تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

کابل کې مشورتي لویه جرګه پیل شوه: غني د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو واک ورکړ

په کابل کې نن جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني جرګې ته خپله وینا کې وویل، دا جرګه به د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو برخلیک ټاکي. نوموړي وویل، طالبانو منلې چې که دا بندیانو یې خوشي شي، درې ورځو کې به حکومت سره خبرو ته کېني.

ژوندی پوښښ

  1. ولسمشر غني‌ خپله وینا پای ته ورسوله

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني مشورتي‌ لویې جرګې ته خپله وینا ختمه کړه او ګډونوالو ته یې وویل چې دوی دې خپله پرېکړه وکړي.‌

    ښاغلي غني‌ وویل،‌ د جرګې پر وروستۍ ورځ به یو ځل بیا د ګډونوالو حضور ته راځي

  2. ولسمشر غني‌ جرګه والو ته: پرېکړه ستاسې په لاس کې ده

    ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ته وویل،‌ د دې ۴۰۰ طالب بندیانو برخلیک مالوم اسانه پرېکړه نه ده،‌ خو دا پرېکړه باید اوس د دې جرګې ګډونوال وکړي.‌

    ولسمشر ګډونوالو ته وویل،‌ تاسې کافي پوهه او تجربه لرئ چې په دې لړ کې سمه پرېکړه وکړئ

  3. ولسمشر غني: دا پاتې ۴۰۰ زندانیان جدي دوسیې لري

    ولسمشر غني خپلو خبرو کې وویل،‌ طآلبانو ویلي‌ چې که چېرې دا پاتې ۴۰۰ بندیان یې خوشي شي نو په درې ورځو کې به افغان حکومت سره خبرې پیل کړي،‌ او که خوشي نشي نو جګړه به لا سخته کړي.‌

    ولسمشر غني‌ وویل،‌ د دې لپاره چې ملامتي‌ پر حکومت نه وي،‌ په دې چاره کې یې مهم ګامونه پورته کړي‌ دي.‌

    ښاغلي غني وویل، اوس یوې دوه لارې سره مخ یو چې باید پرېکړه وشي او دا مالومه شي چې څه کوو،‌ او دا پرېکړه باید د ولس په مشوره وشي.‌

  4. ولسمشر غني: هغه څه چې قانون اجازه ورکوي،‌ ترسره شوي

    ولسمشر غني وویل، د. حکومت اړونده ادارو د طالب پلاوي سره په همغږۍ د افغانستان له ټولو ولایتونو پورې اړوند تر پنځو زرو زیات طالب بندیان خوشي‌ کړل.‌

    ولسمشر غني‌ وویل،‌ اساسي قانون یوه کتابچه نه ده،‌ بلکې یوه ملي وثیقه ده او د همدې اساسي قانون له مخې د دې پاتې ۴۰۰ بندیانو خوشي کول د ولسمشر واک نه دی.‌

    نوموړي وویل،‌ د بېلګې په توګه هغه کسان چې په اعدام محکوم دي ولسمشر یې یوازې اعدام په عمري بند بدلولی شي،‌ خو د بښلو واک یې نه لري.

  5. ولسمشر غني: ستونزه د بندیانو په شمېر کې نه ده

    ولسمشر غني وویل،‌ د امریکا او طالبانو په هوکړه کې ویل شوي چې افغان حکومت به تر پنځو زرو پورې طالب بندیان خوشي کوي.‌ خو د بندیانو نومونه نه دي‌ یاد شوي.

    ولسمشر غني‌ وایي،‌ طالبانو دا نومونه مشخص کړي دي.‌

    ولسمشر غني وایي،‌ دا چې حکومت وار د مخه ۵۱۰۰ بندیان خوشي‌ کړل نو دا سولې ته د حکومت ژمنه ثابتوي

  6. ولسمشر غني: داسې نه کوم چې لوټه کېږدم او پر اوبو تېر شم

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن مشورتي لویې جرګې ته وویل، داسې کار به نه کوي چې لوټه کېږدي او پر اوبو تېرې شي،‌ ځکه که داسې وکړي نو د ملت تاوان کوي.‌ نوموړي وویل،‌ نن د دې لپاره راټول شوي یو چې د مذاکراتو او نهایي سولې پر موضوع بحث وکړو.‌ ښاغلي غني وویل،‌ دې سولې هره چاره کې د ولس (سور) او (شین) کارډ‌ ورته مهم دي

