د افغانستان ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو شېبه په شېبه حال

نن 'شنبه، تله ۶مه' د افغانستان ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنې کېږي، چې څه باندې ۹ میلیون رایې اچوونکو په کې نوملیکنه کړې. په ټول هېواد کې د رایو اچولو شاوخوا پنځه زره مرکزونه جوړ شوي او د ټاکنو د امنیت لپاره څه باندې ۷۰ زره امنیتي سرتېري ګومارل شوي دي. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په وينا د ټاکنو پايلې به په راتلونکو دريو اوونيو کې اعلان شي.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو رایې ورکولو وخت پای ته ورسېد

    د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایو ورکولو ټاکل شوی رسمي وخت پای ته ورسېد. مخکې د رایې ورکولو لپاره وروستی وخت د ورځې درې بجې ټاکل شوی و، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه وخت دوه ساعته نور هم وغځاوه، چې اوس پای ته رسېدلی.

  2. د افغانستان بشري حقونو کمېسیون چارواکي وايي په یو شمېر افغان زندانونو کې ټاکنې نه دي شوې

    د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

    د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د کندهار، بدخشان او لغمان زندانونو په ګډون یو شمېر افغان زندانونو او توقیف ځایونو کې ټاکنې نه دي شوې. دې کې د پلازمېنې کابل د پلچرخي زندان یادونه هم شوې، چې دغه زندان کې نژدې ۱۱ زره زندانیان ساتل کېږي، خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکنیز مواد نه دي ورته رسېدلي. دغه راز کمېسیون وايي، د پلازمېنې کابل په ښځینه زندان او توقیف خونه کې هم ټاکنې نه دي شوې. په دغه مرکز کې ۲۵۰ ښځینه زندانیانې ساتل کېږي. د ټاکنو په تړاو د بشري حقونو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویل شوي:

    ''د کمېسيون موندنې ښيي چې په بېلابېلو برخو کې ستونزې رامنځته شوې دي. دا ستونزې، امنيتي، تخنيکي، د رايې ورکولو په محلاتو کې په ټاکل شوي وخت د کمېسيون د کارکوونکو نه حاضريدل د رايه ورکوونکو په ليستونو کې ستونزه او د هېوادوالو په ځانګړي ډول د ښځو او معلولينو د کم رنګه ګډون يادونه شوې ده. همدا راز په يو شمېر ولاياتو کې د هېوادوالو د پراخ ګډون، خوندي چاپېریال او د رايې ورکولو په محلاتو کې د کمېسيون د کارکوونو د پر وخت حضور اړوند رپوټونه هم ورکړل شوي دي.''

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  3. په کابل کې د هند د سفیر مرستیال د رایې ورکولو مرکز لیدو ته ورغلی

    په کابل کې د هند د سفیر مرستیال هانسن اکربوم پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې یې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایې ورکولو یوه مرکز لیدنه وکړه.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  4. افغان سیکانو او هندوانو هم ټاکنو کې ګډون وکړ

    هندو او سیک لږکیو چې افغانستان کې یې شمېر خورا کم دی، ټاکنو کې ګډون وکړ.

    سیکان له پېړیو راهیسې افغانستان کې ژوند کوي، خو له ۱۳۷۰ کلونو مخکې یې کورنۍ تر دوه لکه پنځوس زرو وې، مګر کله چې کورنۍ جګړې شوې، ورو ورو کډه شوې، چې لا هم دا کډوالي روانه ده.

    اوس افغانستان کې دا کورنۍ په خورا سختۍ تر سلو رسېږي.

    nmic8

    د عکس سرچینه، nmic8

  5. وروستی, د ټاکنو کمېسون: د ټاکنو پایلې تر دریو اونیو اعلانېږي

    د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وایي، د نننیو ولسمشرۍ ټاکنو پایلې تر دریو اونیو اعلانېږي.

    لا هم مالومه نه ده چې دې ټاکنو کې څومره خلکو ګډون کړی دی. خو خبریالان وایي، د خلکو ګډون پیکه دی.

    رای اچونه
  6. غني: ټاکنې موږ ته زمینه برابروي چې په مطلق مشروعیت سوله راولو

    د ویډیو تشریح، افغان ولسمشر: دا ټاکنې باید د یووالي برخه وي
  7. وروستی, د رایې ورکولو وخت دوه ساعته اوږد شو

    د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون ویلي، د رایې ورکولو وخت د مازیګر تر پنځو بجو اوږد شو.

    د مهالوېش له مخې د رایې ور کولو لپاره تر دریو بجو وخت ټاکل شوی و.

    اوس د دې کمېسون مشره حوا عالم نورستانۍ وایي، خلک لا هم کتارونو کې ولاړ دي، ځکه تر دوو ګړیو د رایې ور کولو وخت اوږدوي.

    له دې مخکې کمېسون ویل وخت نه اوږدوي، خو که د رایې ور کولو مرکز کې خلک د رایې لپاره کتار کې ولاړ وي، د دوی تر رایې ور کولو به کار روان وي.

