پښتو سندره چې تر اروپا ورسېده

ر

د عکس سرچینه، youtube

    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

"دا زموږ زېبا وطن سندره" چې له څو څلوېښتو کلونو راهیسې د پښتو موسیقۍ برخه ده د لوېدیځ په تېره اروپا موسیقۍ ته یې هم لار وکړه.

دا سندره د سوېډن یوې وتلې سندرغاړې لورین تېره پنجشنبه په سټاکهولم کې د پولار جایزې مراسمو کې وویله.

پولار د موسیقۍ نوبل جایزه هم بلل کېږي.

دې مراسمو کې د سوېډن پاچا او ملکه او لوړپوړو چارواکو او د دغه هېواد او نورې نړۍ وتلو هنرمنانو هم ګډون درلود.

هغې دا سندره د اختر په شپه د افغانستان ملي موسیقي انستیتوت او د هغه د مشر احمد ناصر سرمست په ویاړ وویله.

سږنۍ پولار جایزه د ځوانانو د ژوند بدلولو لپاره د موسیقۍ کارولو له امله د افغانستان ملي انستیتیوت ته و رکړل شوه.

په احساساتو سره ویل

دې YouTube پوسټ نه تېرشئ
ایا له Google YouTube نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ YouTube پای

لورین چې پوره نوم یې لورین زینب نوکا طلحاوي دی مراکش توکمه سوېډنۍ ده.

دغې سندرغاړې د ( Euphoria) انګرېزي سندرې په مټ پر ۲۰۱۲ کال یورو وېژن جایزه ګټلې.

نوموړې دا زموږ زیبا وطن سندره په ښه انداز او احساساتو سره ویلې.

له ویلو وروسته خواله رسنیو کې دا سندره ډېره لاس په لس کېږي او ستایل کېږي.

د نادیه حیا په نوم فیسبوک کارنه لیکي ولا سم خوند یې په کړی او یو څه یې په احساس هم ویلې ده نه پوهېږم په مانا به یې پوهېده که نه

ځینو دا هم ویلي، چې د لورین جادويي غږ دا سندره نوره هم په زړه پورې کړې او ان زیاتوي چې تر اوسه کوم پښتانه سندرغاړي دا سندره دومره په خوند ویلې نه ده.

د پښتونستان ملي سرود

ر
د عکس تشریح، د زيبا وطن شاعر ملنگ جان چې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ و، جلال اباد ښار کې یې یو چوک په نوم دی.

دا زموږ زېبا وطن د افغانستان یوه حماسي شاعر ملنګ جان ویلې چې له پښتونستان سره یې ځانګړې مینه لرله.

لیکوال او څېړونکی استاد حبیب الله رفیع وايي، چې ملنګ جان د لوی افغانستان ارمانجن و او په همدې وجه یې پښتونستان ته دا سندره وویله.

د سندرې اصلي بڼه کې تر اخره د افغانستان په ځای پښتونستان نوم دی، چې پنځه ځله تکرارېږي

لومړي بیتونه یې دي- دا زموږ زيبا وطن- دا زموږ ليلا وطن- دا وطن مو ځان دی- دا پښتونستان دی

وروستي بیت کې یې د شاعر ملنګ جان نوم هم شته.

ژوندون د ملنګ جان دی- دا پښتونستان دی

دا زموږ زیبا وطن اول ځل څو څلوېښته کاله مخکې د هغه وخت وتلي افغان سندرغاړي استاد اولمیر ویلې.

استاد رفیع وايي، چې استاد اولمیر پخپله یا د چا په غوښتنه دې ملي ترانه کې د پښتونستان نوم پر افغانستان بدل کړی دی.

"ملنګ جان ټولې سندرې د پښتونستان او لوی افغانستان لپاره وېلې دا سندره هم د همغې داعیې په چوکاټ کې ویل شوې او د پښتنو د احساساتو استازي کوي".

د ملي سرود کېدو غوښتنه

ر

د عکس سرچینه، youtube

د عکس تشریح، ناصر سرمست او د افغانستان د موسیقۍ انستیتیوت ته د پولر له دوو یوه جایزه ور کړل شوه.

افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرځېدلو پسې د ملي سرود جوړولو هڅې پیل شوې.

هغه وخت ځینې کسانو دا وړاندیز درلود چې دا زموږ زېبا وطن سندره ملي سرود شي.

استاد رفیع وايي، د وطن ستاینه په ډېر احساس او ژوره مینه پکې شوې ده، ځکه یې د ملي سرود کېدو غوښتنه کېده.

"د وطن د اوسېدونکو د احساساتو استازي کوي، ځکه دا سندره ډېره منل شوې او په همدې وجه یې د ملي سرود کېدلو غوښتنه کېده".

استاد رفیع زیاتوي، کله چې دا سندره سړی اوري ملي احساسات ور پیدا کوي او هم د خلکو احساست وړاندې کوي.

د نوموړي په خبره، د ملي سندرو او ملي سرود ګډه ځانګړنه دا ده چې د خلکو احساسات پاروي او د اړوند هېواد د خلکو د احساساتو استازي کوي.