  7. ولسمشر غني: ټول ولس سوله او ابادي غواړي

    ولسمشر غني مشورتي لویې جرګې ته وویل، په دې وروستیو کې له خپل لومړي مرستیال امرالله صالح سره پنځو ولایتونو ته تللی دی،‌ او په دې ټولو ولایتونو کې خلک یوه غوښتنه لري چې سوله او ابادي ده.‌ نوموړي وویل،‌ په دې لاره کې به تکلیفونه وي،‌ خو افغانان به خپل مرام ته رسېږي

  8. وروستی, ولسمشر غني: د نننۍ جرګې په اړه د امریکا د اعلامیې هرکلی کوم

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني مشورتي لویې جرګې ته په خپله وینا کې د امریکا د هغې اعلامیې هرکلی وکړ چې د نننۍ مشورتي لویې جرګې په اړه یې خپره کړې.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې لپاره افغانستان کې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل ستایلي چې وايي د بین الافغاني سولې مذاکراتو پیلېدو په مخکې به د رامنځ شوي خنډ لیرې کېدو کې د طالب بندیانو د ژر خوشي کېدو په اړه پرېکړه وکړي.

  9. ولسمشر غني: ګاونډیان دې زموږ حیثیت ته درناوی وکړي

    "د افغانستان له خاورې به د هېڅ ګاونډي پرضد هېڅ ناوړه ګټه وانخیستل شي او زموږ حیثیت ته هم باید دوی درناوی وکړي. موږ د ډېرو دوستانو او ملګرو په لټه کې یو."

  10. وروستی, ولسمشر غني: جرګه اخلاقي اعتبار لري

    ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي لویې جرګې پرانیستغونډه کې وویل، لویه جرګه کې هر ګډونوال له قید او شرط پرته خپل نظر ویلی شي چې په وینا یې جرګه اخلاقي اعتبار لري او د افغانانو د ملي ارادې استازیتوب کوي.

    نوموړي وویل، د سیمې له هېوادونو سره د افغان سولې په تړاو غږېدلی دی.

  11. سیاف: وینې بهېدل باید بند شي

    د سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف

    "زما له دې جرګې هیله ده چې داسې مشورې ورکړي چې سولې ته د رسېدو لپاره لار هواره کړي، د وینې بهیدل بند شي. داسې نظر مه ورکوئ چې د سولې په برخه کې خنډونه راپېدا کړي. خدای دې ولسمشر، د مصالحې عالي شورا مشر او نورو ټولو ته توفیق ورکړي چې سولې ته د رسېدو بهیر چټک کړي او په دې وطن کې تل پاتې سوله قایمه شي.

    د مذاکرې ټيم هم ټاکل شوی، ستاسې نظر به په مذاکراتو کې منعکسوي او په پام کې به يې نیسي.

    د مصالحې د چارو پر مخ وړوونکی عبدالله عبدالله دی. دولت ورسره همکار دی، موږ هم ورسره همکار یو ځکه چې د خیر کار دی. په سوله کې خیر دی. خدای دې توفیق ورکړي او داسې ورځ دې خدای زر راولي چې داسې پېغام ژر د رسنیو له لارې درکړي چې موږ له طالبانو سره سولې ته ورسېدو.

    زه ناروغ یم نو باید یو سم روغ سړی دا مسوولیت په غاړه واخلي."

    عبدالله يې سټېج ته وروغوښت او د مشرۍ پر څوکۍ يې کېناوه.

  12. د مشورتي لویې جرګې جوړوونکي کمېسیون مشر محمد معصوم ستانکزی د جرګې پرانیستغونډه کې وویل، د تېرې جرګې د سلا مشورو په دوام بیا ملت سره په دې مهمې مسلې مشوره کېږي.

    تر ننه ۳۲۰۰ کسان له ۳۴ ولایتونو رارسېدلي دي، چې ۷۲۰ پکې مېرمنې دي او ۲۵ کټګوریو وېشل شوي او ګډون يې کړی. د پارلمان دواړو شوراګانو، عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو... ګډون کړی.

