تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې مشورتي لویه جرګه پیل شوه: غني د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو واک ورکړ
په کابل کې نن جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني جرګې ته خپله وینا کې وویل، دا جرګه به د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو برخلیک ټاکي. نوموړي وویل، طالبانو منلې چې که دا بندیانو یې خوشي شي، درې ورځو کې به حکومت سره خبرو ته کېني.
ژوندی پوښښ
لویه جرګه کې د یوې وکیلې اعتراض او فزیکي شخړه
د سولې مشورتي جرګې پرانیستغونډې او د لسمشر محمد اشرف غني د وینا پرمهال، د پارلمان وکیله بلقیس روشن د جرګې په تالار کې له دې شعار سره چې "طالبانو ته باج مه ورکوئ" راپورته شوه خو تالار کې د یوې ګډونوالې له فزیکي غبرګون سره مخ شوه او له تالاره وويستل شوه.
اغلې روشن له تالاره تر وتلو وروسته بي بي سي ته وویل، دا ډول جرګې د کړېدلو افغانانو درد نه شي دوا کولی.
د مشورتي لویې جرګې ګډونوال پر کومو پوښتنو بحث کوي؟
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون پر خواله رسنیو هغه پوښتنلیک خپور کړی چې ویل کېږي نن جمعه کابل کې د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ته ور سپارل شوی او د بحث لپاره دوه پوښتنې ورته وړاندې شوې دي.
په لومړ پوښتنه کې ویل شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د زمري په شلمه (راتلونکې دوشنبه) پیلېږي، خو په دې شرط چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانیان خوشي شي.
د دې پوښتنې ځواب په توګه ګډونوالو ته دوه غوراوي ورکړی شوي دي. لومړی غوراوی دا دی چې د نړیوالو ضمانتونو په بدل کې دې دا زندانیان خوشي شي او مخاخ مذاکرات دې پیل شي.
خو دویم غوراوی تر ډېره یو ډول خبرداری دی. په دې کې د جرګې ګډونوالو ته ویل شوي چې که چېرې دا پاتې طالب زندانیان خوشي نه شي نو افغانستان کې به جګړه، تاوتریخوالی او اوسنی وضعیت دوام وکړي.
-
په دویمه پوښتنه کې راغلي چې که چېرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیلېږي نو د جرګې ګډونوال د حکومت مرکچي ډلې ته څه مشوره ورکوي، او له دې مذاکراتو څه تمه لري.
اروپايي ټولنې استازی: دا جرګه د افغانانو د خپلواکې پرېکړې ښکارندویه ده
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازی رونالډ کوبیا وايي، اروپایي ټولنه د بین الافغاني او ټول شموله خبرو ملاتړ او ورسره مرسته کوي. دغه لویه جرګه د افغانانو د خپلواکې پرېکړې ښکارندویي کوي. موږ هیله لرو چې دغه ټولې خبرې او بحثونه به د ملي ګټو دفاع وکړي او د سولې په اړه به هم خبرې اترې پکې وشي.
د بښنې نړیوال سازمان: قربانیانو ته باید پام وشي
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان سولې بهیر کې باید قربانیانو ته پام وشي. دغه سازمان زیاتوي، تر ټولو ډېر افغانان سولې ته ډېره اړتیا لري خو سوله کې باید جنګي او بشر ضد جرمونه هېر نه کړل شي.
حامد کرزی: که جرګه عمومي اوربند راوستلی شي، د تایید وړ ده
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لویې جرګې جوړېدو غبرګون کې د جرګې له ګډونوالو غوښتنه کړې چې د بین الافغاني خبرو لپاره سره یو غږ شي او د سولې لپاره په ګډه کار وکړي.
حامد کرزي ویلي، هیله ی دا ده چې دا جرګه د بین الافغاني مذاکراتو پر ژرپیلولو ټینګار وکړي چې هېواد ته تلپاتې سوله راشي. دی وايي، که دا جرګه هغه ګامونه واخلي چې وروسته د عمومي اوربند ټینګولو، بین الافغاني خبرو ژر پیلولو او هېواد کې تلپاتې سولې لامل شي، نو د تایید وړ ده.
طالبان: د بندیانو خلاصون ته جرګه ضرور نه ده
طالبانو کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو غبرګون کې ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني چې د ۴۶۰۰ بندیانو خوشي کولو واک لري، نو د پاتې بندیانو د خلاصون لپاره جرګې ته څه اړتیا شته:
"دا چې نوموړی ۴۶۰۰ بندیان پرخپل سر په ناقانونه توګه خوشي کولای شي، د جرګې اړتیا نه احساسوي؛ مګر د ۴سوو کسانو لپاره بیا له ناقانونه جرګې نه د قانوني لاري پیدا کولو پریکړي غواړي؛ دا د نوموړي هغه ګمراه سیاست دی چې خپله یې هم پري سر نه خلاصېږي."
طالبانو د یادې جرګې له جوړېدو سره د پارلمان مخالفت ته هم اشاره کړې او د ولسمشر نننیو څرګندونو ته په غبرګون کې طالبانو ویلي، "د نننۍ غونډې په اړه یوځل بیا تکراروي چې، د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په پلمه جرګې راغوښتل او بیا له هغې نه د افغان ولس د هیلو خلاف استفاده کول؛ نه د ملت درد دوا کولای شي او نه داسي جرګه د ملت استاځولي کولای شي."
د افغانستان تاریخي لویې جرګې او پایلې یې
د افغانستان په معاصر تاریخ کې لویه جرګه له یوې دودیزې قبیلوي جرګې نه پر یوې دودیزې سیاسي هغې اوښتې ده.
لویه جرګه له دوو تورو "لویه" او "جرګه" جوړه شوې، چې دواړه پښتو توري دي، خو ځینې بیا "جرګه" ترکي بولي چې په بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي برخو کې د بانفوذه کسانو د غونډېدو په معنا ده.
لکه څنګه چې د افغانستان په رسمي معاصر تاریخ کې راغلي، لومړنۍ لویه جرګه د ۱۷۴۷ کال په اکتوبر میاشت کې کندهار کې جوړه شوې او بیا په وروستۍ یوه سلیزه کې بېلابېلو موخو ته جوړې شوې دي. ځینو تاریخپوهانو په افغانستان کې د جرګو شمېر لسګونه ښودلی، چې تر ټولو مهمې یې په دې مطلب کې راخیستل شوې دي.
نور جزییات لاندې لینک کې:
د جرګې ۵۰ کمېټې
د ولسمشر د وینا پر مهال د یوې ښځې اعتراض
ولسمشر غني: دوښمنان زیاتول نه غواړو
عبدالله عبدالله د مشورتي لویې جرګې او مصالحې ملي شورا مشر:
وروستی, ولسمشر غني: دا پاتې ۴۰۰ زندانیان جدي دوسیې لري
د عبدالله وینا هم پای ته ورسېد
عبدالله: سوله هم هیلې لري او هم اندېښنې
عبدالله عبدالله خپله وینا پیل کړه