که موږ خبر وای چې کله او څنګه مرو، نو څه به شوي وای؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

دا رپوټ وړاندې تر دې هم یو ځل خپور شوی دی.

ان د ۴۲٫۸ میلي ثانیې لپاره د کمپیوټر پر ښیښه د "مرګ" د کلمې څرکنده راڅرګندېدل کفایت کوي چې موږ په بېل ډول چلن وکړو- تل نه بلکې د غوره‌والي لپاره.

یوه ورځ به مرې، او دا کار پر ټولو هغو پلی کېدونکی دی چې ستا په چم ګاونډ کې یې پېژنې.

د ارواپوهانو د موندنو له مخې، دا ناراموونکی حقیقت په پرلپسې ډول زموږ د ماغزو په باطن کې اخښل شوی او هرڅه چې کوو هغه کار ته مو هڅوي (د دیني مراسمو له ترسره کولو، د سبزي له خوړلو او د سپورت له کولو پیل د ماشومانو تر زیږولو، کتابونو لیکلو او د شرکتونو تر جوړولو پورې).

د روغې سټې لرونکو کسانو لپاره مرګ معمولاً زموږ په ماغزو کې ځای نیولی او خپل نفوذ د باطني عقل د ادراک او هوښ پر شاتنۍ برخې خپل نفوذ لري.

د فیلادلفیا روغتون د ماشومانو برخې ډاکټر او د پنسلوانیا پوهنتون د اخلاقو متخصص کریس فوټنر وايي: "ډېر کله پر موږ شپې او ورځې تېرېږي خو په مرګ کې سوچ نه کوو. او پر هغو څیزونو د تمرکز له لارې ورسره عادي کېږو چې نېغ زموږ په مخ کې دي. خو که زموږ د مرګ په اړه ناڅرګندتیا لیرې شي، نو څه به وشي، او که موږ ټولو ته د خپل مرګ دقیقه نېټه او د مرګ لامل وویل شي نو څه به پېښ شي؟ البته دا ناممکنه ده، په دې فرضي سناریو کې فکر کول د افرادو او ټولنې په توګه زموږ انګیزې روښانه کوي، چې پر ځمکه په ښه ډول پخپل محدود وخت کې ژوند وکړو- ددې لپاره کافي ده چې موږ په بېل ډول چلن وکړ- نه تل د غوره والي لپاره."

لومړی راځئ په واقعي دنیا کې د مرګ د څرنګوالي په اړه چې پر څه پوهېږو مشخص کړو. د تېرې پېړۍ په ۸۰ کلونو کې، ارواپوهانو له هغې وېرې او اندېښنې سره زموږ د چلن له څرنګوالي سره دلچسپي وښوده، چې زموږ له احساس سره مل وي او دا چې موږ له "یوې ټوټې غوښې پرته چې سا اخلي، فاضله مواد له بدن وباسي او هر وخت مړ کېدای شي" نور څه نه یو- لکه د نیویارک سکیمور کالج د روان‌پوهنې پروفیسر شیلډون سولومون چې همداسې وايي.

کله چې د مرګ په اړه غږېږو، ‌تر ډېره د خپلو اندونو او باورونو دفاع کوو او هر هغه مقابل لوری ګڼو چې ګواښي یې.

د "ترهې کابو کولو نظریه" هغه اصطلاح ده چې سولومون او ملګرو یې ځینو پایلو ته د رسېدو په پای کې اختراع کړه.‌ داسې اټکلوي چې انسانان پر خپل کلتور ولاړ اندونه مني - هغه داسې چې د بېلګې په توګه نړۍ معنا او زموږ ژوند ارزښت لري - ددې لپاره چې د وجود شل کولو (ترهې) مخه ونیول شي.

په څه باندې زرو تجربو کې، څېړونکو ومونده کله چې یوڅوک رایاد کړي چې موږ به مرو، نو موږ پر خپلو اصلي کلتوري باورونو ځانونه ټینګ کړو او پر ذات زموږ د احساس ارزښت پیاوړي کولو هڅه کوو او په لویه پیمانه د خپلې عقیدې او باورونو دفاع کوو او هر هغه څه چې ګواښي یې په دوښمانه ډول چلن ورسره کوو.‌

ان د مړینې مسلې ته یوه چټکه اشاره کول هم - لکه د کمپیوټر پر ښیښه د میلي‌ثانیې ۴۲٬۸ برخه یو څرک غوندې د "مرګ" کلمه راڅرګندېدل یا د یوه قبر مخې ته درېدل د چلن د بدلون لپاره بسنه کوي.