    IEC

    د عکس سرچینه، IEC

  8. د جرمني سفارت د رایو پر مرکزونو د طالبانو بریدونه وغندل

    افغانستان کې د جرمني سفارت خپل ټوېټر کې لیکلي: موږ پر رایه ور کوونکو او د رایې مرکزونو پر کارمنانو د طالبانو بریدونه سخت غندو. د ولسواک بهیر مخنیوی او ولسي وګړو ته زیان رسول هیڅکله هم د منلو نه دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  9. ټاکنې: تراوسه درې کسان وژل شوي او ۴۲ ټپیان دي

    له ټول افغانستان رپوټونه وایي، چې له سهار راهیسې تراوسه درې کسان وژل شوي او ۴۲ ټپیان دي.

    کونړ ولایت کې د رایې په مرکز د وسلوالو برید کې و یوه ښځه وژل شوې، یوه ښځه او یو ماشوم هم روزګان کې وژل شوي او لا مل یې هم په کور د راکټ غورځېدل بلل شوي دي.

    پر وژل شویو سربېره کابل کې یو سرتېری، کونړ کې څلور ولسي وګړی، پکتیکا کې یوه نجلۍ، ۱۳ ماشومان او یوه ښځه روزګان، ۱۷ کسان کندهار او شپږ کسان ننګرهار کې ټپيان شوي دي.

    A

    getty

    د عکس سرچینه، Getty Images

  10. د ټاکنو کمېسون: د رایه ور کولو لپاره له دریو بجو وروسته وخت نه اوږدېږي

    د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، د رایه ور کولو لپاره د مازیګر له دریو بجو نور وخت نه اوږدېږي، خو که د رایې ور کولو مرکز کې خلک د رایې لپاره کتار کې ولاړ وي، که له دریو بجو وروسته څو ساعتونو کې هم دا کتار خلاصېږي تر هغه به رایه ور کول روان وي.

  11. د ویډیو تشریح، هرات کې د رایه ور کوونکو پیکه ګډون
  12. هرات کې رایه ور کوونکي د نوم له نشتوالي شکایت کوي

    د افغانستان لوېدیځ ته هرات کې رایه ور کوونکي د نوم له نشتوالي شکایت کوي

    هرات

    د عکس سرچینه، هرات

  13. تیفا: د رایې ورکولو ۹۸سلنه مرکزونه چې له مخکې پرانېستل شوي خلاص دي

    د افغانستان پر انتخاباتو د څار یوه بنسټ 'تیفا' اعلان کړی چې د راپورونو پر اساس:

    د ټاکنود خپلواک کمېسیون له خوا په ۳۴ ولایتونو کې د رایې ورکولو ۹۸سلنه مرکزونه چې له مخکې پرانېستل شوي خلاص دي.

    د رایو ۹۹سلنه مرکزونه د امنیتي ځواکونه په کنټرول کې دي. د ټاکنو د کمېسیون ټول کارکوونکي په خپل ټاکلي وخت کې د رایو په مرکزونو کې حاضر وو.

    د رایو ۹۳سلنه مرکزونو کې د ټاکنو د څارلو لپاره د نوماندانو او سیاسي بنسټونو استازي حاضر دي. د رایو ورکولو ۹۷ سلنه مرکزونو کې حساس او نا حساس ټاکنیز توکي شته او همدارنګه ۹۹سلنه بایومټریک دستګاوې هم شته.

    یوازې په فاریاب، هرات، کونړ او غور کې د رایو ورکولو دوه سلنه مرکزونو کې په لومړیو کې د مرکز د پرانیستو اجازه نه وه ورکړل شوې.

    له اوو بجو راهیسې د رایو ۶۲سلنه مرکزونه پرانیستل شوي دي خو ۳۸سلنه مرکزونه لږ په ځنډ پرانیستل شوي دي. شاوخوا ۲۷سلنه مرکزونه د سهار له اووه نیمو تر اتو بجو پرانیستل شوي او ۱۳سلنه بیا له اتو تر ۹پورې پرانیستل شوي دي.

  14. کابل کې اروپایي ټولنه: امنیتي ځواکونو هوښیار او پر ځان باورمن دي

    په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازۍ خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي: رایې ور کولو ته کتار کې ولاړو کسانوکابل کې د اروپايي ټولنې ډيپلوماټان اغېزمن کړي دی. د ټاکنو کارمنان چمتو، وړ اواغېزنک دي. امنیتي ځواکونه هم هوښیار او پر ځان باورمن دي. ټولو ته درناوی.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  15. د تیفا له نظره د ټاکنو مهمې ننګونې

    د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا تراوسه د افغان ټاکنو لپاره لویه ننګونه په نوملړ او بایو متریک الو کې د رایه ور کوونکو د نوم نشتوالی بولي.

