تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان د خپلواکۍ اغیزې او د ننني افغانستان لپاره درسونه
- Author, مشتاق رحیم
- دنده, افغان ليکوال
- د خپرېدو وخت
هغه مهال چې افغانان د امیر امان الله خان تر مشرۍ لاندې د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو په هلو ځلو کې بوخت وو، یو انګرېز نظامي افسر جارج روز کیپل وویل:
"چې امان الله خان داسې اور بل کړې چې ډېر وخت ته به اړتیا وي چې مونږ یې مړ کړو".
د افغانستان د خپلواکۍ ګټلو بې له شکه د سیمې په کچه، خو په ځانګړې توګه د هند په نیمه وچه کې، د ازادۍ ګټلو په اوږد مهاله خوب ویده حس را ویښ کړ.
وروسته له هغې چې تر انګریزي استعمار لاندې هندوستان کې د ۱۸۵۷ میلادي کال د خپلواکۍ پاڅون ماتې سره مخ شو نو د هندوستان ولس دا ومنله چې ښايي انګریزي استعمار نه ماتیدونکې وي او باید جوړ جاړی ورسره وشي.
همدا لامل و چې په یاده سیمه کې هر ډول مبارزه په ټپه ودریده، تر هغې چې د موهن داس کرم چند ګاندهي تر مشرۍ لاندې د عدم تشدد یا نه تاوتریخوالي خوځښت پیل شو.
دا د افغانانو د سرښندنو په بدل کې ګټلې خپلواکي وه چې د ګاندي د کانګرس ګوند نامتو غړي سبهاش چندر بوس، په شرقي بنګال (اوسنې بنګله دیش) کې سوریه سین او په پنجاب کې بهګت سنګ او د هغه ملګرو ته د مبارزې نویو بڼو د خپلولو فکر ورکړ.
همدا لامل شو چې د شلمې پیړۍ په دویمه او دریمه لسیزه کې د هند په نیمه وچه کې د انګریزي استعمار پر ضد پراخ غبرګون وښودل شو او د انګریزانو پرضد د ازادي غوښتونکو د مبارزې نوي فصلونه پرانستل شول چې په پای کې یې انګریزان اړ شول چې هند ته ازادي ورکړي.
بله خوا که وکتل شي نو افغانستان سره د سیمې هیوادونو تعامل هم په ټولیزه توګه بدلون وموند.
که یوه خوا افغانستان د پشپړې خپلواکۍ ترلاسه کولو نه وروسته په خپلو ډپلوماټیکو چارو کې خپلواک شو، نو ورسره د سیمې هیوادنه هم اړ شو چې افغانستان سره د یو سیال هیواد په توګه اړیکې جوړې کړي او وپالي.
روسانو افغانستان سره په سیمه کې د یو داسې هیواد په توګه چې سیاسي او ډپلوماټیک اهمیت یې ورته درلود خپلې چارې سمبال کړې او په ډیرو برخو کې یې ورسره دوه اړخیزو اړیکو د پاللو پیل وکړ.
د روسانو لخوا د افغانستان سره د دوستانه اړیکو او مرستو بهیر انګریز حکومت اړ کړ چې شاه امان الله خان سره خبرې وکړي ترڅو د افغانستان د سیمه ییزو اړیکو په تګلاره کې ځان ته ځای پیدا کړي.
په دې لړ کې په ۱۹۲۷ کې په کابل کې میشت انګریز استازي فرانسس همفریز د امیر امان الله خان سره ناسته کې د انګریز حکومت سره د امیر د اړیکو د زیاتولو په موخه په افغانستان کې د پراختیایي برنامو وړاندیز هم وکړ.
همدا راز، د امیر امان الله خان د اروپا د سفر په اوږدو کې که وکتل شي نو د یو داسې هیواد د پاچا په ځانګړیو تشریفاتو نمانځنه وشوه چې یوازې څو کاله د مخه د نړۍ په کچه سیاست کې هیڅ دریخ او ځای نه درلود، چې دا هم د افغانستان د خپلواکۍ په نړیوال سیاست کې د اغیز ښکاره نښه ده.
دغه مهال چا فکر هم نه شو کولو چې یوازې د څو کلونو په تېرېدو سره به نه یوازې دا چې افغانستان د نړۍ په سیاست کې وپیژندل شي بلکې اړیکې به هم ورسره پالل کیږي.
په دې لړ کې د اروپا د سفر په اوږدو کې د شاه امان الله خان د سویس حکومت سر د ملګرتیا تړون لاسلیکول خورا ښه بیلګه ده.
که د افغانستان د خپلواکۍ سیمه ییزو چارو باندې اغېز، د سیمې او نړۍ د هیوادنو لید کې بدلون ته ژوره کتنه وشي نو دا جوتیږي چې د امان الله خان تر مشرۍ لاندې افغان مبارزینو نه یوازې دا چې ځان ته خپلواکي وګټله بلکې سیمې ته یې د ازادۍ ګټلو فکر ور ډالۍ کړ.
همدا راز، همدا هلې ځلې وې چې د سیمې سیاسي معادلې یې بدلې کړې او هغه هېواد چې یو وخت یې پرته له انګریزي استعماره بل هېڅ هیواد سره هم اړیکې نه شوی پاللی، د نړۍ په سیاست کې مخکښ او معتبر هېواد په توګه را څرګند شو.
تاریخ د یو هیواد ولس دپاره د روښانه راتلونکي له پاره د انګیزې ورکولو منبع ګرځي او له تېر څخه د زدکړو زیرمه وي.
ځکه نو اړینه ده چې د نن افغان ولس خپله خپلواکي ځان دپاره یو مکتب وګرځوي او د اوسنیو بهرانونو څخه د وتلو دپاره ترې زدکړه وکړي.