ مرستندویه ادارې مسوولین وايي، د پبو کمپ کورونو سیمه کې سېلابي اوبه د خلکو مېشت ځایونو ته رسېدلې دي.

    د دې ادارې مسوولین وايي، مرستندویان په کښتیو کې سیمې ته رسېدلي او نهه کسان یې له ژغورلو وروسته خوندي ځایونو ته رسولي دي. چارواکي وايي، د نورو کسانو ایستلو لپاره یې عملیات دوام لري.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  13. خیبر پښتونخوا؛ په کابل سیند کې د اوبو کچه له ۲۰۰ زره کیوسکه زیاته شوې

    په خیبر پښتونخوا کې ځايي چارواکي وايي، په کابل سیند کې د اوبو کچه له دوه سوه زره کیوسکه زیاته شوې ده او په څو ساعتونو کې ښايي د خورا لوړې کچې سېلابي څپه نوښار سیمې ته ورسېږي. د خیبر پښتونخوا اوبو لګولو چارو اداره وايي، د صوبې په ۷ ځایونو کې خورا د لوړ کچ سېلاب روان دی. په دې کې د کابل سیند نوښار او ورسک، پنچکوړه سیند کې دیر، په سوات سیند کې د خوازه خېله، چکدره، خیالي او منډا ورخونو یا هیډورکس کې د سېلابي اوبو کچه په زیاتېدو ده.

  14. په نوښار کې له خلکو غوښتل شوي، چې خوندي ځایونو ته لاړ شي

    د نوښار جهانګیري سیمې پولیسو په جوماتونو کې د اعلانونو له لارې د سیند پر غاړه له مېشتو خلکو غوښتي چې خوندي ځایونو ته ووځي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  15. چارسده او نوښار د سېلاب له خطر سره مخامخ بلل شوي

    پاکستاني چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د سیند اوبو کنټرول ورخ یا هیډورکس نیمايي برخه سېلابي اوبو زیانمه کړې، چې له کبله یې په چارسده او نوښار سیمو کې د سېلابونو راوتلو خطر رامنځته شوی. د نوښار مرستیال کمشنر له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، د ورخ د اوبو وتلو کنټرول دوې برخې سېلابي اوبو وړې دي، چې له کبله یې سېلاب په چټکۍ سره د نوښار پر لور روان دی. د یادونې ده، چې دا ورخ د ۲۰۱۰ کال په سېلابونو کې خوندي پاتې شوی و. د خدای لپاره اوسمهال لټي مه کوئ، ژر تر ژره خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوئ. مننه