تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د طبیبانو پاچا' ابن سینا، چې ګوګل یې هرکال درناوی کوي
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د لټون لوی ماشین 'ګوګل' د هر کال اګسټ میاشت کې د ابن سینا زوکړه لمانځي. دغه مسلمان عالم پاموړ علمي څېړنې کړې دي. سږ کال یې هم د هغه د زوکړې ۱۰۳۸تلین ولمانځله.
ابن سینا ته په لوېدیځ کې هم تېر کې پاچاهانو، پوهانو او څېړونکو ډېر درناوی درلود، ځکه د نوموړي له بېلابېلو لاسته راوړنو په ګرده نړۍ کې ګټه اخیستل شوې او همدا ده چې په طب کې د لویو لاسته راوړنو له کبله لوېدیځوالو د 'طب پلار' بللی دی.
د بلجیم یوه تاریخپوه جروج ساټون د ابن سینا په اړه ویلي: ''ابن سینا یوه لویه فکري پدیده ده، چې په منځنیو پېړیو کې فلسفه کې د ده په شان بل هېڅ ذکي انسان نه دی تېر شوی.''
ژوند یې
ابو علي الحسین بن عبدالله بن الحسین بن علي ابن سینا د ځینو تاریخي کتابونو پربنسټ د اوسني اوزبکستان اقشنه کلي کې په ۹۸۰ کال زیږېدلی. پلار یې د افغانستان اوسني د بلخ ولایت و.
ابن سینا د اوسني ایران همدان کې د ۵۸ کلونو په عمر وفات شوی. نوموړی په طب او فلسفه کې د خپل وخت مخکښ عالم او سرلاری و.
وروسته تر هغه چې د یوه امیر په درملنه کې د هغه وخت طبیبان پاتې راغلل، خو ابن سینا پکې بریالی شو، د هغه وخت واکمنې ساماني کورنۍ د واکمنۍ پرمهال فارس کې ابن سینا ته د خپل شخصي کتابتون جوړولو اجازه ورکړل شوه، چې د هغه وخت تر ټولو بډایه کتابتون و.
په هغه وخت کې د نوموړي له کتابتون د یوه علمي مرجع په توګه ګټه اخیستل کېده.
ابن سینا همدان ته له سفر وروسته هلته د امیر شمس الدین بویهي وزیر وټاکل شو، د امیر له مړینې وروسته، اصفهان ته واړ چې په طب کې خپل مشهور "په طب کې قانون" او "الشفاء" کتابونه بشپړ کړي.
د اسلام ارسطو
ابن سینا خپل پلرني کور کې له حدیثونو او مناظرو ډېره ګټه اخیسته. قرآن کریم یې په لس کلنۍ کې حفظ کړ، په عربي او فارسي ژبه یې ګڼې شعري قصیدې هم یادې وې.
په ۱۸ کلنۍ کې یې طب، فلسفې او شرعي علومو ته مخه کړه.
له ارسطو او فارابي وروسته فلسفه کې ابن سینا تر ټولو ډېر مهم شخصیت ګڼل کېږي، چې مسلمانانو د "اسلام ارسطو" بللی، لامل یې دا دی چې هره موضوع یې د ناقد او شنونکي په توګه د علمي دلایلو پربنسټ څېړله.
د نوموړي دا خبره ډېره مشهوره ده چې وايي: "فیلسوفان د نورو خلکو په شان دي، ځینې وخت په حقه وي خو غلطېږي هم."
دا چې ابن سینا په خپل عصر کې په علمي ډګر کې ساری نه درلود، ځینو پرې د "بې دینۍ" تور ولګاوه.
ابن سینا په شمسي دایره کې د زهره ستوري د تېرېدو نظریه رامنځ ته کړه، چې بیا وروسته انګلیس ستورپوه جیرمیا روکس په اولسمه پېړۍ کې همدا نظریه تایید کړه.
د ستورو د څار په اړه ابن سینا یوه اله اختراع کړه، چاپېریالي کې یې ګڼې لاسته راوړنې درلودې او په دې برخو کې یې ګڼ کتابونه ولیکل.
په جیولوجۍ کې یې ګڼې څېړنې وکړې، د ډبرې، غرونو، معادنو، زلزلو او د ورېځو، باران، ګرمۍ، کنګل کېدو، یخنۍ او شنې زرغونې (د بوډۍ ټال) رامنځ ته کېدو د کیفیت په اړه یې ډېرې څېړنې وکړې.
د ابن سینا د کتابونو شمېر تر ۲۰۰ اوړي، چې ډېر یې په جیولوجۍ، بیولوجۍ او ستورپوهنه کې دي.
په ریاضي، طبیعي علومو او طب کې یې هم مشهور کتابونه لیکلي، چې تر اوو پېړیو پوهانو د یوه معتبر مرجع په توګه ګټه ترې اخیسته.
د انسان د بدن غړي او هغه ناروغۍ یې تشریح کړې، چې تل انسان ورسره مخامخ وي، لکه مینینګیټس، زیړی او د مثانې تیږه.
ابن سینا لومړی طبیب و، چې د طب نړۍ ته یې رواني درملنه وراضافه کړه او لومړی ځل یې د ګوګړ جوړېدو طریقه تشریح کړه. کیمیا یې شرح کړه او د ګڼو درملو جوړېدو طریقه یې په ډاګه کړه.