    د دې ادارې په خبره، په ۳۴ ولایتونو کې د رایې ۸۸ سلنه مرکزونه له دې ستونزې سره مخ دي او خلکو رایه نه ده ور کړې.

    دا اداره زیاتوي، ځینې ولایتونو کې ان د رایه ور کوونکو په نوملړ کې ځینې نومونه نه و.

    بل هم په یوه مرکز کې د رایه ور کوونکو د نفوس او د نوملړ ترمنځ توپیر دی.

    د ساری په ډول د غزنی د کډوالو ښارګوټي روغتیایي مرکز په خپل نوملړ کې د ۳۸۰ کسانو نوم لري، خو دغه مرکز ته ۲۵۰۰ کسان ورغلي او دعوه کوي چې ټاکنو ته یې نوم لیکلی و.

    تیفا دا هم وایي، چې د خلکو ګډون پیکه بلل شوی، په تېره خوست، پکتیا، جوزجان، غزني، نیمروز، بدخشان، کابل، تخار، فراه، کندهار او سرپل کې د ښځو ګډون ډېر کم دی.

    ځینې مرکزونو کې ښځو د ټاکنو کارمنانو ته اجازه نه ده ور کړې چې انځور یې واخلي.

    nmic8

    د عکس سرچینه، nmic8

  16. کابل کې د برتانیا سفیر د رایې مرکز ته لاړ

    په افغانستان کې د برتانیا سفیر جایلز لیفر د رایو ورکوونکو یوه مرکز ته لاړ

    په کابل کې د برتانیا سفارت په خپل ټویټري پیغام کې د لیفر په وینا لیکلي:'' هغه چا چې نن خپله رایه کارولې ستایم، د افغانستان خلک د خپلواک او رڼو ټاکنو مستحق دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  17. وروستی, حوا علم نورستانۍ: د ګلبدین حکمتیار تذکره سټیکر لري

    د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ بي بي سي ته د ولسمشرۍ ټاکنو د یوه نوماند ګلبدین حکمتیار د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګني د تذکرې له سټیکر پرته یې رایه ورکړه، وویل، ښاغلی حکمتیار حبیبیه لېسه کې نوملیکنه کړې، پر تذکرې یې سټیکر لګول شوی او شمېره یې هم د ټاکنو کمېسیون کې ثبت شوې ده.

    اغلې نورستانۍ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې نن د شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره رایه ورکونه له اوو بجو پیل شوې.

    نوموړې وویل:'موږ په یوه تاریخي مرحه کې یو او تاریخ جوړوو، له خلکو مننه کوم او په ځانګړي ډول له مېرمنو مننه کووم چې د رایې ورکولو صندوقونو ته لاړل او خپله رایه یې وکاروله، موږ له خلکو خنډونه لېرې کوو.'

    اغلې نورستانۍ وویل، د ټاکنو پروسه ښه پرمخ ځي په کندهار کې چاودنه شوې خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د رایې مرکزونه پرانیستي وساتي.

    نوموړې په ښځو غږ وکړ چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. هغې دا هم وویل چې په ټول هېواد کې د رایو ۴۰۴۱مرکزونه فعال دي او ۴۸۱مرکزونه تړلي دي.

    حوا علم نورستانۍ

    د عکس سرچینه، IEC

  18. له ټاکنو کمېسون دریو ولایتونو کې ډېر شکایتونه شوی

    د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د فعالیت په اړه په دریو ولایتونو کې ډېر شکایتونه شوي دي.

    دا کمېسیون زیاتوي تر نورو ولایتونو په پرتله د انتخاباتي کمېسیون له فعالیتډېر شکایتونه له بلخ، بدخشان او هرات ور ته رسېدلي دي.

    دې بنسټ ویلي چې دا شکایتونه په داسې ډول دي: په بایومټریک دستګاه کې ستونزې، د ټاکنیزو الو سرهد کمېسیون د کارکوونکو نابدلتیا او د رایو مرکزونو ته د ټاکنود کمېسیون د کارکوونکو ناوخته رسېدل ښودل شوي.

    Afghanistan Independent Human Rights Commission

    د عکس سرچینه، Afghanistan Independent Human Rights Commission

  19. د کورنیو چارو وزارت ویاند: تراوسه چېرته د رایې ور کولو بهیر ګډوډ شوی نه دی

    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو مرکزونو او محلونو کې امنیت نیولی او تراوسه داسې امنیتي پېښه نه ده شوې چې رایه ور کولو مخه ونیول شي.

    د هغه په خبره، خلک له کوم اندېښنې پرته د رایو مرکزونو ته ځي او د خوښې نوماندانو ته رایه ور کوي.

    هغه له خلکو وغوښتل، چې له امنیتي ځواکونو سره هر ډول امنیتی ګواښ شریک کړی.

    د افغانستان دفاع وزارت هم د ټاکنو خوندیتوب لپاره د چمتوالي خبره کړې ده.

    GMIC

    د عکس سرچینه، GMIC