هغه وخت مو مرګ رایادېږي او مثبت ګرځو چې د خپل خېل مرګ واورو، او هغه چې زموږ له خېل څخه نه دي لا ورسره تاوتریخجنېږو.

دغه ځینې بدلونونه څنګه ښکاري؟ کله چې مرګ یادوو، په لا مثبت ډول له هغو سره چلن کوو چې له موږ سره په ظاهري څېره، سیاسي اند، جغرافیوي اصلیت او مذهبي او ان عقیده کې مشابهت لري، او هغه چې له موږ سره په دې کې شباهت او شراکت نه لري، په اړه یې لا سپکوونکي او تاوتریخجنېږو، موږ له خپلو هغو عاشقانه (رومانتیکو) شریکانو سره لا ژوره ژمنتیا لرو، چې زموږ نړۍ‌لید تاییدوي او موږ هغو کاریزماتیکو مشرانو ته د رایې ورکولو ډېر تمایل لرو چې د پردیو وېره تحریکوي.

په مقابل کې، ځینې بیا د دیني او اخلاقي اصولو لا ډېر ردوونکي ګرځي او د شرابو خوړلو، سګرېټو څکولو، پلور او خوراک کې افراط کوي او چاپېریال ساتنې ته یې پام کمېږي.‌

که هر چا ته د خپل ناڅاپي مرګ نېټه او د مړینې لامل او سبب وویل شي، ښايي ټولنه نسبت هغې بڼې ته چې اوس ده، لا ډېره توکم‌پاله او متعصبه وګرځي، له پردیو وېره یې ډېره، تاوتریخجنه شي او جګړو ته پلمه ولټوي، خپل ځان او چاپېریال ته لا ډېره مضره او ویجاړوونکې تمامه شي.

خو دا حتمي نه ده. څېړونکي په پای کې -لکه سولومون غوندې- هیلمن دي چې د مرګ له وېرې په رامنځ ته شوي منفي اغېز پوهېدل ښايي موږ ته د مبارزې توان راکړي.

په حقیقت کې ساینسپوهانو د هغو کسانو ځینې بېلګې ثبت کړې دي چې د دغو عامو بهیرونو مخالف دي.

د ساري په ډول، په سوېلي کوریا کې بودايي راهبانو ته چې د مرګ یادونه وشي دا ډول چلن نه کوي.

هغو څېړونکو چې "په مرګ کې د سوچ" مشهور سبک چلند څېړي، ومونده چې له خلکو غواړي نه یوازې د مرګ په اړه په کُلي ډول فکر وکړي، بلکې پردې فکر وکړي چې څنګه به مړ شي او مړینه به یې پر کورنۍ څه اغېز وکړي، چې دا د ډېرو بېلابېلو غبرګونونو لامل ګرځي.

په دې حالت کې، خلک لا ډېر صمیمانه چلن غوره کوي - د بېلګې په توګه، پرته له دې چې پر ټولنیزه شدیده اړتیا یې فکر وکړي، د وینې ورکړې ته یې تمایل ډېرېږي او د خپل ژوند جوړولو کې د مثبتو او منفي ‌پېښو د رول په اړه فکر کوي.

دې پایلو ته په پام سره، زموږ د مرګ په نېټه خبرېدل ښايي د ژوند پر هدفونو او ټولنیزو اړیکو د تمرکز ډېرولو لامل وګرځي نسبت دې ته چې منزوي او ګوښه شو.

‌ لکه څنګه چې د سالزبرګ پوهنتون د روان‌پوهنې استاده ایوا جوناس وايي: "که داسې تګلارې دود کړو چې له موږ سره مرګ د ژوندانه د یوې برخې په توګه منلو کې مرسته وکړي، دا پوهه پخپلو ورځنیو غوراویو او چلن کې مدغمه کړو"، دا ښايي په ځانګړې توګه سمه خبره وي. "د ژوند د لنډوالي په اړه پوهېدل ښايي د ژوند ارزښت ډېر کړي او دا احساس پیاوړی کړي چې ګنې (موږ ټول د یوې بېړۍ سپاره یو)، چې دا کار د بښنې، زغم، زړه سوي او په لږ ډول د دفاعي غبرګون کمولو لامل ګرځي".