    ده وویل، دا جرګه ډېر ژر باید جوړه شوې وای، یانې څلورو پنځو ورځو کې او تنظیم شوې وای چې په ډېرو سختو هڅو مو ممکنه کړه.

    نوموړي زیاته کړه، امنیتي تدابیر کلک دي او کابل مېشتي دې بښنه کوي چې د لارو بندښت سره په عذاب شوي.

  13. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني د کورونا اړوند ځينې روغتیايي سپارښتنې وکړې.

    ماسک اچول، لاسونه وينځل، فاصله ساتل. موږ د کورونا ټېسټونه وکړل، د چا ټېسټ چې مثبت و هغه يې بېل کړل. سیار ټيمونه روغتیا وزارت ځای پر ځای کړي چې اړمن کسان روغتونونو ته په وخت ورسېدلی شي.

  14. طالبان: مشورتي لویه جرګه قانوني حیثیت نه لري؛ د ولس استازیتوب نه کوي

    وسلوالو طالبانو ویلي، مشورتي لویه جرګه قانوني حیثیت نه لري او د افغان ولس استازیتوب هم نه کوي، خو د افغانستان حکومت وايي، د سولې راتلو او تاوتریخوالي کمېدو لپاره په بیړه د مشورتي لویې جرګې جوړېدل اړین وو، چې د طالبانو د پاتې بندیانو د برخلیک په اړه بحث وشي.

    طالبانو تېره چارشنبه رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي، له امریکا سره د دوی له خپلمنځي تړون وروسته اوس دا هېواد سولې او د افغانانو ترمنځ خپلمنځي پوهاوي ته اړتیا لري او ښکېلې غاړې باید په دې چاره کې خنډونه جوړ نه کړي.

  15. کابل کې د امریکا د سفارت غبرګون

    په کابل کې د امریکا سفارت د مشورتي لویې جرګې جوړېدو غبرګون کې ویلي: "متحده ایالتونه له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله، د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر، او دلویې جرګې د ګډونوالو په ګډون له نورو افغان مشرانو غوښتنه کوي چې له دې تاریخي فرصت نه د داسې سولې لپاره کار واخلي چې ګټه یې ټولو افغانانو ته ورسیږي او له سیمیز اونړیوال امنیت سره مرسته وکړي.‌"

  16. جرګې ته د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله، د تېرې مشورتي جرګې مشر عبد رب الرسول سیاف هم رسېدلي دي.

  17. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د مشورتي لویې جرګې جوړېدل د بندیانو د خلاصون په ګډون د افغان سولې بهیر په تړاو د بحث کولو یوه ښه فرصت بللی دی.

    سټیفانو پونتيکاروو پر ټوېټر لیکلي، "د جرګه به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پیلامه وي. هیله مې دا ده چې سولې ته د رسېدو لپاره یوه ملي اجماع رامنځ ته شي'.

  18. وروستی, ولسمشر غني د جرګې ځای ته ورسېد

    ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي لویې جرګې ځای ته رسېدلی او تشریفاتي مراسم ورته پیل شول.

  19. خلیلزاد د مشورتي لویې جرګې جوړېدو هرکلی وکړ

    د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مشورتي لویې جرګې جوړېدل یو تاریخي فرصت بللی چې په وینا یې، د سولې خبرو کې د رامنځ ته شوي خنډ لیرې کولو لپاره یو ښه ګام دی.

    نوموړی وايي، افغانانو دې شېبې لپاره ډیر انتظار کړی. موږ د جرګې برخه والو ته د دوي په بحثونو کې د بریا هیله لرو او ترې غوښتنه کوو چې هغو کسانو ته واری ورنکړي چې اوسني حالت ته ترجیح ورکوي او هڅه کوي چې د سولې لاره ستونزمنه کړي او دغه بهیر تر خپلې اغیزې لاندې راولي.

    خلیلزاد ویلي: "ټولې غاړې باید د سولې لپاره دغه تاریخي فرصت له لاسه ورنکړي.‌ او د دوي پدې هڅو کې به متحده ایالتونه د دوي تر څنګ ولاړ وي."