تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

کابل کې مشورتي لویه جرګه پیل شوه: غني د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو واک ورکړ

په کابل کې نن جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني جرګې ته خپله وینا کې وویل، دا جرګه به د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو برخلیک ټاکي. نوموړي وویل، طالبانو منلې چې که دا بندیانو یې خوشي شي، درې ورځو کې به حکومت سره خبرو ته کېني.

ژوندی پوښښ

  1. امریکا: بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته د مشورتي لویې جرګې پرېکړه مهمه ده

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې جرګې له جوړیدو هر کلی کړی ویلي يي دي امریکا تمه لري چې افغانان د سولې پر وړاندې پراته ټول خنډونه له منځه یوسي او افغانستان تل پاتې سولې ته ورسوي.

    په دې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د بندیانو له خوشي کېدو سره سم د افغان دولت له ټول اړخیز پلاوي سره خبرو ته د چمتوالي ویلي چې د تمه ده ژر پیل شي.

    د جرګې شاوخوا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او اړوند ادارو له خلکو غوښتنه کړي چې د کابل لویدیځ پولیتخنیک خوا د بروبار جوړولو او غیر ضروري تګ راتګ ډډه وکړي.

  2. 'عبدالله عبدالله د مشورتي لویې جرګې د مشر کېدو وړاندیز منلی'

    د پخلاینې عالي شورا ویاند وايي عبدالله عبدالله هم د ګڼو نورو سیاستوالو سره په دې جرګه کې ګډون کوي، په دې لړ کې د افغانستان دولتي تلویزون ویلي چې عبدالله عبدالله ته د جرګې د مشري له وړاندیز وروسته هغه د دې جرګې مشري هم منلي یوې سرچینې هم بي بي سي ته ورته موضوع تایید کړي خو په دې اړه لا رسمي څه ندي ویل شوي.

  3. ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په تړاو پرېکړه مهمه ده چې عملي کېدو ته به یې لارې هوارېږي.

  4. د سولې مشورتي لويې جرګې غړي د لويې جرګې خیمې په تالار کې د راټولېدو په حال کې دي، تمه ده چې تر شاوخوا نیم ساعت وروسته د سولې اړوند دا جرګه رسماً پرانيستل شي.

    د دې جرګې د چمتووالي او له طالبانو سره د افغان دولت د خبرو پلاوي مشر معصوم ستانکزي نن سهار په خپلو خبرو کې وویل چې په دې جرګه کې به د بندیانو برخلیک ور ها خوا د سولې خبرو پر وړاندې د ټولو خنډونو د لرې کیدو په څرنګوالي هم د ولس له استازو مشورې واخیستل شي.