ناروغ (ناسالم) شخصیتونه

پرته له دې چې فکر وکړو چې ټولنه د یوه (کُل) په توګه له سم یا بد بدلون سره مخامخه ده، په انفرادي توګه له مرګ سره د تړاو لرونکو معلوماتو په اړه زموږ غبرګونونه شخصیت او د لویې پېښې ځانګړتیا ته په کتو توپیر مومي.‌

د نټینګهم پوهنتون د روان‌پوهنې مرستیاله استاده لورا بلاکي وايي: "هرڅومره چې ډېر عصباني او اندېښمن یاست، هومره له مرګ سره بوختېږئ او پخپل ژوند کې پر معنا لرونکو بدلونونو تمرکز نشئ کولی.‌ خو له بلې خوا، که پوه شئ چې په نوي کلنۍ کې د خوب پرمهال په ارامه مرئ، ښايي د مرګ د لامل په اړه فکر ونه کړئ، یا- لکه (اوهو، سمه ده، کومه خبره نه ده)".

که ژوند په ۱۳ یا ۱۱۳ کلنۍ کې پای ته ورسېږي، د لا علاجه ناروغیو لرونکو کسانو په اړه څېړنې مرګ ته د معمول په شان غبرګون روښانه کولی شي.

فیوډنر ووايي، هغه ناروغان چې درملنه یې په مسکنو یا درد ارموونکو درملو کېږي، د سوچ پر دوو پړاوونو تېرېږي. لومړی دوی د خپل تشخیص په اړه شک ورته پیدا کېږي او پوښتي که مرګ ورته نژدې وي او تېښته ترې ناممکنه وي یا داسې یوڅه دي چې دوی مبارزه ورسره کولی شي.

وروسته، د خپل پاتې وخت په اړه سوچ کوي چې څنګه په ښه ډول ګټه ترې واخلي. او ډېری یې په دې دوو کتګوریو کې راځي: دا چې پرېکړه کوي خپله ټوله انرژي او تمرکز پر هغه کار ورټول کړي چې پر بېمارۍ یې غلبه کولی شي یا دا غوره ګڼي چې د خپل ژوند په اړه فکر وکړي او خپل ډېر وخت له خپلو دوستانو او نژدې کسانو سره پر هغه څه تېر کړي چې دوی ته خوشالي راولي.

دې ته ورته بهیر احتمالاً د مرګ د فرضي نېټې سناریو کې هم ترسره کېږي.‌ فیوډنر وايي: "ان که پوه شئ چې ۶۰ کاله نور ژوند هم لرئ،‌ دا عمر یوازې په کلونو، میاشتو او ورځو اندازه کېږي، کله چې دا ساعت تر ټولو ډېرې نژدې ارامۍ ته په رسېدو شي، فکر کوم خلک وینو چې په دې دوو بېلابېلو لوریو درومي."

هغه کسان چې د خپل مرګ شنډولو هڅه کوي، ښايي ترې د لاس اخیستو په صورت کې وسوسه ورته پیدا شي، په تېره د وخت په تېرېدو سره.‌ د بېلګې په توګه، که څوک پوه شي چې ډوبېږي ښايي لامبو زدکول پیل کړي او په پرلپسې ډول دوام ورکړي چې د ژوندي پاتې کېدو مبارزې لپاره موقع ومومي، خو هغه کس چې پوه شي په ترافیکي پېښه کې به ومري، په هر قېمت چې وي له ګاډو (موټرو) ځان لیرې ساتي.

خو ښايي ځینې کسان برعکس تګلوری غوره کړي - خپل حتمي مرګ ته د تېر ایستلو د هڅې په توګه خپل ژوند د خپلو شرایطو په رڼا کې پای ته ورسوي چې په دې سره پر دې بهیر خپل کنټرول ترلاسه کړي.

جوناس او ملګرو یې ومونده کله یې چې له خلکو وغوښتل داسې وانګېري چې ګنې د یوې دردناکې ناروغۍ له کبله به ورو ورو ومري،‌ هغو کسانو چې ځان ته یې خپل مرګ -پخپله طریقه- غوره کړی و، داسې احساس وکړ چې ګنې پر وضعیت کنټرول لري او له مرګه یې وېره کمه وه.

د وخت محدودیت زموږ د غوره پرېکړې لامل ګرځي

هغه کسان چې د خپل اعدام حکم تګلوری مني، هم ښايي په یوه بېله طریقه غبرګون وښيي. ځینې یې پیاوړي کېږي چې له خپل پاتې وخت نه حد اکثر ګټه واخلي او د خپلو خلاقانه، ټولنیزو،‌ علمي او عملي لاسته راوړنو تر ټولو لوړې پوړۍ ته ورسي. سولومون وايي: "هغه څه چې غواړم فکر پرې وکړم، دا دي چې د مرګ په نېټه پوهېدل په موږ کې تر ټولو غوره څه راوباسي، دا موږ ته دا موقع راکوي چې خپل ځان،‌ کورنۍ او ټولنې ته لا ډېر کارونه وکړای شو".

په حقیقت کې، له شوک ژغورل شویو کسانو ځینې هیله‌بښونکي شواهد شته چې زموږ د پاتې وخت محدودیت ښايي د خپل ځان ښه کولو انګیزه وګرځي.‌ په داسې حال کې د دې خلکو لپاره بنسټیزه ډېټا راغونډول ګران کار دی، ځینې ټینګار لري چې په ژور او مثبت ډول بدلون ‌پکې راغلی. بلاکي وايي "دوی وايي لا ډېر پیاوړي او له معنوي پلوه قوي دي، پر لا ډېرو مثبتو امکاناتو پوهېږي او د ژوند ارزښت ورته معلومېږي. پوهېږي چې ژوند لنډ دی او دوی به یوه ورځ مري، نو له ژونده باید تر خپله وسه ډېره ګټه واخیستل شي".

خو هېڅ کوم یې د خپل ځان د لا غوره کولو توان نه لري، ښايي ګڼ خلک دا غوره وګڼي چې خپل ژوند پرېږدي او په ټولنه کې خپله مثبته ونډه لرل ودروي، ضرور نه ده چې دا دې د دوی پر کسالت او ټګۍ پورې تړاو ولري، بلکې د دوی پر عبث او بې هدفۍ پورې غوټه شوې خبره ده.‌ د Order of Good Death ټولنې بنسټګره او لیکواله کېتلین داوټي پوښتي: "که پوهېدئ چې راتلونکې جون کې مرئ نو دا کالم به مو لیکلی و؟" (ښايي‌ نه).

زموږ ډېری کلتور له مرګه د ژغورنې پر محور جوړ شوی دی

بې هدفي یا بې احساسي هم ښايي ددې لامل شي چې ډېری کسان له خپل سالم ژونده لاس واخلي. که مرګ له مخکې په مشخص وخت کې ټاکل شوی وي، مهمه نه ده څه پېښ شوي. داوټي وايي "نور د اورګانیک خوړو خوړلو زغم نه لرم، پر ځای به یې عادي کوک وڅښم او ښايي‌ ځینې نشه يي شیان وازمویم او ټوله ورځ پر خپل مخ ټوینکیز وموښم. زموږ د کلتور ډېره برخه له مرګه پر ډډې کولو او د قانون ساتلو ته طراحي شوې ده".

سولومون وايي غالباً ډېری کسان د ډېر افراط او د دیني او اخلاقي اصولو ردولو ترمنځ بدلون مومي، او یوه اونۍ "کور کې پاتېدل او پنیر خوړل او فلمونه کتل غوره ګڼي"، او بله اونۍ "داوطلبانه د سوپ پخلنځیو ته ځي".

فیوډنر له دې نظر سره په موافقه وايي: "بدلونونه اندېښمنوونکي دي. دلته موږ پر هغه لوی بدلون غږېږو چې یوه چا ته پېښېږي، له ژونده مرګ ته اوښتون".‌

دیني اندېښنه

ښايي نوي ټولنیز رسم و اداب راښکاره شي او ښايي لکه د زوکړې د ورځو لمانځلو په شان د مړینې ورځې هم ولمانځل شي

له عملي اړخه، د دې نړۍ هرځای چې اوسېږې، زموږ د مرګ د نېټې او څرنګوالي د پوهېدو په پایله کې په اصل کې زموږ ورځنی ژوند بدلون مومي.

ښايي ډېری کسان رواني درملنې ته غاړه کېږدي، چې له مرګ سره اړوند تخصصي زمینه برابروي. ښايي نوي ټولنیز اداب راڅرګند شي د مړینې له نېټو سره چې ښايي د زوکړې د ورځې د لمانځلو په شان وي خو د معکوسې شمېرنې پرځای.

که موږ د خپل مرګ په نېټه او څرنګوالي‌ پوه شو، نو تر ډېره حده به په ژوند کې زموږ طرز او طریقه بدله شي.

ډاوټي وايي:‌ "رښتیا هم د مرګ د مفهوم او د مرګ د نظریې په تړاو د بشر تمدن پرمختګ کړی. زما په اند، د مرګ نېټه پېژندل به زموږ د ژوند سیستم بالکل بدل کړي".